طالبانو په هرات کې د ۴۰ زره روږدو کسانو د درملنې خبر ور کړی

د طالبانو د هرات ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت وایي، په تېرو څلورنیمو کلونو کې په دغه ولایت کې د شاوخوا ۴۰ زره هغو کسانو درملنه شوې، چې په نشه يي توکو روږدي وو.

د طالبانو د هرات ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت وایي، په تېرو څلورنیمو کلونو کې په دغه ولایت کې د شاوخوا ۴۰ زره هغو کسانو درملنه شوې، چې په نشه يي توکو روږدي وو.
د یاد ولایت د نشه يي توکو د مبارزې مدیر حیات روحاني ویلي، د یکشنبې په ورځ د روږدو کسانو له ۴۰۰ بستریز روغتون نه ۲۵۰ کسان له درملنې وروسته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
هغه زیاته کړې چې د دوی کارکوونکي په ښار او ولسوالیو کې روږدي کسان راټولوي او د درملنې لپاره یې اړوندو مرکزونو ته لېږدوي چې دده په وینا، تر اوسه له ۴۰ زرو نه د ډیرو روږدو کسانو درملنه شوې ده.
د روږدو د درملنې په برخه کې ډېری بهرنۍ موسسې مرسته کوي، چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې فعالې دي.

د کندهار د پنجوايي د ناخونې له خړو کوڅو او د تختهپُل د تنګي له ریګونو د یوه داسې سړي کیسه پیلېږي چې افغانستان یې په حکمونو او فرمانونو چلیږي، خو څېره یې لا هم له خلکو پټه ده. د هبتالله اخوندزاده د شخصي ژوند په اړه لا هم ډېر څه د روایتونو، کیسو او محدودو معلوماتو ترمنځ ورک دي.
خو دا سړی څوک دی؟ څنګه د یوه کلي له مدرسې نه د طالبانو د امیرالمؤمنین تر منصبه ورسېد؟
هبت الله د طالبانو د مشر په توګه له ټاکل کېدو وړاندې ۱۵ کاله د کچلاغ په لنډي کلي کې په الحاج محمد حسیني جومات کې طالبانو ته تدریس کاوه او د افغانستان د حکومت او ناټو ځواکونو په مخالفت او د طالبانو په ملاتړ یې ویناوې کولې.
په دغه جومات کې د ۲۰۱۹ کال د اګست پر ۱۶مه یوه چاودنه وشوه، چې څلور تنه پکې ووژل شول او ۱۱ نور ټپیان شول.
په وژل شویو کسانو کې یو تن د ملا هبت الله اخوندزاده ورور حافظ احمدالله و.
د هبت الله د مقتدیانو په وینا، نوموړي هره ورځ د سهار له اتو بجو نه تر غرمې پورې طالبانو ته درس ورکاوه او میاشتنی معاش یې شاوخوا لس زره پاکستانۍ کلدارې و. پر دې سربېره یې چندې، صدقې او د زکات او سرسایې پیسې هم ترلاسه کولې.
خو د هبتالله په اړه تر ټولو لانجمن بحث د هغه د ژوند او هویت په اړه دی.
یوې سرچینې چې د هبتالله کورنۍ له نږدې پېژني، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د ۲۰۱۹ کال د اګسټ پر ۱۶مه، په الحاج جومات کې د ماسپښین د لمانځه پر مهال ځانمرګی برید کې هبتالله ټپي شوی و او یو زوی او د احمدالله احمدي په نوم ورور یې ووژل شول.
خو بل روایت تر دې هم وړاندې ځي.
دغه روایت ادعا کوي چې «هبتالله په همغه برید کې وژل شوی و». د دې ادعا له مخې، «له برید وروسته د هبتالله تنه له سره جلا وه. د طالبانو د تحریک د پاشل کېدو د مخنیوي په موخه د هغه مرګ پټ وساتل شو او ورور یې هدایتالله د هبتالله په نوم چارې پیل کړې».
ددغه روایت پلویان وايي، طالبان په دغو کلونو کې په خپلمنځي مخالفتونو کې ښکیل وو، ځکه ددې ډلې د بنسټګر ملا محمد عمر د مرګ له اعلان وروسته د طالبانو په لیکو کې درزونه رامنځته شول او ورپسې د اخترمحمد منصور وژل کېدو دغه درزونه نور هم ژور کړل او د یوه درېیم مشر د مرګ اعلان ډله له شړېدو سره مخ کولی شوای.
په کوټه او کچلاغ کې یو شمېر خلک هم دغه روایت تکراروي، چې «اوسنی ملا هبتالله اصلي هبتالله نه دی، بلکې ورور یې هدایتالله دی».
خو دا ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې او ملا هبت الله هم وخت ناوخته د طالبانو له مشرانو او قاضیانو سره لیدنې کتنې کوي او د اختر په ورځو کې په عام محضر کې له راڅرګندېدو پرته ویناوې کوي.
د یوه داسې کس په اړه چې د افغانستان د میلیونونو خلکو پر ورځني ژوند اغېز لرونکي فرمانونه صادروي، ښايي تر ټولو حیرانوونکې خبره همدا وي، چې لا یې هم ډېر څه د افسانې او واقعیت تر منځ ولاړ دي. د ځینو په ذهن کې لا هم دا پوښتنې بې ځوابه دي، چې د پردې تر شا ناست سړی، په رښتیا هبت الله دی او که نه.
کورنی چاپیریال د هبت الله راتلونکی ټاکي
د هبتالله کیسه د کندهار د نورزي قبیلې د تورکوڅي ښاخ له یوې کوچۍ او مذهبي کورنۍ پیلېږي.
د هغه پلرنی تړاو د کندهار د تختهپُل ولسوالۍ له ناخوني او تنګي سیمې سره ښودل کېږي، چې د شګو، ریګونو او دښتو اوږده سلسله ده او له سپین بولدک څخه تر ریګستان، ښورابک، پنجوايي، میوند، د هلمندتر ګرمسیر، بهرامچې، دیشو، نیمروز، فراه او ایران پورې غځېدلې ده.
د دې سیمې خلک تر ډېره د مالدارۍ په ژوند پايي؛ روانې اوبه او کرنیزې ځمکې پکې خورا لږې دي.
خو د هبتالله د ماشومتوب ډېره برخه د پنجوايي ولسوالۍ په ناخوني او سپېروان کليو کې تېره شوې ده.
هبت الله اخوندزاده د شیخ مولوي محمد خان زوی او د مولانا خدای رحیم لمسی دی چې د ۱۹۶۷ کال د اکتوبر پر ۲۰مه د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ په ناخوني کلي کې زیږېدلی دی.
د هبت الله اصلي استوګنځای د کندهار تخته پل ولسوالۍ ده، خو وروسته پنجوايي ولسوالۍ ته ولېږدېدل. محمد خان اخوند دلته د پای ملکو د جومات امام و.د نورمحمد تره کي له کودتا وروسته نوموړي خلک د حکومت خلاف جګړې ته وهڅول او حکومت یې په غبرګون کې پر کور او مدرسه چاپه ووهله، خو نوموړی ریګ ولسوالۍ ته وتښتېد. د پلار له مرګ وروسته هبت الله د بلوچستان پیر علي زي ځنګل کمپ ته وکوچېد او دلته یې په ۱۹۹۱ کال کې د حدیثو دوره بشپړه کړه او د فضیلت پګړۍ یې پر سر وتړله.
هغه د طالبۍ په دوره کې د مولوي محمد نبي محمدي په مشرۍ د حرکت انقلاب اسلامي د قوماندان ملا حاجي محمد اخوند په جبهه کې د افغان حکومت خلاف جنګېده. په دې جبهه کې ملا اختر محمد منصور او ملا محمد حسن اخوند هم غړیتوب درلود. دغه جبهه وروسته د مولوي خالص په اسلامي حزب کې شامله شوه. هبت الله د طالبانو له بنسټګر ملامحمد عمر او دویم مشر ملا اخترمحمد منصور سره په ګډه د افغان حکومت او شوروي اتحاد د ځواکونو خلاف جګړې کړې دي.
طالبان هغه د شرعي علومو په تدریس، په ځانګړي ډول په فقه، اصول الفقه، تفسیر او حدیث کې کارپوه ګڼي او د شیخ لقب هم له دې امله ورکړل شوی، چې د هغه د نږدې کسانو په وینا،د «صحاح سته او اصول الحدیث په تدریس کې برلاسی» دی.
د افغانستان انټرنشنل خبریال عبدالله همیم، چې د پنجوايي په سپېروان کلي کې یې د هبتالله کلی له نږدې لیدلی، د سیمې د خلکو له خولې وايي، د هبتالله کورنۍ منځنی او ساده ژوند درلود. د کلیوالو په حافظه کې د هبتالله په پرتله د هغه پلار روښانه پاتې دی. ډېری خلک وايي، دوی له ملا محمد خان سره نږدې پېژندګلوي لرله، خو د هبتالله د ځوانۍ کلونه یې په یاد نه دي، ځکه هغه د خپل عمر ډېره برخه له پنجوايي بهر او وروسته په پاکستان کې تېره کړې ده.
د هبت الله اخوندزاده د کورنۍ په اړه معلومات محدود دي، خو هغه ته نږدې سرچینې وايي، نوموړی له دوو مېرمنو څلور زامن لري. د هغه یو زوی په ۲۰۱۷ کال کې د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر یوه امنیتي مرکز د برید پر مهال د خپلو چاودېدونکو توکو ښکار شو. درې نور زامن یې، د راپورونو له مخې، په کندهار کې ژوند کوي. د هغه کشر زوی په کندهار ښار کې د ملا برادر په مدرسه کې دیني زده کړې کوي، خو د نورو اولادونو او لوڼو په اړه یې معلومات ډېر محدود دي.
د هبتالله امنیتي کړۍ هم د ابهام یوه برخه ده. د هغه نږدې سرچینې وايي، د نوموړي په ساتونکو کې درې کسان ځانګړی اهمیت لري؛ دوه یې د هغه وریرونه او یو یې زوم دی او تل ورسره ملتیا کوي. د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د هغه کورنۍ د کندهار ښار په لسمه ناحیه کې د کومانډو په سیمه کې مېشته شوې، په داسې حال کې چې تر دې وړاندې یې د بلوچستان ایالت په کوټه او کچلاغ کې ژوند کاوه.
د کندهار د ژیړۍ ولسوالۍ اوسېدونکی سید داد محمد وايي، د ملا هبت الله پلار دیني عالم او د جومات امام و، کورنۍ یې له اقتصادي پلوه شتمنه نه وه او د دیني تدریس، امامت او کلیوالي ژوند له لارې یې ورځنۍ اړتیاوې پوره کولې.
د هغه په وینا، د ملا هبت الله ماشومتوب د جوماتونو، مدرسو او دودیزې مذهبي فضا تر سیوري لاندې تېر شو ځکه د هغه پلار ملا و.
ده زیاته کړه، «هغه وخت د کندهار کلیوالي چاپېریال سخت محافظهکار، مذهبي او دودیز و، همدې چاپېریال د هبتالله پر فکري جوړښت ژور اغېز وکړ».
هبتالله اخوندزاده عصري یا پوهنتوني زده کړې نه لري. د هغه ټول تعلیمي مسیر د دیني مدرسو له لارې تېر شوی دی.
هبت الله د بلوچستان په کوټه، کچلاغ او نورو سیمو کې په بېلابېلومدرسو کې د حدیث، فقهې، تفسیر، اصول الفقه او اسلامي شریعت زده کړې وکړې.وروسته خپله هم د مدرسو استاد شو او د شیخ الحدیث لقب ورته کارېده.
د طالبانو د ډېرو مشرانو په څېر، د هغه فکري جوړښت هم د پاکستان د دیوبندي مدرسو تر اغېز لاندې رامنځته شوی دی.هغه د جګړې د قوماندان پر ځای د مدرسې، تدریس او فتوا له لارې شهرت وموند.
د طالبانو دننه هبتالله ته د یوه باوري مذهبي شخصیت په سترګه کتل کېدل، د ده دنده ډېری له فتواوو، شرعي لارښوونو او قضايي چارو سره تړلې پاتې شوې ده.
د کندهار یو اوسېدونکی حاجي نصرالله، چې د طالبانو د رامنځته کېدو له بهیر سره نږدې پاتې شوی، وايي، چې «ملا محمد عمر پر هغه ځانګړی باور درلود او د طالبانو په مهمو شرعي مسایلو کې به یې ترې مشورې اخیستې».
ده زیاته کړه، «ملا هبت الله له همغه پیله د طالبانو په منځ کې ډېر توند لاری و. په ډيرو مسایلو کې یې د خپل فکر پر اساس فیصلې کولې لکه همدا نن چې يې د نجونو د زده کړو مخه نیولې ده».
هبت الله د ملامحمد عمر د ادارې په قضا کې
هبت الله اخوندزاده د ملا محمد عمر د تحریک له پیله له دغه تحریک سره ملګری و او د کندهار ولایت د نظامي محکمې غړیتوب یې درلود.
په ۱۹۹۶کال کې، چې طالبان پر کابل واکمن شول، ملا عمر د کابل نظامي محکمې ریاست لپاره هبت الله وټاکه. وروسته، د ختیځ زون د نظامي محکمې مسوول و او بیا کابل ته لاړ او د طالبانو د واکمنۍ تر پایه د نظامي محکمې مسوول و. دغه محکمه په پلازمېنه کې تر ټولو مهمه اداره وه چې د شرعي حدودو د پليتابه واک یې درلود.
په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له ماتې وروسته ددې ډلې د جنوب لویدیزې حوزې د جنګیالیو او قوماندانانو په انسجام کې د هبت الله، غلام حیدر، شیخ عبدالسلام او شیخ عبدالحکیم رول ټاکونکی ګڼل کیږي. هغه په دې دوره کې د دعوت او ارشاد مسوولیت پر غاړه درلود او وروسته یې د تمیز او محاکمو ریاست مسوولیت پر غاړه و.
په ۲۰۱۶ کال د ملاعمر د مرګ له اعلان وروسته هغه د ملا اخترمحمد منصور مرستیال وټاکل شو او شاوخوا ۱۰ میاشتې یې دغه دنده پرمخ یووړه.
د طالبانو په جوړښت کې دارالافتا د مذهبي فتواوو او شرعي پرېکړو تر ټولو مهمه اداره بلل کېږي او ملا هبتالله د ګڼو کلونو لپاره د طالبانو د دارالافتا مهم مسوول پاتې شوی دی.
د طالبانو یوه پخواني غړي له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل ته وویل، «ملا هبت الله به د جګړې په اړه شرعي فتواوې ورکولې، د طالبانو د قاضیانو لپاره یې لارښوونې چمتو کولې، د طالبانو د جنګیالیو د چلند اصول یې ټاکل، د حکومتولۍ لپاره یې مذهبي توجیهات برابرول، د داخلي اختلافاتو شرعي حل یې وړاندې کاوه او د شرعي محکمو لپاره د قاضیانو د ګومارنې او روزنې چارې یې سمبالولې».
د طالبانو پخواني غړي وایي، له ۲۰۰۱ کال وروسته چې طالبان له واکه وغورځېدل، هبتالله بېرته پاکستان ته ولاړ او هلته یې د طالبانو د کوټې شورا له غړو سره کار پیل کړ.
د کوټې شورا په کې د طالبانو د مشرتابه د جنوب لویدیزې حوزې مشران را غونډو وو او د جګړې، تنظیم، ستراتیژۍ او سیاسي پرېکړو ډېری چارې یې پرغاړه وې.
د طالبانو یو غړی چې له نوم ښودنې ډډه کوي، وایي، ملا هبتالله په مستقیم ډول د جګړې د جبهو قوماندان نه و، خو د طالبانو د شرعي نظام تر ټولو مهم شخصیت ګڼل کېده.د هغه په وینا، طالبانو په افغانستان کې کلیوالي محکمې جوړې کړې وې، چې د لرې پرتو او کلیوالو سیمو خلک به دخپلو حقوقي او کورنیو دعوو لپاره ورتلل.
ملا هبتالله د همدې موازي قضايي شبکې مشر بلل کېده. هغه به د طالبانو د قاضیانو غوراوی،شرعي اصول او د جګړې مذهبي توجیهات تنظیمول او په دې برخه کې یې تر اوسني وخت دریځ ډېر سخت و.
د سپیروان له ریګونو را پاڅېدلی سړی
د ۲۰۱۶ کال د می پر ۲۱مه د ملامحمد عمر ځایناستی منصور د امریکا په ډرون برید کې داسې مهال ووژل شو، چې طالبان له یوې اوږدې جګړې او داخلي رقابتونو سره مخ وو او د تحریک دننه هم دامارت او بیعت نظم ګډوډ شوی و.
په همدې سیاسي او نظامي فضا کې، چې طالبان لا هم د نړیوالو ځواکونو پر وړاندې جنګېدل، د منصور له مړینې څلور ورځې وروسته، اخوندزاده د طالبانو ۳۵ کسیزې شورا د خپل نوي «امیر المؤمنین» په توګه وټاکه. د هغه مشرۍ ته له دې زاویې ارزښت ور کول کېده، چې د منصور مرستیال پاتې شوی و، قبیلوي نزاکتونه په پام کې ونیسي، تحریک له داخلي انشعابونو وژغوري او د جګړې، مذهبي فتواوو او سیاست ترمنځ یو ګډ محور وساتلی شي.
د طالبانو یو پخوانی غړی ملا محمد یونس وایي، د منصور تر وژل کېدو وروسته طالبان د مشرۍ له جدي بحران سره مخ شول. طالبانو وېره لرله چې که یو نظامي قوماندان مشر شي، داخلي اختلافات به زیات شي او تحریک به ووېشل شي. د نوموړي په وینا، ملا هبت الله هغه وخت نه د کومې جنګي ډلې قوماندان و او نه یې هم د طالبانو دننه ډېر مخالفین لرل. پاکستان هم د نوموړي پر ټاکل کېدو راضي و.
ده زیاته کړه، «طالبانو ته دا باور ورکول کېده چې ملا هبت الله غیر متنازعه کس دی، د ملا محمد عمر نږدې کس پاتې شوی، د طالبانو د بېلابېلو ډلو ترمنځ توازن ساتلی شي، د تحریک دیني وحدت خوندي کولی شي، د جګړې او سیاست دواړو لپاره شرعي توجیه وړاندې کولی شي نو له همدې امله د طالبانو مشرتابه شورا هغه د نوي امیرالمؤمنین په توګه وټاکه».
د طالبانو د ډلې دوه نور بانفوذه مشران سراجالدین حقاني او ملا یعقوب د هبت الله اخوندزاده د مرستیالانو په توګه وټاکل شول.
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر کابل د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هبتالله اخوندزاده د دې ډلې د بې سیاله مشر په توګه د تصمیمنیونې تر ټولو لوړه سیاسي او مذهبي مرجع ګڼل کېږي.
د خپلو مخکینیو مشرانو په پرتله، هبتالله یو بشپړ غیرنظامي شخص دی. هبتالله په عامه غونډو کې ډېر کم لیدل شوی او د هغه د ویناوو او دریځونو ډېره برخه د غیرمستقیمو پیغامونو، فرمانونو او اعلامیو له لارې خپرېږي. سره له دې چې هغه د کندهار په عیدګاه کې د اختر په لمونځونو کې راڅرګندیږي او وخت ناوخته په سیمینارونو کې برخه اخلي، خو مخ یې ډېر وخت پټ وي او عام خلک یې نه شي لیدلی.
د هغه د ژوند ډېری جزئیات د طالبانو د نورو مشرانو په څېر په قصدي ډول پټ ساتل شوي دي، ځکه طالبان د خپلو مشرانو د شخصي ژوند په اړه ډېر محدود معلومات خپروي.
د طالبانو یو شمېر پلویان په دې باور دي، چې امنیتي اندېښنې، د داعش او نورو مخالفو ډلو ګواښونه، د طالبانو د پخوانیو مشرانو د وژل کېدو تجربه، د « امیرالمؤمنین» تقدس رامنځته کول او ځینې نور هغه لاملونه دي چې ملا هبت الله يې له خلکو پټ ساتلی دی.
کله چې طالبان په ۲۰۲۱ کال بیا واک ته ورسېدل، ډېرو خلکو تمه لرله چې دوی به د ۱۹۹۰مو کلونو په پرتله نرم دریځ خپل کړي خو د وخت په تېرېدو د هبتالله اخوندزاده تر مشرۍ لاندې پالیسیو وښوده، چې په دې ډله کې بنسټیز تغییر نه دی راغلی او د خپل تېر تسلسل دی.
په داسې حال کې چې د هېواد زرګونه ښوونکي د دوو میاشتو راهیسې د خپلو تنخواوو د نه ترلاسه کولو له امله له سخت اقتصادي فشار سره مخ دي؛ سرچینې وایي د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده د دفتر لهخوا په ولایتونو کې مدرسو ته د اختر په مناسبت مېلیونونه افغانۍ ځانګړې شوې دي.
د معلوماتو له مخې؛ د جهادي مدرسو په ګډون هرې لویې مدرسې ته تر پنځه مېلیونه افغانیو پورې ځانګړې شوې دي او کوچنیو مدرسو ته بیا د اړتیا او نفوس له مخې لږې پیسې ورکول کېږي.
سرچینې زیاتوي، په دغه مرستو کې هر کس ته له پنځو تر ۱۰زره افغانیو پورې نغدې پیسې ورکول کېږي چې ډېری ترلاسه کوونکي یې هغه کسان دي چې خپله یا یې د کورنۍ غړو پخوا او یا هم اوس د طالبانو په لیکو کې فعالیت کړی.
د سرچینو په خبره؛ دغه مالي مرستې د پوهنې ریاستونو له لارې وېشل کېږي او لا له وړاندې جهادي او ځینې ځانګړې مدرسې د یادو مرستو لپاره په نښه شوې دي؛ خو دغه اقدام داسې مهال شوی، چې د هېواد د عامه ښوونځیو ښوونکي د خپلو تنخواوو د ځنډ له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
ګڼ شمېر ښوونکي وایي، د ژوند لومړنۍ اړتیاوې نهشي پوره کولای او د طالبانو حکومت د ښوونځيو پر ځای مدرسو ته لومړیتوب ورکوي. سرچینې زیاتوي، طالبان د دولتي بودجې او امکاناتو لویه برخه د هغو دیني مرکزونو او اشخاصو پر پیاوړتیا لګوي چې د دوی د سیاسي او پوځي نفوذ د دوام لپاره مهم ګڼل کېږي؛ په داسې حال کې چې د رسمي ښوونیز سکټور ورځ تر بلې له کمزورۍ سره مخ کېږي.
خلک وایي، د ښوونکو د تنخواوو ځنډول او په ورته وخت کې پر مدرسو د مېلیونونه افغانیو وېش، د طالبانو د ښوونیزې پالیسۍ دوهګونی چلند ښیي؛ داسې چلند چې د عصري زدهکړو پر ځای مذهبي او اېډیولوژیکو بنسټونو ته ترجیح ورکوي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، په تېرو درېیو ورځو کې ۳۷۳ هغه افغانان چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د یاد وزارت لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان د قانوني اسنادو نه لرلو له امله په پاکستان کې نیول شوي او زنداني شوي وو. د خبرپاڼې له مخې؛ یاد کسان له ثبت او بشري مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې له دې ډلې ۲۹۶ کسان د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې او پاتې ۷۷ نور د کندهار د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او اېستلو لړۍ لاهم دوام لري.
د افغانستان انټرنشنل – پښتو لهخوا د راټولو شویو شمېرو له مخې؛ یوازې په غویي میاشت کې ۲زره او ۲۸۳ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو، له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د طالبانو عدلیې وزارت د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۴مه) خبر ورکړی، چې په کابل او ننګرهار ولایتونو کې یې د «ناقانونه فعالیتونو» او یوشمېر سرغړونو له امله څو دارالوکالې، خیریه بنسټونه او ټولنې تړلې دي.
د دغه وزارت لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو د عدلیې وزارت څار ډلې په ننګرهار ولایت کې د خیریه بنسټونو او ټولنو د فعالیتونو ارزونه او څارنه کړې ده. د خبرپاڼې له مخې؛ د یاد څار په پایله کې دوه خیریه بنسټونه او د دوو ټولنو دفترونه د ناقانونه فعالیتونو له امله تړل شوي دي.
همداراز دغه وزارت ویلي، چې د دوی څار ډلې په کابل ښار کې د ۲۲ دارالوکالو فعالیتونه هم ارزولي دي. د یاد وزارت په وینا؛ د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې څلور دارالوکالې د ناقانونه فعالیتونو او د یوشمېر سرغړونو له امله تړل شوې دي.
دغه وزارت د یادو بنسټونو او دفترونو د سرغړونو په اړه نور جزییات نهدي خپاره کړي او نه یې هم د یادو بنسټونو نومونه ذکر کړي دي.
د طالبانو د برېښنا شرکت ویاند محمدصادق حق پرست وايي، په افغانستان کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې چارې په درېیو برخو کې پيل شوې چې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي. نوموړي زیاته کړې، چې د یادې پروژې لومړي لاټ چارې بشپړې او د دوو نورو لاټونو چارې بشپړېدو ته نږدې شوې دي.
هغه ویلي، چې په قرغزستان، تاجکستان او پاکستان کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې چارې بشپړې شوې او په افغانستان کې به یې هم چارې ژر بشپړې شي. د نوموړي په خبره؛ د یادې پروژې له بشپړېدو وروسته به افغانستان په کلني ډول تر ۶۵ مېلیون ډالرو د ټرانزیټ فیس عواید ترلاسه کړي.
هغه زیاته کړې، چې د افغانستان له لارې به پاکستان ته ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا هم ورکړل شي. ښاغلي حق پرست کاسا ۱۰۰۰ پروژه د سیمهییز اتصال په برخه کې مهمه وګڼله او ډاډ یې وښود، چې د داسې پروژ له لارې به ګاونډي هېوادونه کې د افغانستان سره په احترام قدم اخلي.
د کاسا ۱۰۰۰ پروژه د قرغزستان او تاجکستان برېښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته انتقالوي.
تر دې وړاندې قرغزستان اعلان کړی و، چې د سیمهییزې برېښنا لېږد پروژې «کاسا-۱۰۰۰» اړوند د خپلې برخې ټول ودانیز کارونه یې بشپړ کړي او نورې چارې د افغانستان د برخې بشپړېدو پورې تړلي دي.