• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د تورخم د مزدورانو ټولنه: د ډيورنډ کرښې تړل کېدو په ټول پاکستان کې د روزګار ساه بنده کړې

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۰۰:۲۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۰۱:۴۷ GMT+۱

د تورخم د مزدورانو ټولنه وایي، د تورخم دروازې اته میاشتنی بندښت نه یوازې د سرحدي سیمو مزدوران او ټرانسپورټ کارکوونکي زیانمن کړي، بلکې د پاکستان پر اقتصاد یې پراخ منفي اغېز کړی او خلک یې له سخت اقتصادي بحران سره مخ کړي دي.

د تورخم د مزدورانو ټولنې په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي، چې د تورخم دروازې اوږدمهاله تړل کېدو د پاکستان اقتصاد له جدي ستونزو سره مخ کړی او د خلکو د زغم کاسه ډکه شوې ده.

یادې ټولنې ادعا کړې، چې د ډیورنډ کرښې بندښت یوازې په دغه کرښه د پرتو سیمو ستونزه نه ده، بلکې د ټول هېواد پر سوداګرۍ، کرنې، صنعت او د خلکو پر ژوند یې منفي اغېز کړی دی.

په بیان کې راغلي: «د ډیورنډ کرښې په بندولو سره تاسو د کوم یو ښار نه، بلکې د ټول پاکستان د روزګار ساه بنده کړې ده او اوس د ولس د زغم حد ختم شوی دی.»

د تورخم د مزدورانو ټولنې ویلي، چې د کرښې د بندښت له امله د پنجاب بزګران، سوداګر، د فابریکو مالکین، ټرانسپورټران او ورځني مزدوران له سختو اقتصادي زیانونو سره مخ شوي دي.

دوی ادعا کړې چې ګڼ کرنیز محصولات خراب شوي، په فابریکو کې پانګونې زیانمنې شوې او د خلکو اقتصادي وضعیت تر دې حده خراب شوی چې «په کورونو کې دي او د ماشومانو راتلونکی له خطر سره مخ شوی دی.»

ټولنې خبرداری ورکړی چې که کرښه ژر پرانېستل نه شي، احتجاجونه به پراخ شي او زرګونه کسان به سړکونو ته راووځي.

په بیان کې ویل شوي، چې د ټرانسپورټرانو احتجاجي پرلت پیل شوی او ټاکل شوې ده چې په لنډي کوتل کې هم یوه خبري ناسته ترسره شي.

د تورخم د مزدورانو ټولنې همداراز ټینګار کړی چې د کرښې پرانېستل د خلکو «حق» دی او حکومت باید د اقتصادي زیانونو د مخنیوي لپاره بېړنی اقدام وکړي.

ترویج لرونکی

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟

۲

عبدالباري جهاني: تاریخ او کتابونه وايي چې ملایان ګنهکاره او د زوال عاملین دي

۳

فراګیر بنسټ: د طالبانو د ښځو ضد محدودیتونو افراط‌ګري او ټولنیزه ناامني زیاته کړې

۴

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه

۵

افغان اېواک: امریکا ته د افغانانو د لېږد پر وړاندې د ټرمپ تګلاره یو پټ اداري خیانت دی

•
•
•

نور کیسې

ازبکستان په بلخ کې د نساجۍ د یوې سترې فابریکې د جوړولو اعلان کړی

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۲۰:۵۸ GMT+۱

د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایع خونې مشر بلخ کې د طالبانو له والي سره په کتنه کې د صنعتي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په دغه ولایت کې د ۱۵ زره ټنه کلني تولید په ظرفیت د یوې سترې نساجۍ فابریکې د جوړولو پلان لري.

په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایع خونې مشر داورون وخابوف د بلخ له والي ملا محمد یوسف وفا سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د صنعت، سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.

په دغه ناسته کې وخابوف ویلي، د تېرو درې سوداګریزو نندارتونونو او ګډو ناستو له لارې د افغانستان او ازبکستان د سوداګرو ترمنځ اړیکې او همکارۍ پراخې شوې دي.

داورون وخابوف همداراز ویلي، چې په بلخ ولایت کې د یوې سترې نساجۍ فابریکې د جوړېدو پلان لري، چې د کلني ۱۵ زره ټنه تولید ظرفیت به ولري او کولی شي په دغه ولایت کې د صنعت د ودې او د کاري فرصتونو د زیاتېدو زمینه برابره کړي.

هغه زیاته کړې چې په بلخ کې شاوخوا ۱۰۰ هکټاره ځمکه کې د «سلطان» په نوم د لوړ کیفیت پنبه کرل کېږي، چې د نساجۍ صنعت لپاره ځانګړی اهمیت لري. د هغه په وینا، د بزګرانو لپاره د تخنیکي روزنې او ظرفیت لوړولو پروګرامونه هم په پام کې نیول شوي، څو د کرنیزو محصولاتو کیفیت او اندازه لوړه شي.

نوموړي همداراز ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به اصلاح شوي د کچالو تخمونه د یخچالي موټرو له لارې بامیان ولایت ته ولېږدول شي او د بزګرانو ترمنځ به د کښت لپاره ووېشل شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی فرید اپریدی له پېښور څخه «بې‌درکه» شوی دی

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۱۹:۱۹ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ غړي ذکیم خان وزیر ادعا کړې چې د دغه غورځنګ فعال غړی فرید اپریدی د پاکستان د استخباراتي ادارو له لوري په پېښور کې نیول شوی او نامعلوم ځای ته وړل شوی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي ذکیم خان وزیر په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي چې د پي ټي اېم فعال فرید اپریدی د چهارشنبې په ماښام هغه مهال په پېښور کې د استخباراتي ادارو له لوري ونیول شو، چې خپل کور ته روان و.

ذکیم خان وزیر په ایکس کې لیکلي: «نن ماښام په پېښور کې زموږ تکړه ملګری فرید اپریدی په داسې حال کې د استخباراتي ادارو له لوري وړل شوی چې هغه خپل کور ته روان و.»

هغه په خیبر پښتونخوا کې روان وضعیت «بشپړه پوځي زورواکي» بللې او ادعا یې کړې چې پولیس او ایالتي حکومت هېڅ واک نه لري.

نوموړي زیاته کړې: «د پېښور غوندې ښار څخه زموږ ملګري هره ورځ استخباراتي ادارې له درکه کوي. اووه میاشتې وشوې چې خنیف او نورالله هم ورک دي، د پېښور پوهنتون محصلین هم په پوځي زندانونو کې ساتل شوي وو، او له دې مخکې بلال اورکزی هم د میاشتو لپاره له درکه کړل شوی و.»

ذکیم خان وزیر د بشري حقونو له بنسټونو غوښتي چې دغې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.

تر اوسه د پاکستان حکومت، پوځ یا استخباراتي ادارو د فرین اپریدي د لادرکه کولو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

په افغانستان کې د پاکستاني موټرو بندپاتې کېدو په غبرګون لاریونوالو د لنډي کوتل لاره وتړله

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۰۷:۰۲ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ په لنډي کوتل سیمه کې ځایي خلکو لاریون کړی او دغه لویه لاره یې د هر ډول تګ‌راتګ پر مخ تړلې ده. لاریونوال وایي، چې پاکستان دې له طالبانو سره په افغانستان کې د بندپاتې سوداګریزو او مساپرو وړونکو موټرو د ستنېدو په اړه خبرې وکړي.

یوشمېر کسانو د ټرانسپورټ ټولنې د خیبر مارکېټ په تکیه سیمې کې پرلت وهلی او د لنډي کوتل لویه لاره یې د هر ډول تګ‌راتګ لپاره تړلې ده. لاریونوال وايي، چې له تېرو اوو میاشتو راهیسې پاکستاني سوداګریز او مساپر وړونکي موټر په افغانستان کې بند پاتې دي، چې له امله یې موټر چلوونکي او مساپر له مالي او نورو ستونزو سره مخ دي.

لاریونوال زیاتوي، چې په افغانستان کې بندپاتې کسان له ناروښانه وضعیت سره مخ دي. دوی وایي، څو ځله یې د پاکستان ځايي حکومت ته خبر ورکړی؛ خو تراوسه عملي ګام نه‌دی اخیستل شوی.

د پرلت له کبله په لنډي کوتل کې لارې بندې او د موټرو اوږده کتارونه ولاړ دي. ځايي خلک وايي‌، په لنډي کوتل کې تازه د عمومي لارې تړل کېدو پر سوداګریزو فعالیتونو هم اغېز کړی. لاریونوالو ټینګار کړی، چې د پاکستان حکومت دې له افغان طالبانو سره په افغانستان کې د بند پاتې پاکستاني وګړو او موټرو د بېرته ستنېدو په اړه خبرې او عملي اقدام ترسره کړي.

د بحران نړیواله ډله: د طالبانو د محدودیتونو سره افغان ښځو انلاین سوداګرۍ ته مخه کړې

۲۸ غویی ۱۴۰۵ - ۱۸ می ۲۰۲۶، ۰۲:۱۵ GMT+۱

د بحران نړیوالې ډلې په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د طالبانو له پراخو محدودیتونو وروسته افغان ښځو تر پخوا ډېر د انلاین سوداګرۍ او کورنیو کاروبارونو پر لور مخه کړې، تر څو د خپلو کورنیو اقتصادي اړتیاوې پوره کړي او هم خپل ټولنیز حضور وساتي.

دغه راپور چې «د ژغورنې یو ناپایدار مسیر؟ په افغانستان کې د ښځو په مشرۍ سوداګري» تر سرلیک لاندې خپور شوی، څرګندوي چې ګڼ شمېر افغان ښځې د ټولنیز حضور، زده‌کړو او دولتي کارونو له فرصتونو بې‌برخې شوې، د اقتصادي فعالیتونو د دوام لپاره یې ټولنیزې شبکې او انلاین پلور ته مخه کړې ده.

طالبانو په ۲۰۲۱کال کې واک ته له بیا رسېدو وروسته پر ښځو پراخ محدودیتونه وضع کړي دي. د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه، د کار محدودیتونه، د سفر شرایط او په ټولنیزو چارو کې محدود حضور هغه موارد دي چې د ښځو پر ژوند یې اغېز کړی دی.

د راپور له مخې، خصوصي او کوچني کورني کاروبارونه اوس د ښځو لپاره له وروستیو پاتې اقتصادي او ټولنیزو فضاوو څخه ګڼل کېږي. دبحران نړیوالې ډلې په وینا، د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د ښځو تر مدیریت لاندې سوداګریزو جوازونو شمېر څلور برابره زیات شوی دی.

راپور زیاتوي، چې ډېری ښځې په غیر رسمي ډول هم له خپلو کورونو فعالیت کوي او د لاسي صنایعو، غالۍ اوبدلو، خیاطۍ، د جامو تولید، د خوراکي توکو پروسس او د ځایي محصولاتو د پلور په برخو کې بوختې دي.

د راپور له مخې، ښځې د دې لپاره چې ټولنیز محدودیتونه کم کړي او په عامه ځایونو کې د حضور اړتیا راکمه کړي، خپل محصولات د ټولنیزو شبکو او انلاین پلېټفارمونو له لارې پلوري.

دغه بنسټ ټینګار کړی، چې له کوره کار کول او د ډیجیټلي ټکنالوژۍ کارونه ښځو ته دا زمینه برابره کړې چې د طالبانو له سختو محدودیتونو پرته، لا ډېرو پېرودونکو ته لاسرسی پیدا کړي او عاید ترلاسه کړي.

خو راپور خبرداری ورکوي، چې د طالبانو محدودیتونه لا هم د ښځینه سوداګرو پر وړاندې جدي خنډونه جوړوي. د سفر لپاره د محرم شرط، له دولتي ادارو سره د مستقیم تعامل ستونزې، د تګ راتګ محدودیتونه او سخت جنسیتي بېلتون د هغو ستونزو له ډلې دي چې ښځې ورسره مخ دي.

راپور همداراز یادونه کوي چې په ۲۰۲۳کال کې د ښکلا سالونونو د فعالیت بندیز د شاوخوا ۱۲زره کاروبارونو د تړل کېدو او تر ۶۰زرو زیاتو ښځو د بې‌کارۍ لامل شو.

د بحران نړیوالې ډلې ټینګار کړی چې د افغانستان اقتصاد لا هم له جدي بحران سره مخ دی او د بهرنیو مرستو کمېدل، له ایران او پاکستانه د کډوالو پراخ ستنېدل او اقتصادي رکود پر کورنیو لا زیات فشار وارد کړی دی.

دغه بنسټ له طالبانو غوښتي چې پر ښځو لګول شوي محدودیتونه، په ځانګړي ډول د سفر او اداري تعاملاتو په برخه کې، کم کړي او ښځو ته بازارونو او دولتي خدمتونو ته د اسانه لاسرسي زمینه برابره کړي.

راپور له نړیوالو مرستندویه هېوادونو او بنسټونو هم غوښتي چې د مالي مرستو، تخنیکي روزنو، ډیجیټلي زده‌کړو او کوچنیو سوداګریو د ملاتړ له لارې د افغان ښځو ملاتړ وکړي.

طالبان: د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې چارې په چټکۍ سره پرمخ روانې دي

۲۷ غویی ۱۴۰۵ - ۱۷ می ۲۰۲۶، ۲۱:۱۰ GMT+۱

طالبانو د ټاپي پروژې د عملي پرمختګ او چټکتیا ادعا کړې او وایي چې د افغانستان په خاوره کې د دې سترې سیمه‌ییزې پروژې چارې په مخته روانې دي. د طالبانو د کانونو وزارت په وینا، هدایت الله بدري ترکمنستان ته د خپل سفر پر مهال د دغه پروژې د تجهیزاتو د لېږد او رغنیزو فعالیتونو ارزولي دي.

د یاد وزارت طالب ویاند همایون افغان ویلي، هدایت‌الله بدري د ترکمنستان د ترکمن‌باشي بندر څخه لیدنه کړې او هلته یې د ټاپې پروژې اړوند د هرات برخې لپاره د نلونو او تخنیکي تجهیزاتو د انتقال بهیر له نږدې څارلی دی.

د طالبانو د معلوماتو له مخې، د افغانستان په خاوره کې تر اوسه د ټاپي پروژې ۶۳کیلومتره نللیکه غځول شوې او د پاتې برخو د کار لپاره ۱۲۵کیلومتره مسیر هم پاک او چمتو شوی دی.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت زیاته کړې چې د پروژې لپاره شاوخوا ۵۱کیلومتره نلونه د بهرنیو سرچینو له لارې د کار سیمې ته رسېدلي او د کار سرعت هم زیات شوی دی. د دوی په وینا، اوس هره ورځ نږدې ۵۰۰متره نوې نللیکه ویلډینګ کېږي.

ټاپي پروژه د سیمې له مهمو اقتصادي او دانرژۍ له پروژو څخه ګڼل کېږي، چې موخه یې د ترکمنستان د طبیعي ګازو لېږد افغانستان، پاکستان او هند ته دی. د دې پروژې د پرمختګ په اړه د طالبانو تازه څرګندونې په داسې حال کې دي چې یاده پروژه په تېرو کلونو کې د امنیتي او تخنیکي ننګونو له امله څو ځله ځنډېدلې وه.