په راپور کې د یوې ۱۶ کلنې کلیوالې نجلۍ کیسه راغلې، چې پخوا یې د میاشتني عادت له امله شرم او اندېښنه احساسوله؛ خو د پوهاوي په غونډو کې له ګډون وروسته یې د خپلې شخصي روغتیا د مدیریت لپاره پر ځان باور ترلاسه کړ.
راپور زیاتوي، چې د هغې نجلۍ فکر له وېرې او شرمه د دغه بهیر د یوه طبیعي او د کنټرول وړ حالت پر لور بدل شوی دی. د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، چې دغه روزنیزې غونډې «حیاتي» دي او پهکې د شخصي حفظالصحې، د صحي توکو خوندي کارونې او د میاشتني عادت د سم مدیریت په اړه معلومات وړاندې کېږي چې له سیمهییزو شرایطو سره برابر دي.
ویل شوي، چې دغه پروګرامونه د اروپایي ټولنې د بشري مرستو په مالي ملاتړ ترسره کېږي او نه یوازې د نجونو پوهاوی زیاتوي؛ بلکې د هغوی لیدلوری هم د دغه طبیعي بهیر په اړه بدلوي.
یاد بنسټ وایي، د دغه کلیوالې نجلۍ تجربه د زدهکړې او صحي اسانتیاوو د ګډ اغېز یوه بریالۍ بېلګه ده چې ښيي نجونې کولای شي له خنډونو تېرې شي او خپله روغتیا په ډاډه زړه مدیریت کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د محدودیتونو له امله په افغانستان کې ښځو ته د روغتیايي خدمتونو لاسرسی ستونزمن شوی او روغتیايي مرکزونه او طبي پرسونل په څرګند ډول کم شوي دي.
د اغېزمن روغتیايي سیستم د نشتوالي او د زدهکړو د محدودیتونو له امله ګڼې افغان نجونې لاهم د ټولنیزو دودونو او پخوانیو باورونو له کبله د میاشتني عادت دورې وېره او شرم تجربه کوي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق مخکې هم خبرداری ورکړی و، چې د پوهاوي کمښت او د روغتیايي خدمتونو نشتوالی د نجونو جسمي او رواني روغتیا ته جدي ګواښ پېښوي. همدارنګه د افغانستان د څېړونکو شبکې د ۱۴۰۴کال د وري په میاشت کې راپور ورکړی و، چې د طالبانو تر محدودیتونو وروسته ښځو ته د روغتیايي خدماتو لاسرسی نږدې «ناشونی» شوی او روغتیايي مرکزونه او طبي کارکوونکي شاوخوا ۵۰ سلنه کم شوي دي.