د دغه کمپاین تنظیموونکو ویلي، چې دوی په یوه پروګرام کې د میاشتني عادت په اړه د پوهاوي، د ښځو او نجونو روغتیایي اسانتیاوو ته د لاسرسي او د میاشتني عادت د حفظالصحې په اړه د ازادانه خبرو کولو پر حق ټینګار کړی دی.
د پروګرام فعالانو وویل، چې د دوی د دغه کمپاین موخه د میاشتني عادت په اړه د خبرو عادي کول او دودول، د چوپتیا ماتول او په دې برخه کې د «شرم احساس» لهمنځه وړل دي.
زهرا موسوي چې د دغه پروګرام یوه ګډونواله ده افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دوی غواړي د «ښځو د خاموش درد» په اړه خبرې وکړي. د هغې په وینا؛ میاشتنی عادت د ښځو د بدن یوه طبیعي موضوع ده؛ خو په افغانستان کې دا په تابو بدله شوې او ښځو ته اجازه نه ورکول کېږي چې په دې اړه خبرې وکړي.
هغې وویل: «په افغانستان کې میاشتنی عادت زموږ د نجونو لپاره له شرم سره تړل شوی دی. ان پر هغو ښځو او نجونو چې د میاشتني عادت تجربې په هکله خبرې کوي، د بېشرمۍ ټاپه لګول کېږي او موږ غواړو دا تابو مات کړو».
زهرا موسوي زیاته کړې، نجونې په داسې چاپېریال کې ژوند کوي چې له قضاوتونو ډک دی او په افغانستان کې د یادې موضوع په اړه پوهاوی او خبرې کول یوه جدي اړتیا ده. دوی د عامه پوهاوي د زیاتوالي او د میاشتني عادت په اړه د ناسم لیدلوري د پای ته رسولو غوښتنه کړې.
د «میاشتني عادت» نړۍواله ورځ هر کال د مئ په ۲۸مه نمانځل کېږي. د دغه ورځې موخه د تابوګانو ماتول او داسې نړۍ رامنځته کول دي، چې ښځې او نجونې پهکې زدهکړو، روغتیایي خدمتونو او د میاشتني عادت مدیریت لپاره مناسبو اسانتیاوو ته لاسرسی ولري.
ملګري ملتونه وایي، چې د میاشتني عادت په اړه تابوګانې او ټولنیز شرم د معلوماتو کمښت، ناسالم چلند او منفي لیدلوري رامنځته کوي. د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په وینا؛ دغه ستونزه د ناورینونو پر مهال لا پسې پراخېږي.
یونېسف هم وایي، جنسیتي نابرابري، بېوزلي او کلتوري تابوګانې د دې لامل کېږي چې د میاشتني عادت پرمهال د ښځو او نجونو روغتیایي اړتیاوې له پامه وغورځول شي. یادې ادارې ټینګار کړی، چې میاشتنی عادت یوازې یوه شخصي موضوع نهده؛ بلکې د ښځو او نجونو له زدهکړو، روغتیا، انساني کرامت او ټولنیز ګډون سره تړاو لري.
یونېسف لیکلي، چې په افغانستان کې میاشتنی عادت تابو ګڼل کېږي. د یونېسف په وینا؛ ډېری نجونې میاشتنی عادت له منفي، شرموونکې، یا ناپاکې موضوع سره تړي او ځینې کورنۍ له خپلو لوڼو سره په دې اړه خبرې نهکوي.
د یادې ادارې په وینا؛ په پاکستان، هند، نیپال او یو شمېر نورو هېوادونو کې هم وضعیت له افغانستان نه ډېر ښه نهدی. یونېسف وایي، چې په نیپال کې د میاشتني عادت تابو یوه سخته بېلګه «چهاوپادي» دود دی. په دغه دود کې د نیپال په ځینو لوېدیځو سیمو کې ښځې او نجونې د میاشتني عادت پرمهال ناپاکې ګڼل کېږي او له کور یا ورځنیو فعالیتونو لرې ساتل کېږي. څېړنو دغه دود له روغتیایي، رواني او ټولنیزو زیانونو سره تړلی بللی دی.
د ښځو د حقونو فعالان وایي، تر هغې چې میاشتنی عادت له شرم او چوپتیا سره تړلی وي؛ ښځې او نجونې به په زدهکړو، روغتیا او ټولنیز ژوند کې له محدودیتونو سره مخ وي. د دوی په وینا؛ د میاشتني عادت په اړه ښکاره خبرې کول د یاد تبعیض د پای ته رسولو پر لور لومړی ګام دی.