ملګري ملتونه: د لبنان خلک تر هر څه وړاندې یوه ریښتوني اوربند ته اړتیا لري

د ملګري ملتونه د بشري مرستو مرستیال سرمنشي او د بېړنیو مرستو همغږي کوونکي ټام فلیچر ویلي، چې د لبنان خلک تر هر څه وړاندې ډیر یوه «ریښتوني اوربند» ته اړتیا لري.

د ملګري ملتونه د بشري مرستو مرستیال سرمنشي او د بېړنیو مرستو همغږي کوونکي ټام فلیچر ویلي، چې د لبنان خلک تر هر څه وړاندې ډیر یوه «ریښتوني اوربند» ته اړتیا لري.
ټام فلیچر، پر ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې پر لبنان له سلو ډېر بریدونه شوي، چې له امله یې ملکي وګړي وژل شوي او ګڼې کورنۍ بېځایه شوې دي.
هغه زیاته کړې، ملګري ملتونه به خپلې ټولې هڅې وکاروي څو اړمنو کسانو ته بشري مرستې ورسوي، خو د ده په وینا، د لبنان خلک اوس تر ټولو ډېر د جګړې د درېدلو او د یوه ریښتیني اوربند غوښتنه کوي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په لبنان کې د وروستیو بریدونو او تاوتریخوالي له امله د بشري وضعیت د خرابېدو په اړه نړیوالې اندېښنې زیاتې شوې دي.

د امريکا سيبياېس خبري شبکې د امريکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې ايران د پراخېدونکې جګړې او احتمالي هوايي بريدونو د ګواښ له امله خپلې ځینې پوځي او ملکي الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي دي.
راپور کې ويل شوي، تهران هڅه کړې چې پاتې پوځي او هوايي تجهيزات له احتمالي زيانونو خوندي وساتي.
سيبياېس د «امنيتي مسايلو» په اړه د باخبره امريکايي چارواکو له قوله ويلي، ايران څو پوځي الوتکې د پاکستان د نورخان هوايي اډې ته انتقال کړې او ځینې ملکي الوتکې يې هم افغانستان ته استولې دي.
د راپور له مخې، دا لېږدونه څو ورځې وروسته له هغې ترسره شوه چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ايران او امريکا ترمنځ د اوربند اعلان وکړ. امريکايي چارواکو ادعا کړې چې پاکستان په داسې حال کې چې ځان يې د تهران او واشنګټن ترمنځ د ډيپلوماټيک منځګړي په توګه معرفي کاوه، په پټه يې ايراني پوځي الوتکو ته اجازه ورکړه چې د دې هېواد په هوايي ډګرونو کې کښېني.
په راپور کې راغلي چې د لېږدول شويو الوتکو له ډلې يوه «آر سي-۱۳۰» استخباراتي او کشفي الوتکه هم شامله وه، خو دوو امريکايي چارواکو سيبياېس ته ويلي چې لا څرګنده نه ده ايا ايران افغانستان ته هم پوځي الوتکې استولې دي او که نه.
سيبياېس ليکلي، چې دا تحرکات د ايران له لوري «روښانه هڅه» ښيي، څو خپل پاتې پوځي او هوايي امکانات د جګړې له پراخېدو خوندي کړي.
بل لور ته، يوه جګپوړي پاکستاني چارواکي د نورخان هوايي اډې په اړه دا ادعاوې رد کړې دي. نوموړي سيبياېس ته ويلي: «نورخان اډه د ښار په منځ کې موقعيت لري او هلته د ګڼو الوتکو پټ ساتل ناشوني دي.»
د طالبانو وياند ذبيحالله مجاهد هم افغانستان ته د ايراني الوتکو د انتقال راپورونه رد کړي دي. هغه سيبياېس ته ويلي: «ايران دې کار ته اړتيا نه لري.»
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له ایران سره روان اوربند «د ژوند وروستۍ شېبې تېروي» او د تهران وروستي دریځونه ښيي چې دواړه لوري لا هم د جګړې د پای ته رسولو پر مهمو مسایلو ژور اختلافات لري.
ټرمپ د ایران له لوري د امریکا د سولې وړاندیز ته په غبرګون کې لېږل شوی ځواب «بېارزښته» بللی او ویلي یې دي چې د تهران غوښتنو د اوربند راتلونکی له جدي خطر سره مخ کړی دی.
ایران د جګړې د بشپړ درولو، په لبنان کې د اسراییلو د عملیاتو د ختمېدو، د جګړې د زیانونو د جبران، د امریکا د سمندري بندیزونو د پای ته رسېدو او د خپلو تېلو د صادراتو د بیا پیل غوښتنه کړې ده. تهران همداراز د هرمز تنګي پر خپل حاکمیت ټینګار کړی، هغه مهمه لاره چې د نړۍ د نفتو او ګازو شاوخوا پنځمه برخه ترې لېږدول کېږي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د تهران غوښتنې «مشروع» بللې دي. بل خوا د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف خبرداری ورکړی چې ایراني ځواکونه د هر ډول «تیري» د پرېکنده ځواب لپاره چمتو دي.
په همدې حال کې د هرمز تنګي د نږدې تړل کېدو له امله د نړۍ د نفتو بازارونه هم اغېزمن شوي او د برېنټ خام نفتو بیه شاوخوا ۲،۷ سلنه لوړه شوې ده. راپورونه وایي، د جګړې له پیل راهیسې د نفتو صادرات کم شوي او د اوپیک تولیدات هم تر دوو لسیزو ټیټې کچې ته رسېدلي دي.
امریکايي رسنیو د یوې تازه ټولپوښتنې په حواله راپور ورکړی چې ډېری امریکایان د ایران پر ضد جګړې ته قانع نه دي او باور لري چې ټرمپ د دې جګړې هدفونه په روښانه ډول نه دي تشریح کړي.
ټاکل شوې ټرمپ د چهارشنبې په ورځ چین ته سفر وکړي، چې پکې به د ایران روان کړکېچ هم د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره د خبرو له مهمو موضوعاتو څخه وي.
د پولنډ سرحدي ځواکونو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې څلور افغان پناه غوښتونکي یې د دغه هېواد خاورې ته د «غیرقانوني ننوتلو» په تور نیولي دي د دوی په وینا، د دغه افغانانو ترڅنګ یې یو پولنډی وګړی د «انساني قاچاق» په شک نیول دی.
د پولنډ سرحدي ځواکونو زیاته کړې، دغه افغان پناه غوښتونکو غوښتل چې د پولنډ له لارې نورو اروپايي هېوادونو ته ولاړ شي. دوی لومړی سرحدي سیمو ته رسېدلي او بیا په پلي ډول د پولنډ له پوله اوښتې دي.
چارواکو ویلي، چې د پولنډ خاورې ته تر داخلېدو وروسته، دغه کسان د یوه پولنډي موټر چلوونکي له خوا په موټر کې لېږدول شوي او د اروپا نورو سیمو ته د لېږد په حال کې وو، چې ونیول شول.
تر دې وړاندې هم پولنډي سرحدي چارواکو د لږ تر لږه ۸۴پناه غوښتونکو، چې افغان وګړي هم پکې شامل وو، د نیولو خبر ورکړی و.
ډېری افغان پناه غوښتونکي هڅه کوي چې د پولنډ له لارې جرمني او نورو اروپايي هېوادونو ته ورسېږي، خو دا لاره په وروستیو کلونو کې د اروپا او روسیې ترمنځ د سیاسي لانجې برخه هم ګرځېدلې ده.
د اسوشیېټډ پرېس د راپور له مخې، پولنډ ادعا کوي چې د کډوالو زیات راتګ د دې هېواد له ظرفیت څخه لوړ شوی او تور لګوي چې روسیه او متحد یې، بلاروس هڅه کوي دغه کډوال د اروپا د بېثباته کولو لپاره وکاروي.
په همدې دلیل، پولنډ د خپل سرحد په ځینو برخو کې د پناه غوښتنې حق هم محدود کړی او د بلاروس سره په پوله کې یې د پناه غوښتنې لنډمهاله تعلیق څو ځله غځولی دی.
د نوې پالیسۍ له مخې، د پناه غوښتنې ثبت په عملي ډول د اوږدې مودې لپاره ځنډول شوی، چې دا کار د بشري حقونو د بنسټونو له نیوکو سره مخ شوی دی.
د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې ویلي، په دغه هېواد کې مېشت یو شمېر افغان کډوال چې د قانوني استوګنې، کار او زدهکړو اسناد یې لرل، له دغه هېواد څخه نه دي ایستل شوي، بلکې د جدي جرمي فعالیتونو په تور ککړ افغانان یې ستانه کړي دي.
دغه ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د نشهيي توکو قاچاق، د ترهګرو ډلو سره اړیکې، پر ماشومانو جنسي تېري، د قمار مرکزونو جوړول او د جعلي اسنادو کارول هغه تورونه دي چې د ځینو افغان وګړو پر وړاندې ثبت شوي دي.
په همدې اعلامیه کې ویل شوي، چې په تاجکستان کې لا هم د افغانانو لوی شمېر په قانوني ډول ژوند او کار کوي او ورته د استوګنې مناسب شرایط برابر شوي دي.
په۲۰۲۱کې د طالبانو بیا واکمنېدو وروسته یو شمېر افغانان د خوندیتوب په موخه ګاونډیو هېوادونو ته ولاړل، چې له دې ډلې تاجکستان هم د یو محدود شمېر کډوالو د جذب یو مسیر و. په لومړیو کې دغه هېواد ډېری افغانان د بشري وضعیت او د سرحدي اړتیاوو له مخې ومنل، خو د وخت په تېرېدو سره د کډوالۍ موضوع په تدریجي ډول د امنیتي اندېښنو تر سیوري لاندې راغله.
د سیمې د امنیتي ادارو په راپورونو کې وخت ناوخت د نشهيي توکو د قاچاق، سرحدي جرمي شبکو او د افراطیت د احتمالي نفوذ یادونه کېږي، چې له امله یې ځینې هېوادونه د کډوالو د کنټرول او څار سخت سیاستونه خپل کړي دي. تاجکستان هم د همدې عمومي سیمهییزو امنیتي اندېښنو له مخې د کډوالو د حضور په اړه لا سخت مقررات پلي کوي.
له بلې خوا، د بشري حقونو او کډوالو د ملاتړ نړیوال بنسټونه بیا ټینګار کوي چې د کډوالو د ستونزو حل باید د انفرادي قضیو د قانوني څېړنې له لارې وشي، نه د ډلهییزو اقداماتو له لارې، ځکه دا ډول اقدامات کله ناکله د بېځایه شویو کورنیو پر ژوند مستقیم اغېز کوي.
په همدې چوکاټ کې د تاجکستان او افغان کډوالو موضوع یوازې یو امنیتي بحث نه دی، بلکې د کډوالۍ، سیمهییزو سیاستونو او بشري ملاحظاتو ترمنځ یو پېچلی تعامل ګڼل کېږي، چې لا هم د حل په پړاو کې دی.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي وایي، د روسیې له خوا د جګړې پر مهال روسیې او تر خپلې ولکې لاندې سیمو ته د لېږدول شویو اوکرایني ماشومانو د بېرته ستنولو لپاره جوړ نړیوال ایتلاف لا پراخ شوی او اوس نږدې ۵۰ هېوادونه پکې شامل دي.
زیلنسکي پر ایکس خواله رسنۍ کې ویلي، کاناډا، د لاتینې امریکا هېوادونه، امریکا، ارجنټاین، اروپايي هېوادونه او جاپان له وړاندې د دې ایتلاف برخه وو، او اوس سویس او قبرس هم ورسره یوځای شوي دي.
هغه ویلي، د دې ایتلاف هڅې هره میاشت پایلې لري او یو شمېر اوکرایني ماشومان بېرته خپلو کورنیو ته ستنېږي، خو د ده په وینا لا هم ګڼ ماشومان د بېرته ستنېدو انتظار باسي.
زیلنسکي ټینګار کړی چې باید د ماشومانو د ساتلو ځایونه په دقیق ډول ثبت شي، د هغوی د تښتونې او د دې «جرم» د پټولو ټول پړاوونه وڅارل شي، ماشومان بېرته راستانه کړل شي او عادي ژوند ته د هغوی د بېرته ورګرځېدو زمینه برابره شي.
د اوکراین ولسمشر ویلي، که څه هم دا بهیر اسانه نه دی، خو د «اوکراین ته د ماشومانو بېرته ستنول» نوښت اغېزناک روان دی او د اروپايي کمېسیون، نړیوالو بنسټونو او بېلابېلو هېوادونو مشران پکې فعاله ونډه لري.
هغه د هغو لومړیو مېرمنو مننه هم کړې چې د اوکرایني ماشومانو د خوشې کېدو او بېرته ستنېدو په برخه کې همکاري کوي.