دې حالت کوچني اقتصاد لرونکي هېوادونه د ړنګېدو تر پولې رسولي دي.
نيويارک ټايمز د چهارشنبې په ورځ د وري په دويمه نېټه، په يو تحليلي راپور کې د شتمنو هېوادونو د سونتوکو د زېرمه کولو د سيالۍ پايلې څېړلې دي. دا هغه پديده ده چې په منځني ختيځ کې د جګړې له تودېدو سره، په بېوزلو هېوادونو کې د انرژۍ امنيت له سخت ګواښ سره مخ کړی او د ازاد بازار د اقتصاد دوديزې نظريې يې ننګولې دي.
د راپور له مخې، دا تېزه سيالي نه يوازې دا چې په نړيواله کچه يې بيې لوړې کړې دي، بلکې د اسيا، افريقا او لاتينې امريکا ډېر ټيټ عايد لرونکي هېوادونه يې له سترو اقتصادي کړکېچونو سره مخ کړي دي.
د بقا منطق ته ستنېدل
ايزابېل وېبر چې د ماساچوست پوهنتون اقتصادپوهه ده، باور لري چې بازار نور د طبيعي اصولو له مخې نه چلېږي، بلکې اوس پرې د «ځنګل قانون» واکمن شوی دی.
هغې وويل، حکومتونه د خپل کورني ثبات د ساتلو لپاره هغو کارونو ته مخه کړې چې «د ډار پېرودل» بلل کېږي. دا کار خپله د وېرې د زياتېدو او د بيې د بيا لوړېدو لامل ګرځي. دا ويجاړوونکې بڼه د ۱۹۷۰ لسيزې د خوراکي توکو کړکېچ او د کرونا پر مهال د واکسين د نابرابرې سيالۍ ياد راژوندی کوي.
د شتمنو او بېوزلو تر منځ ژوره درز
ستر هېوادونه لکه چين چې د زېرمه کولو پراخې اسانتياوې لري، سره له دې چې واردات يې کم شوي، بيا هم یې د خپلې انرژۍ امنيت ساتلی دی. خو بل لور ته، په داسې هېوادونو کې لکه فليپين چې تر ۹۰ سلنه پورې د خليج له تېلو پورې تړلی دی، بېړنی ملي حالت پهکې اعلان شوی دی.
د موټرچلونکو اعتصابونه او د حکومتونو ناتواني په دې چې د سونتوکو مرستې دوام ورکړي، د دغو سيمو سياسي ثبات لړزولی دی. په لوېديځ کې هم وضعيت چندان ارام نه دی. په اروپا کې، د هوايي چلند لوی شرکت لکه لوفتهانزا، د تېلو د بيې د دوه برابره کېدو له امله اړ شوی چې ۲۰ زره الوتنې لغوه کړي.
په امريکا کې هم حکومت د اقتصادي ناخوښيو د کنټرول لپاره له خپلو ستراتيژيکو زېرمو ميليونونه بېرله تېل خوشې کړي، څو پر کورنيو مصرفوونکو فشار کم کړي.
د نړيوال کېدو پروژې ماتې
د اقتصاد د نوبل جايزې ګټونکی جوزف سټيګليټز دا حالت د نړيوالېدو مفکورې ته يو سخت ګوزار بولي.
هغه ويلي: «د دويمې نړيوالې جګړې وروسته دا نظر غالب و چې په سوداګرۍ کې پولې مهمې نه دي، خو اوس چې هېوادونه ملي زېرمې زېرمه کوي، پولې يو ځل بيا د جغرافیې سخت واقعيت ګرځېدلي دي».
که څه هم د نړيوال وجهي صندوق په څېر بنسټونو هېوادونو ته سپارښتنه کړې چې د صادراتو بندولو څخه ډډه وکړي، خو په داسې نړۍ کې چې هر هېواد د بقا په حالت کې دی، دا سپارښتنې خپل اغېز له لاسه ورکوي.
د دې کړکېچ وروستۍ پايله دا ده چې پيسې پر ټولنيز عدالت برلاسی کېږي. شتمن خلک خپل هوسا ژوند ته دوام ورکوي، خو بېوزله خلک د ژوند د لومړنيو اړتياوو په پوره کولو کې پاتې راځي.
تاريخ ښودلې ده چې کله د لوږې وېره خپره شي، نړيواله همکاري تر ټولو لومړنی قرباني کېږي.
اوس دا حالت د انرژۍ برخې ته رسېدلی دی؛ داسې چې په هند کې د پخلي لپاره د ګاز کموالی او په سوېل ختيځه اسيا کې د الوتکو د تېلو نشتوالی، د ميليونونو خلکو ورځنی ژوند ګډوډ کړی دی.