• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

چین او قطر د افغانستان د امنیت او ثبات لپاره د نړیوالو هڅو پر ډېرېدو ټینګار کړی

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۱۰:۳۷ GMT+۱

د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالعزیز او د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی یوشیاویوننګ په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو، امنیت او ثبات لپاره پر ګډو نړیوالو هڅو غږېدلي دي.

قطري رسنیو د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې دواړو لوریو په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت او د امنیتي وضعیت د ښه‌والي لپاره د نړیوالو هڅو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر د یادې لیدني پرمهال ویلي، چې قطر له سوله‌ییزو لارو د شخړو هوارولو د ټولو هڅو ملاتړ کوي او هېواد یې په سیمه‌ییزه او نړۍواله کچه د سولې او ثبات د پیاوړتیا لپاره خپلو هڅو ته ژمن دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي تېره ورځ په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر سره هم کتلي او دواړو لوریو د ارومچي د ناستې په اړه خبرې کړې دي.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۳
تازه خبر

کونړ کې د سوات د کډوالو په کور کې چاودنه؛ د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي

۴

په ټورنټو کې د افغان خبریالانو په ګډون د بیان ازادۍ مرکز خپله درېیمه کلنۍ ناسته ترسره کړی

۵

د پاکستان ډالري جګړه؛ محمود فضلي وایي د سهیل اپریدي څرګندونو د دغه جګړې حقیقت بربنډ کړ

•
•
•

نور کیسې

روسیه: په افغانستان کې له ۱۸ زرو څخه تر ۲۳ زرو پورې وسله‌وال فعالیت کوي

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۱۰:۰۲ GMT+۱

د روسیې د امنیت شورا منشي وايي، چې په افغانستان کې له ۱۸ تر ۲۳ زرو جنګیالي فعال دي او له سوریې څخه افغانستان ته د اویغور، تاجک او ازبک الاصله وسله‌والو د راتګ شمېر هم ډېر شوی. نوموړي ویلي، چې د طالبانو امنیتي ادارې ددې جنګیالیو څارنه کوي، خو یو شمېر جنګیالي ددوی له څاره بهر دي.

د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو ویلي چې په افغانستان کې له ۱۸ زرو څخه تر ۲۳ زرو پورې وسله‌وال، چې له ۲۰ ډېرو مختلفو ډلو سره تړاو لري، فعالیت کوي.

هغه د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د اړوندو ادارو د سکرترانو په ۲۱مه غونډه کې وویل، « په افغانستان کې وضعیت دشانګهای همکارۍ سازمان د امنیت د تضمین لپاره ډېر مهم دی. دا په ځانګړي ډول د ترهګرۍ او مخدره توکو د قاچاق له ګواښونو سره تړاو لري چې له دغه هېواده سرچینه اخلي».

شویګو وویل چې کابل د داعش پر وړاندې، چې د طالبانو د خوځښت اصلي سیاسي او ایډیالوژیک سیال بلل کېږي سخته وسله‌واله جګړه کوي. د هغه په وینا، دا ډله شاوخوا درې زره غړي لري.

هغه زیاته کړه چې د بېلابېلو اټکلونو له مخې په افغانستان کې له ۱۸ زرو څخه تر ۲۳ زرو پورې وسله‌وال فعالیت لري.

شویګو وویل چې په ۲۰۲۵ کال کې داعش ۱۲ لوی ترهګریز بریدونه کړي، چې له امله یې ۴۰ نظامي سرتېري او ۲۵ ملکي وګړي وژل شوي او تر ۵۰ زیات ټپیان شوي دي.

هغه دا هم وویل چې له سوریې څخه افغانستان ته د اویغور، تاجک او ازبک الاصله وسله‌والو د راتګ کچه لوړه شوې ده. نوموړي ویلي، چې د طالبانو امنیتي ادارې ددې جنګیالیو څارنه کوي.

خو د شویګو په وینا، ځینې افراطي کسان لا هم د طالبانو د امنیتي ادارو له څارنې بهر پاتې دي.

د روسیې د امنیت شورا منشي دا هم وویل چې په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت د عادي کېدو لپاره مالي سرچینې خورا کمې دي.

هغه ویلي چې لویدیځ د روسیې، کیوبا، وینزویلا، عراق، ایران، شمالي کوریا، لیبیا او افغانستان شاوخوا ۵۹۰ میلیارده ډالره شتمنۍ کنګل کړې دي.

هغه وویل: «د۲۰۲۲ کال په فبروري کې د جو بایډن د پرېکړې له مخې ۳،۵ میلیارده ډالر د سپټمبر ۱۱مې د قربانیانو کورنیو ته د تاوان په توګه ورکړل شول. نور ۳،۵ میلیارده ډالر امریکا د افغانستان د بشري مرستو ځانګړي صندوق ته ولېږدول».

نوموړي وویل، چې «دا پیسې غلا شوې دي».

هغه وویل چې طالبان د نشه يي توکو پر ضد مبارزه کې مهمې هڅې کوي. د هغه په وینا، د کوکنارو د کښت او تولید ساحه له هغه وروسته چې طالبان واک ته رسېدلي، له ۹۰ سلنې زیاته کمه شوې ده خو د اقتصادي ستونزو له امله شاوخوا څلور میلیونه کسان لا هم د نشه يي بوټو په کرنه کې ښکېل دي.

هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو، په ځانګړي ډول میتامفېټامین، تولید زیات شوی دی.

شویګو د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د اړوندو ادارو د سکرترانو په ۲۱مه غونډه کې وویل: « زموږ بنسټیز دریځ دا دی چې امریکا او د هغې متحدین باید په افغانستان کې د خپل ۲۰ کلن حضور بشپړ مسوولیت ومني او له جګړې وروسته د بیارغونې اصلي بار پر غاړه واخلي».

هغه زیاته کړه چې روسیه افغانستان ته د درېیمو هېوادونو د پوځي تاسیساتو بېرته راتګ د نه منلو وړ بولي.

شویګو وویل چې روسیې د ۲۰۲۵ کال په جولای کې د طالبانو اسلامي امارت په رسمیت پېژندلی او له طالبانو سره یې عملي او واقعي خبرې اترې پیل کړې دي.

هغه زیاته کړه: «موږ په تدریجي ډول یو بشپړ شراکت جوړوو، له سیاسي او امنیتي اړیکو څخه نیولې تر سوداګرۍ، اقتصاد، کلتور او بشري همکارۍ پورې.»

د هغه په وینا، له کابل سره همکاري د سیمې د امنیت او اقتصادي پرمختګ د اهدافو لپاره مهمه ده.

شویګو وویل چې اړینه ده د شانګهای د همکارۍ سازمان او افغانستان ترمنځ د تماس ډلې فعالیتونه بېرته پیل شي او همدارنګه په سیمه‌ییزو نوښتونو لکه د مسکو فارمټ کې هم همکاري پراخه شي.

د طالبانو امربالمعروف وزارت وایي تېره اونۍ یې ۱۰ کوډګر نیولي دي

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۰۹:۱۶ GMT+۱

د طالبانو د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت خبر ورکړی، چې د دوی محتسبانو په تېره یوه اونۍ کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۰ کوډګر نیولي دي. د یاد وزارت په وینا؛ دغه نیول شوي کوډګر عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي.

د طالبانو یاد وزارت تر دې وړاندې هم په کابل او یوشمېر نورو ولایتونو کې د کوډګرو د نیولو خبر ورکړی و. د طالبانو د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت تر دې وړاندې خبر ورکړی و، چې د دوی محتسبانو په تېرې وري میاشت کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۵۸ کوډګر نیولي دي.

د دغه وزارت له‌خوا په خپور شوي راپور کې راغلي، تېره اونۍ یې د مېرمنو د حقونو اړوند ۱۵۶ قضیې هم حل کړې چې په‌کې د ظلم، جبري نکاح، په بدو کې د نجونو د ورکړې، مهر، میراث او طلاق اړوند قضیې شاملې دي. دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې دغې ډلې په خپله پر ښځو پراخ بندیزونه لګولي دي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت خبرپاڼه زیاتوي، چې په تېره یوه اونۍ کې یې له سوداګرو سره د بیو د کنټرول، د احتکار او بې‌کیفیته توکو د واردولو د مخنیوي په اړه هم ۴۳۵ اصلاحي ناستې لرلې.

طالبان وايي په کونړ کې یې ۴ ښځې د سوال کولو په نوم د «فحشا» د ترویج په تور نیولې دي

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۰۶:۱۵ GMT+۱

د طالبانو د امربالمعروف وزارت خبر ورکړی، چې په کونړ کې یې ۴ سوالګرې ښځې «د فحشا» د ترویج په تور نیولې دي. یاد وزارت زیاته کړې، چې د سیمې د اوسېدونکو، قومي مشرانو او جوماتونو د امامانو د پرله‌پسې غوښتنو وروسته یې دغه اقدام کړی.

یاد وزارت د پنجشنبې په ورځ (د غویي ۲۴مه) ویلي، چې نیول شوې ښځې له سهاره تر ماښامه د سوال کولو په پلمه د اسعداباد ښار په هټیو او بازارونو کې ګرځېدې او خپل د ټېلیفون شمېرې یې خلکو ته ورکولې.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت زیاته کړې، چې دغه ښځې به د «شرعي طرزالمعملونو» لپاره عدلي او قضايي ادارو ته ور وپېژندل شي. دغه وزارت ټینګار کړی، چې د «اسلامي ارزښتونو د ساتنې، د ټولنې د اخلاقي امنیت د ډاډمنولو او د خلکو د مشروع غوښتنو» د پوره کولو لپاره به له شرعي اصولو سره خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي.

طالبانو د نیول شویو ښځو د هویت او نیونې په تړاو د نورو جزییاتو په اړه څه نه‌دي ویلي.

تازه له ایران او پاکستان نه تر ۵زره ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۰۶:۰۰ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ (د غویي ۲۳مه) ۹۷۵ کډوالې کورنۍ چې ټولټال ۵زره او ۲۲۹ کسان کېږي؛ له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي. راپور زیاتوي، له دې ډلې ۷۶۷ کورنۍ د تورخم له لارې، ۱۴۰ کورنۍ د سپین بولدک له لارې، ۶۱ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې او ۴۲ کورنۍ د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ له یادو کورنیو سره د اړتیا وړ مرستې هم شوې دي. همداراز د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ له دې ډلې ۱۱۷۸ کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ښځو او بشري حقونو د ملاتړ او ودې بنسټ خبرداری ورکړی، چې په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او زرګونه کسان له جدي امنیتي او بشري ګواښونو سره مخ دي.
له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وایي، چې په روانې غویي میاشت کې له پاکستان، ایران او ترکیې نه په خپله خوښه او جبري توګه ۱۰۴زره او ۲۵۵ کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د احمدشاهي لوبغالي برخلیک؛ د فوټبال نړۍوال معیار لرونکی لوبغالی د غېږ نیونې په ډګر بدل شوی

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۰۵:۵۷ GMT+۱

په کندهار کې احمدشاهي لوبغالی چې څو کاله وړاندې د افغانستان فوټبال فدراسیون، د المپیک ملي ادارې او ځایي ادارې په همکارۍ د شاوخوا یو مېلیون امریکايي ډالرو په لګښت جوړ شوی و؛ اوس د فوټبال پرځای د غېږ نیونې سیالیو لپاره کارول کېږي.

کندهار کې د فوټبال فدراسیون یوه پخواني کارکوونکي د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، احمدشاهي لوبغالی د نړۍوال معیار له مخې جوړ شوی مصنوعي چمن لري او د دغه میدان ساتنه ځانګړو اصولو ته اړتیا لري.

هغه وویل: «دغه میدان په عادي ډول نه‌دی جوړ شوی، د مصنوعي چمن لاندې ځانګړی تخنیکي سیستم، ډرېناژ او معیاري طبقات کارول شوي دي. یوازې د فوټبال ځانګړي بوټان باید ورباندې استعمال شي؛ خو اوس ورباندې هر ډول خلک درانه بوټان او د غېږنیونې سیالۍ ترسره کېږي. خلک ژاولې، بوتلان، زوڼي او نور خوراکي توکي ورباندي غورځوي چې د میدان عمر کموي».

د نوموړي په وینا؛ د فوټبال نړۍوال فدراسیون (FIFA) د مصنوعي میدانونو لپاره ځانګړي مقررات لري او په داسې میدانونو کې د فوټبال پرته د نورو فعالیتونو دوام د نړۍوالو معیارونو خلاف ګڼل کېږي.

د کندهار یوشمېر فوټبال لوبغاړي وايي، د غېږنیونې دوامداره سیالیو او په لوبغالي کې د توکو غورځولو د میدان کیفیت ته زیان رسولی او د لوبغاړو لپاره یې د تمرین چاپېریال محدود کړی دی.

د کندهار یو ځوان لوبغاړی محمد اکرم په دې اړه وايي: «موږ ته له کلونو وروسته دغه یو معیاري لوبغالی جوړ شوی، چې په ډېر شوق مو لوبې ورباندې کولې؛ خو اوس د فوټبال پر ځای په‌کې غېږ اېستل کېږي. کله چې غېږنیونه ترسره شي سلګونه کسان میدان ته داخلېږي او مصنوعي چمن ته زیان رسېږي».

د کندهار احمدشاهي فوټبال لوبغالی د غېږنیونې سیالۍ پرمهال
100%
د کندهار احمدشاهي فوټبال لوبغالی د غېږنیونې سیالۍ پرمهال

یو بل لوبغاړی ضیاءالدین هم وايي: «په مصنوعي میدان کې ژاولې، عادي بوټان او درانه تګ‌راتګ یا غېږ نیول جدي زیان رسوي. که همداسې دوام وکړي، دغه میدان به په لنډ وخت کې خپل کیفیت له لاسه ورکړي».

د کندهار یوشمېر د فوټبال مینه‌وال هم اندېښنه لري، چې د لوبغالي ناسمه کارونه به د مېلیونونه ډالرو په ارزښت پروژه له‌منځه یوسي. د کندهار د فوټبال نندارچیان او د فوټبال لوبغاړي وایي، غېږنیونه خپله دودیزه لوبه ده او ځانګړی ځای لري، مخکې دغه سیالۍ په ارغنداب ولسوالۍ او نورو سېمو کې د شګو په میدانونو کې ترسره کېدې؛ خو اوس یې فوټبال لوبغالي ته راوړې دي.

د سیمې خلک وايي، له هغه وروسته چې سږکال په کندهار کې د شالمار مېلې موسم پیل شوی؛ د غېږنیونې سیالۍ په دوامداره ډول احمدشاهي لوبغالي ته انتقال شوې دي. د دوی په خبره؛ د دغه سیالیو پرمهال د خلکو پراخ حضور، بې‌نظمه تګ‌راتګ او د میدان نامسلکي کارونه د مصنوعي چمن د خرابېدو ګواښ زیات کړی دی.

ورزشي څارونکي وايي، که په نړۍوال معیار جوړ شوي میدانونه د خپلو اصلي موخو پر ځای د نورو فعالیتونو لپاره وکارول شي نه یوازې د پروژو مالي ارزښت له‌منځه ځي؛ بلکې د لوبغاړو راتلونکی هم زیانمنېږي.

دوی ټینګار کوي، چې د ورزش او بدني روزنې مسوولین باید د میدان د ساتنې لپاره واضح اصول عملي کړي او اجازه ورنه کړي چې د فوټبال معیاري لوبغالی په دوامداره ډول د نورو سیالیو لپاره وکارول شي.