د راپورونو له مخې، د پاکستان ډېری مشهور ملايان د موټرسایکل سپرو وسلهوالو په ډزو، بمي چاودنو او ځانمرګو بريدونو کې وژل شوي دي. پر ديني عالمانو زياتره هدفي بريدونه افغانستان سره نږدې ډیورڼد کرښې ته څېرمه سيمو، په ځانګړي ډول جوماتونو، مدرسو او مذهبي مرکزونو کې ترسره شوي دي. دغو بريدونو د پاکستان امنيتي وضعيت له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.
مولانا محمد ادريس ترنګزی، چې يو پېژندل شوی ديني عالم او د پاکستان د ايالتي اسمبلۍ پخوانی غړی و، د غویي په ۱۵مه نېټه د چارسدې په سيمه کې د موټرسایکل سپرو بريدګرو له خوا ووژل شو. په دغه بريد کې لږ تر لږه دوه پوليس هم ټپيان شوي وو.
د داعش خراسان څانګې د دې بريد مسئوليت پر غاړه واخيست. داعش خراسان په خپلې اعلاميې کې دغه مشهور ديني عالم د «پاکستاني حکومت پلوی» بللی و. د نوموړي د وژل کېدو له امله د پاکستان په ځينو سيمو کې پراخ لاريونونه او غبرګونونه راپورته شول.
تر دې وړاندې، د ۱۴۰۴ کال د لړم په ۱۳مه مولانا عبدالسلام عارف، چې د ايالتي شورا غړی او په چارسده کې د يوه جومات خطيب و، په ورته بريد کې د موټرسایکل سپرو وسلهوالو له خوا ووژل شو.
عبدالسلام عارف د ابوبکر صديق مدرسې مسئول هم و. د دې بريد مسئوليت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی. پاکستاني شنونکو ويلي، پر دغه ديني عالم بريد د داعش خراسان د بريدونو په څېر ترسره شوی و.
په وروستيو بريدونو کې وژل شوي ډېری ديني عالمان د جمعيت علمای اسلام غړي وو. څارونکي وايي، د جمعيت علماوو دريځونو او سياسي فعاليتونو د دې لامل شوي چې غړي يې په نښه شي. دغه ګوند د پاکستان د پوځ له نږدې متحدانو ګڼل کېږي. د دې ګوند مشر مولانا فضلالرحمن په دې وروستيو کې د پاکستان د دولت پر ضد وسله پورته کول او تاوتريخوالی «ناروا او غيرشرعي» بللي وو.
خو د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په وروستيو کې حميدالحق حقاني، چې د اکوړه خټک د دارالعلوم حقانيه مشر او د جمعيت علمای اسلام د بلې ډلې مشر و، د جومات دننه په يوه ځانمرګي بريد کې ووژل شو. هغه د جمعې د لمانځه پر مهال په حقانيه مدرسه کې تر بريد لاندې راغی. په دې پېښه کې پنځه نور کسان هم ووژل شول او شاوخوا شل تنه ټپيان شول.
دارالعلوم حقانيه له ډیورنډ کرښې شاوخوا ۹۵ کيلومتره لرې موقعيت لري او د طالبانو ګڼ مشران په همدې مدرسه کې روزل شوي دي. د حقانيه مدرسې مسئولانو پخوا ويلي وو چې دوی پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو ته وياړي.
پاکستاني شنونکو دغه بريد داعش ته منسوب کړی، خو داعش خراسان او بلې کومې ډلې په رسمي ډول د بريد مسئوليت نه دی منلی.
د پاکستان حکومت د دغو ډېرو بريدونو وروسته اعلان کړی چې هر اړخيزې پلټنې به ترسره کړي، خو تر اوسه د دغو څېړنو پايلې په رسمي ډول نه دي خپرې شوې.
مفتي عبدالباقي نورزی، چې په بلوچستان کې د جمعيت علمای اسلام يو بل لوړپوړی مشر و، د ۱۴۰۳ کال د کب په وروستيو کې د کوټې ښار د هوايي ډګر پر سړک ووژل شو. دغه پاکستانی ديني عالم هم د موټرسایکل سپرو وسلهوالو په ډزو کې وژل شوی و. داعش د دې بريد مسئوليت پر غاړه اخيستی و.
همدارنګه د مفتي شاه مير او قاري نظامالدين وژنې هم ورته پېښې وې. دوی دواړه د جمعيت علمای اسلام غړي وو چې په همدې موده کې په ترتيب سره په بلوچستان او پنجاب کې ووژل شول.
شيخ يوسف اپریدی او مولوي عبدالقادر هم دوه نور ديني عالمان وو چې د ۱۴۰۴ کال د غویي په لومړيو کې د خېبرپښتونخوا ايالت په خېبر او کوهاټ ولسواليو کې په دوو جلا پېښو کې د ناپېژانده کسانو له خوا ووژل شول. د دغو دواړو بريدونو مسئوليت کومې ډلې نه دی منلی.
د راپورونو له مخې، په پاکستان کې د ديني عالمانو د ترور روانې څپې په ناامنه سيمو کې د خلکو او په ځانګړي ډول د جمعيت علمای اسلام لپاره يو جدي امنيتي بحران رامنځته کړی دی. پر ديني عالمانو هدفي بريدونو په کوټه، تربت، چارسده، پېښور او اسلاماباد کې پراخ اعتراضونه راوپارول.
جمعيت علمای اسلام دغه بريدونه «د علماوو هدفي عاموژنه» بللې ده. دغه ګوند د احتجاجي غونډو او لاريونونو له لارې له پاکستاني حکومته غوښتي چې ديني عالمانو او مدرسو ته بېړنی امنيت برابر کړي.
کارپوهان وايي، د وسلهوالو او په ځانګړي ډول د موټرسایکل سپرو بريدګرو له خوا د ديني عالمانو د وژنو زياتوالی د تحريک طالبان پاکستان او داعش خراسان د ځواکمنتيا او پراخېدونکو فعاليتونو څرګندونه کوي. دوی وايي، په هغو پېښو کې چې کومې ډلې مسئوليت نه دی منلی، د بريدونو ډول او تګلاره د دغو دواړو ډلو لاس لرل ښيي.
د پاکستان حکومت دغه ترورونه په سختو ټکو غندلي او ويلي يې دي چې دا د “کورنیو او بهرنيو ترهګرو” کار دی. د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او لومړي وزير شهباز شریف هم پر ديني عالمانو د هدفي بريدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د بشپړو پلټنو امر يې کړی دی.
کارپوهان باور لري چې ديني مدرسو او ځينو سختدريځو ملايانو د پاکستان په ځينو ناامنو سيمو، په ځانګړي ډول خيبرپښتونخوا او بلوچستان کې، د ګډوډيو په رامنځته کولو کې رول لوبولی دی. ويل کېږي چې يو شمېر دغو کسانو په يو ډول د وسلهوالو ډلو ملاتړ هم کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې ځينو هغو ديني عالمانو چې په پاکستان کې وژل شوي، د حکومت له هغو تګلارو سره مخالفت درلود چې د تحريک طالبان پاکستان او نورو وسلهوالو پر ضد عملي کېدې.
شنونکي وايي، پر ديني عالمانو د هدفي بريدونو زياتوالی نه يوازې د پاکستان کورنی امنيت ګواښي، بلکې د پاکستان د اسلامپالو ډلو ترمنځ ژور اختلافونه هم بربنډوي. دوی زياتوي، که دا بريدونه دوام وکړي، د پاکستان سياسي ثبات او امنيتي حالت به نور هم کمزوری شي.
ځينې شنونکي د تحريک طالبان پاکستان او داعش خراسان په څېر ډلو او هغو ديني عالمانو ترمنځ روان تاوتريخوالي ته اشاره کوي چې له امنيتي ادارو سره نږدې اړيکې لري. د دغو ډلو ترمنځ اوږده سيالي او پخوانۍ دښمني دا احتمال پياوړی کوي چې دغه ترورونه د همدې اختلافونو پايله وي.