نوموړي زیاته کړې چې دا ډول اقدامات د «ځینو افکارو» د پاللو هڅه ده او له خلکو یې غوښتي چې په دې موضوع کې هوښیار واوسي.
یو شمېر نور منتقدان بیا ادعا کوي چې د دې پرېکړې تر شا سیاسي او فکري انګېزې پرتې دي او دا د هغو جریانونو د نفوذ نښه ده چې غواړي د هېواد تاریخي سمبولونه بدل کړي.
برعکس، ځینې نور ناظران بیا ټینګار کوي چې ټولنه باید د خپلو تاریخي میراثونو په تړاو بېتفاوته پاتې نه شي.
په داسې حال کې چې د دې پروژې د بیاکتنې او د «نجات منار» د بیا رغونې غوښتنې زیاتې شوې، دغې پېښې یو ځل بیا په افغانستان کې د تاریخي روایتونو او سمبولونو پر سر زاړه اختلافات راژوندي کړي دي.
د کابل ښاروالۍ ویاند ویلي چې دا منار به له ویجاړېدو وروسته بېرته جوړ شي، خو دا چې نوی جوړښت به د پخواني تاریخي ارزښت ځای ونیولی شي که نه، لا هم یوه پرانیستې پوښتنه ده.
د یادونې وړ ده، چې دغه منار یو ځل د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند د واکمنۍ پر مهال هم ویجاړ شوی و، خو یو شمېر ملتپالو د افغانستان د وروستي جمهوریت په دوره کې بېرته ورغاوه.
د فرهنګپالوپه باور؛ د څو لسیزو جګړو، سیاسي بدلونونو، اقتصادي ناورینونو او اداري کمزورۍ له امله د دغه فرهنګي میراث یوه لویه برخه یا زیانمنه شوې، یا غلا او قاچاق شوې او یا هم د بېپامۍ له امله د لهمنځه تلو له ګواښ سره مخ ده.
ملي موزیم؛ د جګړو او چور تر سیوري لاندې
د افغانستان ملي موزیم چې د افغانستان تر ټولو مهم تاریخي مرکز ګڼل کېږي، د کورنیو جګړو، وسلهوالو نښتو او ناامنیو پرمهال له سختو زیانونو سره مخ شوی و. تاریخ لیکونکي وایي، د ۱۹۹۰مو کلونو د کورنیو جګړو پرمهال د موزیم یوه برخه ویجاړه شوه او زرګونه تاریخي اثار ترې غلا یا قاچاق شول.
د نندارتون یو شمېر ګډونوالو د فرهنګي پروګرامونو جوړول مهم وبلل او ویې ویل، دا ډول نندارتونونه کولی شي خلک کتاب لوستنې له ارزښت سره بلد او مطالعې ته لا ډېر وهڅوي.