ملګري ملتونه: په ۲۰۲۵ کال کې له ۸۴۰ زرو ډېرو افغانانو پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی

ملګرو ملتونو ویلي، چې په ۲۰۲۵کال کې له ۸۴۰زره او ۸۲۶ څخه ډېرو کسانو په افغانستان کې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی دی.

ملګرو ملتونو ویلي، چې په ۲۰۲۵کال کې له ۸۴۰زره او ۸۲۶ څخه ډېرو کسانو په افغانستان کې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی دی.
دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ، د غویي په ۲مه، په یوه پیغام کې ویلي چې یاد شمېر کسان د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو په ملاتړ د صحي اوبو له اسانتیاوو برخمن شوي دي.
ملګري ملتونه ټینګار کوي، چې په افغانستان کې د پاکو څښاکي اوبو نشتوالی لا هم له جدي ستونزو څخه شمېرل کېږي.
د یونېسف د تېر کال د راپور له مخې، په افغانستان کې له هرو لسو کسانو څخه اته تنه ککړې اوبه څښي، چې دا چاره د روغتیايي ستونزو ګواښ زیاتوي.
په همدې حال کې، اغا خان خېریه بنسټ دوه ورځې مخکې اعلان کړی و چې د پنجشېر په رُخه ولسوالۍ کې یې د اوبو رسولو درې شبکې جوړې کړې دي، چې له لارې یې له ۷۰۰څخه ډېرې کورنۍ د پاکو اوبو له اسانتیاوو برخمنې شوې دي.
سره له دې پرمختګونو، د پاکو اوبو کمښت لا هم په افغانستان کې د میلیونونو خلکو لپاره یوه جدي ننګونه بلل کېږي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې رییس له ډافا موسسې سره د یوې هوکړې د لاسلیک پر مهال وویل، ماینونه د هېواد لپاره یو جدي ګواښ دی. د هېوادوالو په وینا، اوسني ماینونه چې لا هم خلک او په ځانګړي توګه ماشومان یې قربانیان دي، ډېری یې د طالبانو په لاس جوړ شوي (بوشکهيي ماینونه) دي.
د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغې ادارې رييس له ډافا موسسې سره د ۲۲۰ زره او ۹۴۲ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو د یوې هوکړې د لاسلیک پر مهال ماینونه او ناچاوده توکي د هېواد لپاره یو جدي خطر وباله او په دې برخه کې یې له اړوندو موسسو سره پر دوامدارو همغږیو او همکاریو ټینګار وکړ.
د دغې هوکړې لهمخې به یاده موسسه د کندهار، زابل او غزني ولایتونو په ۱۸۸،۲۹۲متر مربع ساحه کې ماینونه او ناچاوده توکي پاک کړي.
د یو شمېر هېوادوالو په وینا، په هېواد کې د ماینونو پر تله د طالبانو په لاس جوړ شوي بوشکهيي ماینونه ډېر دي. طالبانو له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ کال پورې د جمهوري نظام او بهرنیو ځواکونو پر وړاندې په لاس له جوړو شویو بوشکهيي ماینونو ډېره استفاده کوله او اوس د ماین پاکۍ موسسې تر ډېره د دغو بوشکهيي (زېړو بوشکو) ماینونو پر موندلو او شنډولو بوخت دي.
د رواداري په نوم د بشري حقونو یوه بنسټ بیا د روان کال د وري په ۲۱مه ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د ځمکنیو ماینونو او ناچاوده توکو د چاودنو له امله ۷۹ کسان وژل شوي او ۸۵ نور ټپیان شوي، خو د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د وري په ۱۸مه ویلي وو، چې د ۲۰۲۵ کال له اپرېل څخه د ۲۰۲۶ کال تر مارچ پورې په افغانستان کې د ماینونو او ناچاوده توکو ۲۲۵ پېښې ثبت شوي او له امله یې ۹۶ کسان وژل شوي او ۳۷۸ نور ټپیان شوي دي.
اوچا: په افغانستان کې د ماین پاکولو لپاره ۱۴،۵ میلیون ډالرو ته اړتیا ده | افغانستان انټرنشنل پښتو
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) بیا د وري په ۱۶مه ویلي، چې په افغانستان کې د ماینونو پاکولو او د ګواښونو په اړه یې د عامه پوهاوي لپاره ۱۴،۵ میلیون ډالره بودجه اړتیا ده.
په بدخشان کې د طالبانو سیمهییز چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د کوکچې په سیند کې د ډوبېدو له امله دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د طالبانو په ولکه کې باختر خبري اژانس د راپور له مخې، دغه پېښه د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده. د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست رییس اکرم اکبري ویلي چې د پېښې له قربانیانو څخه د یوه جسد موندل شوی، خو بل تن لا هم نادرکه دی.
د راپور پر بنسټ، د یوه قرباني هویت نورمحمد ښودل شوی چې د بغلان اوسېدونکی و.
چارواکي وایي چې د بل مړي د موندلو لپاره هڅې روانې دي.
په همدې حال کې، د بدخشان په کوفاب ولسوالۍ کې د واورې ښویېدنې (برفکوچ) له امله څلور نور کسان هم مړه شوي دي.
د ملالې یوسفزۍ بنسټ خپل دویم راپور د جنسیتي توپیر په اړه خپور کړ، چې د افغان نجونو او ښځو وضعیت، د عدالت نړیوال بهیر او د مدني ټولنې هڅې پکې ارزول شوي. د راپور له مخې، د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د ښځو پر وړاندې سیستماتیک محدودیتونه، سزا، کنټرول او شړنه پراخه شوې ده.
راپور زیاتوي چې دا سیستم اوس د طالبانو د نوې جزایي اصولنامې له لارې لا پراخ شوی او د ښځو پر وړاندې فشارونه قانوني شوي دي. ملاله فنډ وايي، د نړیوال عدالت لپاره هڅې هم زیاتې شوي او د مدني ټولنو رهبرۍ، حقوقي ستراتیژۍ او ګډو هڅو ته اړتیا شته.
په راپور کې راغلي چې د انسانیت ضد جرمونو تړون د نړیوالو بحثونو مهمه مرحله ده. د ملګرو ملتونو شپږم کمیټې سږکال په نیویارک کې د دې تړون د طرحې لپاره غونډه وکړه او دولتونو خپل دریځونه روښانه کړل. اوس دا بهیر له اصولو عملي پړاو ته داخل شوی او هېوادونه باید وښيي چې د جنسیتي توپیر قانوني پېژندنه ملاتړ، اصلاح یا مخالفت کوي.
راپور د حقوقي او سیاسي بحثونو ترڅنګ د دولتونو دریځونه هم ارزولي دي. ځینې هېوادونه د قانون پراخې تفسیر ته لېوال دي، نور بیا محتاط یا نامعلوم دریځ لري، او ځینې د حقوقي چوکاټ پراخېدو ته مقاومت ښيي.
ملاله فنډ له مدني ټولنې، حقوقي کارپوهانو او نړیوالو بنسټونو غوښتنه کړې چې د عدالت لپاره هڅې او همغږي لا پیاوړې کړي. راپور ټینګار کوي چې حساب ورکونه یوازې په انزوا کې نه، بلکې د دوامدارې همکارۍ او هڅو له لارې رامنځته کېږي. د افغان نجونو او ښځو د حقونو خوندیتوب لپاره دا راپور مهم ګڼل شوی دی.
د ملګرو ملتونو د استوګنې پروګرام (یو این هیبیتات) اعلان کړی، هغو افغان ښځو او نجونو ته چې له بهرنیو هېوادونو بېرته افغانستان ته ستنیږي، ځانګړی ملاتړ او مرسته برابروي. دا هڅه په داسې حال کې پیل شوې چې د طالبانو له واکمن کېدو وروسته په افغانستان کې پر ښځو پراخ محدودیتونه لګول شوي.
د یاد سازمان مشرې ستفاني لوس ویلي، ډېری افغان ښځې او نجونې چې بېرته خپل هېواد ته ستنیږي، له ټولو موجودو محدودیتونو او بندیزونو خبر نه وي. هغې خبرداری ورکړی چې دا وضعیت ښځې لا نور له جدي خطرونو سره مخ کوي. لوس زیاته کړې چې د دې ښځو د تطابق او خوندیتوب لپاره پراخې برنامې پیل شوې دي.
د ملګرو ملتونو اداره وایي، هڅه کوي افغان ښځو او نجونو ته د محدودیتونو په شرایطو کې د ژوند کولو مهارتونه ور زده کړي او همدارنګه د هغوی د حقوقي، ټولنیز او اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره کار وکړي. چارواکو ټینګار کړی چې دغه مېرمنې باید د خپلو حقوقو او موجودو قوانینو په اړه بشپړ معلومات ولري.
د طالبانو له واکمنۍ وروسته، ښځې او نجونې له ښوونځیو، پوهنتونونو او ډېرو دولتي دندو منع شوې دي، او د کار او عامه ژوند په برخو کې ورته پراخ محدودیتونه لګول شوي دي. د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو څو ځله د دغو محدودیتونو پر ضد غږ پورته کړی او له نړیوالې ټولنې یې د جدي اقدام غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د استوګنې پروګرام چارواکي په خبره، دا پروګرام به تر هغې دوام ولري چې افغان ښځې او نجونې وکولی شي له نویو شرایطو سره ځان عیار کړي او له خطرونو خوندي پاتې شي. همدارنګه، ادارې ژمنه کړې چې د ښځو د حقونو ملاتړ ته به دوام ورکړي.
د طالبانو د معیار او کیفیت اداره چې پخوا د ملي ستندرد په نوم یادېده وايي، ۳۷،۱ ټن بېکیفیته ودانیز توکي یې په اسلامکلا او په شیخ ابونصر فراهي بندرونو څخه بېرته ایران ته مسترد کړي دي.
د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې د چهارشنبې په ورځ (د غويي۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د اسلامکلا بندر د معیار او کیفیت امریت تخنیکي کارکوونکو د ودانیزو توکو د ارزونې پر مهال، یوه محموله بېکیفیته نبشي اوسپنه چې ټولیز وزن یې ۳۳ اعشاریه ۵ کیلوګرامه وو، تر پېژندنېوروسته او بېرته صادرونکي هېواد ته مسترد کړي دي.
له دې سره سم، دغه اداره زیاتوي، د معیار او کیفیت ادارې د ودانیزو توکو د کیفیت تضمین په موخه، د شیخ ابونصر فراهي (فراه ۷۸ میل) بندر له لارې د بېکیفیته ۳ اعشاریه ۶ ټُنه بېکیفیته کاشي هم بېرته ایران ته مسترده شوې ده.
دغه اداره زیاتوي: « د دې ادارې تخنیکي کارکوونکو د دقیقو ارزونو په لړ کې د ۳.۶ټُنه بېکیفیته کاشي یوه محموله وڅېړله او کیفیت یې تثبیت کړ، په پایله کې یې جوته شوه چې یاد توکي له کورنیو معیارونو سره مطابقت نه لري او له اړین کیفیت څخه برخمن نه دي.
دغې ادارې ټینګار کړی، چې د هېواد په ټولو بندرونو کې د وارداتي توکو د کیفیت د کنټرول او تثبیت پروسه په شفافه، منظمه او قاطع توګه دوام لري او د هغو بېکیفیته او غیرمعیاري توکو پر وړاندې چې د هېوادوالو سلامتیا ګواښي، هیڅ ډول نرمښت د منلو وړ نهدی.