دا سروې د «نړیوالو اوبو مرغانو د سرشمېرنې» د پروګرام په چوکاټ کې ترسره شوې، چې له مخې یې د نړۍ په ۱۸۹ هېوادونو کې د مرغانو وضعیت څارل کېږي، څو د کډوالو مرغانو د لارې او د هغوی د استوګنې چاپېریال ارزونه وشي.
د افغانستان د نوې چاپېریالي ادارې «ارګانایزېشن ریویلډ» رضاکاره ټیم د هېواد په شپږو مهمو لندبلونو کې سروې کړې، چې ځینې یې د مرکزي اسیا د کډوالو مرغانو د مهمې الوتنې لارې برخه ګڼل کېږي.
د دې ادارې اجراییوي مشر ایوب علوي ویلي، چې د سروې پر مهال د اوبو مرغانو شمېر د پخوا په پرتله کم و او ډېری طبیعي لندبلونه یا وچ شوي او یا هم د بشري فعالیتونو له امله سخت زیانمن شوي دي.
هغه ویلي: «په ډېرو سیمو کې د مرغانو لپاره مناسب چاپېریال نور نه دی پاتې او په ځینو ځایونو کې اوبه بالکل له منځه تللې دي.»
د سروې له مخې، د کابل سیند پر غاړه بندونه، د غزني په بند سیمه او د امو سیند په شاوخوا کې ځینې نسبي ژوندي لندبلونه پاتې دي، خو د کرنې پراختیا، ککړتیا، ښکار او د ځمکې لاندې اوبو استخراج د دغو سیمو پر طبیعي توازن سخت اغېز کړی دی.
په راپور کې راغلي چې د «اب استاده» په نوم یو وخت له ۱۳ زره هکټاره پراخ طبیعي جهیل، چې د فلامینګو مرغانو مهم مرکز و، اوس بشپړ وچ شوی او هېڅ اوبه پکې نه شته.
د مرغانو د څارنې کارپوهانو ویلي چې افغانستان د مرکزي اسیا د کډوالو مرغانو لپاره مهم تمځای و، خو د اقلیمي بدلون، ښکار او د استوګنې د ځایونو د له منځه تلو له امله دا رول ورځ تر بلې کمزوری کېږي.
د راپور له مخې، ځینې سیمې لا هم د ژوندي چاپېریال نښې لري، خو د ښکار فشار او د انساني فعالیتونو پراختیا د مرغانو د خوندي پاتې کېدو امکانات محدود کړي دي.
د چاپېریال ساتنې ادارې او د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونه هم وخت ناوخت خبرداری ورکوي چې افغانستان د اقلیمي بدلون له امله د هغو هېوادونو له ډلې دی چې طبیعي سرچینې او اکوسیستم یې په چټک ډول زیانمنېږي.
د راپور لیکونکي کاترین کلارک لیکلي، چې دا سروې که څه هم محدود امکانات درلودل، خو بیا یې هم دا وښوده چې د افغانستان د لندبلونو او مرغانو وضعیت له جدي زوال سره مخ دی.
هغه زیاته کړې، چې افغانستان د لومړي ځل لپاره له کلونو وروسته د نړیوالو مرغانو د څارنې په سیستم کې بېرته شامل شوی، چې دا کار د هېواد د طبیعي چاپېریال د څار لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي، خو د دوام لپاره مالي او تخنیکي ملاتړ ته اړتیا لري.