د سرچینو په وینا، په وروستیو اونیو کې عبدالله عبدالله ټیلیفوني اړیکو ته هم په سختۍ لاسرسی مومي.
د عبدالله د ټولنیزو رسنیو (فېسبوک او اېکس) ارزونه ښيي چې هغه د روان کال د اپرېل له ۱۰مې راهیسې هېڅ رسنیز فعالیت نه دی کړی.
نوموړي د خپل نږدې سیاسي او ګوندي ملګري محمد یونس قانوني د مېرمنې د مړینې د تسلیت پیغام هم نه دی ورکړی، په داسې حال کې چې حامد کرزي او ګڼو نورو سیاسي څېرو د تسلیت پیغامونه خپاره کړي دي.
عبدالله عبدالله، پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هغه درې مهمې سیاسي څېرې دي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په کابل کې پاتې شوې.
طالبانو په پیل کې دغه درې سیاستوال د «عمومي عفوې» او «ملي یووالي»په دود معرفي کول، خو په وروستیو کلونو کې له پراخو محدودیتونو سره مخ شوي دي.
د پاتې سیاسي څېرو پر وړاندې فشارونه
ډاکټر عبدالله عبدالله په تېرو پنځو کلونو کې هېڅ رسمي مرکه یا عامه وینا نه ده کړې او یوازینۍ پخوانۍ حکومتي څېره ده چې بشپړه رسنیزه چوپتیا یې غوره کړې ده.
هغه د کورنۍ لیدو لپاره هند ته د محدود سفر اجازه لرله، خو سیاسي او رسنیز فعالیتونه یې په جدي ډول محدود شوي دي.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی که څه هم له طالب چارواکو او بهرنیو ډیپلوماټانو سره منظمې لیدنې لري، خو له زیاتېدونکو محدودیتونو سره مخ دی. له دې وړاندې د هغه د احتمالي اجباري جلاوطنۍ او د رسنیزو فعالیتونو د محدودولو رپوټونه هم ورکړل شوي دي.
د حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار، چې په پیل کې یې د طالبانو د بیا راتګ هرکلی کړی و، په وروستیو کلونو کې له سختو فشارونو سره مخ شوی دی، چې په ټول هېواد کې د حزب اسلامي د دفترونو تړل کېدل، د حزب د غړو نیول ، د مالونو او تجهیزاتو ضبط او د دارالامان له دولتي استوګنځي څخه ایستل پکې شاملیږي.
د پخوانۍ ولسي جرګې غړې او د ښځو حقونو فعاله فوزیه کوفي هم د جدي فشارونو هدف ګرځېدلې ده.
طالبانو څو میاشتې مخکې په کابل کې د هغې کور مصادره کړی و او تازه یې د هغې د کورنۍ پر نوي کور چاپه وهلې او په بدخشان کې یې د هغې څو خپلوان او اړوند کسان نیولي دي.
شنونکي دغه اقدامات د هغې پر نړیوالو سیاسي فعالیتونو د فشار وسیله ګڼي.
د شنونکو په باور، دغه محدودیتونه د طالبانو د هغې عمومي تګلارې برخه ګڼل کېږي چې هدف یې د هر ډول خپلواک سیاسي غږ کمزوري کول او د واک د انحصار ټینګول دي.
طالبانو ټول سیاسي ګوندونه غیرقانوني اعلان کړي دي.
دا فشارونه په داسې وخت کې زیاتېږي چې طالبان لا هم له بهرنیو مخالفانو غواړي چې افغانستان ته ستانه شي.
د طالبانو د اړیکو کمېسیون مشر شهاب الدین دلاور او د سرحدونو وزیر نورالله نوري تازه د ټولبښنې یادونه کړې او عبدالله، کرزی او حکمتیار یې ددې د «بېلګو» په توګه یاد کړي دي.
دغه بلنې او هممهاله پر سیاسي مشرانو فشارونه داسې مهال دي، چې له پاکستان سره د طالبانو اړیکې ترینګلې شوې او سیاسي او نظامي مخالفان یې تر پخوا یوڅه فعال شوي دي.
د طالبانو ادارې تراوسه د دغو محدودیتونو په اړه رسمي وضاحت نه دی ورکړی او نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو هم لا تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.