د طالبانو تر چتر لاندې د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي ادارې په وینا، دغه پېښې په کاپیسا، پنجشېر، سمنګان، ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو کې رامنځته شوې دي. په همدې موده کې ۶ کورونه په بشپړ ډول او ۶ نور په جزوي ډول ویجاړ شوي دي.
د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې ویاند محمد یوسف حماد ویلي:«د روان لمریز کال له وري میاشتې تر اوسه په ټول هېواد کې د طبیعي پېښو له امله ۲۵۷ کسان مړه شوي او ۳۳۸ نور ټپیان شوي دي. همداراز ۱۶۸۹ کورونه بشپړ ویجاړ شوي او نږدې شپږ نیم زره نور په جزوي ډول زیانمن شوي دي.»
هغه زیاته کړې چې د سېلابونو او توپانونو له امله سړکونه، پلونه او کرنیزې ځمکې هم زیانمنې شوې دي او په ټولیز ډول تر ۱۷ زرو زیاتې کورنۍ اغېزمنې شوې دي. حماد ویلي چې له زیانمنو کورنیو سره د کورنیو او نړیوالو مرستندویه ادارو په همکارۍ نغدي او خوراکي مرستې هم شوې دي.
خو د سېلابونو له امله زیانمن شوي کسان وایي چې د طبیعي پېښو پر مهال د مخنیوي او وقایوي کارونو نشتوالی د لویو زیانونو لامل ګرځي. د دوی په وینا، په هغو سیمو کې چې د سېلابونو خطر پکې لوړ وي، لا هم اساسي استنادي دیوالونه او نور مخنیوي تاسیسات نه دي جوړ شوي.
د جلالاباد د بیز اکمالاتي سیمې اوسېدونکي ابرارالله افغانستان انټرنشنل–پښتو ته ویلي:«دلته د سېلابونو مخنیوی دومره ستونزمن نه دی چې حکومت یې ونه شي کولای. یوازې یو اسنادي دیوال کولی شي سیمه له خطره وژغوري، خو دا کار نه کېږي.»
نوموړي ټینګار وکړ چې حکومت او مرستندویه ادارې باید د مرستو پر ځای د مخنیوي پر پروژو تمرکز وکړي، څو خلک د هر کال له تکراري ویجاړیو وژغورل شي.
افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه ګڼل کېږي چې د جغرافیایي جوړښت، غرنیو سیمو او کمزوري زیربنا له امله د طبیعي پېښو له جدي خطر سره مخ دی. په ځانګړي ډول د پسرلي او اوړي په موسمونو کې سخت بارانونه او سېلابونه په بېلابېلو ولایتونو کې پراخ زیانونه اړوي.
کارپوهان وایي، په وروستیو کلونو کې د اقلیمي بدلونونو له امله د ورښتونو شدت او ناڅاپي سېلابونه زیات شوي دي. دا وضعیت په هغو ولایتونو کې لا سخت دی چې د سیندونو په غاړو او غرنیو درو کې پراته دي.
بشري مرستندویه ادارې هم وخت ناوخت خبرداری ورکوي چې افغانستان د اقلیمي بدلون له امله له سختو اغېزو سره مخ دی، خو د مخنیوي ظرفیتونه یې لا محدود دي.