پاکستاني پولیسو په راولپنډۍ ښار کې یوه ۱۵ کسیزه افغان کورنۍ نیولې ده

د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې پولیسو په ناقانونه توګه د مېشتو افغان کډوالو پرضد د عملیاتو پرمهال یوه ۱۵ کسیزه افغان کورنۍ نیولې ده. په نیول شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې پولیسو په ناقانونه توګه د مېشتو افغان کډوالو پرضد د عملیاتو پرمهال یوه ۱۵ کسیزه افغان کورنۍ نیولې ده. په نیول شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د پولیسو په وینا؛ نیول شوي کسان يې د افغان کډوالو د ساتنې مرکز ته لېږدولي دي. د راولپنډۍ ښار چارواکي وایي، په خپله خوښه د ستنېدو نېټې تر ختمېدو وروسته یې په دغه ښار کې تراوسه پورې مېشت ۵زره او ۶۷۳ بېاسناده افغان کډوال نیولي او بېرته یې افغانستان ته ستانه کړي دي.
بل لور ته پاکستاني پولیس وايي، دوی ته سپارښتنه شوې چې د ټولو هغه افغانانو کره معلومات راغونډ کړي او د ترهګرۍ ضد ادارې ته وسپاري کوم چې افغانستان ته په خپله خوښه یا قانوني لارو اېستل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ لاهم په چټکۍ سره روانه ده.
تازه د ښځو او بشري حقونو د ملاتړ او ودې بنسټ «راواه» په یوې اعلامیه کې د پاکستان له حکومت نه غوښتي، چې د افغان کډوالو جبري اېستنې، نیونې او ځورونې دې سملاسي ودروي. یاد بنسټ پر اړوندو ادارو هم غږ کړی، چې د کډوالو د ژغورنې لپاره عملي اقدام وکړي.

د ښځو او بشري حقونو د ملاتړ او ودې بنسټ «راواه» په یوې اعلامیه کې د پاکستان له حکومت نه غوښتي، چې د افغان کډوالو جبري اېستنې، نیونې او ځورونې دې سملاسي ودروي. یاد بنسټ پر اړوندو ادارو هم غږ کړی، چې د کډوالو د ژغورنې لپاره عملي اقدام وکړي.
د دغه بنسټ په خبرپاڼه کې په پاکستان کې د افغان کډوالو په ځانګړې توګه د خبریالانو، مدني فعالانو، د بشري حقونو مدافعینو او پخوانیو سرتېرو د کړکېچن وضعیت په اړه خواشینې ښودل شوې.
یاد بنسټ په یوه اته مادهییز پرېکړهلیک کې له پاکستان نه غوښتي، چې د کډوالو هر ډول جبري اېستنې، نیونې او ځورونې دې ودروي. دوی زیاته کړې، د پاکستان حکومت دې ټولو کډوالو ته د لنډمهاله قانوني استوګنې اجازه ورکړي او یا دې د اوسېدو اسنادو نېټې وغځوي.
یاد بنسټ دا هم ویلي، چې له ګواښ سره مخ افغانانو لپاره باید په درېیمو هېوادونو کې د مېشتېدو خوندي لارې چارې برابرې شي. په پرېکړهلیک کې د خبریالانو، فعالانو، د بشري حقونو د مدافعینو او پخوانیو سرتېرو د خوندیتوب غوښتنه شوې ده.
دوی د کډوالو د ژوند او انساني وقار پر ساتنې ټينګار کړی او پر مسوولو ادارو یې غږ کړی چې: «د دغه کډوالو د ژغورنې لپاره سملاسي او عملي اقدام وکړي».
د بلوچستان سر وزیر میر سرفراز بګټي یوې غونډه کې له دغه ایالت نه د افغان کډوالو د اېستلو روان بهیر و ارزاوه. ښاغلي بګټي یادې غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، باید د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ په ډاډمنه توګه پای ته ورسول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغان کډوال وايي دوی د بلوچستان په بېلابېلو ولسوالیو کې د پولیسو له لوري ځورول کېږي او نهشي کولای چې خپل ورځني کارونه په بشپړه توګه ترسره کړي او له امله یې دوی له ګڼو ستونزو سره هم مخ دي.
بل لور ته د بلوچستان په بېلابېلو ولسوالیو کې د افغان کډوالو د نیولو عملیات هم دوام لري.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال حمزه شفقات تر دې وړاندې په یوې خبري ناسته کې ویلي و، چې له بلوچستان نه تر دې مهاله ۹ لکه او ۶۰زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېرې وري میاشت کې ۱۱۱زره او ۳۲۴ کډوال له پاکستان، ایران او ترکیې په خپله خوښه او جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وایي، چې له دې ډلې ۱۳زره او ۸۳۴ کورنۍ له پاکستان نه، ۸۲۳ کورنۍ له ایران نه او ۱۹ کورنۍ له ترکیې ستنې شوې دي.
نیویارک ټایمز ته باخبره سرچینو ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پلان لري د ۴۰۰ ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۱۰۰ افغان کډوال د قطر له پنډغالي څخه کانګو ته ولېږدوي. په دې ډله کې د امریکا د پوځ ژباړونکي، پخواني کمانډو او د افغان-امریکايي سرتېرو د کورنیو غړي شامل دي.
دغه کډوال په قطر کې د امریکا په پخوانۍ اډه السیلیه پنډغالي کې ساتل کېږي. د جوبايډن حکومت دغه کسان د کابل له سقوط وروسته هلته انتقال کړي وو او ژمنه یې کړې وه، چې د څېړنو تر بشپړېدو وروسته به دوی امریکا ته ولېږدول شي.
د ټرمپ حکومت د تېر کال په جنورۍ میاشت کې اعلان کړی و، چې دغه پنډغالی به وتړي خو د دغه کډوالو د راتلونکي په اړه یې وضاحت نهو ورکړی. د افغان اېواک سازمان مشر شاون وانډایور ویلي، چې د بهرنیو چارو وزارت چارواکو لهخوا کانګو ته د افغان کډوالو د لېږدولو له پلان څخه خبر دی.
هغه زیاته کړه، چې په قطر کې افغان کډوالو ته دوه انتخابونه ورکړل شوي دي: یا دې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ستانه شي او یا دې کانګو ته ولېږدول شي، هغه هېواد چې د نړۍ ترټولو ناوړه بشري ناورینونه تجربه کوي.
وانډایور نیویارک ټایمز ته د ټرمپ حکومت لهخوا د دغه افریقايي هېواد د ټاکلو په اړه وویل: «زما په اند هغوی غواړي دغه کسان بېرته افغانستان ته ولېږي، داسې ځای ته چې دوی پوهېږي له حتمي مرګ سره به مخ شي. هغوی پوهېږي، چې افغانان کانګو ته له تګ څخه ډډه کوي».
راپورونه ښيي، چې له کانګو سره له میاشتو خبرو وروسته د ډونالډ ټرمپ حکومت په دې وروستیو کې له دغه هېواد سره یو تړون لاسلیک کړی؛ څو له امریکا نه اېستل شوي کډوال ومني. په دغه تړون کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې ته د ۵۰ مېلیون ډالرو مرستې ورکول هم شامل دي.
تر دې وړاندې والسټریټ ژورنال هم راپور ورکړی و، چې امریکا په قطر کې د پاتې افغان کډوالو د لېږد لپاره له دوو افریقايي او یو اسیايي هېواد سره خبرې کړې دي. وال سټریټ ژورنال یو سند لیدلی چې ښيي، افغانستان ته د ستنېدو په بدل کې په قطر کې هر افغان کډوال ته د ۱۲۰۰ څخه تر ۴۵۰۰ ډالرو پورې وړاندیز شوی.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې؛ تر ۶۰۰زرو ډېر کډوال چې ډېری یې د مرکزي افریقا او روانډا څخه دي، اوسمهال په کانګو کې مېشت دي. ورته مهال د بشري حقونو فعالان ټینګار کوي، چې دغه هېواد د لا ډېرو کډوالو د منلو لپاره کافي ظرفیت نهلري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د جوبایډن حکومت تورن کړ، چې امریکا ته د افغان کډوالو د لېږد بهیر یې په بېړه ترسره کړی او زیاته کړې یې ده چې د ډونالډ ټرمپ حکومت هڅه کوي هغو افغان کډوالو ته چې لاهم له امریکا بهر پاتې دي نور بدیلونه ومومي.
هغه زیاته کړه: «د امریکا خلک اړ شوي، چې د یوې نامسوولانه تګلارې بیه پرې کړي؛ هغه تګلاره چې له مخې یې سلګونه زره افغانان امریکا ته ولېږدول شول».
د ملکرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، نږدې اته میاشتې وروسته له هغې سختې زلزلې چې په کونړ کې یې له ۲۱۵۰څخه ډېر کسان ووژل، لا هم سلګونه زره خلک بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
د دې ادارې د راپور له مخې، دغه زلزلې نږدې نیم میلیون کسان په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې اغېزمن کړي دي او له دې ډلې څه باندې ۲۲۱زره کسان لا هم مرستو ته اړتیا لري.
اوچا وایي، سره له دې چې د بیړني غبرګون په ترڅ کې تر ۳۰۰زره ډېرو کسانو ته خوراکي توکي، اوبه، روغتیايي خدمات او سرپناه برابر شوي، خو د رغېدو بهیر په څرګند ډول ورو شوی دی. د ډېرو کورنیو لپاره دا بحران اوس له بقا څخه د ژوند د بیا رغونې اوږدې مبارزې ته اوښتی دی.
د دې بنسټ په وینا، شاوخوا ۷۶۰۰کورنۍ لا هم د بېځایه شویو په موقتي کمپونو کې ژوند کوي، چېرته چې نازکې خېمې د سختو اقلیمي شرایطو پر وړاندې کافي ساتنه نه شي برابرولای. هغه څه چې باید لنډمهالهحل وای، اوس په اوږدمهاله وضعیت بدل شوی دی.
په راپور کې د کونړ یوې کونډې ښځې ویلي: «زه کونډه یم او یوازې همدا یوه خېمه لرم.» هغې زیاته کړې چې کوچني ماشومان یې له سړې هوا سره مخ دي. یوه بل ځایي اوسېدونکي ویلي،چې کورنۍ یې لا هم د زیانمن شوي کور او خېمې ترمنځ تګ راتګ کوي او وایي: «د څو میاشتو په تېرېدو سره هم لا هماغه حالت کې یو.»
اوچا ټینګار کوي چې د کورونو ویجاړېدل د بیارغونېپر وړاندې تر ټولو لوی خنډ دی. زرګونه کورونه لا نه دي رغول شوي او ډېری کورنۍ د بیا رغونې لپاره مالي وس، ساختماني مواد او تخنیکي ملاتړ نه لري. مرستندویه ادارو خبرداری ورکړی چې د مالي سرچینو کمښت د سرپناه پروګرامونه محدود کړي او د خلکو د بېځایهتوب پای ته رسېدل یې ستونزمن کړي دي.
د اوچا په وینا، ډېر ماشومان لا هم خوندي تعلیمي چاپېریال ته لاسرسی نه لري او د سرچینو کمښت او د ښوونځیو زیانمن کېدل د زدهکړو بهیر ګډوډ کړی دی. همداراز، پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی منظم نه دی، چې د ناروغیو ګواښ زیاتوي. که څه هم ګرځنده روغتیايي ټیمونو خپل فعالیتونه پراخ کړي، خو په ځانګړي ډول لېرې او غرنیو سیمو کې لا هم لوی تشې موجودې دي.
اوچا زیاته کړې، چې د «افغانستان بشري صندوق» په ۲۰۲۵کال کې شاوخوا ۷۳.۵میلیونه ډالر ځانګړي کړي، چې له لارې یې نږدې ۳.۵میلیونه کسانو ته د روغتیا، خوړو خوندیتوب، اوبو، سرپناه او ساتنې په برخو کې مرستې رسېدلې دي. همداراز، ګډو تمویلي هڅو له شپږ میلیونه ډېرو کسانو ته خدمات برابر کړي او ۱۴.۳میلیونه ډالر نغدي مرستې د کورنیو عاجلو اړتیاوو لپاره وېشل شوې دي.
سره له دې، اوچا وایي چې بشري اړتیاوې لا هم له شته سرچینو ډېرې دي، او همدې چارې مرستندویه ادارې اړ کړي چې یوازې تر ټولو بېړنیو قضیو ته لومړیتوب ورکړي، چې له امله یې د بیا رغونې په بهیر کې څرګندې تشې پاتې دي.
په بلخ ولایت کې د ځانګړو مسلکي زدهکړو د لېسې نابینا او کاڼو زدهکوونکو د یوه لیک له لارې له کمزوري مدیریت او د مسلکي ښوونکو له نشتوالي شکایت کړی دی.
دوی په خپل لیک کې چې افغانستان انټرنشنل ته یې رالېږلی، ویلي چې د دوی ښوونکي غیرمسلکي دي او د دې ځانګړي قشر لپاره له اړینو تدریسي وسایلو او میتودونو سره بلدتیا نه لري.
زدهکوونکو زیاته کړې،چې د نوي تعلیمي کال له پیل څخه څو ورځې تېرې شوې، خو لا هم د دوی ټولګي بې له ښوونکو پاتې دي.
د بلخ د ځانګړو زدهکړو لېسې تعلیمي کال د روان کال د وريپه ۲۹مه پیل شوی و، او د مکتب چارواکو د ځنډ لامل د زدهکوونکو د لېږد لپاره د ترانسپورتي قراردادونو بشپړېدل بللي وو. خو زدهکوونکي وایي چې د تېر کال په څېر هماغه قراردادي شرکت بیا ټاکل شوی، چې د هغوی د موټرچلوونکو چلند له زدهکوونکو سره مناسب نه دی.
دوی همداراز ویلي چې د نابینا او کاڼو زدهکوونکو لپاره ځانګړي ښوونکي نشته، هغه ښوونکي چې باید د بریل خط او د اشارې ژبې سره بلد وي. د دوی په وینا، په ځانګړي ډول د نجونو زدهکوونکو لپاره دا ستونزه نوره هم جدي ده، او د ځینو نارینه ښوونکو غیرمعیاري چلند هم ستونزې زیاتې کړې دي.
زدهکوونکي وایي، سره له دې چې د ناروې کډوالو شورا له لوري د فعالیتونو تر پای وروسته، دې مکتب ته د نابینا او کاڼو زدهکوونکو لپاره ځانګړي درسي وسایل او تجهیزات سپارل شوي، خو د ښوونکو د نه بلدتیا له امله تر اوسه کار نه ترې اخیستل کېږي.
دوی زیاتوي چې اوسني ښوونکي لازم تخصص نه لري او ځینې یې حتی په غیرمرتبطو څانګو لکه برېښنا او کانونو کې زدهکړې کړې دي.
د زدهکوونکو په وینا، د مکتب مدیر او تدریسي مرستیال هم د بریل خط او د اشارې ژبې سره بلد نه دي، چې دا چاره د دوی ستونزې لا پسې زیاتوي.
د دغو زدهکوونکو غوښتنه دا ده چې د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زدهکړو اداره دې له کابله یو ځانګړی پلاوی بلخ ته واستوي څو د ښوونکو اسناد، د تدریس طریقه او له زدهکوونکو سره د هغوی چلند وارزوي.
دوی خبرداری ورکړی چې که اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي، نو دا به د زدهکړو پر بهیر او د زدهکوونکو پر انګېزې منفي اغېز وکړي.