• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د وېرې تر سيوري لاندې؛ د هغو کډوالو ځوړند ژوند چې غواړي له پاکستان څخه لوېديځ ته ولاړ شي

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۵۷ GMT+۱تازه شوی: ۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۴۶ GMT+۱

په اسلام‌اباد کې د افغان کډوالو کيسې، ډېر وخت له پوليسو سره د مخامخ کېدو او د هغو ورځو او شپو څخه پيلېږي چې له وېرې او پټ ژوند سره تړلې دي. دا کيسې د ناڅاپي دروازې ټکولو، نيولو او د سلګونو ډالرو او کلدارو له ورکولو ډکې دي چې خلک يې د خلاصون لپاره ورکوي.

ځينې کورنۍ داسې هم دي چې ټوله شپه او ورځ يې يوازې دا ده چې له پوليسو ځانونه پټ کړي.

د دې راپور د برابرولو لپاره، د هغو افغانانو د ژوند په اړه چې برخليک يې د تلو د ژمنې او د نيول کېدو د سيوري تر منځ ځوړند پاتې دی، په اسلام‌اباد کې له لږ تر لږه څلورو کورنيو سره خبرې شوې دي.

دوی کاناډا، جرمني او فرانسې ته د لېږد منل شوي اسناد لري.

د دې کسانو په جېبونو کې د لوېديځو هېوادونو د وېزې د ترلاسه کولو ژمن‌ليکونه شته، خو د څو ورځو لپاره په اسلام‌اباد کې د پاتې کېدو لپاره، تر هغې چې هغه الوتنه راورسي چې ژوند يې بدل کړي، له سختو ستونزو سره مخ دي.

يوه هټۍ چې د پيسو او زاريو په بدل کې د شپې پناه‌ځای شوه

فريدون د هرات اوسېدونکی دی. يو کال مخکې، کله چې هغه د جنسي لږکيو د ملاتړ په يوه لاريون کې برخه اخيستې وه، د طالبانو له خوا ونيول شو او څو اوونۍ بندي و. کله چې هغه په موقتي ډول خوشې شو، پاکستان ته وتښتېد. اوس دی او کورنۍ يې کاناډا ته د تګ په بهير کې دي.

هغه وايي چې د پاکستان د پوليسو چلند د ده او د هغه د ماشومانو ژوند تريخ کړی دی. د دوی وېزه پای ته رسېدلې او هره ورځ د نيول کېدو له وېرې تېروي. د هغه په وينا، دا فشار تر دې حده رسېدلی چې د کورنۍ نږدې ټول غړي یې د شپې د خوب ګوليو ته اړ کېږي.

که څه هم هغه د پوليسو څخه د تېښتې ډېرې کيسې لري، خو يوه پېښه ورته هېره نه ده. هغه شپه چې د ده کورنۍ او بله افغان کورنۍ په يوه کوچنۍ هټۍ کې ويده شول.

هغه وايي: «د هغه مېلمستون مسؤل چې موږ پکې په ناقانونه ډول اوسېدو، خبر راکړ چې کېدای شي شپه پوليس د پلټنې لپاره راشي. موږ د پاتې کېدو ځای نه درلود، له بلې افغان کورنۍ سره يو ځای له مېلمستونه ووتلو، ان نه پوهېدو چې چېرته ځو».

هغه زياتوي: «په لاره کې مو يوه هټۍ وليده چې لا هم خلاصه وه. موږ ورنږدې شو او له دوکاندار څخه مو په زاريو وغوښتل چې اجازه راکړي شپه د هغه په کوچنۍ هټۍ کې تېره کړو».

هغه وايي چې دوکاندار په لومړي سر کې نه منله، ځکه د پوليسو له ستونزې وېرېده. فريدون وويل: «په پای کې مو ورته ښه اندازه پيسې ورکړې، تر څو راضي شو چې موږ ته په هغه هټۍ کې، چې هېڅ اسانتياوې نه وې، د شپې پاتې کېدو اجازه راکړي».

فريدون دوه مياشتې مخکې د يوې لور پلار شوی، چې په اسلام‌اباد کې، په داسې حال کې چې د کورنۍ ژوند ډېر ستونزمن دی، زيږېدلې ده. هغه وايي ان د پاکستاني ټکسي چلوونکي هم، که پوه شي چې موږ وېزه نه لرو، له موږ څو چنده زياته کرايه اخلي.

هغه سړی چې خپلې مېرمنې سره د ټلېفوني خبرو لپاره پاکستاني پولیسو ته پیسې ورکوي

ما له يو داسې سړي سره خبرې وکړې چې خپله وېزه لا هم اعتبار لري، خو د مېرمنې او درې ماشومانو وېزې يې پای ته رسېدلې دي. پوليسو د هغه د کورنۍ غړي نيولي او د اسلام‌اباد په څنډه کې يې يو کمپ ته لېږدولي دي؛ داسې ځای چې اوس يې يوازېنۍ اړيکه لنډې خو ډېرې ګرانې ټليفوني خبرې دي.

دا سړی وايي: «زما مېرمن هر څو ورځې وروسته له ما سره ټليفوني خبرې کوي، او د هر ځل لپاره موږ د کمپ کارکوونکو ته ډېرې پيسې ورکوو».

هغه د دې لپاره چې وښيي کورنۍ يې درېيم هېواد ته د لېږد په لاره کې ده او بېرته افغانستان ته ستنېدل ورته خطرناک دي، وکيل نيولی دی. هغه وايي څو ځله يې هڅه کړې خپل حالت روښانه کړي، خو تر اوسه کومه پايله نه ده ترلاسه شوې.

دغه سړی، چې نه غواړي نوم يې ياد شي، وايي چې د کورنۍ د خوشې کولو لپاره ترې ډېرې پيسې غوښتل شوې دي، چې د ورکولو توان يې نه لري. دی خپله له کمپه بهر پاتې دی او کورنۍ يې دننه ده؛ داسې واټن چې هر څو ورځې وروسته يوازې د يوې لنډې ټليفوني اړيکې له لارې ډکېږي.

هغه وېزې چې يوازې پر کاغذ پاتې دي

يو افغان خبريال چې په اسلام‌اباد کې ژوند کوي او د امنيتي لاملونو له امله نه غواړي نوم يې ياد شي، وايي چې شپږ مياشتې کېږي د ده د وېزې موده پای ته رسېدلې او د تمديد هېڅ لار نه لري. هغه له خپلې کورنۍ سره فرانسې ته د لېږد په تمه دی.

دغه خبريال وايي چې له کورنۍ سره يې ورځې په بې‌ثباتۍ کې تېرې کړي او اړ شوی لږ تر لږه درې ځله د اوسېدو ځای بدل کړي.

هغه چې خپله څو ځله د پوليسو له تعقيب څخه تښتېدلی، وايي چې د بې‌وېزې افغانانو لپاره د کور موندل ستره ستونزه ده: «هر ځای چې ځو، که پوه شي چې وېزه نه لرو، يا کور نه راکوي، يا ډېر ژر اړ کېږو چې هغه ځای پرېږدو».

دی نږدې دوه کاله کېږي چې په پاکستان کې ژوند کوي.

هغه وايي له يو کال څخه زيات وخت کېږي چې د افغانانو لپاره د وېزې تمديد په عملي ډول درېدلی دی. له بلې خوا، د نوې وېزې ترلاسه کول هم دې ته تړلي دي چې په کابل کې د پاکستان سفارت يا د دې هېواد قونسلګريو ته په خپله مراجعه وشي، چې دا کار د ډېرو لپاره ممکن نه دی.

هغه زياته کړه چې په دې منځ کې د وېزو تور بازار هم رامنځته شوی دی. د هغه په وينا، سره له دې چې د شپږ مياشتنۍ سيلاني وېزې رسمي بيه يوازې ۱۸ ډالره ده، اوس همدا وېزه تر دوه زره ډالرو پورې پلورل کېږي او بيا هم په سختۍ پيدا کېږي.

هغه وايي: «په پای کې د طالبانو او پاکستان تر منځ د اختلاف تاوان عام خلک ورکوي».

وروسته له هغې چې طالبان او پاکستان د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني وسله‌والو پر سر سره اختلاف ته ورسېدل، افغان کډوال د فشار وسيله وګرځېدل. د پاکستان حکومت سلګونه زره افغان کډوال له خپلې خاورې ايستلي دي. داسې ښکاري چې اسلام‌اباد ګومان کاوه چې د کډوالو په ايستلو سره به پر طالبانو فشار راوړي.

خو طالبانو د پاکستان غوښتنې ونه منلې، او د پاکستان حکومت هم ژمنه کړې چې تر وروستي افغان کډوال پورې به ايستل دوام ورکړي.

پاکستان پر لوېديځو هېوادونو لکه جرمني او کاناډا فشار راوړی چې هغه کډوال چې د لېږد ژمنه ورسره شوې، ژر تر ژره له پاکستانه وباسي. خو دغه هېوادونه، چې په کور دننه د کډوالو د کمولو له فشار سره مخ دي، د وېزو په ورکړه او د افغان کډوالو په لېږد کې بېړه نه کوي.

هر څه په پيسو حل کېږي

يوه بله کورنۍ چې جرمني ته د تګ په تمه ده، وايي چې کله ناکله د پوليسو له تعقيب څخه تېښته اړينه نه وي، بس که پيسې ولرئ.

د دې کورنۍ يو غړی وايي: «پخوا مو د پوليسو له فشار څخه د خلاصون لپاره بېلابېلې لارې کارولې، لکه واسطه، تېښته او هره بله لار چې ذهن ته راتله. خو وروسته مو درک کړه چې پيسې يوازې هم کولای شي ټول کارونه حل کړي».

تر دې مخکې هم داسې پېښې شوې دي چې افغانان، سره له دې چې نورو هېوادونو ته د لېږد اسناد لري، د پاکستان له خوا نيول شوي او بېرته افغانستان ته استول شوي دي.

د بېلګې په توګه، درې مياشتې مخکې ۸۱ تنه له پاکستانه کابل ته وشړل شول، او طالبانو دغه کسان په کابل کې په يوه مېلمستون کې تر څار لاندې ونيول.

•
•
•

نور کیسې

میا افتخار حسین: له افغانستان سره ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۴۴ GMT+۱
میا افتخار حسین: له افغانستان سره ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي
100%

پښتونخوا کې د عوامي نشنل ګوند له پاکستان حکومت څخه غوښتی چې له افغانستان سره شته ستونزې د خبرو او له ډيپلوماټيکو لارو چارو حل کړي. دغه ګوند له ټولو ګاونډیو سره د برابرۍ پر بنسټ پر اړیکو له ټينګار سربېره په سمدستي توګه د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو د خلاصون غوښتنه کړې ده.

د عوامي نشنل ګوند د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۲مه) په خپله اېکس‌پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په خیبر پښتونخوا کې د عوامي نشنل ګوند مشر میا افتخار حسین په خپله ګوندي غونډه کې له نورو مسایلو سربېره د افغانستان په تړاو هم څرګندونې کړې دي.

د عوامي نشنل ګوند ایالتي مشر میا افتخار حسین په دې غونډه کې ویلي، له افغانستان سره شخړې د دواړو هېوادونو پر خلکو او اقتصاد ناوړه اغېز کړی او زیاتوي: «له افغانستان سره شته مسایل باید د خبرو اترو او له ډیپلوماټیکو لارو حل شي. د برابرۍ پر بنسټ له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره دوستانه اړیکې اړینې دي».

میا افتخار حسین د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګریزو او ټرانزیتي لارو د تړل کېدو پر دوام د اندېښنې له څرګندولو سربېره ویلي: «د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته د مېشتو پښتنو روزي له سوداګرۍ سره تړلې ده. له باجوړ څخه تر وزیرستان او چمن پورې ټولې سوداګریزې لارې باید سمدستي پرانېستل شي».

هغه پر خپلو ګوندي غړو شوي بریدونه وغندل او ښکېلو کسانو ته پر سزا ورکړې له ټينګار سربېره د خیبرپښتونخوا حکومت یې د امنیتي پېښو په راکابو کول کې ناکام وباله.

نوموړي وویل: «د خېبر پښتونخوا حکومت د سولې په ټینګښت او ښې حکومتولۍ کې په بشپړ ډول ناکام شوی دی. په ټول ولایت کې د ترهګرۍ او ناامنۍ زیاتوالی د ولایتي حکومت د بې کفایتۍ پایله ده. ولایتي حکومت باید د ولسي ستونزو په حل کې جديت وښيي».

د خیبرپښتونخوا حکومت لا تر اوسه د عوامي نشنل ګوند د دغو ادعاو په تړاو څه نه‌دي ویلي.

شاه زمان میوندي: پرته له موثرو ادارو او اقتصادي فرصتونو ثبات نه‌شي ټینګېدلی

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۲۱ GMT+۱
شاه زمان میوندي: پرته له موثرو ادارو او اقتصادي فرصتونو ثبات نه‌شي ټینګېدلی
100%

د پخواني ولسمشر اشرف غني د عامه اړیکو او ستراتیژیکو چارو سلاکار شاه زمان میوندي ویلي، د هېواد ستونزې پېچلې دي خو د حل لار یې روښانه ده. نوموړي ټینګار کړی چې پرته له مؤثرو ادارو، اقتصادي فرصتونو ثبات نه‌شي تامینېدای.

میوندی زیاته کړې، چې د ډېرو خبرو اترو پر مهال افغان کورنۍ تل پر همدې لومړیتوبونو ټینګار کوي. د هغه په وینا، افغانان د ثبات، فرصت او داسې راتلونکې غوښتونکي دي چې هلته د هغوی اولادونه، په ځانګړي ډول نجونې، زده‌کړې او پرمختګ ته لاسرسی ولري. نوموړی وایي، د نجونو پر زده‌کړه محدودیتونه ډېر شوي او دا د ټولنې لپاره اندېښنه ده.

د میوندی په باور، د افغانستان د راتلونکي لپاره پایدار پرمختګ یوازې د مسئول حکومتولۍ، شمولیت او اوږدمهاله پرمختیایي لیدلوري له لارې شونی دی. هغه ټینګار کړی چې د افغانستان راتلونکی به هغه مهال تضمین شي چې خلک او مشران د دغو اصولو پر بنسټ سره یو موټی شي او ګډ مسئولیت ومني.

میوندی وویل: «ثبات د مؤثرو ادارو، اقتصادي فرصتونو او باعزته ټولنې پرته نه‌شي رامنځته کېدای. افغان کورنۍ همداسې راتلونکې غواړي چې هلته د دوی اولادونه، په ځانګړي ډول نجونې، زده‌کړه او پرمختګ وکړي».

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې اوسني وضعیت کې د نجونو تعلیم او د ټولنې اقتصادي وضعیت له جدي ننګونو سره مخ دی. د تېرو کلونو جګړې، سیاسي بدلونونه او د طالبانو واک ته رسېدو د افغانانو د ژوند پر ټولو برخو ژور اغېز کړی دی.

کارپوهان هم باور لري، چې ټولشموله حکومت، شفافې ادارې او د ټولو افغانانو ونډه د هېواد د ثبات او پرمختګ لپاره حیاتي

ملګري ملتونه: په ۲۰۲۵ کال کې له ۸۴۰ زرو ډېرو افغانانو پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۲۱ GMT+۱
ملګري ملتونه: په ۲۰۲۵ کال کې له ۸۴۰ زرو ډېرو افغانانو پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی
100%

ملګرو ملتونو ویلي، چې په ۲۰۲۵کال کې له ۸۴۰زره او ۸۲۶ څخه ډېرو کسانو په افغانستان کې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی دی.

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ، د غویي په ۲مه، په یوه پیغام کې ویلي چې یاد شمېر کسان د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو په ملاتړ د صحي اوبو له اسانتیاوو برخمن شوي دي.

ملګري ملتونه ټینګار کوي، چې په افغانستان کې د پاکو څښاکي اوبو نشتوالی لا هم له جدي ستونزو څخه شمېرل کېږي.

د یونېسف د تېر کال د راپور له مخې، په افغانستان کې له هرو لسو کسانو څخه اته تنه ککړې اوبه څښي، چې دا چاره د روغتیايي ستونزو ګواښ زیاتوي.

په همدې حال کې، اغا خان خېریه بنسټ دوه ورځې مخکې اعلان کړی و چې د پنجشېر په رُخه ولسوالۍ کې یې د اوبو رسولو درې شبکې جوړې کړې دي، چې له لارې یې له ۷۰۰څخه ډېرې کورنۍ د پاکو اوبو له اسانتیاوو برخمنې شوې دي.

سره له دې پرمختګونو، د پاکو اوبو کمښت لا هم په افغانستان کې د میلیونونو خلکو لپاره یوه جدي ننګونه بلل کېږي.

طالبان: ماینونه او ناچاوده توکي د هېواد لپاره یو جدي ګواښ دی

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۵۲ GMT+۱
طالبان: ماینونه او ناچاوده توکي د هېواد لپاره یو جدي ګواښ دی
100%

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې رییس له ډافا موسسې سره د یوې هوکړې د لاسلیک پر مهال وویل، ماینونه د هېواد لپاره یو جدي ګواښ دی. د هېوادوالو په وینا، اوسني ماینونه چې لا هم خلک او په ځانګړي توګه ماشومان یې قربانیان دي، ډېری یې د طالبانو په لاس جوړ شوي (بوشکه‌يي ماینونه) دي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغې ادارې رييس له ډافا موسسې سره د ۲۲۰ زره او ۹۴۲ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو د یوې هوکړې د لاسلیک پر مهال ماینونه او ناچاوده توکي د هېواد لپاره یو جدي خطر وباله او په دې برخه کې یې له اړوندو موسسو سره پر دوامدارو همغږیو او همکاریو ټینګار وکړ.

د طالبانو او ډافا موسسې تر منځ د هوکړې لاسلیک
100%
د طالبانو او ډافا موسسې تر منځ د هوکړې لاسلیک

د دغې هوکړې له‌مخې به یاده موسسه د کندهار، زابل او غزني ولایتونو په ۱۸۸،۲۹۲متر مربع ساحه کې ماینونه او ناچاوده توکي پاک کړي.

د یو شمېر هېوادوالو په وینا، په هېواد کې د ماینونو پر تله د طالبانو په لاس جوړ شوي بوشکه‌يي ماینونه ډېر دي. طالبانو له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ کال پورې د جمهوري نظام او بهرنیو ځواکونو پر وړاندې په لاس له جوړو شویو بوشکه‌يي ماینونو ډېره استفاده کوله او اوس د ماین پاکۍ موسسې تر ډېره د دغو بوشکه‌يي (زېړو بوشکو) ماینونو پر موندلو او شنډولو بوخت دي.

رواداري: په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې د ناچاوده توکو د چاودنې له امله ۷۹ کسان وژل شوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د رواداري په نوم د بشري حقونو یوه بنسټ بیا د روان کال د وري په ۲۱مه ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د ځمکنیو ماینونو او ناچاوده توکو د چاودنو له امله ۷۹ کسان وژل شوي او ۸۵ نور ټپیان شوي، خو د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د وري په ۱۸مه ویلي وو، چې د ۲۰۲۵ کال له اپرېل څخه د ۲۰۲۶ کال تر مارچ پورې په افغانستان کې د ماینونو او ناچاوده توکو ۲۲۵ پېښې ثبت شوي او له امله یې ۹۶ کسان وژل شوي او ۳۷۸ نور ټپیان شوي دي.

اوچا: په افغانستان کې د ماین پاکولو لپاره ۱۴،۵ میلیون ډالرو ته اړتیا ده | افغانستان انټرنشنل پښتو

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) بیا د وري په ۱۶مه ویلي، چې په افغانستان کې د ماینونو پاکولو او د ګواښونو په اړه یې د عامه پوهاوي لپاره ۱۴،۵ میلیون ډالره بودجه اړتیا ده.

بدخشان کې دوه کسان د کوکچې په سیند کې د ډوبېدو له امله مړه شوي

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۴۰ GMT+۱
بدخشان کې دوه کسان د کوکچې په سیند کې د ډوبېدو له امله مړه شوي
100%

په بدخشان کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د کوکچې په سیند کې د ډوبېدو له امله دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د طالبانو په ولکه کې باختر خبري اژانس د راپور له مخې، دغه پېښه د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده. د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست رییس اکرم اکبري ویلي چې د پېښې له قربانیانو څخه د یوه جسد موندل شوی، خو بل تن لا هم نادرکه دی.

د راپور پر بنسټ، د یوه قرباني هویت نورمحمد ښودل شوی چې د بغلان اوسېدونکی و.

چارواکي وایي چې د بل مړي د موندلو لپاره هڅې روانې دي.

په همدې حال کې، د بدخشان په کوف‌اب ولسوالۍ کې د واورې ښویېدنې (برف‌کوچ) له امله څلور نور کسان هم مړه شوي دي.

ترویج لرونکی

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي
۱

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۲

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي

۳

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۴

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۵

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل