د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي: په خوږیاڼو ولسوالۍ کې طالبان شخصي ځمکې په ښارګوټي بدلوي

د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې د دوی شخصي ځمکې د زور له لارې دولتي کېږي او د ښارګوټي په نوم وېشل کېږي. د خوږیاڼو د اوسېدونکو د ادعا له مخې، دغه چاره د خوږیاڼو ولسوالۍ د ارغچ کلي په «سور راغه» سیمه کې شوې او د خلکو پر ځمکو په چونه نښې لګول شوې.
