اوچا: د افغانستان زیانمنې سیمې بېړنیو او دوامداره بشري مرستو ته اړتیا لري

دملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، چې د افغانستان په زیانمنو سیمو کې د دوامدار ملاتړ او بشري مرستو لپاره بېړنۍ اړتیا موجوده ده.

دملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، چې د افغانستان په زیانمنو سیمو کې د دوامدار ملاتړ او بشري مرستو لپاره بېړنۍ اړتیا موجوده ده.
اوچا د سېشنبې په ورځ، د غويي په ۲۹مه، په یوه راپور کې ویلي چې د دې ادارې مشرې د افغانستان ختیځو سیمو ته د خپل سفر پر مهال د سیمې له اوسېدونکو، سیمهییزو چارواکو او بشرپاله همکارانو سره لیدنې ترسره کړې دي.
د راپور له مخې، په دغو لیدنو کې له زلزلهځپلو، جګړهځپلو او سېلابونو اغېزمنو کورنیو سره د بشري مرستو پر دوام او پراخېدو ټینګار شوی دی.
اوچا ویلي چې وروستیو طبیعي پېښو او نښتو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ګڼې کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ کړې دي او د بشري اړتیاوو کچه یې لوړه کړې ده.
د معلوماتو له مخې، ګڼو کورنیو د زلزلو او سېلابونو له امله خپل کورونه له لاسه ورکړي، په داسې حال کې چې ځینې نور د ناامنۍ او بریدونو له امله د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي دي.
اوچا ټینګار کړی چې زیانمنو کورنیو ته پر وخت مرستې او دوامدار ملاتړ کولای شي د بشري وضعیت د لا خرابېدو مخه ونیسي او اغېزمنو خلکو ته د ژوند د بېرته عادي کېدو زمینه برابره کړي.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضلالرحمن د سېشنبې په ورځ کراچۍ ښار کې د افغان طالبانو د ادارې په اړه د پاکستان د حکومت پر تګلارو سختې نیوکې وکړې. هغه وویل چې اسلاماباد د خپلو سیاستونو له امله طالبان چې «د پاکستان ملاتړي» وو، د دغه هېواد په دښمنانو بدل کړي دي.
هغه له رسنیو سره په خبرو کې ټینګار وکړ، چې د پاکستان او افغانستان اړیکې د ناسمو سیاسي او امنیتي پرېکړو له امله له جدي کړکېچونو سره مخ شوې دي. د هغه په وینا، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته قومي او جغرافیایي اړیکو د دې لامل شوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ هر ډول ترینګلتیا مستقیمې ټولنیزې او اقتصادي پایلې ولري.
هغه زیاته کړه چې اسلاماباد په بېلابېلو دورو کې هڅه کړې چې په افغانستان کې خپل پلوى حکومت رامنځته کړي، خو دا تګلاره نه یوازې ناکامه شوې، بلکې کړکېچونه یې لا پېچلي کړي او بېباوري یې زیاته کړې ده.
هغه وویل: «موږ تل هڅه کوله چې په افغانستان کې داسې حکومت واک ته ورسېږي چې د پاکستان پلوی وي. پر برهانالدین رباني مو نیوکې کولې، وروسته مو طالبان خپل ملاتړي ګڼل. کله چې هغوی واک ته ورسېدل، موږ هم په رسمیت وپېژندل او هم مو ورته ډیپلوماټیک حیثیت ورکړ».
دغه مذهبي او مشهور پاکستاني سیاستوال چې د طالبانو له کلکو ملاتړو څخه ګڼل کېږي، وویل: «د سپټمبر له یوولسمې وروسته موږ د امریکا ترڅنګ ودرېدو، هغوی ته مو اډې ورکړې، خپله فضا مو ورته پرانیسته او افغانستان څو ځله د بریدونو هدف وګرځېد. له دې سره هممهاله د طالبانو ځینو کسانو ته په پاکستان کې پناه هم ورکړل شوه».
فضلالرحمن د پاکستان امنیتي تګلارې باندې په نیوکې سره زیاته کړه چې یوازې پر پوځي لارو چارو تکیه نه یوازې د ستونزو په حل کې ناکامه شوې، بلکې پښتونخوا کې پر ډیورنډ کرښه پرتو سیمو کې یې ناامني نوره هم زیاته کړې ده. هغه د وزیرستان، بنو، لکي مروت، ټانک او ډېره اسماعیل خان وضعیت د پوځي تګلارې د پایلو بېلګې وبللې.
هغه دا پوښتنه هم وکړه چې څنګه پاکستان په افغانستان کې د وسلهوالو ډلو مرکزونه پېژندلی شي، خو په خپل هېواد کې د هغوی په پېژندلو کې پاتې راځي.
فضلالرحمن زیاته کړه چې د پاکستان بهرنۍ تګلاره ناکامه شوې او د پوښتنې په ډول یې زیاته کړه چې ولې د افغانستان په اړه ډیپلوماټیکې هڅې ناکامې شوې دي.
دغه پاکستاني سیاستوال د هېواد د بهرنۍ تګلارې د ارزونې لپاره د پارلمان د تړلو دروازو تر شا د ځانګړې غونډې غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د پارلمان غړي باید د سیمې له وضعیت څخه خبر کړل شي.
مولانا فضلالرحمن د طالبانو یو پیاوړی ملاتړی ګڼل کېږي. هغه کلونه د افغانستان د پخواني حکومت او بهرنیو ځواکونو پر ضد د طالبانو له جګړې ملاتړ کړی دی. فضلالرحمن د طالبانو «معنوي پلار» هم بلل کېږي.
د افغانستان د پخواني جمهوري نظام یوه لوړپوړي پوځي جنرال سمېع سادات ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د ترهګرۍ په مرکز او د بشریت لپاره په یوه لوی ګواښ بدل شوی دی. سادات زیاته کړې، چې د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانانو بشري کرامت تر پښو لاندې شوی دی.
هغه زیاته کړې چې په هېواد کې ورځ تر بلې لوږه زیاتېږي او خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.
دغه پخواني افغان جنرال همدارنګه ټینګار کړی چې طالبانو پر خلکو خورا سخت قوانین وضع کړي دي. د هغه په وینا، دغو قوانینو د هېوادوالو ژوند نور هم ستونزمن کړی دی.
سمیع سادات د خپل پیغام په پای کې خبرداری ورکړی چې د طالبانو اوسنۍ واکمني نه یوازې د افغانستان بلکې د ټولې نړۍ لپاره خطرناکه ده. هغه د طالبانو اداره د ترهګرۍ یوه کارخانه بللې چې انسانیت ته جدي خطر پېښوي.
هممهاله ملګرو ملتونو اندېښڼه څرګنده کړې چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو حضور زیات شوی او همدا راز لوږه په بې سارې توګه زیاته شوې ده. یاد سازمان ویلي چې افغانستان له سخت بشري کړکېچ سره مخ دی او د دغه ناورین د مخنیوي لپاره په کور دننه طالبان هېڅ ډول مدیریت او سرچینې نه لري.
بي بي سي راپور ورکړی، چې په غور کې د لوږې او بېکارۍ له زیاتوالي سره، ګڼې کورنۍ د ماشومانو د پلورلو ناچاره پرېکړې ته اړې شوي. چغچران کې هره ورځ سلګونه کسان د کار موندلو لټه کوي، خو د کاري فرصتونو نشتوالي او ناسم اقتصادي وضعیت د دوی ماشومان د لوږې له ګواښ سره مخ کړي دي.
راپور کې ویل شوي، ملګري ملتونه اټکل کوي چې درې پر څلورمه برخه افغانان خپلې بنسټیزې اړتیاوې نه شي پوره کولای او لږ تر لږه ۴.۷ میلیونه کسان د قحطۍ له پړاو یو ګام لرې دي. په غور کې د کار موندلو چانس ډېر ټیټ دی؛ په دوو ساعتونو کې یوازې درې کسان کار موندلی شي. د بېړنیو مرستو کچه سږکال د ۲۰۲۵ کال پرتله شاوخوا ۷۰ سلنه ټیټه شوې ده، او وچکالي له نیمایي زیات ولایتونه اغېزمن کړي دي.
بي بي سي د څو کورنیو خبرې راخیستې دي؛ يو پلار وویل، نیت لري چې خپلې اووه کلنې غبرګونې لوڼې د پورونو له کبله وپلوري.
د سعید احمد په نوم یو بل کس ویلي چې خپله پنځه کلنه لور «شایقه» یې د ۲۰۰ زره افغانیو په بدل کې خپلوانو ته ورکړه څو د خپل ځیګر او اپنډیکس جراحي عملیات وکړي هغه ویلي، که پیسې یې لرلی، نو هېڅکله به یې دا پرېکړه نه وی کړی.
راپور زیاتوي، د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت بیبیسي ته ویلي چې «بشري مرستې باید سیاسي نه شي» او د اوږدمهاله اقتصادي پروژو یادونه یې کړې؛ خو کورنۍ د ژوندي پاتې کېدو لپاره بېړنۍ مرستې غواړي. یو شمېر کورنۍ وايي د طالبانو له حکومته او مرستندویه بنسټونو هېڅ مرسته نه ده ورته رسیدلې، او د نجونو لپاره د زدهکړو او کار بندیزونو له کبله د «لوڼو ودولو» دودیز ولور هم د کورنیو د ناچارۍ برخه شوې ده.
په چغچران مرکزي روغتون کې د نوې زیږون څانګه په بې سارې توګه ډکه وي. نرسان او ډاکټران وايي ډېری نوي زیږیدلي ماشومان کموزنه دي، د اکسیجن اړتیا لري او درمل په دولتي روغتون کې نه موندل کېږي، نو کورنۍ باید له خصوصي درملتونونو درمل واخلي.
د ماشومانو د مړینې کچه لوړه ښودل شوې؛ نرسان وایي ځینې ورځې درې ماشومان هم مري، او د هدیرې د وړو قبرونو شمېر د غټو په نسبت شاوخوا دوه برابره دی.
په سیمه کې د خوړو او درملو کموالی د ایران په څېر ګاونډیو هېوادونو کې هم راپور شوی، خو اوسنی راپور په افغانستان کې په ځانګړي ډول په غور ولایت کې د لوږې، وچکالۍ، او د مرستو د کموالي مستقیمې اغېزې انځوروي، چې کورنۍ یې د بقا لپاره تر ټولو سخته بیه پرې کوي.
د طالبانو د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ابو علي سينا بلخي نړیوال نندارتون په لړ کې له بهر مېشتو افغان متخصصینو غوښتي چې د هېواد د روغتیايي سکټور د پیاوړتیا لپاره له دوی سره همکاري وکړي. هغه په خپله وینا کې د تجربو، مهارتونو او نوښتونو د لېږد غوښتنه هم وکړه.
حنفي زیاته کړه چې د روغتیا سکټور د ظرفیت لوړولو لپاره د متخصصو کادرونو ملاتړ حیاتي دی او ټینګار یې وکړ چې د پوهې عملي تبادله، ګډې څېړنې او مسلکي روزنې د سیسټمونو د اصلاح لپاره اساسي دي. د هغه په وینا، هره همکاري به د خدماتو د کیفیت لوړولو او د خلکو لاسرسي ښه کولو ته لاره هواره کړي.
د نندارتون د پرانیستې پر مهال، د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال د دغې څلور ورځنۍ علمي او مسلکي غونډې موخه د ارتباطاتو پیاوړتیا، د نوې ټکنالوژۍ پېژندنه او د سکټور دننه د همغږۍ زیاتول وبلل. هغه له متخصصینو وغوښتل چې خپلې نظریې او ابتکارات له روغتیايي بنسټونو سره شریک کړي.
نوموړي څرګنده کړه، چې بهر کې مېشت افغان ډاکټران او تخنیکي کارپوهان کولای شي د لنډمهالو مأموریتونو، انلاین روزنو او ګډو پروژو له لارې له هېواد سره کار وکړي. ده زیاته کړه چې د مهارتونو او تجربو منظم لېږد به د روغتیايي سیسټم د تلپاتې پیاوړتیا لامل شي.
روان وخت کې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو تر منځ د کډوالو او سرحدي موضوعاتو ترڅنګ، د ګډو تخنیکي او مسلکي همکاریو بحثونه هم مطرح دي. د ایران او طالبانو اړیکې له عملي همکاریو او بېباورۍ یو ګډ ترکیب لري، او د سرحدي امنیت ترڅنګ د خدمتونو په برخه کې هم د اړیکو پراختیا د همکاریو بحثونه شوي، خو داخلي سلامشورې او کادري ظرفیت د روغتیايي خدمتونو د ښهوالي لپاره کلیدي بلل کېږي.
د جلال اباد ښار اوسېدونکي وایي، پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو د پراخو څپو له امله د کورونو کرايې لوړې شوي او ارزانه استوګنځایونه په سختۍ موندل کېږي. دوی وایي، طالبانو تر اوسه د بازار مهارولو او د کرايو د کنټرول عملي لاره نهده موندلې او د کور موندل خلکو ته ستونزمن شوي دي.
که څه هم طالبانو په جلال اباد ښار کې د کورنو د کرایو کنټرول لپاره د څار یو کمېټه ټاکلې، خو له دې سره سره لا هم مالکان خپل کورونه په لوړو کرایو ورکوي.
تازه د طالبانو د عدليې ریاست تر مشرۍ لاندې ګډې کمېټې د جلالاباد ښار په دویمه او څلورمه ناحیو کې د معروف، ولي دوران او اریانا په نوم د پلازو د کرايو وضعیت څېړلی دی. د کمېټې په وینا، له مسؤلینو سره د کرايو ټاکل شوی کټګوريز جدول شریک شوی او د کرايو د تنظیم، استوګنيزو او اداري واحدونو د جلاوالي، وړيا اسانتياوو او د معاملاتو دفترونو له لارې د کورونو د کرايې ورکولو په تړاو لازمې سپارښتنې شوې دي.
ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، د دغو پلازو مسؤلینو د سپارښتنو د عملي کولو ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې د کورونو او اپارتمانونو د کرايو په تړاو به له شریک شوي جدول سره سم اقدامات ترسره کوي.
د ګډې کمېټې په باور، د دې سپارښتنو پلي کېدل کولای شي د کرایو د بېکچې لوړېدو مخه ونیسي او د معاملاتي دفترونو رول معیاري کړي.
طالب چارواکي وایي چې یادې څارنې به دوامداره وي او د ښار استوګنيزې ودانۍ به تر څار لاندې ساتل کېږي. خو هغه کورنۍ چې د کډوالو له زیاتېدونکي فشار سره مخ دي، وايي په عملي کچه لا هم په بازار کې د کرايي بیې نه دي راټیټې شوې او د کورونو کموالی د قیمتونو د لوړېدو اصلي لامل بلل کېږي.
له بلې خوا، د ملګرو ملتونو او مرستندویه بنسټونو د وروستیو معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۳ کال راهیسې میلیونونه افغانان هېواد ته بېرته ستانه شوي چې ډېری یې ختیځو ولایتونو ته، په ځانګړي ډول ننګرهار کې مېشت شوي دي. د بېرته ستنېدونکو کورنیو زیاتوالی په ښاري سیمو کې د استوګنځای تقاضا لوړه کړې او په کرایوي بازار کې یې فشار زیات کړی دی.