خوړو او کرنې سازمان: د انرژۍ لوړو بیو او د ایران جګړې په نړۍ کې د خوراکي توکو بیې لوړې کړي

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (ایف ای او) ویلي، د روان میلادي کال په اپرېل میاشت کې د نړۍ د خوراکي توکو بیې د درېیمې پرلهپسې میاشتې لپاره لوړې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (ایف ای او) ویلي، د روان میلادي کال په اپرېل میاشت کې د نړۍ د خوراکي توکو بیې د درېیمې پرلهپسې میاشتې لپاره لوړې شوې دي.
یاد سازمان د جمعې په ورځ (د غویي ۱۸مه) ویلي، دا زیاتوالی تر ډېره د انرژۍ د لګښتونو د لوړوالي او په ایران کې د جګړې له امله رامنځته شویو اختلالاتو پورې تړاو لري.
د سازمان د «خوراکي توکو د بیو شاخص» چې په نړیوال بازار کې د خوراکي توکو د بیو میاشتنی بدلون ارزوي، ښيي چې د اپرېل په میاشت کې د خوراکي توکو بیې د مارچ په پرتله ۱،۶سلنه او د تېر کال د همدې مودې په پرتله دوه سلنه لوړې شوې دي.
د راپور له مخې، د نباتي غوړو بیې د مارچ په پرتله ۵،۹سلنه زیاتې شوې او د ۲۰۲۲کال د جولای له میاشتې وروسته تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې دي.
دغه شاخص همداراز ښيي چې د وریجو نړیوالې بیې ۱،۹سلنه لوړې شوې دي. ایف ای اوویلي، د «اندیکا» او خوشبویو وریجو د بیو لوړوالی د تولید او بازارموندنې د لګښتونو له زیاتېدو سره تړاو لري، چې د خامونفتو او اړوندو توکو د بیو له لوړېدو وروسته رامنځته شوی دی.
د راپور له مخې، د غلو دانو بیې ۰،۸سلنه او د غوښې بیې ۱،۲سلنه زیاتې شوې دي، خو د لبنیاتو بیې ۱،۱سلنه او د بورې بیې ۴،۷سلنه راټیټې شوې دي.
د ایف ای اومشر اقتصادپوه مکسیم ټیرورو ویلي، سره له دې چې د هُرمز تنګي بحران د نړیوالو اکمالاتي لارو پر بهیر اغېز کړی، خو د نړۍ د خوړو او کرنې سیستمونو لا هم خپل انعطاف ساتلی دی.
هغه زیاته کړې، چې د غلو دانو بیې تر اوسه یوازې په منځنۍ کچه لوړې شوې دي، ځکه لا هم له پخوانیو فصلونو څخه کافي زیرمې او عرضه موجوده ده. خو د نباتي غوړو بازار له سخت فشار سره مخ شوی، ځکه د نفتو د بیو لوړوالي د بایوفیول یا حیاتي سون توکو تقاضا ډېره کړې ده.
د خوړو او کرنې سازمان خبرداری ورکړی چې که څه هم د غلو نړیوال بازار لا هم مناسب عرضه لري، خو د بازار راتلونکی وضعیت لا هم مبهم دی، ځکه د هرمز تنګي تړل کېدو د انرژۍ او کیمیاوي سرو په ګډون د لومړنیو موادو لګښتونه لوړ کړي دي.