هغه دا غوښتنه د رسنیو د ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت په یوې خبرپاڼه کې کړې ده.
بېنېټ وویل، چې طالبانو د واک تر بیا نیولو راهیسې په افغانستان کې د مطبوعاتو ازادي په اندېښمنوونکې توګه کمه شوې ده او په خپلواکه توګه خبریالي اوس سخته شوې ده.
د هغه په وینا، سانسور، د خبریالانو څارنه او پر رسنیو محدودیتونو نافذول، په ځانګړي ډول د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» تر چتر لاندې، د وېرې فضا رامنځته کړې او پراخې ځانسانسورۍ ته یې هم لاره هواره کړې ده.
هغه زیاته کړه، چې افغان خبریالان او د رسنیو نور کارکوونکي په خورا دښمنانه چاپېریال کې فعالیت کوي او ان عادي راپورونه هم جدي خطرونه لري، په تېره هغه مطالب چې د طالبانو د پالیسيو په اړه انتقادي وي یا د حساسو موضوعاتو لکه د ښځو او نجونو د حقونو پوښښ پهکې وي.
د بېنېټ په وینا، له بهرنیو رسنیو سره د همکارۍ تورونه، ګواښ او وېرول لا توند غبرګونونه راپاروي او د معلوماتو ازاد بهیر لا کمزوری کوي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د ۲۰۲۵ کال لپاره لږ تر لږه ۳۴ د خبریالانو د نیولو پېښې ثبت کړې دي. بېنېټ زیاته کړې چې ښځینه خبریالانې له جدي خنډونو سره مخ دي، ځکه باید د تګ راتګ پر محدودیتونو او جبري حجاب سربېره، د کاري ځای په نابرابره چلند هم برلاسي ومومي.
هغه ټینګار وکړ چې د طالبانو د محاکمو په اصطلاح «جزایي قوانین» د مبهمو او ایډیولوژیکو تعریفونو له لارې له عامه او مذهبي څېرو څخه انتقاد جرم ګڼي، چې پایله یې د بحث فضا تنګول، ځانسانسوري او د وېرولو چاپېریال پراخول دي.
بېنېټ د افغان خبریالانو زغم وستایه او ویې ویل چې هغوی، که دننه وي او که په ترکیبي یا تبعیدي بڼه کار کوي، لا هم د بشري حقونو د سرغړونو په افشا کولو او د خلکو د معلوماتو د حق په ټینګولو کې حیاتي رول لري.
نوموړي له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د افغانستان دننه او په جلا وطنۍ کې له خپلواکو رسنیو سره مالي او تخنیکي ملاتړ زیات کړي او د خطر له ګواښ سره مخ خبریالانو ته د خوندیتوب میکانیزمونه برابر کړي، ځکه ازادې او خپلواکې رسنۍ نه یوازې د بشري حقونو بنسټیز رکن دي، بلکې د افغانستان د راتلونکې لپاره هم حیاتي او مهم بدیل دی.