په دغو مراسمو کې د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر او د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ګډون درلود.
تاجک چارواکو دا ګام د دولت د هغې پالیسۍ برخه وګڼله، چې هدف یې د تاریخي عدالت بیا رغونه او د ملي حافظې ساتنه ده.
په دغو مراسمو کې روسي چارواکو میخایل ګالوزین او میخایل شفیدکوی په خپلو ویناوو کې وویل چې دغو شخصیتونو د شوروي اتحاد په اډانه کې د تاجکستان د جمهوریت د جوړېدو په بهیر کې مهم رول لوبولی دی.
نثار محمد پښتون څوک دی؟
نثار محمد یوسفزی د شلمې پېړۍ له هغو پیچلو تاریخي څېرو څخه دی چې ژوند یې د استعمار ضد مبارزې، سیاسي انقلابونو او د منځنۍ اسیا د نوي تعلیمي نظام د جوړېدو له بنسټیزو بدلونونو سره تړلی پاتې شوی دی.
هغه په بېلابېلو تاریخي روایتونو کې د افغان، پښتون، شوروي سیاستوال او د تاجکستان د معارف د بنسټګر په توګه یادېږي.
نثارمحمد یوسفزی په ۱۸۹۷ کال کې د خیبر پښتونخوا په صوابۍ ولسوالۍ کې د یوسفزیو پښتنې قبیلې په یوې کورنۍ کې وزېږېد. پلار یې اول خان او نیکه یې محمدعلي نومېدل. هغه په داسې ټولنیز چاپېریال کې لوی شو چې هلته د بریتانیايي استعمار سیاسي او اقتصادي نفوذ ژور و او سیمه د مقاومت او بدلون په تودو بحثونو کې ښکېله وه.
دغه وضعیت د هغه فکري جوړښت ته لومړنی جهت ورکړ او هغه یې د استعمار ضد سیاسي فعالیتونو پر لور سوق کړ.
د جګړې تجربه او استعمار ضد مبارزه
په ۱۹۱۹ کال کې، چې په افغانستان کې د امانالله خان په مشرۍ د انګریزانو پر ضد درېیمه افغان–انګلیس جګړه پیل شوه، نثار محمد له افغان پوځ سره یو ځای شو. هغه د خپلې زړورتیا له امله د افغانستان د شجاعت نښان ترلاسه کړ.
د جګړې له پای ته رسېدو وروسته انګریزي ځواکونو په پېښور، خیبر، باجوړ، وزیرستان او نورو ولسوالیو کې د ټولو هغو قبیلو، جنګیالیو او قومي مشرانو خلاف عملیات پیل کړل، چې د امان الله خان په ننګه د بریتانیايي هند خلاف د جګړې له لیکو سره یوځای شوي وو.
پر نثارمحمدخان هم د اعدام حکم صادر شو او د تعقیب له امله افغانستان ته لاړ. هغه لومړی کابل او بیا د امان الله خان په هڅونه تاشکند ته لاړ.
تاشکند هغه مهال د تزاري روسیې له سقوط وروسته د بلشویکانو تر واک لاندې د یو نوي سیاسي او اداري نظام د جوړېدو په حال کې و. د امپراتورۍ پر ځای د شوروي اتحاد بنسټ اېښودل کېده او په ټوله منځنۍ اسیا کې د ملتونو د هویت، ژبې او تعلیمي نظام د بیا تعریف بحثونه روان وو.
نثارمحمد په تدریجي ډول په هغه ډله کې شامل شو، چې د تاجکانو د ملي هویت، تعلیمي جوړښت او اداري بنسټونو د جوړېدو ملاتړ یې کاوه. د هغه فکري مسیر د عملي سیاست، تعلیمي اصلاحاتو او د نوي دولت جوړونې له پروژې سره مل و، چې وروسته یې د منځنۍ اسیا په تاریخ کې ځانګړی ځای وموند.
نثارمحمد په دوشنبه ښار کې د نظامي پوهنتون استاد و او د بخارا له نیول کېدو وروسته په ۱۹۲۰ کال کې دبلشویکانو په یوه ډله کې د ایران شمال ته لاړ، چې د میرزا کوچک خان جنگلي غورځنګ سره اړیکې ټینګې کړي.
جنګلي په ګیلان کې یو شورايي جمهوريت جوړ کړی و، خو د انګریزانو او ایران حکومت د برید له امله یې جمهوريت وشړېده.
شوروي فعالیتونه او د تاجکستان معارف
نثار محمد د شوروي اتحاد له کمونیست ګوند سره له یو ځای کېدو وروسته د خپل ژوند نوی سیاسي او اداري پړاو پیل کړ.
نوموړی دغه مهال د هغو محدودو شخصیتونو له ډلې و چې د منځنۍ اسیا د نوي جوړېدونکي سیاسي نظم په عملي جوړښت کې یې مستقیمه ونډه درلوده، په ځانګړي ډول د تاجکستان د تعلیمي نظام د بنسټ اېښودلو په بهیر کې د هغه رول خورا ټاکونکی و.
د مې پر ۱۹مه تاجکستان د مسکو له دونسکوي هدیرې نه د یوه افغان او پښتون اتل نثارمحمد خان او دوو نورو تاجکستاني اتلانو د قبرونو خاورې او ایرې د یولړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د دوشنبې ښار لُچوب هدیرې ته انتقال کړې. د «جمهوري خودمختار تاجکستان» له اعلان وروسته، چې په سیمه کې د زړې امپراتورۍ پر ځای د شوروي اداري جوړښت د پیاوړتیا لومړنی ګام ګڼل کېده، د ښوونې او روزنې موضوع د دولت له مهمو لومړیتوبونو څخه وه. په همدې شرایطو کې نثار محمد د هغو فعالو څېرو په ډله کې راڅرګند شو چې د ښوونیزو ادارو، ښوونځیو او تعلیمي سیاست د عملي کولو لپاره یې کار کاوه.
هغه څو کتابونه ولیکل او د تاجکستان په مختلفو ولسوالیو کې یې د زده کړو کمپاینونه وکړل.
په ۱۹۲۶ کال کې هغه د تاجکستان د پوهنې او روزنې د لومړي کمیسار په توګه وټاکل شو. دا د هغه وخت یو ستر اداري مسوولیت و، ځکه د نوي جوړېدونکي دولت لپاره د تعلیمي نظام جوړول د فکري بدلون او د سواد د کچې د لوړولو یوه ستره پروژه وه. د همدې دورې په اوږدو کې، نثار محمد د ښوونځیو د شبکې په پراخولو، د ښوونکو د روزنې په پروګرامونو او د درسي نصاب په منظم کولو کې فعال رول ولوباوه.
هغه یوازې د اداري چارو تر کچې محدود نه و، بلکې د علمي او ژبنيو فعالیتونو برخه هم و.
په مسکو پوهنتون کې یې د پښتو او اردو ژبې تدریس کاوه او په فارسي، روسي او ازبکي ژبو یې بشپړ تسلط درلود، چې دې ځانګړتیا د هغه د فکري او فرهنګي فعالیتونو ساحه نوره هم پراخه کړې وه.
نثار محمد د منځنۍ اسیا د تعلیمي نظام له بنسټګرو ګڼل کېږي. د هغه نوم د تاجکستان د معارف په تاریخ کې د بنسټیزو اصلاحاتو له دورې سره تړل شوی دی.ځینې کتابونه یې ولیکل او د یوې ورځپاڼې جوړولو هڅې یې پیل کړې.
په ۱۹۲۳–۱۹۲۴ کلونو کې هغه د «ریاضیاتو لارښود» او «الفبا» په نوم لومړني درسي کتابونه خپاره کړل، چې د تاجکستان د نوې تعلیمي دورې له لومړنیو چاپي موادو ګڼل کېږي. د هغه د هڅو یوه بله مهمه برخه د محصلینو د روزنې او بهر ته د لېږلو پروګرامونه وو. د هغه تر مدیریت لاندې لومړني تاجک زدهکوونکي د مسکو او لینینګراد معتبرو پوهنتونونو ته د زدهکړې لپاره واستول شول، چې دا د منځنۍ اسیا د تعلیمي کادر د جوړېدو په بهیر کې مهم ګام ګڼل کېږي.
نثارمحمد په تاجکي ژبه دومره روانې او ښکلې خبرې کولې، چې ددغه هېواد فرهنګي استازی وټاکل شو او په ترې پاتې دفترچه کې یې فارسي شعرونه هم موندل شوي دي. هغه د تاجکستان د فولکلور په اړه یوکتاب هم لیکلی و، چې د شغنان د تاجکانو د رباعیو او افسانو ټولګه نومیږي او په ۱۹۲۳ کال کې خپره شوې ده.
په وروستیو لسیزو کې د هغه په اړه علمي او مستندې څېړنې هم شوې او په ۲۰۲۱ کال کې د هغه پر ژوند ځانګړی مستند فلم جوړ شو چې په تاجکستان کې یې د نثارمحمد له یاده وتلی نوم بېرته را ژوندی کړ.
ددغه فلم لارښود په یوه مرکه کې وویل، چې کله په انټرنېټ کې د نثار محمد په اړه معلومات لټول کېږي، یوازې په دوشنبه ښار کې د ده په نوم د یوې کوڅې نوم ښودل کېږي، خو نور هېڅ معلومات نه موندل کېږي. دده په وینا، د هغه د شخصیت په اړه تقریبا په هېڅ ځای کې یادونه نه ده شوې، نو له همدې امله ده د نثارمحمد پر ژوند مستند جوړولو ته مټې بډوهلې.
هغه وایي، « په ۱۹۷۰مو کلونو کې مې پخپله د نثار محمد له مېرمنې سره لیدلي وو او د هغه له لوڼو سره مې هم خبرې کړې وې».
هغه په دې هم بریالی شوی و، چې په مسکو او پېښور کې د نثارمحمد خپلوان ومومي او له هغوی سره خبرې وکړي.
د فلم لارښود سفربېک سولیهوف وايي، « په شلمه پېړۍ کې چې هر څه زموږ له فرهنګ او معارف سره تړاو لري، د نثارمحمد له نوم سره تړلي دي. هغه په تاشکند، سمرقند، فرغانه، دوشنبه او خجند کې د ښوونځیو، وړکتونونو، کتابتونونو او تعلیمي مرکزونو په جوړولو کې مهم رول درلود».
په دغو مراسمو کې روسي چارواکو میخایل ګالوزین او میخایل شفیدکوی په خپلو ویناوو کې وویل چې دغو شخصیتونو د شوروي اتحاد په اډانه کې د تاجکستان د جمهوریت د جوړېدو په بهیر کې مهم رول لوبولی دی. د ۱۹۳۰ لسیزه: تصفیه او سقوط
په ۱۹۳۷ میلادي کال کې د ستالین د «لویو تصفیو» پر مهال نثار محمد د شوروي داخلي امنیتي ادارې (NKVD) د سیاسي تورونو پر بنسټ ونیوه. هغه د تاجکستان د کمونیست ګوند له مشر سورن شادونتس سره یو ځای د «شکمنو عناصرو»په نوم وپېژندل شو او مسکو ته ولېږدول شو.
په هغه وخت کې د شوروي امنیتي سیستم سخت و او د تحقیقاتو بهیر ډېری د فزیکي او رواني فشارونو تر سیوري لاندې و.
د روایتونو له مخې، په اکتوبر میاشت کې د پلټنو پر مهال د نثار محمد او یوه مستنطق ترمنځ شخړه وشوه او په همدې کشمکش کې وضعیت له کنټروله ووت او امنیتي ځواکونه خونې ته ورننوتل. په پایله کې نثار محمد په همغه ځای کې په ډزو ووژل شو. وروسته د هغه جسد وسوځول شو او ایرې یې د مسکو په یوه هدیره کې خاورو ته وسپارل شوې.
د هغه په څېر د تاجکستان دوه نور مهم شخصیتونه،نصرالله مخسوم او شېرینشاه شاتیمور، چې د تاجکستان د جوړېدو د نهضت غړي ګڼل کیږي، هم ووژل شول. ددغو دریواړو د جسدونو ایرې او خاورې پرون د دوشنبې په ورځ له څه کم یوې پېړۍ تېرېدو وروسته د دوشنبې ښار لُچوب هدیرې ته ولېږدول شوې.