• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا د کانګرس غړو کانګو ته د افغان کډوالو د لېږد پلان «شرموونکی» وباله

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۰۱ GMT+۱

د امریکا د کانګرس یوشمېر استازو د ډونالډ ټرمپ د حکومت هغه طرحه غندلې، چې له مخې یې افغان کډوال کانګو ته لېږدوي. د کانګرس غړي خوان وارګاس دغه اقدام «وحشتناک او شرمونکی» وباله او ویې ویل، دا به له هغو کسانو سره چې د امریکا لپاره یې خپل ژوند له ګواښ سره مخ کړی؛ «غیرانساني» چلند وي.

د کانګرس غړې اېمي بارا دغه اقدام د افغان ژباړونکو، همکارو ځواکونو او د هغوی له کورنیو سره «ظالمانه خیانت» وباله او ویې ویل، چې دوی اوس د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د بېرته ستنېدو یا د سخت بشري ناورین سره مخ هېواد ته د لېږدولو ترمنځ د «ناممکن انتخاب» سره مخ دي.

بارا د ټرمپ له حکومت نه وغوښتل، چې د دغه کسانو په وړاندې خپلې ژمنې پوره کړي.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې؛ ټرمپ پلان لري شاوخوا ۱۱۰۰ افغان کډوال چې ۴۰۰ ماشومان هم په‌کې شامل دي، د قطر له السیلیه پنډغالي څخه کانګو ته ولېږدوي. دغه کسان د کابل تر سقوط وروسته دغه پنډغالي ته انتقال شوي وو او له هغوی سره د ویزې او امریکا ته د لېږد ژمنه شوې وه.

له افغانستان نه د امریکا له وتلو نږدې پنځه کاله وروسته زرګونه افغان کډوال لاهم د سیمې په هېوادونو کې په ناڅرګندو شرایطو کې ژوند کوي. ډونالډ ټرمپ سپينې ماڼۍ ته له بیا ستنېدو وروسته د افغانستان د پخوانیو همکارانو د لېږد بهیر درولی دی.

ترویج لرونکی

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي
۱

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۲

سرچینې: په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ غونډه پیل شوې

۳

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي

۴

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۵

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

•
•
•

نور کیسې

د افغان ښځو ملاتړې ادارې له اروپا غوښتي چې له طالبانو سره له اړيکو ډډه وکړي

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۱۷ GMT+۱
د افغان ښځو ملاتړې ادارې له اروپا غوښتي چې له طالبانو سره له اړيکو ډډه وکړي
100%

وروسته له هغو راپورونو چې ښيي په راتلونکو اونيو کې د طالبانو استازي بروکسل ته وبلل شي، د افغان ښځو يو ملاتړی بنسټ په پرانيستي ليک کې د اروپايي ټولنې له چارواکو وغوښتل چې له طالبانو سره له اړيکو ډډه وکړي او د افغانستان د بشري حقونو او د ښځو حقونو په اړه خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي.

په دې ليک کې چې يوه کاپي يې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، راغلي چې د «تخنيکي خبرو» تر نوم لاندې د طالبانو د استازو کوربه‌توب، چې د کډوالو د ايستلو په اړه کېږي، په اصل کې يو «سياسي» ګام دی او د يوه «ځپونکي رژيم» مشروعيت ته لاره هواروي.

د افغان ښځو د فعلانو د همغږۍ ادارې په دې ليک کې ويلي چې دا ډول اړيکې د اوسني حالت عادي کول دي او د افغان ښځو لپاره «خيانت» بلل کېږي.

دې بنسټ د طالبانو له بيا واک ته رسېدو وروسته د ښځو حالت ته په اشارې سره ويلي چې ښځې له زده‌کړو، کار او ټولنيز ژوند کې له ګډون څخه محرومې شوې دي، او دا حالت د «جنسیتي بېلتون» څرګند بېلګه ده.

په ليک کې خبرداری ورکړل شوی چې افغانستان ته د کډوالو د ايستلو په اړه خبرې اترې، په داسې حال کې چې طالبان واکمن دي، جدي حقوقي او بشري خطرونه لري.

په دې ليک کې له اروپايي ټولنې غوښتل شوي چې له طالبانو سره پلان شوې خبرې سمدستي لغوه کړي، د افغان ښځو د حقونو په اړه خپله ژمنتيا په ښکاره ډول بيا تاييد کړي، د اوسني حالت په ترڅ کې افغانستان ته د کډوالو له ايستلو مخنيوی وکړي او د پرېکړو په کولو کې د افغان ښځو له بنسټونو سره سلا مشوره وکړي.

دې ادارې ټينګار کړی چې د دې بهير دوام کولی شي د اروپايي ټولنې باور او اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي او دا کار به له طالبانو سره د «ملګرتيا» په توګه تعبیر شي.

د بشري حقونو څار بنسټ: په پاکستان کې افغان کورنۍ په دوامداره وېره کې شپې او ورځې تېروي

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۴۷ GMT+۱
د بشري حقونو څار بنسټ: په پاکستان کې افغان کورنۍ په دوامداره وېره کې شپې او ورځې تېروي
100%

د بشري حقونو څار بنسټ یوه تازه راپور کې وايي، پاکستان کې د افغان کډوالو د جبري اېستنې او د پولیسو د ناڅاپي چاپو کچه په بې‌سارې ډول لوړه شوې او له لومړنیو خدماتو محروم او همداراز په دوامداره وېره کې شپې او ورځې تېروي. دغه سازمان وايي، د پولیسو د چاپو له امله کورنۍ هم سره جلا شوي.

د بشري حقونو د څار سازمان د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۲مه) په خپله اېکس پاڼه د یوه تازه راپور په خپرولو سره وايي، چې پاکستاني چارواکو د پاکستان او طالبانو ترمنځ له نښتو وروسته، پر افغان کډوالو د پولیسو بریدونه، خپلسري نیونې او جبري اېستل په بې ساري ډول زیات کړي دي. د پولیسو دغو عملیاتو زرګونه زیانمنونکي افغان کډوال، چې ماشومان هم په‌کې شامل دي، روغتیايي خدماتو، زده کړو او نورو اړینو اسانتیاوو د لاسرسي په برخه کې له جدي خنډونو سره مخ کړي دي.

د دغه سازمان د افغانستان برخې څېړونکې فرشته عباسي وايي: «پاکستاني چارواکي د دې پر ځای چې له افغان کډوالو سره د پناه غوښتونکو په توګه چلند وکړي، د هغوی ترمنځ وېره خپروي. د پولیسو ظالمانه چلند خلک اړ کړي چې له خوراکي توکو د پېرلو لپاره له بهر تګه او روغتون ته له تللو ډډه وکړي، په داسې حال کې چې د افغانانو ډله ییز اخراج په افغانستان کې له احتمالي ځورونې او تر هغه له بدو شرایطو سره مخ کوي.»

پاکستاني پولیس او افغان کډوال
100%
پاکستاني پولیس او افغان کډوال

د راپور له‌مخې، د ۲۰۲۶ کال له فبرورۍ راهیسې، پولیسو د پاکستان په څو ښارونو کې د افغانانو پر کورونو عملیات پراخ کړي؛ کور په کور چاپې وهي، په نیمه شپه کې پلټنې کوي او بې له حکمه خلک نیسي.

د افغان کورنۍ په مخکې ولاړ پولیس
100%
د افغان کورنۍ په مخکې ولاړ پولیس

په راپور کې راغلي: د پاکستان حکومت له ۲۰۲۳ کال راهیسې د افغان کډوالو د ثبت کارټونو او نورو اسنادو د تمدید بهیر بند کړی او «پولیسو هغه افغانان هم نیولي چې معتبرې ویزې لري او هغه هم چې اسناد نه‌لري».

له ویزې سره د یوه افغان نیول کېدل
100%
له ویزې سره د یوه افغان نیول کېدل

راپور کاږي: «پاکستاني پولیسو افغانان د سودا اخیستلو، ښوونځي ته د تګ او مزدوري کولو پر مهال نیولي، د هغوی موبایلونه او نغدې پیسې یې ترې اخیستي او د خوشې کولو په بدل کې یې ترې رشوت غوښتی. هغه کسان چې د پیسو ورکولو وس یې نه درلود، شړل شوي هم دي».

د بشري حقونو د څار سازمان په باور: «ډېری کسان که افغانستان ته واستول شي، له جدي خطر سره مخ دي؛ په ځانګړې توګه خبریالان، د بشري حقونو مدافعین، فعالان او هغه کسان چې له پخواني حکومت سره یې کار کړی یا پر طالبانو نیوکه کوونکي بلل کېږي».

د یاد سازمان په راپور کې راغلي، په جبري ډول اېستل شویو کې هغه افغان خبریالان هم شامل دي، چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته تښتېدلي وو. د بې پولې خبریالانو سازمان راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې پاکستاني پولیسو لږ تر لږه ۹ افغان خبریالان چې ځینې یې قانوني ویزې هم لرلې په زوره افغانستان ته اړولي دي.

په دې راپور کې له پاکستان څخه یوې په جبر اېستل شوې افغانې ویلي: «موږ ورته ډېرې زارۍ وکړې چې موږ مه وباسئ، خو هغوی ونه منله. د اسلام‌اباد په حاجي کمپ کې یوازې هغه کسان خوشې کېدل چې پیسې یې ورکولای شوې، موږ یې بېرته افغانستان ته وشړلو او دلته په پټه ژوند کوو.»

د بشري حقونو دغه سازمان څرګنده کړې، چې په پاکستان کې افغان کډوال روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی نه‌لري، ان که د ماشومانو روغتیایي حالت یې بیړنی هم وي. د نیول کېدو وېرې کورنۍ له درملنې منع کړي، چې دې چارې د هغوی جسمي او رواني روغتیا خرابه کړې ده. په اسلام‌اباد کې یوې افغانې یاد سازمان ته ویلي: «لور مې ناروغه ده، خو د پولیسو له وېرې یې روغتون ته نشم وړلی. هغه له شپږو اونیو راهیسې سم خوراک نه‌شي کولی او زه ډېره اندېښمنه یم.»

د بشري حقونو د څار سازمان په راپور کې راغلي: «ډېری افغان کورنۍ خپل ماشومان په کورونو کې بند ساتي. هغوی وايي، چې په دوامداره وېره کې ژوند کوي. یوې مېرمنې ویلي، چې پولیسو یې مېړه او ۹ کلنه لور د سودا اخیستلو پر مهال ونیول او سمدستي یې وشړل، چې له امله یې د کورنۍ غړي له یو بل څخه جلا شوې».

په راپور کې همداراز څرګنده شوې، چې په تېرو میاشتو کې په ډېرو مواردو کې کورنۍ په زور سره جلا شوې دي. ان ۱۳ کلن ماشومان یوازې افغانستان ته لېږل شوي، په داسې حال کې چې مور او پلار یې په پاکستان کې پاتې دي او د خپلو ماشومانو له برخلیک څخه خبر نه‌دي.

د دغه سازمان د افغانستان برخې څېړونکې فرشته عباسي وايي: «پاکستان باید د پولیسو د ظالمانه چلند مخه ونیسي او د افغان کډوالو جبري اېستل سمدستي بند کړي. نور حکومتونه باید له پاکستان سره په دې اړه خپله اندېښنه شریکه کړي او په افغانستان کې هم د بشري حقونو دوامداره سرغړونې وغندي.»

د بشري حقونو څار بنسټ زیاتوي، د کډوالو جبري اېستل د شکنجې ضد د ملګرو ملتونو له کنوانسیون او د نړیوالو قوانینو له هغې مادې څخه سرغړونه ده، چې په زور د خلکو بېرته ستنول هغو ځایونو ته منع کوي چې ژوند یې په خطر کې وي.

د یادونې وړ ده، چې د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې ۵ اعشاریه ۴ میلیونه افغانان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته په جبر سره استول شوي او دغه بهیر همداراز دوام لري.

په کابل کې د کوچیانو د صنعت د ودې لپاره درې ورځنی نندارتون جوړ شوی و

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۲۷ GMT+۱
په کابل کې د کوچیانو د صنعت د ودې لپاره درې ورځنی نندارتون جوړ شوی و
100%

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کابل ښار په بادام باغ سیمه کې درې ورځنی کرنیز نندارتون پیل شوی دی. دا نندارتون د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې او د کوچیانو د اقتصادي ودې لپاره جوړ شوی دی.

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د کوچیانو چارو د سمون ریاست له لوري د کوچیانو دودیز محصولات او تولیدات هم په دغه نندارتون کې نندارې ته وړاندې شول.

په نندارتون کې د هېواد له بېلابېلو برخو کرنیز او تولیدي محصولات، د کوچیانو دودیز لاسي صنایع او د مالدارۍ اړوند تولیدات نندارې ته وړاندې شوي دي. د نندارتون د تنظیموونکو په وینا، دغه لړۍ به درې ورځې دوام وکړي او د ګڼ شمېر لیدونکو پام یې ځان ته راجلب کړی دی.

د نندارتون اصلي هدف د کوچیانو اقتصادي وده، د هغوی د لاسي صنایعو او مالدارۍ محصولاتو معرفي او ملاتړ یاد شوی دی. د سرحدونو وزارت چارواکو ویلي چې د کوچیانو د صنایعو او تولیداتو نندارې ته وړاندې کول به د هغوی د ژوند د ښه والي او اقتصادي ودې لپاره ګټور تمام شي.

د کرنې وزارت مسوولین وایي، دا ډول نندارتونونه نه یوازې د بازارموندنې لپاره مهم دي، بلکې د کوچیانو او بزګرانو د تولیداتو لپاره نوي فرصتونه هم رامنځته کوي. ګډون کوونکي تمه لري چې د دغو نندارتونونو له لارې به د کوچیانو محصولات پراخ بازار ته لاره ومومي او د دودیزو صنایعو ارزښت به لوړ شي.

د وېرې تر سيوري لاندې؛ د هغو کډوالو ځوړند ژوند چې غواړي له پاکستان څخه لوېديځ ته ولاړ شي

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۵۷ GMT+۱
د وېرې تر سيوري لاندې؛ د هغو کډوالو ځوړند ژوند چې غواړي له پاکستان څخه لوېديځ ته ولاړ شي
100%

په اسلام‌اباد کې د افغان کډوالو کيسې، ډېر وخت له پوليسو سره د مخامخ کېدو او د هغو ورځو او شپو څخه پيلېږي چې له وېرې او پټ ژوند سره تړلې دي. دا کيسې د ناڅاپي دروازې ټکولو، نيولو او د سلګونو ډالرو او کلدارو له ورکولو ډکې دي چې خلک يې د خلاصون لپاره ورکوي.

ځينې کورنۍ داسې هم دي چې ټوله شپه او ورځ يې يوازې دا ده چې له پوليسو ځانونه پټ کړي.

د دې راپور د برابرولو لپاره، د هغو افغانانو د ژوند په اړه چې برخليک يې د تلو د ژمنې او د نيول کېدو د سيوري تر منځ ځوړند پاتې دی، په اسلام‌اباد کې له لږ تر لږه څلورو کورنيو سره خبرې شوې دي.

دوی کاناډا، جرمني او فرانسې ته د لېږد منل شوي اسناد لري.

د دې کسانو په جېبونو کې د لوېديځو هېوادونو د وېزې د ترلاسه کولو ژمن‌ليکونه شته، خو د څو ورځو لپاره په اسلام‌اباد کې د پاتې کېدو لپاره، تر هغې چې هغه الوتنه راورسي چې ژوند يې بدل کړي، له سختو ستونزو سره مخ دي.

يوه هټۍ چې د پيسو او زاريو په بدل کې د شپې پناه‌ځای شوه

فريدون د هرات اوسېدونکی دی. يو کال مخکې، کله چې هغه د جنسي لږکيو د ملاتړ په يوه لاريون کې برخه اخيستې وه، د طالبانو له خوا ونيول شو او څو اوونۍ بندي و. کله چې هغه په موقتي ډول خوشې شو، پاکستان ته وتښتېد. اوس دی او کورنۍ يې کاناډا ته د تګ په بهير کې دي.

هغه وايي چې د پاکستان د پوليسو چلند د ده او د هغه د ماشومانو ژوند تريخ کړی دی. د دوی وېزه پای ته رسېدلې او هره ورځ د نيول کېدو له وېرې تېروي. د هغه په وينا، دا فشار تر دې حده رسېدلی چې د کورنۍ نږدې ټول غړي یې د شپې د خوب ګوليو ته اړ کېږي.

که څه هم هغه د پوليسو څخه د تېښتې ډېرې کيسې لري، خو يوه پېښه ورته هېره نه ده. هغه شپه چې د ده کورنۍ او بله افغان کورنۍ په يوه کوچنۍ هټۍ کې ويده شول.

هغه وايي: «د هغه مېلمستون مسؤل چې موږ پکې په ناقانونه ډول اوسېدو، خبر راکړ چې کېدای شي شپه پوليس د پلټنې لپاره راشي. موږ د پاتې کېدو ځای نه درلود، له بلې افغان کورنۍ سره يو ځای له مېلمستونه ووتلو، ان نه پوهېدو چې چېرته ځو».

هغه زياتوي: «په لاره کې مو يوه هټۍ وليده چې لا هم خلاصه وه. موږ ورنږدې شو او له دوکاندار څخه مو په زاريو وغوښتل چې اجازه راکړي شپه د هغه په کوچنۍ هټۍ کې تېره کړو».

هغه وايي چې دوکاندار په لومړي سر کې نه منله، ځکه د پوليسو له ستونزې وېرېده. فريدون وويل: «په پای کې مو ورته ښه اندازه پيسې ورکړې، تر څو راضي شو چې موږ ته په هغه هټۍ کې، چې هېڅ اسانتياوې نه وې، د شپې پاتې کېدو اجازه راکړي».

فريدون دوه مياشتې مخکې د يوې لور پلار شوی، چې په اسلام‌اباد کې، په داسې حال کې چې د کورنۍ ژوند ډېر ستونزمن دی، زيږېدلې ده. هغه وايي ان د پاکستاني ټکسي چلوونکي هم، که پوه شي چې موږ وېزه نه لرو، له موږ څو چنده زياته کرايه اخلي.

هغه سړی چې خپلې مېرمنې سره د ټلېفوني خبرو لپاره پاکستاني پولیسو ته پیسې ورکوي

ما له يو داسې سړي سره خبرې وکړې چې خپله وېزه لا هم اعتبار لري، خو د مېرمنې او درې ماشومانو وېزې يې پای ته رسېدلې دي. پوليسو د هغه د کورنۍ غړي نيولي او د اسلام‌اباد په څنډه کې يې يو کمپ ته لېږدولي دي؛ داسې ځای چې اوس يې يوازېنۍ اړيکه لنډې خو ډېرې ګرانې ټليفوني خبرې دي.

دا سړی وايي: «زما مېرمن هر څو ورځې وروسته له ما سره ټليفوني خبرې کوي، او د هر ځل لپاره موږ د کمپ کارکوونکو ته ډېرې پيسې ورکوو».

هغه د دې لپاره چې وښيي کورنۍ يې درېيم هېواد ته د لېږد په لاره کې ده او بېرته افغانستان ته ستنېدل ورته خطرناک دي، وکيل نيولی دی. هغه وايي څو ځله يې هڅه کړې خپل حالت روښانه کړي، خو تر اوسه کومه پايله نه ده ترلاسه شوې.

دغه سړی، چې نه غواړي نوم يې ياد شي، وايي چې د کورنۍ د خوشې کولو لپاره ترې ډېرې پيسې غوښتل شوې دي، چې د ورکولو توان يې نه لري. دی خپله له کمپه بهر پاتې دی او کورنۍ يې دننه ده؛ داسې واټن چې هر څو ورځې وروسته يوازې د يوې لنډې ټليفوني اړيکې له لارې ډکېږي.

هغه وېزې چې يوازې پر کاغذ پاتې دي

يو افغان خبريال چې په اسلام‌اباد کې ژوند کوي او د امنيتي لاملونو له امله نه غواړي نوم يې ياد شي، وايي چې شپږ مياشتې کېږي د ده د وېزې موده پای ته رسېدلې او د تمديد هېڅ لار نه لري. هغه له خپلې کورنۍ سره فرانسې ته د لېږد په تمه دی.

دغه خبريال وايي چې له کورنۍ سره يې ورځې په بې‌ثباتۍ کې تېرې کړي او اړ شوی لږ تر لږه درې ځله د اوسېدو ځای بدل کړي.

هغه چې خپله څو ځله د پوليسو له تعقيب څخه تښتېدلی، وايي چې د بې‌وېزې افغانانو لپاره د کور موندل ستره ستونزه ده: «هر ځای چې ځو، که پوه شي چې وېزه نه لرو، يا کور نه راکوي، يا ډېر ژر اړ کېږو چې هغه ځای پرېږدو».

دی نږدې دوه کاله کېږي چې په پاکستان کې ژوند کوي.

هغه وايي له يو کال څخه زيات وخت کېږي چې د افغانانو لپاره د وېزې تمديد په عملي ډول درېدلی دی. له بلې خوا، د نوې وېزې ترلاسه کول هم دې ته تړلي دي چې په کابل کې د پاکستان سفارت يا د دې هېواد قونسلګريو ته په خپله مراجعه وشي، چې دا کار د ډېرو لپاره ممکن نه دی.

هغه زياته کړه چې په دې منځ کې د وېزو تور بازار هم رامنځته شوی دی. د هغه په وينا، سره له دې چې د شپږ مياشتنۍ سيلاني وېزې رسمي بيه يوازې ۱۸ ډالره ده، اوس همدا وېزه تر دوه زره ډالرو پورې پلورل کېږي او بيا هم په سختۍ پيدا کېږي.

هغه وايي: «په پای کې د طالبانو او پاکستان تر منځ د اختلاف تاوان عام خلک ورکوي».

وروسته له هغې چې طالبان او پاکستان د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني وسله‌والو پر سر سره اختلاف ته ورسېدل، افغان کډوال د فشار وسيله وګرځېدل. د پاکستان حکومت سلګونه زره افغان کډوال له خپلې خاورې ايستلي دي. داسې ښکاري چې اسلام‌اباد ګومان کاوه چې د کډوالو په ايستلو سره به پر طالبانو فشار راوړي.

خو طالبانو د پاکستان غوښتنې ونه منلې، او د پاکستان حکومت هم ژمنه کړې چې تر وروستي افغان کډوال پورې به ايستل دوام ورکړي.

پاکستان پر لوېديځو هېوادونو لکه جرمني او کاناډا فشار راوړی چې هغه کډوال چې د لېږد ژمنه ورسره شوې، ژر تر ژره له پاکستانه وباسي. خو دغه هېوادونه، چې په کور دننه د کډوالو د کمولو له فشار سره مخ دي، د وېزو په ورکړه او د افغان کډوالو په لېږد کې بېړه نه کوي.

هر څه په پيسو حل کېږي

يوه بله کورنۍ چې جرمني ته د تګ په تمه ده، وايي چې کله ناکله د پوليسو له تعقيب څخه تېښته اړينه نه وي، بس که پيسې ولرئ.

د دې کورنۍ يو غړی وايي: «پخوا مو د پوليسو له فشار څخه د خلاصون لپاره بېلابېلې لارې کارولې، لکه واسطه، تېښته او هره بله لار چې ذهن ته راتله. خو وروسته مو درک کړه چې پيسې يوازې هم کولای شي ټول کارونه حل کړي».

تر دې مخکې هم داسې پېښې شوې دي چې افغانان، سره له دې چې نورو هېوادونو ته د لېږد اسناد لري، د پاکستان له خوا نيول شوي او بېرته افغانستان ته استول شوي دي.

د بېلګې په توګه، درې مياشتې مخکې ۸۱ تنه له پاکستانه کابل ته وشړل شول، او طالبانو دغه کسان په کابل کې په يوه مېلمستون کې تر څار لاندې ونيول.

میا افتخار حسین: له افغانستان سره ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۴۴ GMT+۱
میا افتخار حسین: له افغانستان سره ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي
100%

پښتونخوا کې د عوامي نشنل ګوند له پاکستان حکومت څخه غوښتی چې له افغانستان سره شته ستونزې د خبرو او له ډيپلوماټيکو لارو چارو حل کړي. دغه ګوند له ټولو ګاونډیو سره د برابرۍ پر بنسټ پر اړیکو له ټينګار سربېره په سمدستي توګه د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو د خلاصون غوښتنه کړې ده.

د عوامي نشنل ګوند د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۲مه) په خپله اېکس‌پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په خیبر پښتونخوا کې د عوامي نشنل ګوند مشر میا افتخار حسین په خپله ګوندي غونډه کې له نورو مسایلو سربېره د افغانستان په تړاو هم څرګندونې کړې دي.

د عوامي نشنل ګوند ایالتي مشر میا افتخار حسین په دې غونډه کې ویلي، له افغانستان سره شخړې د دواړو هېوادونو پر خلکو او اقتصاد ناوړه اغېز کړی او زیاتوي: «له افغانستان سره شته مسایل باید د خبرو اترو او له ډیپلوماټیکو لارو حل شي. د برابرۍ پر بنسټ له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره دوستانه اړیکې اړینې دي».

میا افتخار حسین د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګریزو او ټرانزیتي لارو د تړل کېدو پر دوام د اندېښنې له څرګندولو سربېره ویلي: «د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته د مېشتو پښتنو روزي له سوداګرۍ سره تړلې ده. له باجوړ څخه تر وزیرستان او چمن پورې ټولې سوداګریزې لارې باید سمدستي پرانېستل شي».

هغه پر خپلو ګوندي غړو شوي بریدونه وغندل او ښکېلو کسانو ته پر سزا ورکړې له ټينګار سربېره د خیبرپښتونخوا حکومت یې د امنیتي پېښو په راکابو کول کې ناکام وباله.

نوموړي وویل: «د خېبر پښتونخوا حکومت د سولې په ټینګښت او ښې حکومتولۍ کې په بشپړ ډول ناکام شوی دی. په ټول ولایت کې د ترهګرۍ او ناامنۍ زیاتوالی د ولایتي حکومت د بې کفایتۍ پایله ده. ولایتي حکومت باید د ولسي ستونزو په حل کې جديت وښيي».

د خیبرپښتونخوا حکومت لا تر اوسه د عوامي نشنل ګوند د دغو ادعاو په تړاو څه نه‌دي ویلي.