د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، اروپايي کمېسیون ویلي چې ډېر ژر به کابل ته یو رسمي لیک واستول شي، څو د بروکسل د غونډې نېټه وټاکل شي. ویل کېږي چې دا لیدنه د سویډن په همغږۍ ترسره کېږي او تر دې وړاندې اروپايي چارواکو د همدې موضوع لپاره دوه ځله افغانستان ته سفرونه کړي وو.
اروپايي کمېسیون ویلي، اوس د افغانستان له «حاکمو چارواکو» سره په بروکسل کې د تخنیکي کچې د یوې تعقیبي غونډې پر چمتووالي کار روان دی، خو تر اوسه د غونډې کره نېټه نه ده اعلان شوې.
دا اقدام داسې مهال کېږي چې شاوخوا شلو اروپايي هېوادونو د کډوالۍ د سختو سیاستونو د پلي کولو په ترڅ کې افغانستان ته د افغان کډوالو، په ځانګړي ډول د جنايي جرمونو د محکومو کسانو، د بېرته ستنولو پر لارو چارو بحثونه چټک کړي دي.
د راپور له مخې، یو شمېر اروپايي هېوادونو تېر کال په یوه لیک کې له اروپايي ټولنې غوښتي وو چې د افغان کډوالو د ایستلو لپاره ډيپلوماټیک او عملي میکانېزمونه پیدا کړي. اروپايي کمېسیون ویلي چې د همدې هڅو په دوام، د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کې په کابل کې یوه تخنیکي غونډه هم ترسره شوې وه.
خو د طالبانو د چارواکو احتمالي سفر د بشري حقونو او سیاسي اړخونو له امله له جدي نیوکو سره هم مخ شوی دی، ځکه اروپايي ټولنه لا هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.
بشري بنسټونه خبرداری ورکوي چې افغانستان له سخت بشري بحران سره مخ دی او ډېری بېرته ستانه شوي افغانان د سرپناه، کار او لومړنیو اسانتیاوو له نشت سره ژوند کوي. د ژغورنې نړیوالې کمېټې د افغانستان مشرې لیزا اوون ویلي: «هغه هېواد ته د افغانانو شړل چې نږدې نیمايي وګړي یې د خوړو له کمښت سره مخ دي، یوازې د کډوالۍ سیاست نه دی، بلکې داسې پرېکړه ده چې د خلکو ژوند له خطر سره مخ کوي.»
د اروپايي ټولنې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۱۳ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ شاوخوا یو میلیون افغانانو په اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړې وه، چې نږدې نیمايي غوښتنې یې منل شوې دي. افغانان په ۲۰۲۵ کال کې هم په اروپا کې د پناه غوښتونکو تر ټولو لویه ډله بلل شوې ده.
په وروستیو کلونو کې جرمني تر ټولو فعال اروپايي هېواد پاتې شوی چې له قطر سره په همغږۍ یې تر سلو ډېر افغانان، چې په جرمونو محکوم شوي وو، افغانستان ته استولي دي. اتریش هم تېر کال په ویانا کې د طالبانو د استازو کوربهتوب کړی و، او اوس بلجیم او سویډن هم ورته ګامونو ته لېوالتیا ښيي.
د راپور له مخې، اروپايي چارواکي وايي چې د دې اړیکو اساسي موخه عملي او تخنیکي ستونزې حل کول دي، لکه د هغو افغانانو لپاره د پاسپورټونو صادرول چې په اروپا کې د افغانستان سفارتونه یې د طالبانو تر کنټرول لاندې نه دي.