• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

محمود خان اڅکزي د پاکستان د ژغورنې لپاره د لنډمهالي حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۰۰:۳۵ GMT+۱

د پاکستان د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي د پاکستان ژغورنې لپاره د «اڅکزي فورمول» په وړاندې کولو سره په دغه هېواد کې د لنډ مهالي حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه. هغه د ټولو سیاسي بندیانو پر خوشې کېدو له ټينګار سربېره ویلی، چې وسله‌وال ځواکونه باید له سیاسي چارو واېستل شي.

د پاکستان د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي د شنبې ورځې په ناوخته (د غويي ۱۹مه) د پاکستان ژغورلو لپاره د «اڅکزي فورمول» په خپله فېسبوک پاڼه خپور کړ.

اڅکزي په دې فورمول کې څرګنده کړې: «پاکستان باید یو ډيموکراټيک نظام وي. باید روښانه اساسي قانوني نظام ولري. عدالت باید په خپل چوکاټ کې خپلواک وي. مطبوعات باید له سانسور څخه ازاد وي. ډاډ دې ورکړل شي چې وسله‌وال ځواکونه به له سیاسي بهیره جلا او یوازې په خپلو ټاکل شویو مرکزونو کې به فعالیت کوي او همداراز یوازې به پر ملي دفاع او د پولو پر ساتنې تمرکز لري».

هغه زیاته کړې، منتخب پارلمان باید د ټول واک سرچینه وي او ټولې کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ د پارلمان له لوري تصویب شي او همداراز یې د ټولو سیاسي بندیانو پر خوشې کېدو ټينګار کړی دی.

محمود خان اڅکزي په خپل یاد فورمول کې وړانديز کړی: «ټول سیاسي بندیان باید خوشې شي او لنډ مهاله ملي حکومت جوړ شي، څو یو ولسواک پاکستان بېرته جوړ کړي. د ټاکنو یو شفاف او خپلواک کمېسیون باید جوړ شي څو د یوه کال په موده کې ازادې او عادلانه ټاکنې ترسره کړي».

هغه په خپل وړاندیز شوي فورمول کې څرګنده کړې، که بل څوک تر دې غوره وړاندیزونه لري، نوی دوی به یې هرکلی وکړي.

د پاکستان اوسني حکومت لا تر اوسه د اپوزیسیون د مشرتابه یاد فورمول ته څه غبرګون نه‌دی ښودلی.

ترویج لرونکی

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت
۱

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت

۲

یوه کمپنۍ ادعا لري چې افغانستان یې د هوايي ډګرونو د امنیت له اړخه ۱۵میلیونه ډالر پوروړی دی

۳

کابل کې د ناپېژاندو الوتکو له الوتنې وروسته د درنو وسلو غږونه اورېدل شوي

۴

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۵

سرچینې: د طالبانو استخباراتو د طلوع‌نیوز یو خبریال نیولی دی

•
•
•

نور کیسې

د امریکا په هنري کاونټي کې د پلاستیک په یوې فابریکې کې لویه اور لګېدنه رامنځته شوې

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۰۰:۲۰ GMT+۱

د امریکا د جورجیا ایالت د هنري کاونټي سیمې د پلاستیک په یوې فابریکه کې د جمعې ماسپښین لویه اورلګېدنه رامنځته شوې او د اطفایې ټیمونو یې د شنبې تر سهاره د مړه کولو لپاره کار کړی دی.

د هنري اطفایې ادارې ویلي، چې اور د «سیګما رینیو» په تولیدي تاسیساتو کې بل شوی وو او د اطفایې څو ډلو په ګډه د هغه د بشپړ مړه کېدو لپاره پرله‌پسې کار وکړ.

د اطفایې مسوولینو په وینا، د ایالت د اورلګېدنې څېړونکي د پېښې لاملونه پلټي. چارواکو د جمعې ماښام خلکو ته سپارښتنه وکړه، چې د بیړنیو موټرو د تګ راتګ له امله له یادې سیمې لرې پاتې شي. یو شمېر اور وژونکي واحدونه د ماښام تر ناوخته د پېښې ځای کې پاتې شول څو د اور پاتې لمبې مړې کړي.

چارواکي وایي، د فابریکې له ودانۍ خپرېدونکی لوګی به شاوخوا تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو دوام وکړي او کېدای شي د سیمې د هوا کیفیت هم خراب کړي.

تر اوسه په دغې اور لګېدنه کې د هېڅ مرګ ژوبلې راپور نه‌دی ورکړل شوی او د اوښتو مالي زیانونو په تړاو هم رسمي جزییات نه‌دي خپاره شوي.

امسو پاکستان کې د افغان کډوالو د ځورونې په تړاو ملګرو ملتونو ته یو مستند راپور سپارلی

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۲۲:۰۲ GMT+۱

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان او د شکنجې پر وړاندې نړیوال سازمان د ملګرو ملتونو د شکنجې ضد کمېټې ته یو رسمي راپور وړاندې کړی، چې په کې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د سیستماتیک ناوړه چلند پېښې مستند شوې دي.

دا راپور له ۴۱ افغانانو سره چې په کې خبریالان، د ښځو د حقونو مدافعینې او ثبت شوي کډوال شامل دي، د مرکو پر بنسټ چمتو شوی دی. د موندنو له‌مخې، په پاکستان کې د نیول شویو افغانانو ۹۶ اعشاریه ۴ سلنه برخه په توقیف کې له بېلابېلو شکنجو او ناوړه چلند سره مخ شوې ده. همدارنګه، له ۸۵ اعشاریه ۷ سلنه کسانو څخه د نیول کېدو د مخنیوي او یا د خوشې کېدو په بدل کې پیسې او باج اخیستل شوی دی.

په دې راپور کې زیاته شوې، چې ۷۵ اعشاریه ۶ سلنه افغان کډوالو رواني شکنجه، ګواښونه او سپکاوی زغملی او ۷۲ اعشاریه ۴ سلنه نور بیا له ۴۸ ساعتونو څخه زیات له کومې قضایي څېړنې پرته په بند کې ساتل شوي دي.

یادو سازمانونو ویلي، چې هېڅ یوه افغان کډوال د اېستلو پر مهال د انفرادي خطر ارزونه نه‌ده ترلاسه کړې او زرګونه کسان تر داسې شرایطو لاندې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ستانه کړای شوي، چې د نړیوالو معیارونو له‌مخې داوطلبانه نه‌شي ګڼل کېدای.

دغه راپور د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ، د کډوالۍ نړیوال سازمان، د بښنې نړیوال سازمان او د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د اسنادو پر بنسټ تایید شوی دی.

د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو د وروستیو ارقامو له‌مخې، له ۲۰۲۳ کال راهیسې له پاکستان او ایران څخه تر ۳٫۴ میلیونه زیات افغانان ستانه شوي يا اېستل شوي دي.

یاد راپور د خپل سپارښت سند د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۱۳مه ملګرو ملتونو ته لېږدولی او په کې د خپل‌سري نیونې، فزیکي او رواني بد چلند، اخاذۍ او جبري اېستنې د نمونو او اسنادو پر بنسټ تشریح شوي دي.

اصف علي زرداري: افغانستان باید هېچا ته اجازه ورنه‌کړي چې خاوره یې د پاکستان پر ضد وکاروي

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۲۰:۰۲ GMT+۱

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د پاکستان او هند تر منځ له جګړې وروسته د «معرکه حق» د لومړۍ کلیزې په مناسبت ویلي، افغانستان باید هېچا ته اجازه ورنه‌کړي چې خاوره یې د پاکستان پر ضد وکاروي. طالبانو تر دې مخکې په وار وار ویلي، چې افغان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه‌کارول شي.

د ۲۰۲۵ کال د مې په لومړۍ لسيزه کې د پاکستان او هند ترمنځ جګړه پیل شوه او شاوخوا ۴ ورځې یې دوام وکړ.

هند د پاکستان پرضد عملياتو ته د «سندور» او پاکستان يې پرضد ځوابي عملياتو ته د «بنيان المرصوص» نوم ورکړ، دواړه هيوادونه په یاده جګړه کې د خپلو خپلو برياو ادعاوې لري او پاکستان بیا په یاده جګړه کې ځان بریالی ګڼي او دغه بریا د «معرکه حق» په نوم نمانځي.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د معرکه حق د نمانځې په مراسمو کې وویل، افغانستان باید دې ته اجازه ورنه‌کړي چې خاوره یې د پاکستان او نورو پر ضد وکارول شي او همداراز یې څرګنده کړه: «افغانستان باید خپله خاوره د پاکستان او د سیمې د نورو هېوادونو پر ضد د ترهګرۍ لپاره کارولو ته پرېنږدي».

هغه همداراز په ډاګه کړه: «د بهرنیو په ملاتړ د فعالې ترهګرۍ بشپړ له منځه وړل د سیمې د سولې لپاره حتمي دي».

طالبانو تر اوسه د زرداري د دغو څرګندونو په تړاو څه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې په وار وار دا ویلي، چې افغان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه‌کارول شي.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان او هند تر منځ د تېر کال جګړه د امریکا د ولسمشر په یوه ټېلیفون سره ودرول شوه.

د اوکراین او روسیې کړکېچ؛ د ملګرو ملتونو سرمنشي د اوربند او د بندیانو د تبادلې هرکلی وکړ

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۱۸:۵۱ GMT+۱

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د اوکراین او روسیې ترمنځ د اوربند او د بندیانو د پراخې تبادلې د اعلان هرکلی وکړ. نوموړي دا هوکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د روانې جګړې په برخه کې یو مهم پرمختګ وباله. ویل کېږي په دې اوربند کې به د دواړو لورو تر منځ زر - زر بندیان هم تبادله شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د شنبې په ورځ (د غويي ۱۹مه) په خپله اېکس‌پاڼه د دې هوکړې په اسانولو او رامنځته کولو کې د امریکا د هڅو ستاینه وکړه. انټونیو ګوټرېش وویل، چې د دې موافقې د بشپړ پلي کېدو کلک ملاتړ کوي او د عملي کېدو غوښتونکی یې دی او همداراز یې ټینګار وکړ، چې د جګړې درېدل د ټولو خواوو په ګټه دي او باید په جدي توګه عملي شي.

نوموړي زیاته کړه، چې دا اوربند باید د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوالو قوانینو په رڼا کې د عادلانه، دوامداره او هر اړخیزې سولې د تامین لپاره د لومړي ګام په توګه وکارول شي. هغه د دې پروسې پر دوام او د نړیوالو اصولو پر رعایتولو هم ټینګار وکړ.

د امریکا ولسمشر د جمعې په ورځ (د غويي ۱۸مه) اعلان وکړ، چې د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه کې به د مې له ۹مې تر ۱۱مې پورې درې ورځنی اوربند نافذ شي او دواړه هېوادونه به زر ـ زر بندیان هم تبادله کړي.

د ټرمپ دغه اعلان بیا د روسیې او اوکراین له لوري هم تایید شو.

سهیل اپريدی: د مې ۹مه د پاکستان د تاريخ توره ورځ ده

۱۹ غویی ۱۴۰۵ - ۹ می ۲۰۲۶، ۱۸:۴۲ GMT+۱

د خيبرپښتونخوا اعلی وزير سهيل اپريدي، د ۲۰۲۳ کال د مې ۹مې د پېښو په تړاو ويلي، دا د پاکستان د تاریخ یوه توره ورځ ده او دغه ورځ به هېڅکله هم هېره نه‌شي. د ۲۰۲۳ کال د مې پر ۹مه د تحریک انصاف بنسټګر عمران خان د غبن په قضیه کې ونیول شو او بیا په ټول هېوا کې تاوتریخجن لاریونونه وشول.

د ۲۰۲۳ کال د مې پر ۹مه د پاکستان د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان د القادر بنسټ د غبن په قضيه کې ونیول شو او بيا یې په غبرګون کې پلویانو په ټول هېواد کې تاوتریخجن لاريونونه وکړل، چې په ترڅ کې یې پر حکومتي او پوځي ودانیو هم بریدونه وشول.

حکومت او امنیتي ادارو د دغو بريدونو پړه د تحریک انصاف پر مشرانو او فعالانو واچوله، خو عمران خان او د ګوند نورو مشرانو یې یاد تورونه رد کړل او په ډاګه یې کړه، چې حاکم حکومت د دوی د ګوند د ختمولو لپاره په دغه ډول «منظم پلان» جوړ کړی وو.

په همدې تړاو د تحریک انصاف پاکستان غړي او د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر د شنبې په ورځ (د غويي ۱۹مه) ویلي، د مې له ۹مې وروسته پر هېواد «جعلي حکمران مسلط کړل شول، چې د پاکستان او د پاکستاني ولس په تباهۍ کې یې هېڅ کسر پرېنښود. دغو حکمرانانو نه یوازې ملي اقتصاد ته زیان ورساوه، بلکې دولتي ادارې یې هم کمزورې کړې او د ولس او ادارو ترمنځ یې واټنونه زیات کړل».

هغه زياته کړه، «د مې د ۹مې په پېښه کې پرېکړه‌کوونکي او دولتي ادارې ککړ وو او همدې مسالې جدي پوښتنې راپورته کړي دي. تر نن ورځې د پېښې په تړاو د امنيتي کامرو ويډیوګانې نه‌دي خپرې شوي».

د پاکستان حکومت د خیبرپښتونخوا د اعلی وزیر د دغو ادعاو په تړاو تر اوسه څه نه‌دي ویلي او د پاکستان د تحریک انصاف ګوند لا هم د یادو پېښو د کره پلټنې غوښتونکی دی.