د ښځینه لیکوالانو د کتابونو په ګډون ځینې کتابونه له پوهنتونونو او کتابتونونو ټول شوي دي.
له پوهنتونونو د کتابونو ټولول
د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته یو له مهمو بدلونونو څخه د ښوونیز نصاب پراخ بدلون دی. د یونسکو او یونېسف د ۲۰۲۵کال راپور وايي، چې ۱۸ مضمونونه حذف شوي او په پوهنتونونو کې د زدهکړیالانو لهخوا د ۶۷۹ کتابونو او درسي سرچینو کارول منع کړای شوي دي.
طالبان وایي، دغه کتابونه یې له دې امله ټول کړي چې د کلتوري او مذهبي ارزښتونو سره په ټکر کې وو.
تېر کال د کتابونو په اړه د طالبانو محدودیتونه لازیات شول. طالبانو ډیموکراسي، بشري حقونه او د ښځو د مطالعاتو مضمونونه هم له نصابه لرې کړي دي.
له بازارونو د کتابونو راټولول او بندیز
د طالبانو بندیزونه او تګلارې یوازې تر پوهنتونونو پورې محدوده نهدي. د ځینو راپورونو له مخې؛طالبانو لږ تر لږه ۵۰زره کتابونه له کتابپلورنځیو او خپرندویانو څخه په کابل کې ټول کړي دي.
یادې ډلې کتابتونونو ته د سلګونو ممنوعه کتابونو نوملړونه هم سپارلي دي. د دغه محدودیتونو پر دوام د هرات په ګمرک کې د طالبانو چارواکي وارداتي کتابونه هم څېړي او هغه کتابونه چې د دوی د دیني، حکومتي یا ارزښتي لیدلوري سره په ټکر کې وي، هېواد ته د راوړلو اجازه نه ورکوي.
د ځوان نسل د خوښې وړ کتابونه ورک شوي
یو افغان لیکوال داوود عرفان افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د ځینو کتابونو بندیز او د ځانګړو کتابونو محدود وېش د دې لامل شوی چې ټولنه له مطالعې واټن واخلي. نوموړی وايي، هغه کتابونه چې د ځوان نسل له ذوق سره برابر وو؛ نور په بازار کې نه موندل کېږي.
په داسې حالاتو کې ځینې خلک ډیجیټلي کتابونو ته د بدیل په سترګه ګوري؛ خو دغه لاره هم له جدي محدودیتونو سره مخ ده. نړۍوال بانک وايي، چې په ۲۰۲۴کال کې یوازې ۱۶ سلنه د افغانستان خلکو انټرنېټ ته لاسرسی درلود. همدارنګه د یونسکو او یونېسف راپور ښيي، چې ۷۹ سلنه ښوونځي برېښنا نهلري.
سربېره پر دې د ډیجیټلي تادیاتو سیستم ستونزې هم د انلاین کتابونو لاسرسی محدود کړی دی. داوود عرفان وايي، چې ډېری کتابونه په ډیجیټلي بڼه هم نهشته او د برېښنا، انټرنېټ او تخنیکي امکاناتو نشتوالی د دې لارې پراخ استعمال مخه نیسي.
وېرې د کتابونو ځینې ویترینونه تش کړي
په هرات کې یو کتاب پلورونکی چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو له امله په افغانستان کې د مطالعې بهیر چې مخکې هم کمزوری و؛ اوس بحراني حالت ته رسېدلی دی.
هغه وايي طالبان د بشري حقونو، مینې کیسو، ځینو ناولونو، د عشقي شعرونو کتابونو او حتی هغو مذهبي کتابونو سره مخالفت لري چې په کې د شیعه مذهب یا د مسیحیت او یهودیت په اړه معلومات ورکړل شوي وي.
د هغه په وینا؛ مخکې تر ټولو ډېر پلور د هغو کتابونو و، چې په پوهنتونونو کې کارېدل، په ځانګړي ډول د حقوقو او سیاسي علومو کتابونه؛ خو اوس د طالبانو د محدودیتونو او ناوړه اقتصادي وضعیت له امله د دغه کتابونو پلور یا بند شوی او یا تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی.
هغه وايي، چې په وروستیو کلونو کې سیاسي کتابونو هم نسبتاً ښه بازار درلود؛ لکه د افغان او بهرنیو سیاستوالو خاطرات او د سیاسي څېرو په اړه کتابونه لکه د احمدشاه مسعود اړوند اثار.
دغه کتاب پلورونکی وايي، چې دغه کتابونه هېڅکله په ویترینونو کې نه اېښودل کېږي. د هغه په وینا، که څه هم طالبانو په ښکاره څه نهدي ویلي؛ خو کتاب پلورونکي پوهېږي چې دغه ډول کتابونه باید په ویترین کې ونه ښودل شي او یوازې د پېرېدونکي د غوښتنې پر مهال پلورل کېږي.
هغه همدارنګه وايي، چې د جمهوریت پرمهال نږدې هرکال د کتاب نندارتونونه جوړېدل او دغه نندارتونونه د کتاب پلور ته وده ورکوله؛ خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ډېر لږ نندارتونونه جوړ شوي، چې ډېری یې یوازې دیني کتابونه رانغاړي.
د محدودیتونو پر وړاندې چوپه مبارزه
سره له دغه محدودیتونو د مطالعې د فرهنګ ژوندي ساتلو هڅې د کوچنیو ډلو ترمنځ لاهم روانې دي. د ګارډین د ۲۰۲۶کال د فبرورۍ راپور ښيي، چې په افغانستان کې د ښځو ځینې ډلې په پټه سره راټولېږي او د کتابونو په اړه خبرې کوي.
د «ورلډ پاپولېشن ریویو» ویبپاڼې شمېرې ښيي، چې افغانستان د کتاب لوستلو له پلوه د نړۍ په وروستي کتار کې دی. افغانان په منځنۍ کچه په کال کې ۲.۵۶ کتابونه لولي او ۵۸ ساعته مطالعه کوي.
په دې نوملړ کې امریکا په کال کې د ۱۷ کتابونو په منځنۍ کچې سره لومړی ځای لري. ورپسې هند د ۱۶ کتابونو، برېتانیا د ۱۵، فرانسه د ۱۴ او اېټالیا د ۱۳ کتابونو په لوستلو سره په پرلهپسې توګه دوی، درېیم، څلورم او پنځم ځایونه خپل کړي دي.
د دغه معلوماتو له مخې؛ د امریکا وګړي په کال کې په منځنۍ توګه ۳۵۷ ساعته مطالعه کوي، په هند کې دغه شمېر ۳۵۲ ساعته، په برېتانیا کې ۳۴۳، په فرانسه کې ۳۰۵ او په اېټالیا کې ۲۷۸ ساعته دي.
راپورونه ښيي، چې د کتاب لوستلو کلتور نه پراختیا او د خلکو اقتصادي ستونزې په افغانستان کې د مطالعې کچه ټیټه کړې ده. همدارنګه، د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل کېدو د مطالعې پر وړاندې د علاقې کمېدو لامل شوي دي.
یونسکو وايي، په ۲۰۲۲کال کې د افغانستان د سواد کچه ۳۷.۳ سلنه وه چې د ښځو لپاره ۲۲.۶ سلنه او د نارینهو لپاره ۵۲.۱ سلنه ثبت شوې ده. یونېسف هم ویلي، چې ۹۳ سلنه ماشومان د لومړنیو زدهکړو تر پایه لاهم د لوستلو بنسټیز مهارت ته نهدي رسېدلي.