اکسیوس: سپاه پاسداران په هُرمز تنګي کې نور ماینونه ځای پر ځای کړي دي

امريکايي رسنۍ اکسیوس د يو امريکايي چارواکي او يو باخبره سرچينې له قوله راپور ورکړی، چې د سپاه پاسداران سمندري ځواک په روانه اوونۍ کې د هُرمز په تنګي کې نور سمندري ماینونه ايښي دي.

امريکايي رسنۍ اکسیوس د يو امريکايي چارواکي او يو باخبره سرچينې له قوله راپور ورکړی، چې د سپاه پاسداران سمندري ځواک په روانه اوونۍ کې د هُرمز په تنګي کې نور سمندري ماینونه ايښي دي.
د اکسیوس د راپور له مخې، دا دویم ځل دی چې د جګړې له پيل راهيسې اسلامي جمهوريت په دې تنګي کې ماینونه ځای پر ځای کوي، او تر اوسه څرګنده نه ده چې د لومړۍ مرحلې ټول ماینونه پېژندل شوي او پاک شوي دي که نه.
اکسیوس زياته کړې، چې د امريکا پوځ د اسلامي جمهوريت د مایناېښودنې عمليات درک کړي او په دقت سره يې څاري. يو امريکايي چارواکي ويلي چې واشنګټن د نويو ماینونو له شمېر څخه خبر دی، خو د هغې جزیيات يې نه دي افشا کړي.

روسیې ویلي چې که اروپايي هېوادونه د فرانسې د اټومي وسلو لېږدوونکو ستراتیژیکو بمبار الوتکو ته د ځای پر ځای کېدو اجازه ورکړي، نو د احتمالي جګړې په صورت کې به د روسي ځواکونو د بریدونو هدف وګرځي.
دغه څرګندونې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال الکساندر ګرُشکو په یوه مرکه کې کړې دي.
نوموړي ویلي د فرانسې د اټومي ظرفیت د پراخولو پلان د نا کنټروله نظامي سیالۍ برخه ده او روسیې ته ستراتیژیک ګواښ پېښوي.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په مارچ میاشت کې ویلي وو چې هېواد یې غواړي خپل اټومي ځواک پراخ کړي او امکان لري د اروپا ځینې متحد هېوادونه د لنډمهاله اټومي وړتیا لرونکو الوتکو د مېشتېدو لپاره ځای برابر کړي.
ویل کېږي چې دا ډول احتمالي ترتیبات له بریتانیا، جرمني، پولنډ، هالنډ، بلجیم، یونان، سویډن او ډنمارک سره تر بحث لاندې دي.
روسي چارواکي خبرداری ورکوي چې دا ډول اقدامات د ناټو د اټومي وړتیاوو پراختیا ښيي او د سیمې امنیت لا زیات ترینګلی کوي.
ګرُشکو ویلي چې په داسې حالت کې به د روسیې پوځ اړ شي چې د احتمالي جګړې لپاره خپل هدفونه بیا وټاکي.
هغه زیاته کړې چې د اروپا د امنیت د پیاوړتیا پر ځای، دا ډول پلانونه کولی شي د دغو هېوادونو امنیت لا کمزوری کړي.
د جرمني په پلازمېنه برلین کې له خبري غونډې وروسته یوه معترض د ایران پخواني ولیعهد رضا پهلوی ته د رومي بانجانو روب ور شیندلی. د رضا پهلوي ډلې ویلي، چې نوموړي ته د رومي بانجانو ساس یا روب ورشیندل شوی او غاړه او اوږه یې پرې ککړې شوې.
له دې وړاندې، په سلګونو کسانو په برلین کې د ایران د اوسني نظام د بدلون په ملاتړ لاریون کړی و. دغه مظاهره کوونکي د پارلمان ودانۍ ته نږدې راټول شوي وو او تمه کېده چې د ورځې تر پایه زرګونه کسان پکې ګډون وکړي.
ډېرو مظاهره کوونکو هغه بیرغونه پورته کړي وو چې د ۱۹۷۹ کال له انقلاب مخکې د ایران د شاهي نظام نښان، زمری او لمر، پرې انځور شوي وو.
د ورځې په اوږدو کې ګڼ ویناوال هم د وینا لپاره ټاکل شوي وو، خو دا روښانه نه وه چې پهلوي به خپله کله خبرې وکړي.
د امنیت د ټینګښت لپاره شاوخوا ۸۰۰ پولیس د برلین په بېلابېلو ځایونو کې ځای پر ځای شوي وو.
پهلوي، چې له څو لسیزو راهیسې په جلاوطنۍ کې ژوند کوي، د خبري غونډې پر مهال له اروپايي حکومتونو وغوښتل چې د تهران له اوسنۍ مشرتابه سره خبرې ونه کړي. هغه ټینګار وکړ چې باید داسې اقدامات ونه شي چې د ایران اوسنی سخت دریځه نظام مشروعیت پیدا کړي.
د جرمني د ویلټ ټلویزیون د رپوټ له مخې، سره له دې چې د جرمني له حکومتي چارواکو سره یې رسمي لیدنې نه دي پلان شوې، خو ټاکل شوې وه چې د دغه هېواد د پارلمان ځینې غړي ورسره وګوري.
پهلوي د ایران د وروستیو پراخو اعتراضونو له پیل سره سم د واک د بدلون غوښتنه کړې وه او د ایران اسلامي جمهوریت له امنیتي ځواکونو څخه یې غوښتي وو چې له حکومته جلا شي.
د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو د ۲۰۲۶ او ۲۷ کلونو لپاره له اوکراین سره د ۹۰ میلیارده یورو پور او پر روسیې د نویو ندیزونو په اړه هوکړه وکړه. د اروپايي کمېسیون مشرې ویلي، چې د روسیې د تېري په ځواب کې به له اوکراین څخه ملاتړ دوه برابره زیات کړي.
د اروپايي کمېسیون مشرې اورزولا فون دیر لاین د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو د دغې پرېکړې هرکلی کړی او وايي، چې دا ۹۰ میلیارده یورو به د اوکراین له زړور ملت سره مرسته وکړي چې له ځان څخه دفاع وکړي.
نوموړي زیاته کړې:«په داسې حال کې چې روسیه خپل تېری زیاتوی، موږ هم له اوکراین څخه خپل ملاتړ دوه برابره کوو. دا مرستې اوکراین ته د دفاع وړتیا او د روسیې پر اقتصاد فشار راوړي».
په ورته مهال د اوکراین ولسمشر زېلېنسکي د اروپايي ټولنې د ۹۰ میلیارده یورو پور ورکولو اقدام د اوکراین او اروپايي ټولنې ترمنځ اړیکو لپاره حیاتي بللی دی.
نوموړي ویلي، چې دا مرستې به د اوکراین پوځ پیاوړی کړي او د ټولنیزو خدمتونو وړاندې کولو کې به له دوی سره مرسته وکړي.
بریتانیا او فرانسه یو نوی درې کلن تړون لاسلیکوي چې ارزښت یې ۶۶۲ میلیونه پونډه دی. دغه تړون به د انګلیسي کانال له لارې په وړو کښتیو کې د کډوالو د غیر قانوني تګ او راتګ مخه ونیسي.
ټاکل شوې نن د پنجشنې په ورځ دغه تړون د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود او فرانسوي چارواکو ترمنځ لاسلیک شي.
د تړون له مخې به لږ تر لږه پنځوس پولیس، چې د بلوا او د ګڼې ګوڼې د کنټرول په برخه کې روزل شوي، د فرانسې سیندغاړو ته واستول شي څو د تاوتریخوالي او د خلکو د راټولېدو مخه ونیسي.
په تړون کې دا هم شامل دي چې فرانسه به بېپیلوټه الوتکې، دوه چورلکې او پرمختللي کمرې کاروي، چې د انسان قاچاق کوونکي او ناقانونه کډوال وڅاري او مخه یې ونیسي.
د لومړي ځل لپاره دا هم ویل شوي چې که دغه تړون اغیزناک نه وي، شاوخوا سل میلیونه پونډه تمویل به له یوه کال وروسته کم یا بند شي.
له۲۰۲۶ کال نه تر اوسه پورې هم له شپږ زرو زیات کسان بریتانیا ته رسېدلي دي.
د پخواني تړون له مخې چې په ۲۰۲۳ کال کې شوی و، بریتانیا فرانسې ته ۴۷۶ میلیونه پونډه ورکړي وو، څو د ساحلي ګزمو شمېر زیات کړي او د قاچاق شبکو مخه ونیسي.
نوی تړون به له پلي کېدو وروسته په شمالي فرانسه کې د امنیتي ځواکونو شمېر نږدې ۴۲ سلنه زیات کړي او دا شمېر به شاوخوا ۱۱۰۰ کسانو ته ورسېږي، چې پولیس، استخباراتي کارکوونکي او پوځيان پکې شامل دي.
له ټولې بودجې څخه ۵۰۱ میلیونه پونډه به د ساحلي امنیت د پیاوړتیا لپاره وکارول شي او ۱۶۰ میلیونه پونډه به یوازې هغه وخت ورکول کېږي چې نوي اقدامات بریالي ثابت شي.
په وروستیو دوو میاشتو کې ویل کېږي چې فرانسوي چارواکو شپږ کښتۍ درولې دي، ټول کډوال یې بېرته فرانسې ته ستانه کړي او پنځه قاچاق کوونکي یې بنديان کړي دي.
د امریکا د کانګرس یوشمېر استازو د ډونالډ ټرمپ د حکومت هغه طرحه غندلې، چې له مخې یې افغان کډوال کانګو ته لېږدوي. د کانګرس غړي خوان وارګاس دغه اقدام «وحشتناک او شرمونکی» وباله او ویې ویل، دا به له هغو کسانو سره چې د امریکا لپاره یې خپل ژوند له ګواښ سره مخ کړی؛ «غیرانساني» چلند وي.
د کانګرس غړې اېمي بارا دغه اقدام د افغان ژباړونکو، همکارو ځواکونو او د هغوی له کورنیو سره «ظالمانه خیانت» وباله او ویې ویل، چې دوی اوس د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د بېرته ستنېدو یا د سخت بشري ناورین سره مخ هېواد ته د لېږدولو ترمنځ د «ناممکن انتخاب» سره مخ دي.
بارا د ټرمپ له حکومت نه وغوښتل، چې د دغه کسانو په وړاندې خپلې ژمنې پوره کړي.
د نیویارک ټایمز د راپور له مخې؛ ټرمپ پلان لري شاوخوا ۱۱۰۰ افغان کډوال چې ۴۰۰ ماشومان هم پهکې شامل دي، د قطر له السیلیه پنډغالي څخه کانګو ته ولېږدوي. دغه کسان د کابل تر سقوط وروسته دغه پنډغالي ته انتقال شوي وو او له هغوی سره د ویزې او امریکا ته د لېږد ژمنه شوې وه.
له افغانستان نه د امریکا له وتلو نږدې پنځه کاله وروسته زرګونه افغان کډوال لاهم د سیمې په هېوادونو کې په ناڅرګندو شرایطو کې ژوند کوي. ډونالډ ټرمپ سپينې ماڼۍ ته له بیا ستنېدو وروسته د افغانستان د پخوانیو همکارانو د لېږد بهیر درولی دی.