په پکتیکا کې درې تنه د اوبو په بند کې د ډوبېدو له امله مړه شوي

د طالبانو د پکتیکا ولایت امنیې قوماندانۍ ویلي، چې د دغه ولایت د ارګون ولسوالۍ په «دهنه» سیمه کې درې تنه ځوانان د اوبو په یوه بند کې ډوب شوي او مړه شوي دي.

د طالبانو د پکتیکا ولایت امنیې قوماندانۍ ویلي، چې د دغه ولایت د ارګون ولسوالۍ په «دهنه» سیمه کې درې تنه ځوانان د اوبو په یوه بند کې ډوب شوي او مړه شوي دي.
د طالب قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې، دا پېښه د یکشنبې په ورځ، د غبرګولي په درېیمه، شاوخوا د غرمې په ۱۲بجو رامنځته شوې ده.
د طالب چارواکو په وینا، په پیل کې دوه ځوانان په اوبو کې د لامبو پر مهال په بند کې ډوب شوي وو. وروسته درېیم ځوان د هغوی د ژغورلو لپاره اوبو ته ور کښېوتی، خو هغه هم ډوب شوی او په پایله کې درې واړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
طالب امنیې قوماندانۍ زیاته کړې چې د مسلکي غوټهورو په مرسته د دغو ځوانانو جسدونه له اوبو راایستل شوي او کورنیو ته یې سپارل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې روان لمریز کال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په سیندونو او د اوبو په بندونو کې د ډوبېدو ورته ګڼې پېښې ثبت شوې دي.
د راپورونو له مخې، بېاحتیاطي او د ژغورنې د امکاناتو نشتوالی د دغو مرګونو له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.

د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت د زدهکړیالانو د خدمتونو او همغږۍ رييس فضلکریم صدیقي وايي، دښمن د محصلینو پر فکري انحراف کار کوي. هغه زیاتوي، په همدې موخه باید د محصلینو د ظرفیت لوړونې په برخه کې «فکري روزنې» ته جدي پاملرنه وشي.
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت د زدهکړیالانو د خدمتونو او همغږۍ رييس فضلکریم صدیقي د مرکزي زون پوهنتونونو د محصلانو چارو معاونینو، دعوت او ارشاد او انسجام له امرینو سره په ګډه غونډه کې وویل: «د محصلینو د ظرفیت لوړونې په برخه او فکري روزنه کې باید جدي کار وشي، ځکه دښمن د دوی پر فکري انحراف کار کوي».
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د پوهنتونونو کې نصابونه بدل کړي او د پوهنتونونو د پخوانیو استادانو په وینا، طالبانو په دې چارې سره د ډېری داسې مضامین چې محصلین له فکري روزنې سربېره ورته اړتیا لري لرې کړي دي.
دغه وزارت د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۳مه) د یوې خبرپاڼې لهمخې، په دې غونډه کې د محصلانو چارو معینیت سلاکار پوهاند احمد ضیاء یوسفزي د زدهکړیالانو د نظري زدهکړو تر څنګ پر عملي زده کړو ټينګار وکړ او ویې ویل، چې د محصلینو مهارتونو لوړولو لپاره باید ځانګړي کورسونه جوړ شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان په کابو ټولو پوهنتونونو کې تدریسي سیستم ټول پخوانی او یوازې نظري بڼه لري او محصل له فراغت وروسته په ډېرې سختۍ سره کولی په خپل مسلک کې دنده ومومي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د جرمونو پر ضد د مبارزې طالب پولیسو یې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د هېواد په نهو ولایتونو کې ۲۱کسان د غلاوو او جعلي پیسو د کارونې په تړاو نیولي دي.
له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په نیول شویو کسانو کې څلور تنه په سمنګان ولایت کې د څارویو د غلا په تور نیول شوي دي. همداراز په غزني، فراه، نیمروز او بغلان ولایتونو کې درې ـ درې تنه، په هلمند کې دوه تنه او په غور او کندوز ولایتونو کې هم دوه نور کسان د بېلابېلو غلاوو په تور نیول شوي دي.
د راپور له مخې، طالب چارواکو ویلي چې دغه کسان د کشفي او امنیتي عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي او دوسیې یې د لا زیاتو څېړنو لپاره اړوندو طالب ارګانونو ته سپارل شوې دي.
په ورته وخت کې د طالبانو د پکتیکا د امنیې قوماندانۍ پولیسو یو کس د جعلي پیسو د لرلو په تور نیولی دی. د چارواکو په وینا، له دغه کس څخه ۲۴۶زره او ۵۰۰پاکستانۍ کلدارې او ۳زره او ۲۱۰افغانۍ جعلي پیسې ترلاسه شوې دي.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویلي، د جرمونو پر ضد مبارزه او د قانون ماتونکو کسانو نیول به دوام ولري.
د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وايي، پاکستان او ایران یوازې پرون (یکشنبه د غبرګوي ۳مه) له بېلابېلو لارو ۸۸۳ کډوالې کورنۍ چې شمېر ۴۵۹۲ تنه کېږي، جبري ډول افغانستان ته ستانه کړي.د دغه کمېسیون په وینا، په همدې ورځ ۱۲۵۶ کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.
د دغه کمېسیون دارلانشاء د د یکشنبې په ماخوستن (د غبرګولي ۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د تورخم له لارې ۷۷۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۱۴۲ کېږي، د سپین بولدک له لارې ۱۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۵ کېږي، د نیمروز د ورېښمو پل له لارې ۵۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۱۵ کېږي او همداراز له همدې لارې ۱۰۵۵ نور مسافر او د هرات د اسلام کلا له لارې ۳۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۰ کېږي هېواد ته په جبري توګه را اړول شوي دي.
د خبرپاڼې لهمخې، له دې شمېر څخه ۱۲۵۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۸۰۴ ته رسېږي او همداراز له کابل څخه هم ۳۱۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۶۵۰ ته رسېږي خپلو ولایتونو ته لېږدول شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ځينو دغو راستنو شویو کورنیو ته د کرایو له ورکړې او د روغتیايي خدماتو له وړاندې کېدو سربېره یو شمېر کورنیو ته پخه ډوډۍ، یوه اندازه نغدي مرستې او سیمکارتونه هم ورکړل شوي دي.
په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو د جبري اېستنې زور اخیستی او په پاکستان او ایران کې مېشت افغانان د ځايي پولیسو له ناوړه چلنده شکایت لري او له اړوندو نړۍوالو بنسټونو غواړي، چې پر کوربه هېوادونو فشارونه زیات کړي، څو د نړۍوالو قوانینو او اصولو لهمخې له کډوالو سره چلند وکړي.
طالبانو همداراز ویلي، چې له بیا واکمنېدو راهیسې یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کډوالو په ښارګوټو کې تر اوسه پر ۳۵ زره او ۱۸۹ کورنیو د استوګنې نمرې وېشلي دي، خو د چارو د شنونکو په باور، په تېرو شاوخوا پنځو کلونو کې میلیونونو کډوالو ستنېدو ته په کتو دغه شمېر په نشت حساب دی.
د ښځو د خوځښت شبکې او د ازادۍ لپاره د افغان مېرمنو متحد غورځنګ د طالبانو د «زوجینو د تفریق اصولنامې» د توشیح په غبرګون کې ویلي، چې دغه سند د افغانستان د نجونو د غلامۍ د مشروعیت ورکولو لپاره یو «شرموونکی قانون» دی.
د افغان مېرمنو دغو دوو اعتراضي خوځښتونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې د دغه قانون توشیح ښيي، د طالبانو حکومت د ځپنې، ښځو ضد سیاستونو او د ماشومانو د حقونو د لهمنځه وړلو پر بنسټ ولاړ دی.
په اعلامیه کې راغلي چې طالبان اوس په رسمي ډول هڅه کوي د «شریعت» تر نامه لاندې د ماشومانو پلور ته قانوني بڼه ورکړي. د دغو خوځښتونو په وینا، طالبان غواړي د افغانستان نجونې له ټولګیو او زدهکړو راوباسي او د جبري ودونو، چوپتیا او تاوتریخوالي پر لور یې ټېل وهي.
اعتراض کوونکو ښځو د ماشومانو ودونه د بشریت او د افغانستان د راتلونکي پر وړاندې جرم بللی او ویلي یې دي چې طالبان د دغه اصولنامې په توشیح سره د نجونو بدنونه او ژوند د خپلو ایډیولوژیکو موخو لپاره د معاملې وسیله ګرځوي.
د دغو خوځښتونو غړو ادعا کړې، چې طالبان د دې سند په توشیح سره افغان نجونې د «قانوني تېري او عصري غلامۍ» قرباني کوي. هغوی ټینګار کړی چې دغه اقدام له ماشومانو سره د سازمانیافته جرمونو بڼه لري او نړۍ باید دا د کلتور، مذهب او دود تر نوم لاندې توجیه نه کړي.
اعتراضي ښځو له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو له بنسټونو او د نړۍ له حکومتونو غوښتي چې طالبان د جنسیتي اپارتاید او د ماشومانو پر ضد د جرمونو عاملین وپېژني او وغندي.
دوی همداراز غوښتنه کړې چې طالبان د دغو «غیر انساني سیاستونو» د عملي کوونکو په توګه په نړیواله کچه تر عدلي تعقیب لاندې ونیول شي.
په داسې حال کې چې ۶۴ سلنه افغانان په فقر کې ژوند کوي او ۱۴ میلیونه یې د لوږې له جدي ګواښ سره مخ دي، طالبانو د خپل مشر اختریز پیغام په لوړ لګښت په رنګه بڼه چاپ او کابو په ټولو ولایتونو کې یې وېشلی دی. څارونکي وايي، پر یوه فقر ځپلي ولس واکمن ته دغه ډول د «ځان ښودنې» چاره نه ښايي.
د کابو ټولو ولایتونو لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو د لوی اختر په مناسبت د خپل مشر ملا هبتالله اختریز پیغام په لوړ لګښت او «رنګه بڼه» لسګونه زره ټوکه چاپ کړی او د وېشنې بهیر یې پیل کړی دی.
طالبان په لومړي سر کې دغه اختریز پیغام په خپلو منځو، بیا پر دولتي کارکوونکو او بیا یې پر ولس په لارو او کوڅو کې وېشي.
د افغانستان انټرنشنل- پښتو د موندنو لهمخې، په هر ولایت کې لږ تر لږه ۴۵۰۰ ټوکه دغه اختر پیغامونه چاپ شوي چې په دې سره یې په ټولو ولایتونو کې یې شمېر لږ تر لږه ۱۵۳ زره ټوکو ته رسېږي. د څارونکو په وینا، دغه ډول رسالې هغه هم په رنګه بڼه په ډېر لوړ لګښت چاپېږي.
څارونکي زیاتوي په داسې شرایطو کې چې کابو په ټول هېواد کې رسنۍ او په ځانګړې توګه خواله رسنۍ فعالې دي، په چاپي بڼه د دغه ډول پیغامونو خپراوی «دومره اړین» نه دی او په وینا یې، د یوه فقر ځپلي ولس واکمنانو ته دغه ډول د «ځان ښودنې» چاره نهښايي.
د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخوندزاده اختریز پیغام د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۳مه) خپور شو. نوموړي په دې پیغام کې په ټولو مسایلو کې ښځو ته له خطاب پرته یوازې د «افغان وروڼو» خطاب کړی دی.
هبتالله اخوندزاده په دې پیغام کې طالبان پر ولس له «ظلم» کولو منع کړي او ویلي یې دي: «په خلکو باندې له ظلم څخه ځان وساتئ، ځکه په دنیا کې چې هرچا ظلم کړی، که هرڅومره طاقتور وي، هغوی الله تعالی ذلیله او له شکست سره مخ کړي».
هغه د خپل نظام پر ساتنې او پالنې او د کوم هېواد د نوم له یادولو پرته د «دښمنانو بدو ارادو» پر دفع کېدو ټينګار کړی دی.
خو په دې پیغام کې د افغان ښځو او نجونو چې له نږدې ۵ کلونو راهیسې له زدهکړو، کار او ټولنیزو فعالیتونو محروم دي، هېڅ یادونه نهده کړې او همداراز پر افغانستان د پاکستان د بریدونو په تړاو هېڅ هم نهدي ویل شوي.
د یادونې وړ ده، چې د جرمني بېلډ ورځپاڼې په خپل وروستي راپور کې د دغه هېواد د پرمختیا وزارت له قوله ویلي، چې د افغانستان شاوخوا ۶۴ سلنه وګړي په فقر کې ژوند کوي او نږدې ۱۴ میلیونه خلک د لوږې له جدي خطر سره مخ دي. همدارنګه میلیونونه ماشومان د خوارځواکۍ او د ژوند ګواښونکو ناروغیو له خطر سره مخ دي.