• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

وسله‌والو غلو د خیبر په جمرود کې افغانستان ته ستنېدونکي افغان کډوال لوټلي

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۱۱:۴۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۱۲:۵۴ GMT+۱

وسله‌والو غلو د خیبر ولسوالۍ په جمرود سیمه کې ستنېدونکي افغان کډوال لوټ کړي او د وسلې په زور یې ترې سره زر او پیسې اخیستي دي.

افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې تېره شپه یوې ډلې وسله‌والو غلو د خیبر په جمرود سیمه کې ترې پیسې، سره زر او قمیتي توکي لوټ کړي دي.

یاد افغان کډوال وايي، چې د جمرود په سیمه کې افغانستان ته د تګ په تمه د انتظار وختونه تېروي او تېره شپه وسله‌والو غلو ترې هر څه لوټ کړي دي.

یاد افغان کډوال زیاتوي، چې لا له وړاندې د پاکستان د حکومت له لوري، بې‌کوره شوي او افغانستان ته د تګ پرمهال هم لويي لارې خوندي نه دي .

افغان کډوالو د خیبر ولسوالۍ له ځايي امنیتي چارواکو غوښتنه کړې، چې د غلو په نیولو کې لاس په کار شي.

د خیبر پولیسو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د راپورونو له‌مخې، افغانستان ته جبري ستنېدونکو افغان کډوالو څخه د کورونو څښتنان هم د میاشتو میاشتو کرایې ګرځوي او ډیری هغه کسان هم د دوی پیسې نه ورکوي، چې وړاندې یې ترې پور کړې وي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

ازبکستان تېره میاشت افغانستان ته د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۱۱:۰۸ GMT+۱

د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر دوران واحدوف ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال د لومړیو څلورو میاشتو په ترڅ کې افغانستان ته د ازبکستان صادرات ۵۵۰ میلیونه امریکایي ډالرو ته رسېدلي. په اپریل میاشت کې ددې صاداراتو کچه ۱۶۰ میلیون ډالرو ته لوړه شوې ده.

دوران واحدوف ویلي، افغانستان د ازبکستاني سوداګرو لپاره له هغو بهرنیو بازارونو څخه دی چې تر ټولو چټک پرمختګ پکې لیدل کېږي.

د شمېرو له مخې، د روان کال په هره میاشت کې صادرات زیات شوي دي؛ په جنورۍ کې ۱۱۷ میلیونه ډالر، په فبرورۍ کې ۱۲۵ میلیونه، په مارچ کې ۱۳۵ میلیونه او په اپرېل کې ۱۶۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلي دي.

د راپور له مخې، له ټول صادراتو څخه ۱۳۸ میلیونه ډالر د خوراکي توکو برخه جوړوي.

ازبکستان افغانستان ته د نباتي غوړو، هګیو او څارویو، په ځانګړي ډول چرګانو صادرات هم زیات کړي دي.

واحدوف ویلي، د نباتي غوړیو صادرات ۱۸ میلیونه ډالرو ته رسېدلي، چې یوازې په اپرېل میاشت کې یې ارزښت ۱۰ میلیونه ډالره و. همدارنګه، د هګیو صادرات ۳،۵ میلیونه او د ژوندیو چرګانو صادرات ۵،۷ میلیونه ډالرو ته رسېدلي دي.

د ازبکستان د سوداګرۍ خونې مشر وایي، افغانستان ته د صادراتو د شرکتونو شمېر او د توکو ډولونه دواړه پراخ شوي دي. د هغه په وینا، دا پرمختګ د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا او د حکومت د ځانګړو اقتصادي پروګرامونو پایله ده.

هغه ازبک سوداګر هڅولي چې د افغانستان له بازار څخه لا زیاتې ګټې واخلي او زیاته کړې یې ده چې که اوسنی پرمختګ دوام وکړي، د کال تر پایه به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري لا نوره هم لوړه شي.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې ازبکستاني سوداګرو ته کابل، مزارشریف او د افغانستان نورو ښارونو ته سوداګریز سفرونه تنظیمېږي، څو له افغان سوداګرو سره مستقیمې اړیکې جوړې او خپل محصولات په بازار کې معرفي کړي.

یو شمېر افغان حاجیان په سعودي عربستان کې د طالبانو له کمزورو خدماتو شکایت کوي

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۱۱:۰۶ GMT+۱

د سویلي ولایتونو یو شمېر حاجیانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د حج فریضې اداکولو لپاره منظم ټرانسپورټ نه دی چمتو کړی او له حرم څخه ډیر لرې استوګنځایونه ورته نیول شوي دي.

په روانه اونۍ کې د هېواد له سویلي ولایتونو څخه سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد پروسه پیل شوې ده.

یو شمېر حاجیانو سعودي عربستان ته له رسېدو سره هممهاله شکایت کړی، چې په مکه کې ددوی لپاره اړتیا وړ امکانات نه دي چمتو شوي.

څو تنه افغان حاجیانو له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي، چې د طالبانو ادارې ته د ورکړل شویو پیسو په پرتله، په مکه کې شته امکانات صفر دي.

دغه حاجیان تر ډېره له حرم څخه په ډېر لرې واټن استوګنځایونو کې له میشتېدو شکایتونه کوي.

د کندهار اوسیدونکی عبدالستار عطايي وویل:«موږ ته له حرم څخه خورا لرې د اوسېدو ځایونه نیول شوي دي. تر حرم پورې تګ راتګ ډېر مشکله دی. سپین ږیري، ښځې او یا هم ناروغانو لپاره د اوسېدو تر ځای او بیا تر حرم پورې تګ راتګ پر پښو باندې ډېر ستونزمن دی».

یاد حجیان وايي، د لارې لرې والي له امله له ځینو کسانو څخه فرض لمونځونه هم قضا کېږي.

حاجیان وايي، چې د حج فریضې اداکولو لپاره هر کس ۲۶۶۴۰۰ افغانۍ د خپلو لګښتونو لپاره طالبانو ته ورکړې دي او یادو پیسو ته په کتو باید غوره امکانات ورته چمتو شوي وای.

همدارنګه یو شمېر حاجیان د حج فریضې ادا کولو پرمهال د رسمي ښوونکو له کموالي شکایت کوي.

یاد حاجیان وايي، چې طالبانو د ښوونکو په نوم خپل خپلوان له حاجیانو سره سعودي ته لېږلي دي. د دوی په وینا، یاد کسان د حج فریضي اداکولو پرمهال حاجیانو ته هیڅ ډول لارښوونه نه کوي او ان ډیری حاجیان د خپل ګروپ ښوونکي پېژني هم نه.

د هلمند اوسېدونکی عبدالغفور وايي:«زموږ سره یې داسې کسان د معلمانو په توګه لېږلي دي، چې هغوی خپله د بل چا لارښوونې ته ضرورت لري. ټول په واسطه باندې ټاکل سوي دي. ځینې حاجیان خو خپل معلمان پېژني هم نه».

د افغانستان د نورو ولایتونو حاجیان هم د ورته ستونزو په اړه شکایت لري او وايي، چې د نورو هېوادونو د حاجیانو لپاره غوره امکانات چمتو شوي، خو یوازې پکې افغان حاجیان سرګردانه دي.

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت د معلوماتو له‌مخې، سږکال د افغانستان لپاره د حج ۳۰ زره تنه سهمیه ورکړل شوې ده.

په جرمني کې افغان کډوال د نورو کډوالو په پرتله لږ معاش ترلاسه کوي

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۱۰:۳۳ GMT+۱

په جرمني کې د افغان کډوالو د کار په اړه تازه شمېرې ښيي چې زرګونه افغانان اوس په بېلابېلو برخو کې کار کوي، خو لا هم د بې‌کارۍ او ټولنیزو مرستو اړتیا لوړه ده. د جرمني د کار ادارې په وینا، ۵۳ سلنه افغانان په ساده او مرستندویه چارو بوخت دي او ۴۲ سلنه یې مسلکي دندې کوي.

د جرمني د کار فدرالي ادارې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال تر اکتوبر میاشتې پورې ۱۵۷ زره او ۷۶۰ افغانان په جرمني کې په کار بوخت وو. له دې ډلې ۸۵ سلنه، چې شاوخوا ۱۳۵ زره کسان کیږي، په رسمي دندو کې کار کوي او د ټولنیزې بیمې ونډې ورکوي.

شمېرې ښيي چې د نارینه‌وو او ښځو ترمنځ د کار په برخه کې څرګند توپیر شته. تر ۱۳۳ زرو زیات نارینه په کار بوخت دي، خو د ښځو شمېر له ۲۵ زرو کم دی. سره له دې، په وروستیو کلونو کې د افغانانو د کار کچه په دوامدار ډول لوړه شوې ده.

بل لور ته، د بې‌کارۍ ستونزه لا هم جدي ده. د ۲۰۲۶ کال د اپرېل تر میاشتې پورې ۶۳ زره او ۱۰۰ افغانان د بې‌کارو کسانو په توګه ثبت شوي دي. د کار ادارې په وینا، د افغان کډوالو د کار عمومي کچه ۴۷ سلنه ده، چې د هغو اتو مهمو کډوالوټولنو د اوسط کچې (۵۰،۱ سلنه) څخه لږ ټیټه بلل کېږي.

راپور زیاتوي چې افغان کډوال، حتا له څو کلونو کار وروسته هم، د نورو کډوالو په پرتله لږ معاش ترلاسه کوي. د ټولنیزې بیمې لرونکو دندو له ډلې ۵۳ سلنه افغانان په ساده او مرستندویه کارونو بوخت دي، په داسې حال کې چې ۴۲ سلنه یې مسلکي دندې کوي.

همدارنګه، د کال په پیل کې نږدې ۲۰۰ زره افغانان د جرمني د دولتي مرستو یابورګر ګیلډمستحق وو.

د جرمني د احصایې ادارې او د ادغام د رسنیو د خدمت د معلوماتو له مخې، ډېری افغان کډوال ځوانان دي؛ له ۷۰ سلنې ډېر یې تر ۳۵ کلونو کم عمر لري او شاوخوا یو پر درېیمه برخه یې ښځې دي.

د جرمني د کار بازار د یو شمېر افغان شنونکو په باور، د کار به بازار کې د افغان کارګرو د لږ عاید ځینې عوامل د کافي زده کړو نشتوالی، اوسبلډونک یا مسلکي زده کړې نه بشپړول، په ژبه کې ستونزې، زر کار پیلول او ځینې وخت په غیر رسمي کارونو کې بوختېدل دي، چې د هغوی پر عمومي وضعیت او د کار په بازار کې د افغان کارګرو پر رول اغیز پرېباسي.

ملګري‌ ملتونه: افغانستان د نړۍ ۶م هېواد دی چې د اقلیمي‌ ګواښونو پر وړاندې محدوده وړتیا لري

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۰۹:۵۴ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، افغانستان په نړۍ کې د اقلیمي‌ بدلون پر وړاندې شپږم ترټولو زیان منونکی هېواد دی چې پرله‌پسې وچکالیو، سېلابونو، سختې ګرمۍ او د خوړو د خوندیتوب له زیاتېدونکو ګواښونو سره مخ دی.

یاد پروګرام زیاتوي‌، افغانستان په نړۍ کې شپږم هغه هېواد دی چې د اقلیمي‌ ګواښونوله له امله ترټولو لوړ زیان ویني او پر وړاندې یې محدوده وړتیا لري. دغه اداره وايي، په تېرو لسیزو کې وچکالۍ، ناڅاپي بارانونو، ویجاړونکو سېلایونو او طبیعي پېښو د اوبو زېرمو ظرفیت کم کړی، توپاني‌ بارانونو ژور ناورین رامنځته کړی او کورنۍ له خپلو مېنو بې‌ځایه شوې دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، د خپلو پرمختیايي پروژو له لارې لکه د محافظتي دېوالونو جوړول، د اوبو لګولو کانالونو خوندي‌کول، د سېندونو غاړې رغول، د اوبو مدیریت په برخو کې یې له خلکو سره مرستې کړې دي.

دوی زیاته کړې، چې د محافظتي دېوالونو په جوړېدو سره یې په زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه او په زیات شمېر کورنۍ ژغورلې دي. دوی د بېلګې په ډول د هرات په زوال ولسوالۍ کې د هغه ۴ هکټاره کرنیزې ځمکې یادونه کړې، چې سېلابونو ویجاړه کړې او د محافظتي‌ دیوال په جوړېدو ۲۴ هکټاره ځمکه او ۳۰۰ کورنۍ خوندي کړل شوې دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام د هېواد په شمال او نورو سیمو کې د هغو پېښو یادونه هم کړې، چې سېلابونو کرنیزې ځمکې او کورونه ویجاړ کړي.

د بښنې نړۍوال سازمان: پاکستان دې په پوځي محکمو کې د ملکي کسانو محاکمه ودروي

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۰۹:۵۳ GMT+۱

د بښنې نړۍوال سازمان د پنجشنبې په ورځ (د غویي ۱۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، پاکستان دې په پوځي محکمو کې د ملکي کسانو محاکمه ودروي او هغه سزاوې دې ختمې کړي چې د دغه محکمو له‌خوا ورکړل شوې دي.

د سویلي اسیا لپاره د یاد سازمان مرستیالې ایزابېل لاسي دغه څرګندونې د پاکستان د هغه پرېکړې د یو کال پوره کېدو په اړه کړې، چې په‌کې د ملکي کسانو پوځي محاکمې قانوني بلل شوې وې. هغې ویلي: «د پاکستان د سترې محکمې د ۲۰۲۵کال پرېکړې عادلانه محاکمې او ازادۍ حق ته سخت زیان رسولی دی. پوځي محکمې هغه حقونه تر پښو لاندې کوي، چې نړۍوال قانون یې خلکو ته ورکوي».

د یاد سازمان په وینا؛ ملکي کسان په پټه په پوځي محکمو کې محاکمه کېږي، سم قانوني حقونه نه‌لري او د پوځ افسران پرې پرېکړې کوي. یاد سازمان وایي، هغه کسان چې سزا ورکړل شوې د قضیې د بیاکتنې حق هم نه‌لري؛ سره له دې چې سترې محکمې د دغه حق ورکولو امر کړی و.

یاد سازمان وایي، د مئ د ۹مې د تحریک انصاف ګوند د احتجاج کوونکو یوشمېر بندیان او د بشري حقونو فعال ادریس خټک لاهم په زندان کې دي او د خپلو قضیو د بیا کتنې حق نه‌لري.

دغه سازمان دا هم ویلي، بندیانو ته د محکمو لیکلې پرېکړې نه ورکول کېږي او په ځینو حالاتو کې هېڅ رسمي کاغذ هم نه ورکول کېږي؛ څو د هغوي بند اوږد شي. د بښنې نړۍوال سازمان له پاکستان نه غوښتي، چې د ملکي کسانو پوځي محکمې بندې کړي او ټولو بندیانو ته دې د عادلانه محاکمې حق ورکړي.
د یادونې ده، د پاکستان سترې محکمې د ۲۰۲۵کال د مئ په ۷مه هغه پخوانۍ پرېکړه بدله کړه چې د ۲۰۲۳کال د مئ د ۹مې د اعتراضونو د ګډونوالو پوځي محاکمه یې ناقانونه بللې وه.

په ۲۰۲۴کال کې ۱۰۵ کسانو ته چې د عمران خان تر نیول کېدو وروسته یې په احتجاجونه کې برخه اخیستې وه، له دوو تر لسو کلونو د بند سزا ورکړل شوه. له دغه کسانو ۱۹ تنه وروسته وبښل شول او پنځه نور په ۲۰۲۵کال کې د خپلې سزا تر پوره کولو وروسته خوشې شول.