راپور زیاتوي چې د ښځو د حضور کمښت د دې لامل شوی چې بنسټیزو خدماتو ته د ښځو او نجونو، په ځانګړي ډول د کورنیو سرپرستو ښځو او راستنېدونکو لاسرسی کم شي.
همدارنګه د نجونو پر زده کړو بندیز د بشري پانګې د عادلانه ودې پر وړاندې یو لوی خنډ بلل شوی. د ملګرو ملتونو په وینا، دغه بندیز د جنسیتي نابرابرۍ کچه لوړه کړې او د وخت نه مخکې ودونو خطر یې زیات کړی دی.
ملګري ملتونه ټینګار کوي چې د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب او د هغوی د خدماتو د لاسرسي د یقیني کولو لپاره به خپلې هڅې روانې وساتي او له طالبانو سره ستراتیژیک تعامل یې د بشري مرستو د دوام لپاره اړین بللی.
د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۱.۸۸ میلیونه کسان له ایران او ۸۹۹ زره نور له پاکستان نه افغانستان ته راستانه شوي دي.
دا لویه کډوالي د کورونو او ځمکو د کرایو د لوړوالي سبب شوې، او په ځینو سیمو کې یې پر خدماتو او بازارونو فشار زیات کړی دی.
راپور همدارنګه د افغانستان په ختیځ کې زلزلو ته اشاره کوي، چې شاوخوا ۸۶.۸ میلیونه ډالر زیان یې اړولی او د بیا رغونې اړتیا یې ۱۲۸.۸ میلیونه ډالر اټکل شوې ده.
په راپور کې ویل شوي چې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲۲.۹ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لرله، خو د تمویل کچه یوازې ۹۱۳ میلیونه ډالره وه.
ملګري ملتونه وایي چې د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې له پاکستان سره سرحدي کړکېچ د سوداګرۍ او بشري مرستو پر بهیر جدي اغېز کړی دی.
د راپور له مخې، د مرستو کمښت، د کډوالو زیاتې راستنېدنې او اقلیمي پېښو په ۲۰۲۵ کال کې پر افغان کورنیو، بازارونو او خدماتو سخت فشارونه وارد کړي دي.
دغه راپور چې د «د افغانستان د خلکو د بنسټیزو بشري اړتیاوو د ملاتړ» تر عنوان لاندې خپور شوی، ښيي چې سره له دې ستونزو، د بنسټیزو خدماتو وړاندې کول دوام لري.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي ویلي چې تېر کال میلیونونه افغانانو روغتیايي او اقتصادي خدماتو ته لاسرسی موندلی دی.
د راپور له مخې، له ۳۴ میلیونو څخه زیاتو خلکو روغتیايي خدمات او شاوخوا ۴.۶ میلیونه ماشومانو د زده کړې فرصت ترلاسه کړی دی.