د غور یو اوسېدونکي سعید احمد بيبيسي ته ویلي، هغه اړ شو چې خپله پنځه کلنه لور شایقه وروسته له هغې وپلوري چې نوموړې ته اپنډېکس او د ځيګر کېسټ ناروغي پیدا شوه او د درملنې وس یې نه لاره.
هغه وویل: «ما د درملنې د لګښت لپاره پیسې نهلرلې؛ نو ځکه مې خپله لور پر یوه خپلوان وپلورله». د شایقې جراحي عملیات بریالي وو. د عملیاتو لګښت د همدغه ۲۰۰زره افغانیو (۳۲۰۰ ډالرو) څخه ورکړل شو، چې شایقه پرې پلورل شوې وه.
د شایقې پلار وویل، له خپلو خپلوانو سره یې هوکړه کړې چې اوس به یوازې د درملنې پیسې ورکوي او پاتې پیسې به په راتلونکو پنځو کلونو کې ورکړي. هغه وویل: «که مې ټولې پیسې یوځل اخیستې وای، هماغه وخت به یې هغه له ځان سره بېوله».
سعید وایي: «که مې پیسې لرلې، هېڅکله به مې دغه پرېکړه نهوای کړې؛ خو ما له ځان سره فکر وکړ، که له عملیاتو پرته مړه شي نو څه؟ لږ تر لږه په دې ډول خو ژوندۍ پاتې کېږي».
بيبيسي په خپل راپور کې لیکلي، چې د غور په چلچراغ سیمه کې هر سهار نارینه د کار پيدا کولو په لټه کې د یوې څلورلارې پر سر راټولېږي. هغوی یوازې هغه وخت خپلو کورنیو ته ډوډۍ وړلای شي، چې څوک یې د کار لپاره بوځي؛ خو ډېرې ورځې داسې تېرېږي چې هغوی تش لاس کور ته ستنېږي.
۴۵ کلن جمعه خان وايي، په تېرو شپږو اوونیو کې یې یوازې درې ورځې کار موندلی چې ورځنی عاید یې د ۱۵۰ تر ۲۰۰ افغانیو پورې و. هغه وایي: «زما ماشومان درې شپې پرلهپسې وږي ویده شوي. زما ښځې ژړل، ماشومانو مې هم ژړل. ما له ګاونډي پور واخیست څو اوړه واخلم. زه په دې وېره کې ژوند کوم، چې ماشومان مې له لوږې مړه نهشي».
د غور یو بل اوسېدونکي عبدالرشید عظیمي په داسې حال کې چې خپلې اووه کلنې غبرګونې لوڼې رقیه او روحیلا یې په غېږ کې نیولې وې، وایي حاضر دی هغوی وپلوري. هغه په ژړا سره زیاته کړه: «زه چمتو یم خپلې لوڼې وپلورم. فقیر یم، پوروړی یم، بېوسه یم. کله چې له کاره کور ته راځم، شونډې مې وچې وي، وږی یم، تږی یم، پرېشانه او لالهانده یم. ماشومان مې راځي او وایي: پلاره، ډوډۍ راکړه؛ خو زه څه ورکړم؟ کار چېرته دی؟»
دغه پلار په داسې حال کې چې خپله لور روحیلا یې په غېږ کې ټینګه نیولې او ښکلوله وایي: «زړه مې اور اخلي؛ خو دا یوازینۍ لار ده چې خپلو نورو ماشومانو ته خواړه برابر کړم». د یادې کورنۍ مور کیهان وویل: «یوازینی څه چې موږ یې خورو ډوډۍ او ګرمې اوبه دي، حتی چای هم نهلرو».
د یادې کورنۍ دوه تنکي زامن د ښار په مرکز کې بوټان رنګوي. یو بل زوی ښځلې راټولوي او مور یې هماغه د پخلي لپاره د سون توکو په توګه کاروي.
د ماشومانو د مړینې زیاتوالی
په دغه راپور کې همداراز ویل شوي، چې په افغانستان کې د بېوزلۍ او لوږې له امله د ماشومانو د مړینې پېښې زیاتې شوې دي. محمد هاشم چې څو اوونۍ وړاندې یې خپله ۱۴ میاشتنۍ لور له لاسه ورکړه، بيبيسي ته وویل: «زما ماشومه د لوږې او د درملو د نشتوالي له امله مړه شوه... کله چې یو ماشوم ناروغ وي او وږی هم وي، طبیعي ده چې مري».
د سیمې یو مشر ویلي، د ماشومانو مړینه چې ډېری یې د خوارځواکۍ له امله ده؛ په تېرو دوو کلونو کې «رښتیا هم زیاته شوې ده». بيبيسي لیکلي، چې په غور ولایت کې د ماشومانو د مړینې کوم رسمي اسناد نهوو؛ نو دوی د دغه پېښو د یوازیني شاهد په توګه یو ځایي هدیرې ته تللي.
په راپور کې راغلي: «موږ واړه او لوی قبرونه جلا وشمېرل. د کوچنیو قبرونو شمېر د لویو قبرونو نږدې دوه برابره و، چې ښيي د لویانو پرتله دوه برابره ډېر ماشومان مړه شوي دي». په راپور کې دا هم ویل شوي، چې نور شواهد د چغچران په مرکزي ولایتي روغتون کې موندل شوي دي.
د بېلګې په توګه د نویو زېږېدلو ماشومانو څانګه د دغه روغتون تر ټولو بوخته برخه ده او ځینې بسترونو کې ان دوه ماشومان پراته دي. ډېری یې کموزنه دي او اکثره د ساه اخیستلو لپاره مبارزه کوي.
د دغه روغتون روغتیاپاله فاطمه حسیني وايي، چې ځینې وخت په یوه ورځ کې تر درېیو پورې نوي زېږېدلي ماشومان مري: «په پیل کې راته ډېر سخت وو کله چې مې لیدل ماشومان مري؛ خو اوس دا زموږ لپاره عادي شوې ده».
د دغه کورنیو کیسه د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د ډېرو اوسېدونکو ګډه کیسه ده. د ملګرو ملتونو په وینا؛ اوسمهال له هرو څلورو کسانو څخه درې تنه د خپلو لومړنیو اړتیاوو، لکه کافي خوړو برابرولو توان نهلري.
په راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې بېکاري پراخه شوې، روغتیايي سیستم د ړنګېدو په حال کې دی او هغه مرستې چې پخوا یې د مېلیونونه خلکو بنسټیزې اړتیاوې پوره کولې په شدیده توګه کمې شوې دي.
تر دې وړاندې ملګرو ملتونو په یوه راپور کې د مېلیونونه کورنیو لپاره د اوبو، خوړو، روغتیايي خدمتونو، سرپناه، تودوخې او جامو د پراخ کمښت یادونه کړې وه او ویلي یې و، چې له ۸۰ سلنې څخه ډېرې کورنۍ پوروړې دي.
د طالبانو ویاند مرستیال حمدالله فطرت د دغه راپور د موندنو په غبرګون کې بيبيسي ته وویل: «د شل کلن اشغال پرمهال د امریکايي ډالرو د بهیر له امله یو مصنوعي اقتصاد رامنځته شوی و. د اشغال له پای ته رسېدو وروسته موږ د بېوزلۍ، سختیو، بېکارۍ او نورو ستونزو وارثان شو».
مرستندویه او د بشري حقونو سازمانونه تل وایي، چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه افغانستان ته د مرستو د کمېدو او د مرستندویو هېوادونو د زړه توروالي اصلي لاملونه دي؛ خو ښاغلي فطرت دغه موضوع رد کړه او ویې ویل: «بشري مرستې باید سیاسي نهشي».