• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د چین سفیر او د سوداګرۍ خونې غړو د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۱۵:۲۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۱۶:۵۴ GMT+۱

په کابل کې د چین سفیر ژاو‌ شېنګ وايي، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشر سره یې لیدنه کړې ده. نوموړي ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا خبرې اترې شوې دي.

په کابل کې د چین سفیر ژاو شېنګ نن سې شنبه، د غويي پر ۳مه په اېکس کې لیکلي، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشر سره یې کتلي دي.

نوموړي ویلي چې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا خبرې شوې دي.

د چین سفیر په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشر سره لیدنه ورته د خوښۍ ځای و. هغه د دې لیدنې پر مهال د شویو بحثونو هرکلی کړی دی.

د ژاو شېنګ د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي همکارۍ تمرکز شوی دی. هغه دا خبرې اترې د دواړو لورو لپاره ګټورې بللې دي.

په کابل کې د چین استازي د دې لیدنې په اړه نور تفصیلات نه دي ورکړي، خو ټینګار یې کړی چې د کابل او بیجنګ ترمنځ اقتصادي او سوداګریز بحثونه ګټور وو.

ترویج لرونکی

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟

۲

عبدالباري جهاني: تاریخ او کتابونه وايي چې ملایان ګنهکاره او د زوال عاملین دي

۳

فراګیر بنسټ: د طالبانو د ښځو ضد محدودیتونو افراط‌ګري او ټولنیزه ناامني زیاته کړې

۴

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه

۵

افغان اېواک: امریکا ته د افغانانو د لېږد پر وړاندې د ټرمپ تګلاره یو پټ اداري خیانت دی

•
•
•

نور کیسې

په کابل کې یوه بې‌روز ګاره انجنیر د بې‌وزلۍ له امله «د ځان سوځولو» هڅه کړې

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۱۵:۰۲ GMT+۱

په کابل کې ځايي سرچینې وایي، یوه سړي «د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ خلاف د اعتراض په توګه» د هوایې ډګر پر سړک د خپل ژوند د پای ته رسولو هڅه کړې ده. عیني شاهدانو ویلې دغه کس چې د کابل د انجینري پوهنځي فارغ و، د کار موندلو لپاره ګڼو ادارو ته ورغلی، خو دنده نه ورکول کېده.

د کارپوهانو په سپارښتنه، که له داسې کس سره مخ شئ چې د خپګان یا د ژوند پای ته رسولو خبرې کوي، باید هغه وهڅول شي څو له یو باوري متخصص ډاکټر، اړوندو بنسټونو یا باور وړ کس سره خپلې اندېښنې شریکې کړي.

که څوک د ځان وژنې فکر لري، په افغانستان کې دې له ۱۱۹ شمېرې سره اړیکه ونیسي.

په اسلام کې ځان وژنه حرامه ده او طالبانو ویلي، چې ملاامامان باید د ځانوژونکو جنازې ونه کړي.

د شاهدانو په وینا، دغه پېښه د سې‌شنبې په ورځ د ثور په ۲۹مه د کابل ښار د لسمې ناحیې اړوند د اریا ښارګوټي درېیم فاز ته نږدې شوې ده.

عیني شاهدان وایي، دغه سړي له بې‌کارۍ شکایت درلود او ټینګار یې کاوه چې د بې‌وزلۍ، بې‌کارۍ او «د کورنۍ پر وړاندې د شرم» له امله سخت کړېدلی دی.

شاهدانو زیاته کړې، نوموړي له دغه اقدام وړاندې چیغې وهلې چې نور کور ته د ستنېدو توان نه لري.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، خلکو اور مړ کړی او دغه کس یې ژغورلی دی.

ځايي سرچینې وایي، د نوموړي بدن سخت سوځېدلی و او د خلکو له اړیکې وروسته د شیخ زاهد روغتون امبولانس هغه روغتون ته لېږدولی دی. د دغه کس د هویت او روغتیايي وضعیت په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.

هغه انځورونه چې رسنیو ته رسېدلي، یو سوځېدلی کس ښيي چې خلک یې شاوخوا راټول شوي او د اوبو ډبې یې په لاس کې دي.

ملګري ملتونه وايي چې ۶ میلیونه افغانان بیرته هېواد ته ستانه شوي او ۳ میلیونه پر لاره دي

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۱۳:۱۲ GMT+۱

ملګرو ملتونه وايي، چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې نږدې ۶ میلیونه خلک افغانستان ته ستانه شوي دي. د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې تمه کیږي چې د کال تر پایه پورې به نور ۳ میلیونه افغانان هم افغانستان ته ستانه شي.

د پلان له مخې، تمه کیږي چې شاوخوا ۱.۷ میلیونه له ایران نه او ۱.۱ میلیونه له پاکستان څخه د ۲۰۲۶ کال له اپریل څخه تر دسمبر میاشتې پورې افغانستان ته ستانه شي.

د ۲۰۲۳ کال له سپتمبر راهیسې، نږدې ۵.۹ میلیونه افغانان هیواد ته راستانه شوي دي. ملګري ملتونه وايي چې د پراخې راستنیدو له امله د افغانستان په اقتصادي او ټولنیزو جوړښتونو بې ساري فشار راغلی دی.

د دوی په وینا، د راستنیدونکو له نیمایي څخه ډیر یې ښځې او ماشومان دي، چې ډیری یې له افغانستان څخه بهر لوی شوي.

ملګري ملتونه وايي چې په لومړي پړاو کې د سرحدي لارو په اوږدو کې د بېړنیو مرستو چمتو کولو لپاره شاوخوا ۱۰۰.۷ میلیون ډالر ځانګړي شوي دي او دا فنډ د روغتیا خدماتو، تغذیې، ټولنیز ملاتړ، اوبو او حفظ الصحې او نغدي مرستې په ګډون د مرستې لپاره دی.

په دوهم پړاو کې د ۳۵ لومړیتوب لرونکو برخو کې د راستنیدونکو د بیا ځای پر ځای کیدو لپاره له ۴۲۸ ملیون ډالرو څخه زیاتې مرستې ځانګړي شوي دي.

په دې کې د دندو رامینځته کول، د زده کړې او روغتیا په څېر اساسي خدماتو ته لاسرسی، د کورونو چمتو کول او په کوربه ټولنو کې د ادغام پیاوړتیا شامل دي.

په همدې حال کې څارونکو ادارو خبرداری ورکړی چې د تمویل نشتوالی کولی شي د پروژې پلي کول په جدي توګه وننګوي.

د خلکو شکایت: په کابل او هرات کې د ایران ویزې په تور بازار کې تر ۱۶۰۰ ډالرو پلورل کیږي

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۱۲:۵۳ GMT+۱

په کابل، هرات او یو شمېر نورو ولایتونو کې خلک په تور بازار کې د ایران د ویزو له پلورل کېدو او په کونسلي خدماتو کې د شفافیت له نشتوالي شکایت کوي. یو شمېر کسانو افغانستان انټرنشنل ته په خپلو پیغامونو کې ویلي، چې د ایران ویزه په تور بازار کې له زر تر ۱۶ سوه ډالرو پلورل کیږي.

یو شمېر کابل مېشتو کسانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې دوی شاوخوا لس میاشتې مخکې له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي، خو اوس په کابل او ولایتونو کې د ایران د ویزو د ترلاسه کولو لپاره له سختو ستونزو سره مخ دي.

د دوی په وینا، په تور بازار کې د ایران ویزې له ۱۰۰۰ډالرو څخه تر ۱۴۰۰ او حتا ۱۶۰۰ ډالرو پورې پلورل کېږي.

ځینې کسان ادعا کوي چې د درې کلن اقامت لپاره تر ۱۶۵۰ډالرو پورې ډالر اخیستل کېږي، خو د هغوی په وینا، کله چې ایران ته ورسېږي، هلته یوازې د یوې میاشتې لپاره تمدید ورکول کېږي او وروسته بیا په همغو درې کلنو اسنادو شړل کیږي.

د خلکو په وینا، تر ټولو لویه پوښتنه دا ده چې که رسمي کونسلي ادارې ویزې ورکوي، نو ولې دغه بهیر شفاف او مستقیم نه دی او ولې اړ کسان مجبوریږي چې له منځګړو او تور بازار څخه ویزې وپېري.

تر اوسه د ایران کونسلي چارواکو د دې ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې د پاکستان د ویزو په تړاو هم ورته شکایتونه شوي دي.

د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان د فرهنګي میراثونو د ساتنې په برخه کې د مرستې ژمنه کړې

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۱۲:۴۱ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معیین د اسلامي همکاریو سازمان د بشري مرستو د چارو له مرستیال خلیل ابراهیم اوکور سره په لیدنه کې د افغانستان د تاریخي اثارو د ساتنې، درې‌بعدي ډیجیټلي ثبت او د فرهنګي بنسټونو د عصري کولو په اړه خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې د طالبانو دهنر او فرهنګ مرستیال د افغانستان د تاریخي او فرهنګي ارزښتونو په اړه ویلي چې د هېواد فرهنګي میراثونه له اسلامي نړۍ سره ګډ تاریخي او دیني مشترکات لري او د هغو ساتنه د اسلامي هېوادونو ګډ مسوولیت دی.

هغه له اوکور څخه غوښتنه کړې چې د عامه کتابتونونو، ملي ارشیف، ملي موزیم او د هنرتونونو د پیاوړتیا او عصري کولو په برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، خلیل ابراهیم اوکور د دوی کړنې ستایلې دي او ویلي یې دي چې د ګډو همکاریو له لارې به د تاریخي او فرهنګي اثارو د ساتنې، ترمیم، ډیجیټلي ثبت او نړیوالو ته د ور معرفي کولو لپاره عملي ګامونه واخلي.

طالبان داسې مهال د فرهنګي میراثونو په برخه کې د اسلامي همکاریو سازمان همکاري غواړي، چې دې ډلې په خپله تېره دوره کې ګڼ تاریخي اثاره له منځه یووړل او اوس یې هم پر ځینو ښکلو هنرونو بندیز لګولی دی.

طالبانو په ننګرهار کې د «ملاهبت الله» په نامه د ښارګوټي د څلورو فازونو پلانونه لاسلیک کړل

۲۹ غویی ۱۴۰۵ - ۱۹ می ۲۰۲۶، ۱۲:۲۷ GMT+۱

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت په ننګرهار کې د ملاهبت الله د کډوالو ښارګوټي د څلورو فازونو اړوند پلانونه تایید او لاسلیک کړي دي. د دغه وزارت په وینا په یاد ښارګوټي کې تر ۲۵ زره ډېرې استوګنیزې نومرې ځانګړې شوې دي چې د راستنېدونکو کډوالو پر کورنیو وېشل کېږي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت نن سې شنبه، د غويي پر ۳۰مه ویلي، چې د ننګرهار ولایت په رودات ولسوالۍ کې یې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده په نوم د کډوالو د یوه ښارګوټي د څلورو فازونو تفصیلي پلانونه تایید او لاسلیک کړي دي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزیر نجیب الله حیات حقاني ویلي، چې د دې پلانونو په بشپړېدو سره به راستنو شویو کډوالو ته د ځمکو د وېش بهیر چټک شي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د کډوالو لپاره په دې ځانګړي شوي ښارګوټي کې ۲۵ زره او ۹۸۱ استوګنیزې نومرې په پام کې نیول شوې دي.

طالب چارواکي ادعا کوي چې دغه نومرې به په شفاف او عادلانه ډول پر هغو کډوالو کورنیو ووېشل شي، چې تازه هېواد ته راستنې شوې دي او دا مهال یې د وېش لړۍ روانه ده.

د وزارت د معلوماتو له مخې د ښارګوټي تفصیلي پلانونه د عصري ښار جوړولو اصولو، عامه اړتیاوو او راتلونکو پرمختیایي اړتیاوو ته په پام سره ترتیب شوي دي.

په دې ښارګوټي کې د استوګنې تر څنګ د سړکونو، جوماتونو، ښوونځیو، روغتیايي مرکزونو، شنو ساحو، د اوبو رسولو شبکو او نورو عامه خدمتونو لپاره هم ځانګړي ځایونه په پام کې نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د طالبانو عدلیې وزارت ددې نومرو پر پلورلو بندیز لګولی دی.