• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

برېټانیا د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو د بېرته پیلېدو غوښتنه کړې

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۰۴ GMT+۱تازه شوی: ۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۲۳ GMT+۱

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لیندسي کابل ته خپل وروستی سفر «ګټور» بللی او ټینګار یې کړی چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ باید خبرې اترې او ډیپلوماسي بېرته پیل شي. لینډسي وايي، د ده د سفر مهم تمرکز د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر اړیکو و.

نوموړي چې د روانې اونۍ د سې‌شنبې په ورځ کابل ته تللی، له طالب چارواکو سره لیدنې کړې دي.

لېندسي د پنجشنبې په ورځ، د غویي پر لسمه، په کابل کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، چې د ده د سفر مهم تمرکز د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر اړیکو و.

هغه زیاته کړه: «ما له مسوولینو سره په خبرو کې د ډیپلوماسۍ او خبرو اترو پر بیا پیلېدو ټینګار کړی، ځکه دا د دواړو هېوادونو لپاره اړین دي».

د بریتانیا ځانګړي استازي له پاکستان نه افغانستان ته د بشري مرستو د لارو پر پرانیستل کېدو هم ټینګار وکړ او ویې ویل، چې دا موضوع خورا مهمه ده، ځکه لږ تر لږه یو میلیون کسان، د ښځو، نارینه‌وو او ماشومانو په ګډون، بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

لېندسي همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو د حل لپاره د عملي ګامونو غوښتنه وکړه او هیله یې وښوده چې د چین په کوربه‌توب د ارومچي له وروستیو خبرو وروسته به مثبت پرمختګونه وشي.

د هغه په وینا، یو شمېر نور هېوادونه هم د منځګړیتوب لپاره چمتو دي.

هغه د روانو نښتو له امله د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې په اړه خواخوږي څرګنده کړه او له دواړو لورو یې وغوښتل چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي. د ده په وینا، دغو نښتو افغانستان ته د بشري مرستو پر رسېدو هم منفي اغېز کړی دی.

لېندسي وویل چې بریتانیا روان کال په افغانستان کې د روغتیا، تغذیې، خوراکي توکو، معیشت او زده‌کړو په برخو کې د بشري مرستو لپاره شاوخوا ۱۵۰ میلیون پونډه ځانګړي کړي دي.

هغه زیاته کړه چې کابل ته د ده د سفر یو هدف هم دا و چې له افغان مسوولینو سره د اړیکو د ښه کېدو لپاره پر اړینو ګامونو خبرې وکړي.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۴

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت: په افغانستان کې لاهم ګڼ شمېر ماشومان نه دي واکسین شوي

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۵۲ GMT+۱
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت: په افغانستان کې لاهم ګڼ شمېر ماشومان نه دي واکسین شوي
100%

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مرستیال د واکسین په اړه د عامه پوهاوي په برخه کې د کورنیو مشرانو، د جوماتونو ملایانو، ښوونکو او قومي مشرانو ونډه مهمه بللې ده، خو اندېښنه يې ښودلې چې لا هم په افغانستان کې یو شمېر ماشومان نه دي واکسین شوي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مرستیال عبدالولي حقاني د واکسیناسیون نړیوالې اونۍ په اړه د عامه پوهاوي په غونډه کې ویلي، چې واکسین یوازې د روغتیايي کارکوونکو مسوولیت نه دی، بلکې د کورنیو مشران، د جوماتونو ملایان، ښوونکي او قومي مشران هم پکې مهمه ونډه لري.

حقاني د خپلو خبرو پرمهال ویلي، چې په وروستیو دریو میاشتو کې د واکسین په وسیله د مخنیوي کېدونکو ناروغیو کچه پام وړ راټیټه شوې ده.

نوموړي ویلي، چې په افغانستان کې لا هم ګن شمېر ماشومان واکسین ته لاسرسی نه لري.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت واکسین ته د لاسرسي نه لرونکو ماشومانو کره شمېر نه دی په ډاګه کړی.

یاد طالب چارواکی واکسین ته د ماشومانو د لاسرسي نه لرلو لامل، د کورنیو نه پوهاوی او د ځینو سیمو جغرافیایي وضعیت بولي.

خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، د یادې ډلې مشر ملا هبت الله اخوندزاده کور په کور د پولیو او نورو واکسینونو پر ورکړه بندیز ولګاوه او امر یې وکړ، چې کورنۍ باید خپل ماشومان په جوماتونو کې واکسین کړي.

یو شمېر کسان وايي، چې پر کور په کور واکسین له بندیز وروسته، ګڼ شمېر ماشومان له واکسین څخه بې‌برخې پاتې کېږي.

وړاندې د واکسین نارینه او ښځینه کارکوونکو ماشومانو ته کور په کور د واکسین څاڅکي ورکول.

د طالبانو د تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۲،۸ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۹ پروژې منظورې کړې

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۵۰ GMT+۱
د طالبانو د تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا  ۲،۸ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۹ پروژې منظورې کړې
100%

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون په نوبتي غونډه کې د شاوخوا ۲،۸ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۹ پروژې منظورې شوې دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت ویلي، دا غونډه د پنجشنبې په ورځ، د غويي په لسمه، په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، غونډې ته ۲۶ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې وې، چې له بحث وروسته یې ۱۹ منظورې شوې او په څلورو نورو پروژو کې یو شمېر تعدیلات راوستل شول.

دغه راز یوه پروژه له دې امله بیا ازادې داوطلبۍ ته وړاندې شوې، چې ګټونکي شرکت یې په ټاکل شوې بیه له پليتابه انصراف کړی و.

د یاد معاونیت په وینا، یاد شرکت د همدې سرغړونې له امله د محرومیت کمېټې ته ورپېژندل شوی دی.

په منل شویو او تعدیل شویو پروژو کې د مخابراتي وسایلو، سړک جوړونې، برېښنا رسونې او توزیع او یو شمېر نورو برخو پروژې شاملې دي.

د طالبانو د اقتصادي معاونیت په وینا، دا پروژې د طالبانو حکومت پخپله تمویلوي.

ازبکستان او طالبانو په مزار شریف کې د یوه عصري روغتون پر جوړولو هوکړه کړې

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۱۰ GMT+۱
ازبکستان او طالبانو په مزار شریف کې د یوه عصري روغتون پر جوړولو هوکړه کړې
100%

ازبکستان او طالبان د عامه خصوصي مشارکت پر بنسټ په مزار شریف ښار کې د یوه عصري روغتون د جوړولو په اړه هوکړې ته رسېدلي دي. د ازبکستان د روغتیا وزارت ویلي، چې دوی دغه روغتون ته مسلکي او روغتیايي کارکوونکي لیږي.

د ازبکستان د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې دغه هوکړه مزارشریف ته د دغه هېواد د روغتیا وزیر اسیلبیک خودایاروف په مشرۍ د یوه پلاوي د وروستي سفر پر مهال د طالبانو د روغتیا له وزیر او د بلخ ولایت له چارواکو سره شوې ده.

په دې خبرو کې د روغتیا په برخه کې د همکارۍ پراخولو او د طبي زیربناوو د ودې موضوعات هم څیړل شوي دي.

طالبانو ویلي چې په ځینو سیمو کې روغتونونه کم دي او د سرطان ناروغۍ زیاتې شوې دي، نو له ازبکستان څخه یې د عملي مرستې غوښتنه کړې ده.

د طالبانو په لومړیتوبونو کې د نوي روغتون جوړول، د متخصصینو روزنه، د ناروغانو لپاره د ویزې اسانتیاوې او د درملو د رسولو ښه کول شامل دي.

د هوکړې له مخې، دا پروژه به له امان ګروپ شرکت سره په ګډه عملي کېږي.

طالبان به پانګونه کوي او شته ودانۍ به د روغتون لپاره برابروي او په عصري طبي وسایلو به یې سمبالوي، په داسې حال کې چې ازبکستان به مسلکي روغتیایي کارکوونکي ور استوي.

همدارنګه دواړو خواوو پرېکړه کړې چې یوه ګډه کاري ډله جوړه کړي او د افغانستان د دولتي روغتونونو د ملاتړ لارې وڅېړي.

سربېره پر دې، د افغان روغتیايي کارکوونکو لپاره د روزنیزو پروګرامونو او په ازبکستان کې د زده‌کړو د بورسیو موضوع هم مطرح شوې ده. پلان دا دی چې هر کال تر ۱۰۰ پورې متخصصین وروزل شي او تر ۵۰ پورې زده‌کوونکي د طبي پوهنتونونو په بورسیو کې زده‌کړې وکړي.

ملا هبت‌الله وايي چې له دې وروسته د نافرمانۍ پر وړاندې جدي اقدام کوي

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۵۷ GMT+۱
ملا هبت‌الله وايي چې له دې وروسته د نافرمانۍ پر وړاندې جدي اقدام کوي
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده د دې ډلې د مالیې وزارت د رییسانو په ناسته کې ویلي چې د ده له احکامو اطاعت «د خدای او رسول د حکم په څېر» فرض دی او خبرداری یې ورکړې چې له دې وروسته به له هر ډول «نافرمانۍ» سره جدي چلند وشي.

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د ملا هبت‌الله د دغو سختو څرګندونو اصلي موخه د طالبانو په اداره کې له مالي او اداري فساد سره مبارزه ده، چې د طالبانو د ادارې ځینې چارواکي ورسره مخ دي.

هبت الله په خپلو خبرو کې وویل چې ګمرکونه د بیت المال مال دی او عواید یې باید شخصي جیبونو ته لاړ نه شي.

نوموړي په دې ناسته کې لارښوونه کړې چې هر چارواکی باید د دندې په پیل کې خپله ټوله شتمني ثبت کړي او د دندې په پای کې ترې حساب واخیستل شي او که شتمني یې له لومړنۍ هغې زیاته وه، باید «بیت‌المال» ته وسپارل شي.

هبت الله همدارنګه امر کړی چې د «پولیس» کلمه دې نه کارول کېږي او پر ځای دې یې «شُرطه» وکارول شي او ویلي یې دي چې په دې اړه به ډېر«ژر قانون عملي کړي».

د طالبانو مشر په خپلو خبرو کې ویلي، چې تر نن ورځې پورې «ټولې پخوانۍ نافرمانۍ» بښي او د دې لپاره «له الله بښنه غواړي»، خو خبرداری یې ورکړی چې له دې وروسته به د هر ډول سرغړونې پر وړاندې چلند کېږي.

اخوندزاده د طالبانو اداري چارواکو ته ویلي، چې «ډالۍ» مه منئ او زیاته کړې یې ده چې عزت او ډالۍ د «امارت د ځواک» له امله دي او مخکې هېچا ورته «هېڅ هم نه ورکول».

هبت الله زیاته کړې چې طالب چارواکي باید په خپل سر دیني مدرسې جوړې نه کړي او که یې وړاندې کوم اقدام کړی وي، باید د پوهنې وزارت ته یې وسپاري، ځکه د ده په وینا، دا کار «بډو اخیستنې» ته زمینه برابروي.

دا په داسې حال کې ده، چې ډېرو طالب مشرانو د ځان لپاره خصوصي دیني مدرسې جوړې کړې دي او سلګونه طالبان لري.

هبت الله په خپلو خبرو کې په هره «تخنیکي او غیرتخنیکي» غونډه کې د دیني عالمانو پر حضور او ګډون ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده، چې «د دنیا هر کار دین ته اړتیا لري.»

هبت الله د «نافرمانۍ راپورونو» ته په اشاره ویلي، چې که څېړنې پیل شي، باید له ده ملاتړ وشي او «هیڅ منځګړیتوب» باید پکې ونه شي. هغه ټینګار کړی چې «زما حکم او زما اطاعت پر تاسې داسې لازم دی لکه د الله او رسول حکم» او د دې خبرې د ثبوت لپاره یې د قران کریم هغو ایتونو ته اشاره کړې چې د الله، رسول او «امیر» د اطاعت په اړه دي.

افغانستان د رسنیو د ازادۍ له اړخه د ۱۸۰ هېوادونو په نوملړ کې ۱۷۵ ځای ته رالوېدلی

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۳۱ GMT+۱
افغانستان د رسنیو د ازادۍ له اړخه د ۱۸۰ هېوادونو په نوملړ کې ۱۷۵ ځای ته رالوېدلی
100%

د ۲۰۲۶ کال د رسنیو ازادۍ نړیوال شاخص ښيي، چې افغانستان د رسنیو د ازادۍ په برخه کې له ۱۸۰ هېوادونو څخه په ۱۷۵ ځای کې راغلی. بې پولې خبریالان وايي، طالبانو داسې قوانین پلي کړي چې موخه یې د انځور کنټرول، د طالبانو پر واک د هر ډول څارنې مخنیوی او د دوی د تبلیغاتي روایت پیاوړتیا ده.

راپور زیاتوي چې د اسیا-پسیفیک په سیمه کې له ۳۲ ارزول شویو هېوادونو او سیمو څخه په ۲۱ کې د رسنیو د ازادۍ وضعیت «ستونزمن» یا «ډېر جدي» بلل شوی دی. د راپور له مخې، دا سیمه د نړۍ له تر ټولو محدودو سیمو څخه ده او وضعیت یې د قانوني فشارونو، ناوړه تورونو او سختو قوانینو له امله لا خرابېږي.

د ۲۰۲۶ کال لپاره د رسنیو د ازادۍ نړیوال شاخص تازه درجه‌بندۍ کې ناروې یو ځل بیا لومړی مقام خپل کړی، ورپسې هالند او استونیا په دویم او درېیم ځای کې دي.

په راپور کې چین، شمالي کوریا، ویتنام، میانمار، پاکستان او هند هم د هغو هېوادونو په ډله کې یاد شوي چې رسنۍ پکې له قانوني، امنیتي او سیاسي فشارونو سره مخ دي.

د راپور له مخې، په سیمه کې استبدادي رژیمونه د ترهګرۍ تورونه، سایبري قوانین، د ملي امنیت احکام او قضایي فشارونه د خبریالانو او خپلواکو رسنیو د خاموشه کولو لپاره کاروي.

د بې پول خبریالانو سازمان (ار‌ایس‌ایف) د ۲۰۲۶ کال د رسنیو د ازادۍ نړیوال شاخص په راپور کې ویلي چې د نړۍ په کچه د رسنیو ازادي د تېرو ۲۵ کلونو تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې ده.

د راپور له مخې، د لومړي ځل لپاره د نړۍ له نیمایي څخه زیات هېوادونه د رسنیو د ازادۍ له پلوه د «سخت» یا «ډېر جدي» وضعیت په کټګوریو کې شامل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د ټولو ۱۸۰ هېوادونو او سیمو اوسطه نمره هم تر ټولو ټیټې کچې ته راټیټه شوې ده.

راپور څرګندوي چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې د محدودو قوانینو پراخېدو، په ځانګړي ډول د ملي امنیت تر نوم لاندې، د معلوماتو د ازاد لاسرسي حق کمزوری کړی دی. دار‌ایس‌ایف د راپور له مخې، د ارزونې له پنځو شاخصونو څخه (اقتصادي، قانوني، امنیتي، سیاسي او ټولنیز) قانوني شاخص تر ټولو ډېر خراب شوی او دا د دې ښکارندويي کوي چې ژورنالېزم په نړیواله کچه ورځ تر بلې جرم بلل کېږي.

د راپور د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې د نړۍ په۵۲،۲ سلنه هېوادونو کې د رسنیو ازادي «سخته» یا «ډېره جدي» بلل شوې، حال دا چې دا کچه په ۲۰۰۲ کال کې یوازې۱۳،۷ سلنه وه. همدارنګه، هغه هېوادونه چې رسنۍ پکې «ښه وضعیت» لري، اوس د نړۍ د وګړو له یو سلنې څخه هم کم خلک پکې ژوند کوي.

راپور زیاتوي چې جګړې او ناامنۍ هم د رسنیو د ازادۍ پر وضعیت ژور اغېز کړی دی. په عراق، سوډان او یمن کې روانې جګړې د معلوماتو د لاسرسي او د خبریالانو د خوندیتوب پر وړاندې لوی خنډونه رامنځته کړي دي. په فلسطین کې د جګړې له پیل راهیسې تر ۲۲۰ زیات خبریالان وژل شوي، چې دا د رسنیو لپاره یو له تر ټولو خونړیو وضعیتونو څخه ګڼل کېږي.

په راپور کې ویل شوي چې په چین، شمالي کوریا او اریتریا کې د رسنیو وضعیت لا هم تر ټولو خراب دی، ځکه استبدادي رژیمونه د معلوماتو بشپړ کنټرول لري. ختیزه اروپا او منځنی ختیځ د خبریالانو لپاره تر ټولو خطرناکې سیمې بلل شوې دي.

دار‌ایس‌ایف راپور همدا راز ښيي چې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د خبریالانو پر وړاندې قانوني فشارونه زیات شوي او حکومتونه د ترهګرۍ ضد قوانینو، اضطراري مقرراتو او نورو حقوقي وسیلو څخه د رسنیو د محدودولو لپاره کار اخلي. دا وضعیت حتا په یو شمېر ډیموکراتیکو هېوادونو کې هم لیدل کېږي، چې پکې د بیان ازادۍ پر وړاندې نوي محدودیتونه لګېدلي دي.

ار‌ایس‌ایف د ۲۰۲۶ کال لپاره د رسنیو د ازادۍ نړیواله نقشه خپره کړې، چې پکې د نړۍ د هېوادونو د رسنیو وضعیت په بېلابېلو کچو ارزول شوی دی.

د راپور له مخې، افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې شامل دی چې د رسنیو ازادي پکې «ډېر جدي وضعیت» لري.

بلخوا، د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان مشر حامد عبیدي له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې وویل چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو سره د رسنیو ضد ۲۵ بندیزونه وضع شوي دي.