راپور کې ویل شوي، ملګري ملتونه اټکل کوي چې درې پر څلورمه برخه افغانان خپلې بنسټیزې اړتیاوې نه شي پوره کولای او لږ تر لږه ۴.۷ میلیونه کسان د قحطۍ له پړاو یو ګام لرې دي. په غور کې د کار موندلو چانس ډېر ټیټ دی؛ په دوو ساعتونو کې یوازې درې کسان کار موندلی شي. د بېړنیو مرستو کچه سږکال د ۲۰۲۵ کال پرتله شاوخوا ۷۰ سلنه ټیټه شوې ده، او وچکالي له نیمایي زیات ولایتونه اغېزمن کړي دي.
بي بي سي د څو کورنیو خبرې راخیستې دي؛ يو پلار وویل، نیت لري چې خپلې اووه کلنې غبرګونې لوڼې د پورونو له کبله وپلوري.
د سعید احمد په نوم یو بل کس ویلي چې خپله پنځه کلنه لور «شایقه» یې د ۲۰۰ زره افغانیو په بدل کې خپلوانو ته ورکړه څو د خپل ځیګر او اپنډیکس جراحي عملیات وکړي هغه ویلي، که پیسې یې لرلی، نو هېڅکله به یې دا پرېکړه نه وی کړی.
راپور زیاتوي، د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت بیبیسي ته ویلي چې «بشري مرستې باید سیاسي نه شي» او د اوږدمهاله اقتصادي پروژو یادونه یې کړې؛ خو کورنۍ د ژوندي پاتې کېدو لپاره بېړنۍ مرستې غواړي. یو شمېر کورنۍ وايي د طالبانو له حکومته او مرستندویه بنسټونو هېڅ مرسته نه ده ورته رسیدلې، او د نجونو لپاره د زدهکړو او کار بندیزونو له کبله د «لوڼو ودولو» دودیز ولور هم د کورنیو د ناچارۍ برخه شوې ده.
په چغچران مرکزي روغتون کې د نوې زیږون څانګه په بې سارې توګه ډکه وي. نرسان او ډاکټران وايي ډېری نوي زیږیدلي ماشومان کموزنه دي، د اکسیجن اړتیا لري او درمل په دولتي روغتون کې نه موندل کېږي، نو کورنۍ باید له خصوصي درملتونونو درمل واخلي.
د ماشومانو د مړینې کچه لوړه ښودل شوې؛ نرسان وایي ځینې ورځې درې ماشومان هم مري، او د هدیرې د وړو قبرونو شمېر د غټو په نسبت شاوخوا دوه برابره دی.
په سیمه کې د خوړو او درملو کموالی د ایران په څېر ګاونډیو هېوادونو کې هم راپور شوی، خو اوسنی راپور په افغانستان کې په ځانګړي ډول په غور ولایت کې د لوږې، وچکالۍ، او د مرستو د کموالي مستقیمې اغېزې انځوروي، چې کورنۍ یې د بقا لپاره تر ټولو سخته بیه پرې کوي.