نوموړي د خپلې وینا پر مهال زیاته کړه، چې د طالبانو په واکمنیدو سره ډېر شمېر افغان فرهنګیان، لیکوالان، شاعران او ژورنالېستان اروپا ته تبعید شول او په جلا وطنۍ کې اوس د نارنج ګل دا دودیزه مشاعره ترسره کوي. د نوموړي په خبره، د نارنج ګل مشاعره یوازې تر ختیځې سیمې پورې محدوده نه وه او د هېواد له ګوډ ګوډ څخه د ټولنې بېلابېلو طبقو، ښځو او ان اهل هنودو هم دغه مشاعره کې ګډون کاوه.
رغاند وویل، اوس مهال د طالبانو له لوري دغه مشاعره سانسور شوې او د بېلابېلو قشرونو تر څنګ پهکې د ښځو ګډون هم کم رنګه دی. د مشاعرې په پیل کې افغان سیاستوال ستانه ګل شیرزاد هم د دغه غونډې په لړ کې نیوکه وکړه، چې طالبانو په ننګرهار کې د نامالومه دلایلو له کبله دغه مشاعره ترسره نه کړه، خو دا ښه زېری دی چې اروپا مېشتو فرهنګیانو په جلاوطنۍ کې دغه مشاعره جوړه کړې ده.
ستانه ګل شیرزاد وایي: «دې مشاعره کې به پخوا حکومتي خلک و، قومي مشران به و، شاعران به و او شعرونه به پهکې ویل کېدل. سره له دې چې دا یوه کلتوري مشاعره وه، خو دې چوکاټ کې محدوده نه وه او شاعرانو به د خپلو سیمو ستونزې هم په شعرونو کې بیانولې».
د غونډې ویناوالو وویل چې په دغه مشاعره کې به پر حکومتونو سیاسي نیوکې هم د طنز او شعر په ژبه کېدلې، خو اوس یې بڼه بدله شوې او د طالبانو له لوري سخت سانسور سره مخ ده. طالبانو په تېرو کلونو کې د نارنج ګل مشاعرې پر مهال هغه شاعران ګواښلي چې د دغه ډلې پر حکومت یې شعرونو کې نیوکې کړې وې.
د نارنج ګل دودیزه مشاعره او مېله په لومړي ځل په ۱۳۴۴ کال کې د ختیځ افغانستان د فرهنګیانو له لوري ترسره شوه او هر کال کېده، خو سږ کال لا تر اوسه پورې طالبانو دغه مشاعره نه ده ترسره کړې. دا مشاعره هر کال د پسرلی له پیل سره سم کېدله چې د هېواد له ګوډ ګوډ څخه به پهکې فرهنګیانو او د شعر مینهوالو ګډون کاوه.
دغه هنرمندان چې زیاتره سندرغاړي او موسیقي غږوونکي دي، وايي چې که بېرته افغانستان ته واستول شي، طالبان به یې وځوروي.
د څېړنو له مخې، دغه هنرمندان پر موسیقۍ د طالبانو د بندیز، د هنري وسایلو له منځه وړو، د دیوالونو د نقاشیو ړنګولو او د پخوانیو هنري فعالیتونو پر بنسټ د هنرمندانو ځورولو له امله کډوال شوي دي.
همدارنګه زرګونه ښځینه هنرمندانې د کار او زده کړو له حقه محرومې شوې او ډېری یې یا له هېواده وتلې او یا په پټه ژوند کوي. رپوټ زیاتوي چې ګڼ شمېر هنرمندان په ګاونډیو هېوادونو کې د ویزې د پای ته رسېدو او د اخراج له ګواښ سره مخ دي، چې دا وضعیت د افغانستان د فرهنګي ژوند لپاره لوی زیان بلل کېږي.
د هنرمندانو د ازادۍ نوښت د ۲۰۲۶ کال په رپوټ کې ویلي، چې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ (۱۹۹۶–۲۰۰۱) پر مهال هم هنري فعالیتونه سخت ځپل شوي وو او د هنر بېلابېل ډولونه لکه موسیقي، نقاشي او کلتوري میراثونه بند یا له منځه وړل شوي وو. له همدې امله، ډېری هنرمندان د طالبانو د دویم ځل واکمنۍ له پیل سره سم یا خو پټ شول، یا یې هېواد پرېښود.
یاد سازمان وایي چې ډېر افغان هنرمندان ګاونډیو هېوادونو لکه پاکستان او ایران ته کډه شوي، خو هلته هم له سختو شرایطو، د ویزې ستونزو او ناڅرګند راتلونکي سره مخ دي. یو شمېر نور اروپا او د شمالي امریکا هېوادونو ته د تګ هڅه کوي، خو د ادغام او ملاتړ کمښت د هغوی هنري فعالیتونه سخت محدود کړي دي.
دغه سازمان ټینګار کوي چې د افغان هنرمندانو د ملاتړ لپاره نړیواله همکاري اړینه ده، څو د هغوی د کلتوري حقونو خوندیتوب او هنري پایښت تضمین شي، ځکه د افغانستان د هنر او کلتور راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ دی.
د جرمني د بشري پروګرام له لارې تر ۲۰۲۲ کال پورې له ۳۷ زرو زیاتو افغانانو ته د داخلېدو اجازه ورکړل شوې ، چې په دې کې ۸۱ افغان هنرمندان او د هغوی د کورنیو ۲۶۵غړي هم برلین ته لېږدول شوي دي.
پر جرمني سربېره نورو اروپايي هېوادونو، امریکا او د لاتینې امریکا هېوادونو ته هم ګڼ هنرمندان کډوال شوي او ځینې لا هم په ایران او پاکستان کې د بیا میشتونې او منلو پروګرامونو ته منتظر دي.
په کاپیسا د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې ۱۱ تاریخي، لرغونې او سیاحتي سیمې کشف شوې دي. د یاد ریاست په وینا؛ یوازې د نجراب ولسوالۍ په بېلابېلو درو کې پنځه لرغونې سیمې کشف شوې دي.
دغه ریاست زیاته کړې، چې په دې کې زندانخانه، بومبري استوپه، ادم خان غونډۍ، بانو چینه غونډۍ او چهل قلبه استوپه سیمې شاملې دي. ویل کېږي، چې په دغه سیمو کې د پخوانیو ډبرینو دېوالونو نښې او د بودایي پېر اړوند سفالي توکي هم موندل شوي دي.
د دغه ریاست خبرپاڼه زیاتوي، څلور تاریخي ابدې هم پېژندل شوې چې پهکې د پیر حاضر بابا، بارزهيي بابا، بابا سنګین ولي او صوفي داد محمد ولي زیارتونه شامل دي چې شاوخوا له ۳۰۰ تر ۴۰۰ کلونو پورې تاریخي مخینه لري.
همدارنګه دوه طبیعي او سیاحتي سیمې، یو طبیعي کاریز او یو تاریخي برج (وټهپور) هم د یادو موندنو په ترڅ کې ثبت شوي دي. په کاپیسا کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، چې دغه ټولې سیمې د یاد ریاست په ډیټابېس کې ثبت شوې دي.
په افغاني ټولنه کې جامه یوازې د بدن پوښ نه ده، بلکې د تاریخ، هویت او ارزښتونو ژبه ده. له پکول او لونګۍ نیولې تر مزارۍ خولۍ پورې هره ټوټه د دې خاورې د خلکو د ژوند او مبارزو کیسه کوي.
دغه خولۍ چې د پښتون مبارز منظور پشتین د مبارزې نښه ګڼل کیږي، د ګډ هویت او حق غوښتنې سمبول دی.
تازه د کابل پوهنتون د ازبکي ژبې او ادبیاتو پوهنځي یو محصل ویلي، چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم له دې امله پرمخ په څپېړه وهلی، چې ازبکي خولۍ یې پر سر کړې وه. ندیم ویلي، چې دا «د خلقیانو او منظور پشتین» خولۍ ده او پر سر کول یې سیاسي فعالیت دی.
د کابل پوهنتون د ازبکي ژبې او ادبیاتو پوهنځي محصلان وايي، چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم د چهارشنبې په ورځ، د وري پر ۱۹مه، د پوهنتون په انګړ کې د ازبکي ژبې او ادبیاتو پوهنځي یو محصل هبت الله یعقوب اوغلو له دې امله پرمخ په څپېړه وهلی، چې د وزیر په باور، د منظور پشتین خولۍ یې پر سر کړې وه او محصلان سیاسي حرکت ته هڅوي.
د محصلانو په وینا، د طالبانو لوړو زده کړو وزارت څو ورځې وړاندې پوهنځي ته یو مکتوب ور استولی و، چې محصلان باید خولۍ پر سر کړي او د ازبکي ژبې او ادبیاتو پوهنځي محصلانو ددغه مکتوب پر بنسټ، د ازبکانو د فرهنګ پر اساس خپلې دودیزې خولۍ پر سر کړې.
خوشال بابا وايي، چې دستار تړي هزار دي، د دستار سړي په شمار دي.
د پګړۍ، خولۍ او هر بل ملي لباس ټولنیز او سیاسي ارزښت له دې بیت نه قیاس کېدای شي.
مزارۍ خولۍ چې په شمالي افغانستان کې د ازبکو او ترکمنو تر منځ په بېلابېلو نومونو پېژندل کېږي، د ورځني ژوند او مراسمو برخه پاتې شوې ده. دا خولۍ لومړی د ښځو په لاس اوبدل کېدې او وروسته بیا د فرهنګ او سوداګرۍ برخه وګرځېدې.
په دې خولیو کې د ګلونو او هندسي بڼو له لارې د سیمې ذوق او داستانونه ساتل شوي او د نسلونو ترمنځ یې د کلتوري حافظې پُل جوړ کړی دی. په دې معنا چې مزارۍ خولۍ د ځان پېژندنې او ټولنیز تړاو نښه ده.
دغه خولۍ د افغانستان په شمال او جنوب کې په مختلفو بڼو، د افغانستان د ټولو قومونو د لباس د ښکلا برخه ګڼل کیږي.
له دود څخه تر سمبول پورې
د وخت په تېرېدو، هر کلتوري توکی کولی شي نوې معناوې خپلې کړي. مزارۍ/منظوري خولۍ هم د معاصر تاریخ په یوه پړاو کې د حق غوښتنې، سوله غوښتنې او مدني دریځ سمبول وګرځېدله. کله چې خلک د سولې، عدالت او کرامت خبرې کوي، د خپل دودیز هویت له نښو سره یې کوي.
کله چې منظور پشتین د وزیرستان له خاورې د پښتنو د حقونو لپاره لومړی غږ پورته کړ، د هغه پر سر مزارۍ خولۍ وه؛ هغه خولۍ چې د سیمې د دود، وقار او عادي انسان د ژوند برخه ګڼل کېده. هماغه مهال هغه یوه جمله«یہ جو دہشت گردی ہے، اس کے پیچھے وردی ہے» د یوې تجربې او یوې پوښتنې په توګه بیان کړه؛ چې د پښتنو او افغانانو پر ځمکه د تاوتریخوالي تر شا مسوولیت او حساب څوک پر غاړه لري؟
دا پیغام چې له ټولنیز درده یې سرچینه اخیسته، ژر د ژبې او سیمې له پولې واوښت او د ډېرو لپاره د امن، عدالت او کرامت غوښتنې نښه وګرځېده.
وروسته همدغه شعار او ورسره مزارۍ خولۍ د لسګونو، سلګونو، زرګونو او بیا د میلیونونو پښتنو له خوا بدرګه شول. دغه خولۍ له دودیزې جامې څخه منظوري رنګ واخیست او د حق غوښتنې، عدم تشدد او مدني دریځ سمبول شو. په دې بهیر کې د افغانستان سرې مزاري خولۍ د افغانانو د ملي هویت په نقشه کې ځای ونیو،د تنوع په منځ کې د یووالي نښه وګرځېده او ویې ښودله چې افغاني فرهنګ یوازې جامې نه، بلکې هغه ارزښتونه دي چې خلک د عدالت او وقار لپاره سره نښلوي.
مزارۍ خولۍ ځکه نن افغانانو او پښتنو ته مهمه ده چې دا د خاموش درد له ویلو پیل شوې نښه ده. په وزیرستان کې چې منظور پشتین د زرګونو بېغږو خلکو احساسات په یوه جمله کې راونغاړل، خولۍ هم ورسره د احتجاج له صحنې تر کورونو، کلیو، ښارونو او بیا تر برلین، لندن او کابل ورسېده. دې خولۍ خلکو ته دا پیغام ورکاوه چې حق غوښتنه وسله نه غواړي، بلکې وجدان، تسلسل او زغم غواړي. له همدې امله، خولۍ یوازې د منظور پشتین پورې محدوده پاتې نه شوه، بلکې د هغه ماشوم، مور، قومي مشر او محصل پر سر هم کېښودل شوه چې د ورکېدلو، ماینونو، بېمحاکمې وژنو او سپکاوي پوښتنه یې کوله.
همدارنګه، د افغانانو لپاره دا خولۍ ځکه ارزښتناکه ده چې دا د افغانستان ټولنیز او کلتوري تنوع په عملي بڼه یادوي. افغانستان تل د قومونو، رنګونو او دودونو مجموعه پاتې شوې ده او هر هغه سمبول چې د یوه قوم تجربه د ټول وطن د وجدان مخې ته ږدي، په طبیعي ډول ملي رنګ اخلي. مزارۍ/منظوري خولۍ وښوده چې کلتوري توکي کولی شي د ملي یووالي ژبه شي، نه د تفرقې. همدې ځای کې دا خولۍ د افغاني ملي فرهنګ برخه وګرځېده، ځکه چې حق غوښتنه، عدالت او انساني کرامت د افغان ټولنې ګډ دردونه دي، نه د یوه حزب یا ډلې شعار.
خو دا چې ولې طالب واکمنان له دې خولۍ سره مخالفت کوي، لامل یې خپله خولۍ نه ده، بلکې هغه فکر دی، چې خولۍ یې استازیتوب کوي. هر سمبول چې له واک نه بهر راټوکېدلی وي، د عامو خلکو غږ ولري او پوښتنه راپورته کړي، د تنگ نظره واکمنو لپاره د خطر زنګ ګڼل کېږي.
د مزارۍ یا منظور پشتین د خولۍ مخالفت په اصل کې د پوښتنې، تنقید او مدني حق غوښتنې پر ضد دریځ دی. ځکه همدا خولۍ خلکو ته دا یادوي چې فرهنګ د حکم له لارې نه بدلېږي او تاریخ د هغه چا په ګټه نه څرخیږي چې د خلکو دود، هویت او غږ د زور په مټ چوپول غواړي.
کله چې دودیز سمبولونه له خپل تاریخي او ټولنیز بستره بېلېږي او یوازې د تورو او سپینو عینکو لاندې لوستل کېږي، کلتور ټپي کېږي. د پوهې او زده کړو په فضا کې د داسې تفسیرونو رواج د زدهکوونکو کرامت کمزوری کوي، د پوهنتون فضا تریخوي او د باور دروازې بندوي. فرهنګ د زور په څپېړه نه روزل کېږي؛ فرهنګ په پوهه، اورېدنه او درناوي ژوندی پاتې کېږي.
د حق غوښتنې مشروع ژبه
حق غوښتنه د افغان ملت تاریخي تجربه ده. له خپل دودیز لباس سره د حق خبرې کول د تاوتریخوالي بلنه نه ده؛ دا د سولې ژبه ده. کله چې ځوانان د خپل کلتور په ژبه د عدالت غوښتنه کوي، په حقیقت کې د ټولنې لپاره د اخلاقي لوړتیا غوښتنه کوي. د داسې ژبې محدودول یا بد تعبیرول، ستونزه نه حل کوي، بلکې لا یې ژوره کوي.
د افغانستان له ازبکي فرهنګ څخه د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ناخبري او دودیزه خولۍ د سیاسي سمبول په توګه تعبیرول، ښيي چې نوموړی د افغانستان د بېلابېلو قومونو له کلتوري ارزښتونو سره لازمه اشنایي نه لري.
د کابل پوهنتون د ازبکي ژبې او ادبیاتو پوهنځي یو محصل ویلي، چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم له دې امله پرمخ په څپېړه وهلی، چې ازبکي خولۍ یې پر سر کړې وه. ندیم ویلي، چې دا «د خلقیانو او منظور پشتین» خولۍ ده او پر سر کول یې سیاسي فعالیت دی.
د کابل پوهنتون د ازبکي ژبې او ادبیاتو پوهنځي محصلان وايي، چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم د چارشنبې په ورځ، د وري پر ۱۹مه، د پوهنتون په انګړ کې د ازبکي ژبې او ادبیاتو پوهنځي یو محصل هبت الله یعقوب اوغلو له دې امله پرمخ په څپېړه وهلی، چې د وزیر په باور، د منظور پشتین خولۍ یې پر سر کړې وه او محصلان سیاسي حرکت ته هڅوي.
د محصلانو په وینا، د طالبانو لوړو زده کړو وزارت څو ورځې وړاندې پوهنځي ته یو مکتوب ور استولی و، چې محصلان باید خولۍ پر سر کړي او د ازبکي ژبې او ادبیاتو پوهنځي محصلانو ددغه مکتوب پر بنسټ، د ازبکانو د فرهنګ پر اساس خپلې دودیزې خولۍ پر سر کړې.
یعقوب اوغلو په یوه ویډیو کې، چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، ویلي، « موږ ټولو دا خولۍ پر سرکړې او له سیمینار وروسته د پسرلي د رارسېدو او د طبیعت د ښکلا په مناسبت مو د پوهنتون د انګړ د کثافاتو پاکولو ته مخه کړه. د همدې فعالیت پر مهال د لوړو زده کړو وزیر سیمې ته راغی او له موږ یې وپوښتل چې څه کوو. موږ هم ورته وویل چې د پوهنتون چاپېریال پاکوو».
دغه محصل وايي، چې وروسته وزیر له دوی نه وپوښتل چې ولې یې دا خولۍ پر سر کړې دي او دوی ورته وویل چې دا خولۍ د ازبکي کلتور یوه برخه ده. ید محصلانو په وینا، « هغه وویل دا د افغانستان له کلتور سره تړاو نه لري. استادانو هڅه وکړه ورته تشریح کړي چې دا خولۍ د ازبکي کلتور ریښه لري او ازبکې ښځې یې اوبي، خو له بده مرغه هغه دې خبرو ته پام ونه کړ او ویې ویل چې دا خولۍ د خلقیانواو منظور پشتین خولۍ ده».
د محصلانو په وینا، دوی د طالبانو وزیر ته وویل، چې له منظور پشتین سره هېڅ اړیکه نه لري او نه یې هم پېژني، خو ندیم دا موضوع سیاسي فعالیت وباله او د یوه محصل له سرنه یې خولۍ لرې کړه او ویې غورځوله.
د ندیم له خوا په څپیړه وهل شوي محصل وویل، « وروسته یې له ما وپوښتل چې د چا په امر مې دا خولۍ پر سر کړې ده. ما ورته وویل چې دا زموږ د کلتور برخه ده، له هېچا مې امر نه دی اخیستی، بلکې له کوچنیوالي راهیسې یې پر سر کوم».
د یاد محصل په وینا، ندیم دا چاره سیاسي فعالیت وباله او له ده یې وغوښتل چې له مخ نه ماسک لرې کړي.
نوموړې زیاتوي، « کله مې چې ماسک لرې کړ، زه یې په مخ په څپېره ووهلم. دا شیبه مې مخ او زړه دواړو درد وکړ او نړۍ تیاره راته وبرېښېده».
نوموړی وايي، چې دوی نن په افغانستان کې یوه خولۍ نه شي پرسر کولای او کله چې په مورنۍ ژبه او خپل کلتوري لباس ځوک دغسې سپکاوی ویني، په دغسې شرایطو کې ژوند کول سخت او بې معنا دي.