د کوټې د پولیسو مرستیال مشر شوکت عمران د جمعې په ورځ یوې خبري غونډې ته ویلي، چې د دغو ګواښونو له زیاتېدو وروسته په ښار کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
نوموړي ویلي، وسلهوال خپلې تګلارې بدلوي او له همدې امله امنیتي ادارو هم خپل عملیاتي پلانونه اصلاح کړي دي. د هغه په وینا، کوټه د ګڼو امنیتي خطرونو له امله له ځانګړې څارنې لاندې ده او د خلکو د خوندیتوب لپاره اضافي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.
هغه زیاته کړې چې په تېره میاشت کې په ښار کې ۲۳ د وژنې پېښې هم ثبت شوې دي.
په همدې حال کې، د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت ویاند بابر یوسفزی افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل: « امنیتي ځواکونه بشپړ چمتووالی لري او که کومه وسلهواله هڅه وشي، له سخت غبرګون سره به مخ شي.»
نوموړي د بلوڅ بېلتون غوښتونکو ډلو د احتمالي فعالیتونو په اړه د امنیتي ادارو د اندېښنو یادونه کړې، چې په وینا یې ځینې ډلې د نوو عملیاتو د پلان ادعا هم لري.
بلخوا، د کوټې ښار نامتو ژورنالیست میر هزار خان بلوڅ په خبرو کې وویل چې د ناامنۍ یوه مهمه وجه اقتصادي ستونزې دي. د هغه په وینا: « د ایران او افغانستان له پولو سره سوداګري محدوده شوې، بېکاري زیاته شوې او ځوانان د کار له نشتوالي سره مخ دي، چې له امله یې ځینې د وسلهوالو ډلو لور ته جذبېږي.»
په ورته وخت کې، د امنیتي چارو کارپوه عبدالله خان افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، چې د بلوچستان ناامني یوازې امنیتي نه، بلکې سیاسي او اداري عوامل هم لري.
هغه زیاتوي چې د اوږدې مودې لپاره د حکومتونو ناپایداري، د سیمهییزو ادارو کمزورتیا او د عامو خلکو د مشارکت نشتوالی د دې کړکېچ بنسټیز عوامل دي.
نوموړي همداراز د نشهيي توکو قاچاق او له دې سره تړلي مالي شبکې هم د ناامنۍ په دوام کې مهم عوامل بللي دي.
د هغه په وینا: « د امنیتي عملیاتو له امله په ځینو سیمو کې وسلهوالو ته درانه تلفات اوښتي، او د ځینو ډلو داخلي اختلافونه هم راپورته شوي دي.»
شنونکي وایي، که څه هم امنیتي ځواکونه د وضعیت د کنټرول هڅه کوي، خو د اوږدمهاله ثبات لپاره اقتصادي، سیاسي او اداري اصلاحات اړین ګڼل کېږي.