ترکي ادارې «ټيکا» په کندهار کې د اته میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو پروژه پېل کړې

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي چې په کندهار ولایت کې ترکیې د همکارۍ ادارې ټیکا په مالي ملاتړ د اوبو ستونزو د حل لپاره یوه پروژه پیل شوې ده.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي چې په کندهار ولایت کې ترکیې د همکارۍ ادارې ټیکا په مالي ملاتړ د اوبو ستونزو د حل لپاره یوه پروژه پیل شوې ده.
د دغه وزارت په وینا، دا پروژه د کندهار د کرنې ریاست له لوري، د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (ټیکا) په مالي ملاتړ او د نوروزي څېړنیز فارم د مسولینو تر څارنې لاندې عملي کېږي.
د وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې پروژې ټول لګښت شاوخوا اته میلیونه افغانۍ دی.

د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سياېاې) پخوانۍ ماموره سارا اډمز وايي، په افغانستان کې د ښځو پر زدهکړو بندیزونه او روان وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی. د نوموړې په وینا، افغان ځوانان د اوسني وضعیت پر ځای د بدلون او د طالبانو د واکمنۍ د پای ته رسېدو غوښتونکي دي.
سارا اډمز چې د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې پخوانۍ کارکوونکې ده، په خپل ایکس حساب کې په تازه څرګندونو کې ویلي، په افغانستان کې داسې وضعیت رامنځته شوی چې ښځې حتا د زدهکړې له اساسي حق څخه بېبرخې دي.
هغې ویلي: «کله چې د افغانستان ښځو ته د لوست اجازه هم نه ورکول کېږي، نو دا ډول کمپاینونه بېمعنا دي. د طالبانو د استخباراتو لوی ریاست (GDI) تاسو په داسې بېګټې کمپاینونو بوخت ساتلي او دا په رښتیا هم بېګټې دي.»
اډمز زیاتوي چې د افغان ځوانانو اصلي اړتیا د هغې په وینا، د اوسني وضعیت بدلون دی او هغوی د طالبانو د واکمنۍ د پای ته رسېدو غوښتونکي دي.
د هغې دا څرګندونې په داسې حال کې خپرې شوي چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر تعلیم او یو شمېر ټولنیزو فعالیتونو د محدودیتونو په اړه د نړیوالو سازمانونو او فعالانو اندېښنې پرلهپسې مطرح کېږي.
د ملګرو ملتونو د تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) د کابل دفتر وايي، په نړۍ کې د بیان ازادي له ۲۰۱۲ کال راهیسې ۱۰ سلنه راکمه شوې او د خبریالانو د ځانسانسور کچه ۶۳ سلنه لوړه شوې.ورته مهال په افغانستان کې پر رسنیو محدودیتونه او د خبریالانو نیونو رسنیز چاپېریال اغېزمن کړی.
د یونسکو د کابل دفتر د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، سوله له رښتینو او باوري معلوماتو پیلېږي او خلکو ته د کره او تایید شویو معلوماتو لاسرسی بنسټیز ارزښت لري.
د خبرپاڼې له مخې، اوس مهال دا بنسټ تر جدي فشار لاندې دی، ځکه خبریالان د فساد، بشري حقونو او چاپېریالي مسایلو په اړه له راپور ورکولو ډډه کوي او د ځانسانسور کچه په بېساري ډول لوړه شوې ده.
یونسکو همداراز اندېښنه ښودلې چې د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د نه سزا کېدو کچه ۸۵ سلنې ته رسېدلې، چې دا چاره د رسنیو د ازاد فعالیت پر وړاندې لوی خنډ ګڼل کېږي.
په خبرپاڼه کې ټینګار شوی: «کله چې معلومات تحریف شي، وېش او بېباوري زیاتیږي، خو کله چې معلومات ازاد او رښتیني وي، نو حساب ورکونه، خبرې اترې او بشري حقونه پیاوړي کوي.»
په ورته مهال، په افغانستان کې د رسنیو د وضعیت په اړه بېلابېل راپورونه ښيي چې طالبانو د بیا ځلې واکمنېدو وروسته پر رسنیو محدودیتونه زیات شوي، یو شمېر رسنۍ تړل شوي او خبریالان د نیولو، ګواښ او فشار له پېښو سره مخ شوي دي. د بشري حقونو او رسنیزو سازمانونو په راپورونو کې هم د خبریالانو د نیونو او د رسنیو د فعالیت پر محدودېدو اندېښنه څرګنده شوې ده.
د رسنیزو بنسټونو په وینا، د دغو محدودیتونو له امله د معلوماتو ازاد جریان اغېزمن شوی او ګڼ خبریالان اړ شوي چې د کار په جریان کې ځانسانسوري ته مخه کړي.
یونسکو د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د بیان ازادۍ د ساتنې او ژورنالېزم د ملاتړ لپاره خپلې ژمنې نوې او پیاوړې کړي، او ټینګار یې کړی چې ژورنالېزم د سولې په ټینګښت کې اساسي رول لري.
ملګرو ملتونو ویلي، پر خبریالانو بریدونه د بیان ازادۍ پر ضد بریدونه دي او حکومتونه باید د مطبوعاتو د ازادۍ د خوندیتوب ژمنې عملي کړي. د ملګرو ملتونو په وینا، د مې درېیمه هر کال د رسنیو د ازادۍ نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي او د باوري معلوماتي سرچینو اړتیا تر هر وخت ډېره شوې.
یاد سازمان ټینګار کړی، چې د رسنیو ازادۍ نړیواله ورځ د حکومتونو لپاره د ژمنو د درناوي یادونه او د رسنیو د مسلکيانو لپاره د اخلاقي معیارونو او ازادۍ پر مسایلو د غور فرصت برابروي. د ملګرو ملتونو له مخې، دا ورځ هغو رسنیو ته د ملاتړ پیغام هم دی چې د سانسور او محدودیتونو تر فشار لاندې دي.
ملګرو ملتونو ویلي، چې د خبریالانو پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالی، ګواښ او زندان نه یوازې افراد زیانمنوي، بلکې ټولنه له مهمو معلوماتو بېبرخې کوي. دې ادارې ټینګار کړی چې د خبریالانو د خوندیتوب میکانیزمونه باید پیاوړي شي او چارواکي دې د رسنیو د خوندي کولو لپاره څرګند، عملي ګامونه واخلي.
سازمان همدارنګه زیاته کړې، چې د خبر د حق، شفافیت او حسابورکولو بنسټ د ازادو رسنیو له لارې ټینګېږي او د معلوماتو د ازاد بهیر ساتنه د خلکو د اساسي حقونو برخه ده.
د ملګرو ملتونو په وینا، د باوري معلوماتو خپرولو لپاره ازاد چاپیریال، حقوقي ساتنه او د سزا نهمعافیت ختمول اړین دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورونکي ریچارډ بېنېټ د اپرېل ۳۰مه په جینوا کې ویلي، چې له طالبانو غواړي ټول نیول شوي خبریالان پرته له کوم شرطه ژر تر ژره خوشې کړي او تضمین ورکړي چې د رسنیو کارکوونکي به له وېرې او غچ اخیستنې پرته خپل کار ته دوام ورکړي.
هغه دا غوښتنه د رسنیو د ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت په یوې خبرپاڼه کې کړې ده.
بېنېټ وویل، چې طالبانو د واک تر بیا نیولو راهیسې په افغانستان کې د مطبوعاتو ازادي په اندېښمنوونکې توګه کمه شوې ده او په خپلواکه توګه خبریالي اوس سخته شوې ده.
د هغه په وینا، سانسور، د خبریالانو څارنه او پر رسنیو محدودیتونو نافذول، په ځانګړي ډول د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» تر چتر لاندې، د وېرې فضا رامنځته کړې او پراخې ځانسانسورۍ ته یې هم لاره هواره کړې ده.
هغه زیاته کړه، چې افغان خبریالان او د رسنیو نور کارکوونکي په خورا دښمنانه چاپېریال کې فعالیت کوي او ان عادي راپورونه هم جدي خطرونه لري، په تېره هغه مطالب چې د طالبانو د پالیسيو په اړه انتقادي وي یا د حساسو موضوعاتو لکه د ښځو او نجونو د حقونو پوښښ پهکې وي.
د بېنېټ په وینا، له بهرنیو رسنیو سره د همکارۍ تورونه، ګواښ او وېرول لا توند غبرګونونه راپاروي او د معلوماتو ازاد بهیر لا کمزوری کوي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د ۲۰۲۵ کال لپاره لږ تر لږه ۳۴ د خبریالانو د نیولو پېښې ثبت کړې دي. بېنېټ زیاته کړې چې ښځینه خبریالانې له جدي خنډونو سره مخ دي، ځکه باید د تګ راتګ پر محدودیتونو او جبري حجاب سربېره، د کاري ځای په نابرابره چلند هم برلاسي ومومي.
هغه ټینګار وکړ چې د طالبانو د محاکمو په اصطلاح «جزایي قوانین» د مبهمو او ایډیولوژیکو تعریفونو له لارې له عامه او مذهبي څېرو څخه انتقاد جرم ګڼي، چې پایله یې د بحث فضا تنګول، ځانسانسوري او د وېرولو چاپېریال پراخول دي.
بېنېټ د افغان خبریالانو زغم وستایه او ویې ویل چې هغوی، که دننه وي او که په ترکیبي یا تبعیدي بڼه کار کوي، لا هم د بشري حقونو د سرغړونو په افشا کولو او د خلکو د معلوماتو د حق په ټینګولو کې حیاتي رول لري.
نوموړي له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د افغانستان دننه او په جلا وطنۍ کې له خپلواکو رسنیو سره مالي او تخنیکي ملاتړ زیات کړي او د خطر له ګواښ سره مخ خبریالانو ته د خوندیتوب میکانیزمونه برابر کړي، ځکه ازادې او خپلواکې رسنۍ نه یوازې د بشري حقونو بنسټیز رکن دي، بلکې د افغانستان د راتلونکې لپاره هم حیاتي او مهم بدیل دی.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وایي، چې طالب وزیر مولوي نور جلال جلالي د هېواد شمالي زون ته سفر کړی او د شاوخوا ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت یې د ۷ روغتیايي پروژو د بنسټ ډبرې اېښودې دي. د یاد وزارت په وینا، دغه پروژې په جوزجان، سمنگان او کندز ولایتونو کې پلي کېږي.
د طالبانو عامې روغتیا وزارت خبرپاڼه کې راغلي، د جوزجان ولایت د منګجيک ولسوالۍ عمومي روغتون د څه باندې ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت بنسټ کېښودل شو. همدارنګه د سمنګان ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ عمومي روغتون د ۶۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د جوړېدو چارې پیل شوې او د کندز ولایت د کلباد ولسوالۍ عمومي روغتون د ۴۸ میلیونه افغانیو په لګښت ډبره کېښودل شوه.
وزارت زیاته کړه، چې په جوزجان کې د اقچې ولسوالۍ ۵۰ بستریز روغتون د پاتې چارو د بیا پیل پرانیست ترسره شو چې لګښت یې ۵۴ میلیونه افغانۍ اټکل شوی دی. د معلوماتو له مخې، په جوزجان ولایتي روغتون کې د نويو زېږېدلو ماشومانو د درملنې ځانګړې څانګه هم د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت پرانیستل شوې ده.
د طالبانو عامې روغتیا وزارت همدارنګه وویل، چې په سمنګان ولایتي روغتون کې یوه مجهزه ۵۰ بستریز نسایيولادي څانګه د ۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت پرانیستل شوه. د جوزجان ولایت د اندخوی ولسوالۍ د لویې لارې روغتیايي مرکز هم د خدماتو لپاره پرانیستل شو.
سره له دې چې دا نوې پروژې د روغتیايي خدماتو د پراختیا لپاره مهم ګام بلل کېږي، خو په افغانستان کې د روغتیايي سکتور وضعیت لا هم له جدي ننګونو سره مخ دی. د نړیوالو راپورونو له مخې، په هېواد کې روغتیايي مرکزونه د امکاناتو له کمښت، د مسلکي کارکوونکو له نشتوالي او د درملو له کموالي سره مخ دي.
په ځانګړي ډول، د ښځو پر کار محدودیتونه او د نجونو د زدهکړو بندیزونه د ښځینه ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو په کمښت مستقیم اغېز کړی، چې دا موضوع د میندو او ماشومانو پر روغتیا هم ناوړه اغېزې لري.
همداراز، د طبیعي پېښو لکه سیلابونو او زلزلو له امله د روغتیايي مرکزونو زیربناوې زیانمنې شوې، چې له امله یې د خلکو لاسرسی روغتیايي خدماتو ته لا هم محدود پاتې دی.
کارپوهان ټینګار کوي، که څه هم د نویو روغتونونو جوړېدل مهم دي، خو د دوامدارو حللارو لپاره باید د روغتیايي سیستم بنسټیزې ستونزې، لکه د بودجې کمښت، د کارکوونکو روزنه او د خدماتو عادلانه وېش، په جدي توګه حل شي.