افغان الاصله رابعه نسیمي د لندن د محلي شورا ټاکنو کې بریا خپله کړه

افغان الاصله مېرمن رابعه نسیمي د بریتانیا د کارګر ګوند له لوري د لوېدیځ لندن د محلي شورا په ټاکنو کې له ۱۲۰۰څخه د زیاتو رایو په ترلاسه کولو بریالۍ اعلان شوې ده.

افغان الاصله مېرمن رابعه نسیمي د بریتانیا د کارګر ګوند له لوري د لوېدیځ لندن د محلي شورا په ټاکنو کې له ۱۲۰۰څخه د زیاتو رایو په ترلاسه کولو بریالۍ اعلان شوې ده.
د رسمي پایلو له مخې، د لوېدیځ لندن په اکتون سیمه کې د کارګر ګوند درې نوماندانو د محلي شورا څوکۍ وګټلې. په دغو بریالیو نوماندانو کې رابعه نسیمي د ۱۲۰۷رایو په ترلاسه کولو د خپل ګوند دویمه بریالۍ نومانده وه.
په دې ټاکنیزه حوزه کې سټپن اوون ډونلي له ۱۲۲۹رایو او هیټیش ټیلور له ۱۱۲۳رایو سره نور بریالي نوماندان وو.
رابعه نسیمي د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال، هغه مهال چې پنځه کلنه وه، له خپلې کورنۍ سره افغانستان پرېښود او بریتانیا ته کډواله شوه.
نوموړې وروسته د لندن له ګولډسمیت پوهنتون څخه د ټولنپوهنې په برخه کې د لېسانس سند ترلاسه کړ او بیا یې دلندن له اقتصاد او سیاسي علومو په پوهنتون کې په همدې برخه کې د ماسټرۍ زدهکړې بشپړې کړې.
اغلې نسیمي دا مهال دکمبریج په پوهنتون کې د ټولنپوهنې په برخه کې د دوکتورا زدهکړې کوي، چې تمرکز یې د دویم نسل کډوالو، هویت، وطن او ژبې پر موضوعاتو دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، امریکا به د راتلونکې پنجشنبې او جمعې په ورځو د اسراییل او لبنان تر منځ د دوه ورځنیو خبرو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي. د امریکا ولسمشر د اسراییل او لبنان تر منځ د تېرې دورې خبرو مشري پر غاړه درلوده.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د غويي ۱۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دغو راتلونکو خبرو کې به د یوې هر اړخیزې سولې او امنیتي هوکړې پر لور پرمختګ وشي او ورسره به دوه اړخیزې بنسټیزې اندېښنې په اساسي ډول حل شي.
په خبرپاڼه کې راغلي: «د دې خبرو موخه دا ده، چې د تېرو دوو لسیزو له ناکامو کړنلارو څخه په پرېکنده ډول لاره جلا شي؛ ځکه هغو کړنلارو ترهګرو ډلو ته اجازه ورکړې وه، چې خپلې ریښې ټینګې کړي، ځانونه بډایه کړي، د لبنان د دولت واکمني کمزورې کړي او د اسراییل شمالي پوله له خطر سره مخ کړي».
د خبرپاڼې لهمخې، د راتلونکې اونۍ په خبرو کې به د یوې تلپاتې سولې او امنیتي ترتیباتو، په ټوله خاوره کې د لبنان د حاکمیت د بشپړې اعادې، د پولو د ټاکلو او په لبنان کې د بشري مرستو او بیا رغونې لپاره د عملي لارو جوړولو لپاره یو چوکاټ رامنځته شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، دواړو لورو ژمنه کړې، چې د خپلو ملي ګټو په پام کې نیولو سره به په دغو خبرو کې ګډون وکړي او امریکا به هڅه وکړي، چې دغه ګټې په داسې ډول سره همغږې کړي، چې د اسراییل لپاره تلپاتې امنیت او د لبنان لپاره حاکمیت او بیا رغونه تضمین کړي.
نوموړي څرګنده کړې، واشنګټڼ پر دې باور دی، چې هر اړخیزه سوله د لبنان د دولتي واکمنۍ په بشپړې اعادې او د حزبالله په بشپړې بېوسلې کولو پورې تړلې ده، چې د امریکا لهخوا یو بهرنی «ترهګریز سازمان» پېژندل شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې د اسراییل او لبنان تر منځ له لومړي پړاو لنډ مهاله اوربند وروسته هم اسراییل پر لبنان خپلو بریدونو ته دوام ورکړی او له امله یې لسګونه لبنانیان وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (ایف ای او) ویلي، د روان میلادي کال په اپرېل میاشت کې د نړۍ د خوراکي توکو بیې د درېیمې پرلهپسې میاشتې لپاره لوړې شوې دي.
یاد سازمان د جمعې په ورځ (د غویي ۱۸مه) ویلي، دا زیاتوالی تر ډېره د انرژۍ د لګښتونو د لوړوالي او په ایران کې د جګړې له امله رامنځته شویو اختلالاتو پورې تړاو لري.
د سازمان د «خوراکي توکو د بیو شاخص» چې په نړیوال بازار کې د خوراکي توکو د بیو میاشتنی بدلون ارزوي، ښيي چې د اپرېل په میاشت کې د خوراکي توکو بیې د مارچ په پرتله ۱،۶سلنه او د تېر کال د همدې مودې په پرتله دوه سلنه لوړې شوې دي.
د راپور له مخې، د نباتي غوړو بیې د مارچ په پرتله ۵،۹سلنه زیاتې شوې او د ۲۰۲۲کال د جولای له میاشتې وروسته تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې دي.
دغه شاخص همداراز ښيي چې د وریجو نړیوالې بیې ۱،۹سلنه لوړې شوې دي. ایف ای اوویلي، د «اندیکا» او خوشبویو وریجو د بیو لوړوالی د تولید او بازارموندنې د لګښتونو له زیاتېدو سره تړاو لري، چې د خامونفتو او اړوندو توکو د بیو له لوړېدو وروسته رامنځته شوی دی.
د راپور له مخې، د غلو دانو بیې ۰،۸سلنه او د غوښې بیې ۱،۲سلنه زیاتې شوې دي، خو د لبنیاتو بیې ۱،۱سلنه او د بورې بیې ۴،۷سلنه راټیټې شوې دي.
د ایف ای اومشر اقتصادپوه مکسیم ټیرورو ویلي، سره له دې چې د هُرمز تنګي بحران د نړیوالو اکمالاتي لارو پر بهیر اغېز کړی، خو د نړۍ د خوړو او کرنې سیستمونو لا هم خپل انعطاف ساتلی دی.
هغه زیاته کړې، چې د غلو دانو بیې تر اوسه یوازې په منځنۍ کچه لوړې شوې دي، ځکه لا هم له پخوانیو فصلونو څخه کافي زیرمې او عرضه موجوده ده. خو د نباتي غوړو بازار له سخت فشار سره مخ شوی، ځکه د نفتو د بیو لوړوالي د بایوفیول یا حیاتي سون توکو تقاضا ډېره کړې ده.
د خوړو او کرنې سازمان خبرداری ورکړی چې که څه هم د غلو نړیوال بازار لا هم مناسب عرضه لري، خو د بازار راتلونکی وضعیت لا هم مبهم دی، ځکه د هرمز تنګي تړل کېدو د انرژۍ او کیمیاوي سرو په ګډون د لومړنیو موادو لګښتونه لوړ کړي دي.
په داسې حال کې چې کډوالي په یوه نړیوال بحران بدله شوې د اتریش او ازبکستان حکومتونو د افغان کډوالو د ایستلو لپاره یو تړون لاسلیک کړی دی. شنونکي د افغان کډوالو د ستنولو لپاره د یادو هېوادونو دا تړون د بریتانیا او روانډا له ناکامې طرحې سره ورته بولي.
د اتریش د کورنیو چارو ګرهارډ کانر او د بهرنیو چارو وزیر ماینل رازینګر د پنجشنبې په ورځ (د غویي ۱۷مه) د دغه تړون د لاسلیک لپاره د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته سفر کړی و.
کارنر ویلي، دواړو هېوادونو پراخې هوکړې کړې دي چې پکې د ناقانونه کډوالۍ پر ضد مبارزه، د نشهيي توکو د قاچاق مخنیوی او د انساني قاچاق پر وړاندې همکاري شامله ده.
د تړون له مخې، ازبکستان به د افغان کډوالو د ایستلو په بهیر کې د یوه تمځای یا منځګړي مرکز په توګه کار وکړي. اتریش به کډوال په ډلهییز ډول تاشکند ته لېږدوي او وروسته به ازبکستان هغوی په څو پړاوونو کې افغانستان ته ستانه کړي.
ویل شوي چې د دغه چارې په بدل کې به ازبکستان د اتریش له اقتصادي مرستو او پانګونو برخمن شي.
کارپوهانو دا طرحه د بریتانیا او روانډا له هغې لانجمنې طرحې سره ورته بللې، چې په ۲۰۲۲کال کې د پخواني صدراعظم بورس جانسن حکومت پر مهال وړاندې شوې وه.
د هغې طرحې له مخې، هغه پناهغوښتونکي چې په ناقانونه ډول بریتانیا ته ننوتل، د دوسیو د ارزونې او احتمالي استوګنې لپاره رواندا ته لېږدول کېدل.
لندن د دې پروګرام لپاره سلګونه میلیونه پونډه ځانګړې کړې وې، خو د بشري حقونو د بنسټونو او د بریتانیا د محکمو له سخت مخالفت سره مخ شو او بالاخره په ۲۰۲۴کال کې د نوي حکومت له لوري ودرول شو.
د تېر جمهوري نظام پر مهال د دفاع وزارت مرستیال تمیم عاصي ویلي، د طالبانو مخالفت د افغانستان له جغرافیې او ملي هویت سره د دښمنۍ په معنا نه شي ګڼل کېدای او په وینا یې دا ډله نن شته او سبا به نه وي، خو هېواد به تلپاتې وي.
نوموړي په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي، د افغانستان د تېرو څلوېښتو کلونو سیاسي او نظامي ډلې، که مجاهدین وو او که نور جریانونه، د جګړو سره سره هېڅکله د هېواد د تجزیې یا د ملي حاکمیت د له منځه وړلو شعار نه دی ورکړی.
هغه لیکلي: «د طالبانو مخالف کېدل د دې معنا نه لري چې له دې خاورې سره دښمني وشي، طالبان به نن وي او سبا به نه وي، خو دا وطن به تل پاتې وي.»
عاصي د افغانستان د پخوانیو سیاسي او جهادي مشرانو لکه برهانالدین رباني، احمدشاه مسعود، ګلبدین حکمتیار، عبدالرب رسول سیاف، عبدالرشید دوستم او کریم خلیلي یادونه کړې او ویلي یې دي چې د دغو جګړهمارو ډلو ترمنځ سختې نښتې شوي، خو هغوی هېڅکله د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا پر ضد شعار نه دی ورکړی.
نوموړي ادعا کړې چې د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه ځینې غږونه له «بېځمکې او بېځواکۍ» فضا څخه راپورته کېږي او د ده په وینا د بهرنیو استخباراتي مرکزونو تر اغېز لاندې دي.
هغه په خپلو څرګندونو کې سختې جملې هم کارولي او ویلي یې دي چې ځینې کسان به د افغانستان د خلکو له غبرګون او «تاریخي قضاوت» سره مخ شي.
دغه پخواني دفاعي چارواکي ټینګار کړی چې د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا موضوع باید له سیاسي اختلافاتو جلا وساتل شي او د هېڅ لوري له خوا د تجزیې شعار د منلو وړ نه دی.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني دایمي استازي محمود صیقل ویلي، د افغانستان کورنۍ سیاسي ګډوډي او د بهرني سیاست ننګونې له یو بل سره ژور تړاو لري او د منظم کورني سیاست پرته د دغو ستونزو حل ناشونی دی.
نوموړي په ایکس خواله رسنۍ کې ویلي، د افغانستان په اړه بهرني چلندونه او فشارونه د هېواد او خلکو وضعیت لا پیچلی کوي.
صیقل لیکلي: «د بهرنیو فشارونو او داخلي بېنظمۍ ګډ حالت زموږ هېواد لا زیات د سپکاوي او ستونزو سره مخ کوي.»
هغه ټینګار کړی چې د طالبانو د مخالفو سیاسي لورو ترمنځ د یوه منظم او اغېزمن کورني سیاست نشتوالی د دې لامل شوی چې د افغانستان د بهرني سیاست اساسي ننګونو ته حللارې پیدا نه شي.
پخواني افغان ډیپلوماټ په خپل پیغام کې د عربي شاعر ابو العلاء معري او د چغتای ادبیاتو له څو بیتونو هم یادونه کړې او ویلي یې دي چې د درد او داخلي زخمونو موضوع باید جدي وڅېړل شي.
هغه لیکلي: «پټ او نالیدلي زخمونه بېړنۍ پاملرنې او درملنې ته اړتیا لري.»
صیقل په خپل پیغام کې په غیر مستقیم ډول د افغانستان د روان سیاسي وضعیت او داخلي اختلافاتو ته اشاره کړې او ټینګار یې کړی چې د هېواد د ثبات لپاره همغږۍ او منظم سیاست ته اړتیا ده.