طالبانو په خوست کې ۵۰ ټنه نېټهتېر درمل او خوراکي توکي سوځولي

د طالبانو عامې روغتیا وزارت ویلي چې په خوست ولایت کې یې شاوخوا ۵۰ ټنه نېټهتېر بېکیفیته درمل، خوراکي او طبي توکي سوځولي دي.

د طالبانو عامې روغتیا وزارت ویلي چې په خوست ولایت کې یې شاوخوا ۵۰ ټنه نېټهتېر بېکیفیته درمل، خوراکي او طبي توکي سوځولي دي.
په خوست کې د طالبانو د مسوولانو په وینا، دغه توکي د تېر لمریز کال په وروستیو کې د څارنې او پلټنې د بهیر پر مهال له خصوصي روغتیایي سکتور او د خوراکي توکو له پلورنځیو راټول شوي وو.
د خوست د عامې روغتیا ریاست چارواکو ویلي چې دا اقدام د خلکو د روغتیا د خوندیتوب، د بېکیفیته او نېټهتېرو توکو د مخنیوي او د بازار د کنټرول په موخه شوی دی.

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان وايي، چې افغان خبریال حبیبالله عزیزي په متحده ایالاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله مړ شوی دی. عزیزي له لسو کلونو راهیسې د افغانستان خصوصي رسنیو کې د ویډیو اخیستونکي په توګه کار کړی و.
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان نن یکشنبه، د غويي پر ۶مه د اعلامیې په خپرولو سره په اېکس کې لیکلي، چې د هغه مړینه د افغانستان د رسنیو او فرهنګي کدرونو لپاره یوه لویه ضایعه بلل کیږي.
د یاد سازمان په وینا، عزیزي له سختو شرایطو سره سره د مسلکي ارزښتونو د پاللو لپاره هڅې کولې او د رسنیو په ډګر کې یې مهم رول درلود.
حبیب الله عزیزي د طالبانو له راتګ څخه وړاندې د طلوع نیوز خصوصي رسنۍ سره لس کاله کاري سابقه درلوده او هغه مهال د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د سختو جګړو پرمهال د خبریالانو ملتیا کوله او په دې برخه کې سختې ورځې ګاللې دي.
د طالبانو د بلخ والي محمد یوسف وفا ادعا کړې، چې پخوانی جمهوري نظام د بن کنفرانس له لارې پر افغانانو «تپل شوی نظام» و او د خلکو له غوښتنو سره یې سمون نه درلود. هغه ادعا وکړه، چې د طالبانو اداره د خلکو له متن نه «انتخاب شوی نظام» دی.
په بلخ کې د طالبانو والي او د مولو ي هبت الله د کړۍ نږدې کس اسدالله وفا د طالبانو د ادارې په ملاتړ یوې غونډې ته د یکشنبې په ورځ وویل، چې د طالبانو اداره «د خلکو له منځه» راټوکېدلې او د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ولس نظرونو او مشورو ته ارزښت ورکوي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ له شخړو وروسته طالبانو د افغانستان په مختلفو ولایتونو، په ځانګړې توکه د هېواد په شمالي ولایتونو کې د ولسي غونډو په جوړولو پیل کړی دی.
دغه غونډې د طالبانو د قومونو او قبایلو چارو وزارت تر مشرۍ لاندې جوړیږي او ډېری ددغه وزارت وزیر پکې ګډون کوي.
د طالبانو دغه والي ادعا وکړه، چې د جمهوري نظام هیڅ قانون او تګلاره د افغانانو په نبض جوړه نه وه.
هغه په خپلو خبرو کې وویل، « اسلامي امارت د خلکو له متن څخه انتخاب شوی نظام دی چې د اسلامي شریعت په رڼا کې د ولس هرې مشورې او نظر ته د قدر په سترګه ګوري».
د طالبانو دغه چارواکی داسې مهال خپله اداره «د ولس له منځه انتخاب شوی نظام» بولي، چې یادې ډلې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د زور له لارې کابل ونیوه او د ټاکنو له لارې د مشر د انتخاب پرځای پر بیعت باور لري.
د کونړ ځینو قومي مشرانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ددغه ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ قومي مشرانو د ډیورنډ کرښې هغې غاړې مشرانو سره خبرې پیل کړې دي، چې پاکستاني ځواکونه پر کونړ بریدونه ودروي. د دوی په وینا، د طالبانو په اجازه د دایمي اوربند د څرنګوالي په تړاو دوه ناستې شوې دي.
د کونړ یو شمیر قومي مشرانو نن یکشنبه، د غويي پر ۶مه وویل، چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې د کونړ د سرکاڼو سرحدي ولسوالۍ بېلابېل کلي د پاکستاني پوځیانو له سختو راکیټي بریدونو لاندې دي، چې له امله زیاتره کلي له خلکو خالي شوي دي.
د قومي مشرانو په وینا،د چترال له قومي مشرانو سره د نورستان د برګمټال او کامدېش او د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ د قومي مشرانو له ناستې او اوربند رامنځته کېدو وروسته، د سرکاڼو ولسوالۍ قومي مشران هم لاس په کار شوي چې د باجوړ د قومي مشرانو په منځګړتوب د چترال او نورستان د قومي مشرانو په څېر یو تړون وشي.
قومي مشران وايي، چې دا خبرې د طالبانو د ځايي چارواکو په مشوره روانې دي او له دې ناستو خبر دي.
د روانو خبرو په اړه قومي مشران ډېر جزییات نه ور کوي خو دواړو لوريو خپل شرایط سره شریک کړي دي.
د وري پر ۲۴مه د نورستان د برګمټال او کامدېش ولسوالیو پر لور د غځېدلې لارې د پرانېستلو په تړاو د نورستان او چترال د قومي مشرانو ترمنځ هوکړه وشوه. د هوکړې له مخې، چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، دواړې خواوې به له ناړۍ نه تر نورستان پورې دایمي اوربند کوي.
پاکستاني پوځیانو د نورستان له قومي مشرانو نه په شفاهي ډول تضمین اخیستی چې په خپلو سیمو کې به ټي ټي پي نه پرېږدي.
د دې هوکړې پرمهال اخیستل شويو انځورونو کې ظاهرا ښکاري، چې جرګه د پاکستاني ځواکونو په یوه قرارګاه کې شوې ده.
ددې هوکړې د لاسلیک کېدو پرمهال د پاکستاني نظامیانو حضور لیدل کېده، خو د طالبانو کوم استازي حضور نه درلود.
قومي مشران وايي، داسې ښکاري چې طالبان د ټي ټي پي د مخنیوي لپاره مستقیم د عمل ډګر ته نه راوځي، خو غواړي دا ستونزه د قومونو او قومي مشرانو ترمنځ د تړونونو له لارې اواره کړي او د ځان پر وړاندې د ټي ټي پي او بهرنیو جنګیالیو حساسیتونه هم را کم کړي.
د معلوماتو له مخې دوه ورځې وړاندې هم د کونړ پر سرکاڼو ولسوالۍ د پاکستان پوځیانو څو راکیټي بریدونه کړي دي.
یو قومي مشر وویل، چې د جګړې له لاسه د بې ځایه شویو خلکو وضعیت ښه نه دی او سرپناه او منظم خواړه نه لري.
طالبانو په رسمي ډول ددغو تړونونو په تړاو خپل دریځ نه دی روښانه کړی.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې «اوچا» په خپل تازه راپور کې ویلي، چې طالبان په ځانګړې توګه د ددې ډلې د امربالمعروف اداره د بشري سازمانونو په فعالیتونو او د کارکوونکو په ګومارنه کې لاسوهنه کوي.
اوچا په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي نښتو، سختو سېلابونو او په بشري پروګرامونو کې د طالبانو د لاسوهنې له امله مرستندویه فعالیتونه له ځنډ او خنډ سره مخ دي.
په راپور کې راغلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې په ګډون د سازمانونو په بشري فعالیتونو کې لاسوهنه یوه لویه ننګونه ده.
په راپور کې راغلي، چې په تېره مارچ میاشت کې د یاد سازمان د سیمهییزو کارکوونکو په ګومارنه، د مستحقینو په ټاکلو، د هوکړه لیکونو په لاسلیک کې د ځنډ او پر ښځینه کارکوونکو د محدودیتونو لګولو په ګډون ۲۴ پیښې ثبت شوې دي. د اوچا د معلوماتو لهمخې، دا پېښې په تېر کې ۴۹ وي ، خو په مارچ میاشت کې ۲۴ ته را کمې شوې دي.
همدارنګه اوچا په خپل راپور کې ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې او سېلابونه بیا دوه نور هغه کړکېچونه دي، چې د یاد ساز مرستندویه فعالیتونه یې له ځنډ او خنډ سره مخ کړي دي.
د راپور له مخې، په مارچ میاشت کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه نښتو د خوست، کونړ، ننګرهار، نورستان او پکتیا په ګډون یو شمېر ولایتونه اغېزمن کړي وو. په نورستان ولایت کې د برګمټال او کامدېش ولسوالیو شاوخوا ۱۷ زره کورنۍ د اکمالاتي لارو د تړل کېدو له امله د خوراکي توکو او درملو له سخت کمښت سره مخ وې.
ملګرو ملتونو له دې وړاندې هم د بشري سازمانونو په چارو کې د طالبانو له لاسوهنې رپوټ ور کړی و.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د جوزجان ولایت د یتیمتاق د سمنټو فابریکې عملي چارې به سبا په رسمي ډول پیل شي.
د یاد وزارت ویاند همایون افغان نن یکشنبه (د غويي ۶مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دغه پروژه به سبا رسما پرانیستل شي. د هغه په وینا، د فابریکې ټول لګښت شاوخوا ۱۶۰ میلیونه ډالره دی او په ورځ کې د ۳۰۰۰ټنه سمنټو د تولید وړتیا لري.
چارواکي زیاتوي چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به شاوخوا ۵۰۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
افغانستان کې اوس مهال د سیمنټو سترې فابریکې په هرات، کندهار بغلان، کندز او ځینو نورو ولایتونو کې فعالیت لري. د دې تر څنګ افغانستان د خپلې اړتیا وړ سمنټ له ایران او پاکستان څخه هم واردوي. له بل پلوه ایراني چارواکي وایي، د دوغارون او اسلامکلا له لارې هر کال شاوخوا ۴زره ټنه د تربتجام سمنټ افغانستان ته صادرېږي.