د نړول شوي کمپ په څنډه او ګاونډ کې مېشتو ځايي خلکو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وويل، د افغان کډوالو يادونه ورسره پاتې دي او تل به یې په ياد ساتي. هغوی وويل: «افغانان له هر اړخه ښه خلک وو».
په نړول شوي کمپ کې يوازې جوماتونه پاتې دي. د يوه جومات ملا امام احمد مزاري وويل: «د پښتنو يو دود مېلمهپالنه ده، افغان کډوالو هم تر هغه وخته چې دلته اوسېدل، مېلمهپالنه کوله. هغوی دا هېواد خپل ګاڼه، موږ هېڅکله دا احساس نه دی کړی، چې هغوی د افغانستان دي او موږ د پاکستان».
هغه وويل: «افغانان زموږ وروڼه دي، مدرسو او جوماتونو ته به تلل. دلته چې اوسېدل، زموږ ورسره د ورورولۍ اړيکې وې او اوس یې ډېر کمی احساسوو.»
احمد مزاري افغانستان ته د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه وويل: «دا د حکومتي قانون موضوع وه، ځکه پرې عمل کېده».
په کراچۍ کې د نړول شوي کمپ څنډه د افغان کمپ ترڅنګ يوه هټيوال محمد عامر وويل، افغانان په راکړه ورکړه کې ښه خلک وو او له کله راهسې چې تللي دي، دلته کاروبار کابو په ټپه درېدلی دی.
هغه وويل: «هغوی له موږ سره د عامو پاکستانيانو په څېر اوسېدل. موږ هېڅکله دا فکر نهکاوه، چې افغانستان بېل هېواد دی. موږ ته دواړه هېوادونه يو شان دي».
عامر زياته کړه: «افغانانو به ځايي خلک خپلو ښاديو او مېلمستياوو ته بلل. موږ خلک دومره ژر له نورو سره اشنايي نهجوړوو، خو هغوی ډېر ښه خلک وو. که زما نه پوښتنه وشي، زه وايم، چې کډوال بايد بېرته نه وای لېږل شوي، خو دا د حکومت پاليسي وه، نو موږ پهکې څه ويلی شو».
عامر وويل: «ناسته ولاړه یې خوندوره وه او په دوستۍ کې ډېر کلک خلک وو».
د کمپ په څنډه کې یوه ځايي اوسېدونکي ۲۷ کلن محمد شعيب افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وويل، افغانان کاروباري خلک وو، خپله خواري او مزدوري به یې کوله او هېچا سره یې کار او غرض نهوو.
هغه وويل: «له دغو خلکو سره ډېر ظلم وشو. هغوی ښکلي کورونه جوړ کړي وو، خو ونړول شول او د هغوی تاوان هم ورنهکړل شو. زما په اند، بايد دغه خلک بېرته نه وای لېږل شوي او اوس چې تللي، دا سیمه شاړه شوې ده. حکومت ته پهکار ده، چې دلته نور خلک راولي او سیمه بېرته اباده کړي».
کمپ ته څېرمه د يوه رسټورانټ چلوونکي عبدالوحيد لهړي وويل، د کمپ له خالي کېدو وروسته تر ټولو زيات مالي زيان ده ته رسېدلی دی.
نړول شوی کمپ هغه وويل: «کله چې کمپ اباد و، زموږ د رسټورانټ هره ورځ د څلورو تر پنځو لکو کلدارو (روپيو) کاروبار کېده، خو اوس په ورځ کې يو نيم لک هم نهکيږي».
د افغان کډوالو کمپ د کراچۍ د ګلشن معمار پوليس تاڼې په حدودو کې راځي. د پوليسو د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۵م کال د اپرېل له مياشتې د ۲۰۲۶م تر مارچ پورې يوازې له دغه کمپ څخه ۱۷۴۲۵ کډوال اېستل شوي، چې له ۱۲ زرو زيات یې دپياوار او نږدې ۱۵۰۰ یې د اېسيسي کارتونو لرونکي وو.
په دغو کډوالو کې داسې ډېر کسان وو، چې همدلته زېږېدلي او لوی شوي وو او هېڅکله یې افغانستان نهوو لیدلی.
د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د جمهوري نظام له رانسکورېدو وروسته له نورو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان او ایران څخه نږدې ۵ میلیونه افغان کډوال د کوربه هېوادونو له لوري اېستل شوي دي. هغوی په افغانستان کې هم د سرپناه او کاروبار د نشتوالي تر څنګ له ګڼو ستونزو سره مخ دي.