• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سپین بولدک یو اوسېدونکی: یوه مافیایي ډله ځايي طالبانو سره په ګډه خلکو ته ستونزې جوړوي

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۱۸:۵۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۲۰:۱۰ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل- پښتو ته د کندهار د سپین‌بولدک یوه اوسېدونکي ویلي، چې یوه مافیايي ډله د طالبانو د ځايي پولیسو قومندانۍ او محکمې له ځینو کسانو سره په ګډه خلکو ته ستونزې جوړوي. د ده په وینا، دغه کسان د با نفوذه خلکو او سوداګرو پر ضد جعلي دعوې جوړوي او د حل په پلمه ترې پیسې اخلي.

دغه ادعا د افغانستان انټرنشنل له‌خوا په خپلواکه توګه هم تایید شوې ده.

سرچینې ویلي، چې یادې ډلې لومړی پر یوې شتمنې کورنۍ یا سوداګر د پور، د ځمکې د ملکیت او یا نورو تورونو دعوه کوي، بیا موضوع د طالبانو پولیسو او محکمې ته وړي او د «فیصلې» په بدل کې پیسې غواړي. هغه زیاتوي، چې له شکایت کوونکو څخه ترلاسه شوې پیسې د دعوې په لړ کې «شریکان» خپل منځ کې وېشي.

د ده په وینا، عام خلک، دولتي کارکوونکي او نظامیان له دې وضعیت څخه خبر دي، خو تر اوسه رسمي اقدام نه‌دی شوی.

یاد اوسېدونکی ادعا کوي، که څوک له دغو غوښتنو سره موافقه ونه کړي، نو د محکمې له حکم پرته په میاشتو میاشتو بندي ساتل کېږي.

ده وویل، چې د طالبانو لوړ پوړي امنیتي غړي او ځینې قاضیان شکایت کوونکو ته مشوره ورکوي، چې له دې ډلې سره «کښیني» او یو مقدار پیسې ورکړي، ګنې «ډېر عذاب» به وویني. نوموړي ټینګار کړی، چې د «حکومت ټول چارواکي» د دې ډلې غړي نه‌دي، خو ځینې کسان ورسره همکاري کوي.

تر دې وړاندې د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم ورته شکایتونه شوي دي.

ترویج لرونکی

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟

۲

عبدالباري جهاني: تاریخ او کتابونه وايي چې ملایان ګنهکاره او د زوال عاملین دي

۳

فراګیر بنسټ: د طالبانو د ښځو ضد محدودیتونو افراط‌ګري او ټولنیزه ناامني زیاته کړې

۴

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه

۵

افغان اېواک: امریکا ته د افغانانو د لېږد پر وړاندې د ټرمپ تګلاره یو پټ اداري خیانت دی

•
•
•

نور کیسې

د سرپل اوسېدونکي: د ولایتي روغتون امر طبي زده‌کړې نه لري او د والي پخوانی ساتونکی و

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۱۲:۴۲ GMT+۱

د سرپل یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشل ـ پښتو ته ویلي، چې طالبانو د دغه ولایت په ولایتي روغتون کې یو داسې کس د امر په توګه ګومارلی، چې هېڅ ډول طبي زده‌کړې نه لري.

ځايي اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې یاد کس د سرپل د پخواني والي مولوي ظریف نږدې کس و، چې لومړی یې د هغه د ساتونکي او وروسته یې د شخصي سکرتر په توګه دنده ترسره کوله، خو په دې وروستیو کې د ولایتي روغتون د امر په توګه ګومارل شوی دی.

د سرپل اوسېدونکي دغه ګومارنه ښکاره بې‌عدالتي بولي او وايي، په داسې حال کې چې په دغه ولایت کې ګڼ متخصص ډاکټران او تجربه لرونکي روغتیايي کارکوونکي بې‌کاره دي، د روغتون مهمه او مسلکي دنده داسې چا ته سپارل شوې چې په طبي چارو کې هیڅ پوهه نه لري.

د یادونې وړ ده چې دغه ادعاوې یوازې د سرپل د یو شمېر اوسېدونکو روایت دی او تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

نوي راستانه شوي افغانان د پاسپورټ اخیستو پر مهال له ستونزو سر ټکوي

۲۴ غویی ۱۴۰۵ - ۱۴ می ۲۰۲۶، ۱۲:۳۴ GMT+۱

یو شمېر نوي راستانه شوي افغانان شکایت کوي چې د افغانستان د پاسپورټ ریاست او اړوندو دفترونو له لوري د پاسپورټ ترلاسه کولو په بهیر کې له جدي ستونزو سره مخ دي. ددوی په وینا، دا نه یوازې د خلکو وخت او پیسې ضایع کوي، بلکې پر دولتي ادارو د خلکو باور هم زیانمنوي.

دغو نویو راستنو شویو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته په یو لیک کې ویلي، هغه کسان چې تازه یې قانوني تذکرې ترلاسه کړې دي، د پاسپورټ په ولایتي ریاستونو کې پاسپورټ نه ورکول کېږي.

دوی زیاتوي کله چې د ستونزې د حل لپاره مرکزي دفتر ته مراجعه کوي، نو ځینې مسوولین ترې غواړي چې په خپلو اسنادو کې عمر زیات ولیکي او نوې تذکره واخلي.

دوی ټینګار کوي چې هم کاغذي او هم کمپیوټري تذکرې د طالبانو حکومت له لوري ورته صادرې شوې او ټول قانوني مراحل یې بشپړ کړي، خو بیا هم د پاسپورټ لپاره نه منل کېږي.

یو شمېر نوي راستانه شوي دا چلند «ښکاره بې‌انصافي» بولي او وایي چې له دوی غوښتل کېږي څو د اسنادو د سمون په نوم غیرقانوني بدلونونه ومني.

دوی له طالبانو غواړي چې د دې ستونزې د حل لپاره روښانه، شفافه او عادلانه تګلاره خپله کړي، څو خلک اړ نه شي د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره له غیرقانوني لارو کار واخلي.

راستانه شوي افغانان وایي چې که دغه وضعیت دوام وکړي، نو دا به نه یوازې د فساد لپاره نوې لارې پرانیزي، بلکې پر دولتي ادارو به د خلکو باور هم کمزوری کړي.

یوه کابل مېشتې ډاکټره: په پلازمېنه کې غږیزې ککړتیا د خلکو استراحت ګډوډ کړی

۲۱ غویی ۱۴۰۵ - ۱۱ می ۲۰۲۶، ۰۷:۴۵ GMT+۱

د کابل د یوه خصوصي زېږنتون ډاکټرې په پلازمېنه کې د غږیزې ککړتیا او شور څخه شکایت کړی. هغې په نیوکې سره ویلي، په داسې حال کې چې هر کال د غږیزې ککړتیا له امله په نړۍ کې لسګونه زره کسان مري؛ د طالبانو ادارې دې برخې ته هیڅ ډول پاملرنه نه‌ده کړې.

هغې افغانستان انټرنشنل پښتو ته د یوه پیغام په لېږلو سره ویلي، د شپې له‌خوا تر نوکرۍ وروسته کله چې سهار کور ته ستنېږي د ښار د شور او د لاس پلورونکو د لوړ غږ له امله استراحت نه‌شي کولی.
نوموړې وایي، چې په استوګنیزو سیمو کې د لاس پلورونکو او موټرو د غږیزې ککړتیا له امله د هغې استراحت سخت اغېزمن شوی دی. د هغې په وینا؛ دغه ځورونکي غږونه د سهار له شپږو بجو پیلېږي او د ورځې تر ناوخته دوام کوي، چې له امله یې نه یوازې د هغې خوب ګډوډېږي، بلکې د ورځې نورې چارې یې هم اغېزمنې کېږي.

هغه زیاتوي، چې د یوې روغتیايي کارکوونکې په توګه ښه استراحت ورته ډېر مهم دی؛ ځکه د شپې له‌خوا دنده ذهني او فزیکي ستړیا زیاتوي، خو د غږیزې ککړتیا له امله دغه توازن له‌منځه تللی.

یادې ډاکټرې له اړوندو ادارو غوښتنه کړې، چې د ښار په استوګنیزو سیمو کې د غږیزې ککړتیا د کنټرول لپاره جدي تدابیر ونیسي او د خلکو لپاره د ارام ژوند زمینه برابره کړي. هغه ټینګار کوي، چې دغه ستونزه نه یوازې د روغتیايي کارکوونکو پر ژوند اغېز کوي؛ بلکې د عامو خلکو ورځنی ژوند او روغتیا هم زیانمنوي.

په کابل ښار کې د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله خلک وخت ناوخت د غږیزې ککړتیا له امله شکایت شکایت کوي.

یو شمېر افغان کډوالو د ترکیې پر سرحدي ځواکونو تور لګولی چې «ګوتې یې ترې غوڅې کړې»

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۱۱:۱۰ GMT+۱

د افغان کډوالو یوه ډله د ترکیې پر پوله ساتوځواکو تور لګوي چې د ایران او ترکیې په پوله کې یې د هغوی ګوتې پرې کړې او ټپیان کړي یې دي. دغو کډوالو افغانستان انټرنشنل ته په استول شوي ویډیويي پیغام کې ادعا کړې چې له پولې د اوښتو پر مهال د ترکیې سرحدي ځواکونو تاوتریخوالی ورسره کړی دی.

په ویډیو کې د څو کډوالو د لاسونو انځورونه ښودل کیږي، چې ځینې ګوتې یې سختې ټپي شوې او ځینې غوڅې شوې دي.

په ویډیو کې ځوانان ښکاري چې لاسونه یې ژوبل شوي او وایي د ترکیې پوله ساتو ځواکونو ټپیان کړي دي.

افغانستان انټرنشنل د ترکیې بهرنیو چارو وزارت ته په رسمي لیک کې د دغو تورونو په اړه د وضاحت غوښتنه کړې، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د افغانستان انټرنشنل څېړنې ښيي هغه افغان وګړي چې د بې‌وزلۍ، ناامنۍ او پراخو بشري حقونو د سرغړونو له امله خپل هېواد پرېږدي، د ایران او ترکیې ترمنځ د تېرېدو پرمهال له تاوتریخوالي سره مخ کېږي.

ځینې کډوال نه یوازې د سرحدي ځواکونو له تاوتریخوالي سره مخ شوي، بلکې د سفر په اوږدو کې د تښتونې، غلا او سختو طبیعي شرایطو قرباني شوي هم دي.

له دې وړاندې یو شمېر افغان کډوال ویډیوګانې را استولې وې او د ترکیې پر سرحدي ځواکونو یې تور لګولی و، چې د څو کسانو «غوږونه یې پرې کړي دي».

افغانستان انټرنشنل دغه ادعاوې په خپلواکه توګه تایید نه کړای شوې او نه د ترکیې چارواکو تراوسه ددې ادعاوو په اړه څه ویلي دي.

ترکیه د اروپا پر لور د افغان او نورو کډوالو د پټې تېرېدا مهمه لاره ګڼل کیږي، خو ترکیې او اروپايي هېوادونو په دې وروستیو کې قوانین سخت کړي او د کډوالو د غیر قانوني تګ او راتګ د مخنیوي هڅه کوي.

په ایران کې د یوه اعدام شوي افغان کورنۍ وايي طالبان دې له ایران څخه وضاحت وغواړي

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۱۳:۲۲ GMT+۱

د یوه افغان کارګر محمد یوسف کورنۍ ادعا کوي، چې نوموړی د ایراني چارواکو له لوري په شکمن ډول اعدام شوی دی. دغه کورنۍ له طالبانو غواړي چې له ایران څخه د دغه اعدام په اړه رسمي وضاحت وغواړي او قضیه روښانه کړي.

د یاد کس د کورنۍ غړو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې دوی له طالبانو غواړي څو له ایراني چارواکو څخه د هغه د اعدام د لامل په اړه رسمي پوښتنه وکړي او قضیه روښانه کړي.

د قرباني کورنۍ افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، محمد یوسف په ایران کې په یوه کارخانه کې کار کاوه، چې د غلو له برید سره مخ شو. د دوی په خبره، په نښته کې یو غل تښتېدلی او بل بې‌هوشه شوی و، خو پولیسو د اصلي عاملینو پر ځای محمد یوسف او د هغه یو بې‌اسناده ملګری نیولي دي. دا په داسې حال کې ده چې د یوسف کورنۍ د هغه د پاسپورټ او قانوني ویزې کاپي هم افغانستان انټرنشنل ته لېږلې ده.

کورنۍ ادعا کوي چې په کارخانه کې ویډیويي شواهد موجود وو، خو بیا هم محمد یوسف ونیول شو او په زندان کې ورسره غیر انساني چلند وشو. دوی زیاتوي چې د اعدام هېڅ رسمي حکم نه دی ورښودل شوی او د نوموړي په جسد کې د اعدام نښې نه لیدل کېږي، بلکې له غاړې ښکته ژور ټپونه شته چې په غټو بښیو ګنډل شوي دي

د یوسف د کورنۍ په وینا، ایراني چارواکو هغه د ۱۴۰۴ کال د وري په لومړۍ نېټه نیولی و، او وروسته د همدې کال د غویي په ۲۴مه پولیسو ورته ویلي چې نوموړی په زندان کې مړ شوی، خو د مرګ د علت په اړه یې هېڅ وضاحت نه دی ورکړی.

د قرباني کورنۍ له طالبانو یې غوښتي چې د نوموړي د قضیې په اړه باید بشپړ او شفاف معلومات وړاندې شي.

دا پېښه په داسې حال کې راپورته کېږي چې په وروستیو کلونو کې په ایران کې د افغان کډوالو د

وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.