ملګري ملتونه: رواني خدمات د ښځو اضطراب او فشار کموي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، چې په لرې پرتو سیمو کې روغتیايي خدماتو او رواني مشورو ته د افغان ښځو لاسرسی کولی شي د هغوی پر جسمي او رواني وضعیت مثبت اغېز ولري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، چې په لرې پرتو سیمو کې روغتیايي خدماتو او رواني مشورو ته د افغان ښځو لاسرسی کولی شي د هغوی پر جسمي او رواني وضعیت مثبت اغېز ولري.
دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ، د غويي ۲۳مه، په یوه راپور کې ویلي، چې د دوی تر ملاتړ لاندې روغتیايي مرکزونو کې د لومړنیو روغتیايي خدماتو او رواني مشورو وړاندې کول له ښځو سره مرسته کوي څو د جسمي ستونزو، رواني فشارونو او د ورځني ژوند له سختیو سره ښه مبارزه وکړي.
د راپور له مخې، په افغانستان کې په ځانګړي ډول د لرې پرتو سیمو ګڼې ښځې له خطرناکې امیندوارۍ، د روغتیايي اسانتیاوو کمښت او دوامداره رواني فشارونو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق زیاته کړې چې د رواني مشورو او روغتیايي پاملرنې خدماتو ته لاسرسی د اضطراب په کمولو، د رواني روغتیا په ښه کولو او د ورځني ژوند د مدیریت په برخه کې د ښځو د وړتیاوو په لوړولو کې مهم رول لري.
دغه بنسټ ټینګار کړی چې په ځانګړي ډول په محرومو او لرې پرتو سیمو کې ښځو ته د روغتیايي مرکزونو او رواني خدماتو دوامداره ملاتړ د هغوی د روغتیايي او ټولنیز وضعیت د ښه والي لپاره اړین دی.

په خوست کې د طالبانو والي عبدالرحمن حقاني په یوې ولسي غونډه کې له خلکو غوښتي چې د خپلو سرونو په بیه د دوی له نظام څخه دفاع وکړي. هغه زیاته کړې چې د دغه اسلامي نظام، جغرافیې او فضا ساتنه پر خلکو فرض ده.
نوموړی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې خپله د طالبانو نورو چارواکو څو څو ځله اندېښنه ښوولې چې د افغانستان فضا د دوی په لاس کې نه ده او اشغال شوې ده. عبدالرحمان حقاني وویل: «د ټول ملت څخه مې غوښتنه ده چې د خپل اسلامي نظام دفاع وکړي، د خپل دین او جغرافیې دفاع وکړي».
هغه همدا راز زیاته کړې، چې خلک باید د خپلو مالومونو او اولادونو په بیه باندې هم د دوی د اوسني نظام ساتنه وکړي. له دې څرګندونو سره هممهاله پاکستاني چارواکو خبرداری ورکړی، که طالبان د افغانستان خاوره کې د ټيټيپي وسلهوالو د پټنځایونو د مخنیوي لپاره لاس په کار نهشي، نو یو ځل بیا پر افغانستان بریدونه وکړي.
د پاکستان دفاع وزیر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې که طالبان یې خبرو ته غوږ کېنږدي، نو کابل سره به هم د نوي ډيلي په څېر چلند وکړي. په ورته مهال طالبانو هم په بېلابېلو ولایتونو کې له خلکو غوښتي چې د پاکستان پر وړاندې د خپل هېواد په دفاع کې له دوی سره اوږه په اوږه ودرېږي.
افغانستان لپاره د پاکستان پخواني استازي اصف دُراني افغانستان انټرنشنل ته ويلي، اسلاماباد په کابل کې د رژيم بدلون هڅه نه کوي او نه غواړي طالبان د هغوی له مخالفانو سره بدل کړي. هغه وويل، پاکستان د ټولو افغان اړخونو سره په اړيکه کې دی، خو د دغو اړيکو موخه د طالبانو نسکورول نه دي.
د هغه په خبره: «ښه ده چې افغانان خپلو حالاتو ته پرېښودل شي».
دغه پخواني پاکستاني چارواکي د طالبانو د ادارې او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ په اړه وويل، چې د اسلاماباد اصلي ستونزه تحريک طالبان پاکستان يا ټيټيپي ده.
هغه زياته کړه: «موږ له افغان طالبانو سره ستونزه نه لرو، زموږ ستونزه له ټيټيپي سره ده». د نوموړي په وينا، طالبانو د پښتونولۍ د دود او د «غيرت» له مخې د ټيټيپي غړو ته د «ميلمنو» په توګه پناه ورکړې، خو ټينګار يې وکړ: «قاتل او غل ته پناه نه شي ورکول کېدای».
اصف دراني وويل، طالبان لا هم د يوه جنګي ډلې په څېر چلند کوي، نه د يوه مسئول حکومت په توګه.
هغه همداراز ادعا وکړه، چې د افغانستان دننه د پاکستان هوايي بريدونو د ټيټيپي د بريدونو شدت کم کړی دی. د هغه په وينا، اسلاماباد د دغې ډلې د چريکي بريدونو پر ضد خپلې «ځانګړې لارې چارې» غوره کړې دي.
د اميد روغتون د اورلګېدنې په اړه د دراني ادعا
آصف دراني د مرکې په بله برخه کې د پاکستان په هوايي بريدونو کې د ملکي وګړو مرګژوبله رد کړه او ويې ويل، چې په کابل کې د بريد هدف «کمپ فونيکس» و، نه د اميد روغتون.
هغه پوښتنه وکړه، که روغتون هوايي بريد کې په نښه شوی وي، نو ولې يې ودانۍ نه ده نړېدلې او د پراخې ورانۍ نښې نه تر سترګو کېږي؟
نوموړي ادعا وکړه، چې ودانۍ نه ده نړیدلې، بلکې اور يې اخيستی و.
دراني د ځينو افغانانو له قوله دا ادعا هم وکړه، چې کېدای شي د روغتون اورلګېدنه خپله د طالبانو کار وي، څو په وينا يې معتاد کسان له منځه يوسي، خو زياته يې کړه چې د دې پېښې بشپړ ابعاد خپلواکې څېړنې ته اړتيا لري.
هغه دا پوښتنه هم راپورته کړه: «د مهماتو زېرمتون ته څېرمه د روغتون شتون څنګه توجيه کېدای شي؟».
پاکستان تر اوسه د دې پېښې په اړه رسمي څېړنه نه ده کړې او نه يې هم کومو خپلواکو او بېطرفه ادارو ته بلنه ورکړې چې د پېښې علت وڅېړي. طالبانو پاکستان تورن کړی چې په قصدي ډول يې د اميد روغتون په نښه کړی، خو پاکستان دغه ادعا ردوي.
د مرګژوبلې شمېرې او د کړکېچ مخينه
د اصف دراني دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې نړيوالو ادارو راپور ورکړی، د پاکستان په هوايي بريد کې، چې د کابل اميد روغتون يې په نښه کړی و، له ۲۲۰ زيات کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپيان شوي دي.
طالبان هم ادعا کوي، چې په دغو بريدونو کې شاوخوا ۴۰۰ ملکي وګړي وژل شوي، خو دراني دغه شمېرې «پراخ تبليغات» بللي او رد کړې يې دي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د کړکېچونو په لړ کې، اسلاماباد څو ځله د افغانستان خاوره بمبار کړې او ويلي يې دي، چې د ټيټيپي پټنځايونه يې په نښه کړي دي.
پاکستان طالبان تورنوي، چې دغې ډلې ته يې پناه ورکړې ده.
اصف دراني همداراز ومنله، چې پاکستان په تېرو دوو لسيزو کې د طالبانو ملاتړ کړی دی. د هغه په وينا، دغه ملاتړ د حامد کرزي او اشرف غني د حکومتونو پر مهال په افغانستان کې د هند د نفوذ د مخنيوي لپاره و.
د نوموړي څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي، چې د کابل او اسلاماباد اړيکې لا هم ترينګلې دي او دواړه لوري يو بل د کورنيو چارو په لاسوهنه تورنوي.
پاکستان په رسمي ډول طالبان، چې پخواني متحدين يې ګڼل کېږي، له هند سره پر همکارۍ تورنوي.
سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې د کونړ ولایت د پېچ درې ولسوالۍ په ماڼوګي کلي کې له سوات څخه د راغلو کډوالو په یوه کور کې چاودنه شوې، چې له امله یې د یوې ښځې او درې ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي دي.
یوې باوري سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې په دې پېښه کې له چاودنې وروسته یو کس نادرکه شوی او د کور ودانۍ په بشپړ ډول ویجاړه شوې ده.
د سیمهییزو سرچینو په وینا، پېښه نن شپه شاوخوا ۸:۴۰بجې د خیبر پښتونخوا د سوات سیمې څخه د راغلو کډوالو په کور کې رامنځته شوې ده.
سرچینې زیاتوي چې د چاودنې له امله کور په بشپړه توګه نړېدلی او د سیمې اوسېدونکي اوس د نادرکه شوي کس د موندلو لپاره په شاوخوا پټیو او سیمو کې پلټنې کوي.
تر اوسه د چاودنې دقیق علت نه دی روښانه شوی، خو د سرچینو په وینا، ګومان کېږي چې پېښه د چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې وي.
طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
د افغان کرېکټ ملي لوبغاړو محمد نبي او راشد خان د هند په یوه روغتون کې د افغان کرېکټ د پخواني ملي لوبغاړي شاپور ځدراڼ پوښتنې ته ورغلي دي. محمد نبي ویلي، د شاپور ناروغي «عادي» نهده او راشد خان د هغه د رغېدو لپاره د دعاګانو هیله کړې ده.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی تیز توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ له څه مودې راهیسې د هند په ګریټر نویډا کې تر درملنې لاندې دی او نن (چهارشنبه د غويي ۲۳مه) د کرېکټ ستورو محمد نبي او راشد خان یې پوښتنې ته ورغلي وو.
محمد نبي په خپله فېسبوکپاڼه لیکلي: «زموږ هغه دنګ او له شور او جذبې ډک شاپور چې تل مو په میدانونو کې په قوي اراده لیدلی، نن د ناروغۍ په بستر کې لیدل راته ډېر دردوونکي وو».
هغه زیاته کړې: «د شاپور ناروغي عادي نه ده». خو نوموړي په دې اړه نور جزییات نهدي ورکړي.
له دې سره سم، د کرېکټ بل ستوري راشد خان هم په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي، چې د هغه روغتون چې شاپور ځدراڼ پهکې بستر دی له مشرتابه سره د هر ډول همغږۍ او همکارۍ لپاره په دوامداره توګه په اړیکه کې دی.
هغه زیاته کړې: «تر ټولو مهمه دا ده چې هغه لا هم زموږ او ستاسو د ټولو اخلاصناکو دعاوو ته اړتیا لري».
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، شاپور ځدراڼ ډېرې کمې خبرې کولای شي، زیاتره وخت ویده وي او شاوخوا ۱۴ کیلو وزن یې له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې پر سنیو د طالبانو له بندیزونو سره سم د کاناډا په ټورنټو کې د بیان ازادۍ مرکز درېیمه کلنۍ ناسته کړې ده. د ناستې جوړونکو ویلي، چې په دې غونډه کې د افغان خبریالانو په ګډون شاوخوا درې سوه جلاوطنه خبریالانو، د رسنیو فعالانو، اکاډمیکو او سیاسي څېرو ګډون کړی و.
د ناستې سږنی تمرکز د بیان ازادۍ وضعیت او د جلاوطنه افغان خبریالانو جدي ننګونو ته ځانګړی شوی و. د مرکز بنسټګر او رییس نجیب اصیل وویل چې ډېری خبریالانو اوس مهال د ګواښ، سانسور، سیاسي فشار او امنیتي خطرونو له امله خپلې هېوادونه پرېښي او اوس د کوربنو هېوادونو په رسنیزو ادارو کې د کار موندلو له سختو خنډونو سره مخ دي.
ده زیاته کړه چې مرکز په وروستیو درې کلونو کې د جلاوطنه خبریالانو او رسنیزو فعالانو یوه نښلوونکې شبکه جوړه کړې چې سلګونه ژورنالیستان له بیلابیلو هېوادونو سره یوځای کوي.
د بيبيسي مشرې خبریالي لیسي ډوسېټ او «په کابل کې تر ټولو ښه هوټل، د افغانستان د خلکو تاریخ» کتاب لیکواله، د ناستې ځانګړې مېلمنه وه. هغې د نړۍ د بیان ازادۍ پر وضعیت او په ځانګړي ډول په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان د رسنیو او د معلوماتو د لاسرسي لاسته راوړنو باندې خبرې وکړې او د جلا وطنه افغان خبریالانو لهخوا د افغانستان د پېښو په مستندسازۍ کې ترسره شوی کار یې وستایه.
یاد مرکز د هغې له څلوېښت کلنې مسلکي هڅې او د افغانستان او سیمې د پېښو د پوښښ له امله د نوموړې ستاینه هم کړې ده.
په غونډه کې د «څنګه د خپل هېواد پېښې پوښلای شو کله چې بېرته ستنېدای نه شو» تر سرلیک لاندې د بحث پر مېز د افغانستان انټرنشنل رییس هارون مجفيزاده، د اکواډرو څېړنیز خبریال اندرسن بوسکن، د ترکیې هېواد تحقیقي خبریال آرزو یلدز او د الجزیرې پخواني خبریال ولید بتراوي د جلاوطنه ژورنالیزم ننګونې تشریح کړې.
خبرپاڼه کې راغلي چې ګډونوالو خپلې شخصي تجربې، د سرچینو د لاسرسي محدودیتونه، امنیتي ستونزې او رواني فشارونه شریک کړل او ټینګار یې وکړ چې د تبعیدي خبریالانو ترمنځ همکاري او له نړیوالو رسنیزو شبکو سره نښلېدنه د خلکو غږ د نړۍ غوږونو ته رسوي.
دغه ناسته کې د رسنیو یو شمېر فعالانو او د بیان ازادۍ ملاتړو له جلا وطنه خبریالانو سره د لا ډېر ملاتړ غوښتنه وکړه. نجیب اصیل له کاناډا حکومت او نړیوالو ملاتړو سازمانونو وغوښتل چې د افغان خبریالانو په اسکان کې همکاري زیاته کړي، په ځانګړي ډول د هغو خبریالانو لپاره چې په پاکستان، ایران او ترکیه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.
افغانستان اوس د مطبوعاتو د ازادۍ په نړیوال شاخص کې بیخي ټیټې درجې ته راغلی او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته رسنۍ له سختو محدودیتونو، د ښځینه خبریالانو پر کار د درنو بندیزونو سره مخ دی.