طالبان وایي لوګر کې د انجې طبي بوټي کرکيله زیاته شوې ده

لوګر ولایت کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د انجې بوټي کرکيله په وروستیو کې د پام وړ زیاته شوې ده.

لوګر ولایت کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د انجې بوټي کرکيله په وروستیو کې د پام وړ زیاته شوې ده.
د یاد ریاست د کرنیزو چارو امر نصیرالدین بهیج ویلي چې دوی د انجې د کرکيلې پراخولو ته ځانګړې پاملرنه کوي او دا بوټی د کوکنارو یو مناسب بدیل ګڼي.
په لوګر کې بزګران هم د دې بوټي کرکيله کم لګښته او د لوړ حاصل لرونکې بولي. د دوی په وینا، انجه یو مقاوم بوټی دی چې لږې کیمیاوي سرې او اوبو ته اړتیا لري، خو بیا هم ښه حاصل ورکوي.
بزګران زیاتوي چې که څه هم دا بوټی نسبتا ناوخته حاصل ورکوي، خو په بازار کې په ښه بیه پلورل کېږي او له همدې امله د کروندګرو لپاره ګټور تمامېږي.
ویل کېږي چې د دې بوټي د کرکيلې زیاتېدو له امله به په راتلونکي کې لوګر د انجې د تولید په مهم مرکز بدل شي.
انجه یو طبي بوټی دی چې تر ډېره په سنتي طب کې کارول کېږي او د درملو په جوړولو کې ترې ګټه اخیستل کېږي.

طالبانو په بلخ ولایت کې د کیمیاوي او عضوي سرې د تولید یوې فابریکې د فعالیت د پیل خبر ورکړی دی. د دوی په وینا، دغه فابریکه د «درخشان ګروپ» په نوم شرکت له لوري د ۴۵ میلیونه افغانیو په مالي لګښت جوړه شوې ده.
د فابریکې د لابراتوار مدیر محمد یاسین عزیزي، ویلي چې دا فابریکه په ۱۴ جریبه ځمکه کې جوړه شوې او شاوخوا ۵۰۰ کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.
د نوموړي په وینا، په دې فابریکه کې دوه ډوله، مایع او جامد، کیمیاوي او عضوي سرې تولیدېږي او د ورځې د ۲۰۰ټنه سرې د تولید ظرفیت لري.
عزیزي زیاته کړې چې د فابریکې ټوله ماشینري د افغان انجنیرانو له لوري ډیزاین او جوړه شوې ده.
د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) ویلي چې د نړۍ د پړانګانو نفوس چې په ۲۰۱۰ کال کې نږدې ۳۲۰۰ ته راټیټ شوی و، اوس د ساتنې د نړیوالو هڅو په پایله کې په تدریجي ډول د زیاتېدو په حال کې دی، په داسې حال کې چې په افغانستان کې دا وحشي ژوی له ډېرې مودې راهیسې له منځه تللی بلل کېږي.
دغه اداره وايي چې له شریکو نړیوالو بنسټونو او سیمهییزو ټولنو سره په ګډه هڅې روانې دي څو د پړانګانو طبیعي استوګنځایونه خوندي شي او د هغوی د بقا لپاره مناسب چاپېریال برابر شي.
د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام په وینا، د نړیوال چاپېریال ساتنې صندوق (GEF) او نورو شریکانو سره همکاري د دې لپاره مهمه ده چې د پړانګانو د ژوند سیمې خوندي شي او د ساتنې لپاره دوامداره مالي سرچینې رامنځته شي.
یاده اداره زیاتوي چې د چاپېریال ساتنې د نوو مالي میکانیزمونو جوړول کولی شي د هغو هېوادونو ملاتړ وکړي چې د پړانګانو طبیعي استوګنځایونه پکې موجود دي، څو د دغه نایابه وحشي ژوي د بقا اوږدمهاله تضمین وشي.
معلومات ښيي چې پړانګان د افغانستان په ځینو شمالي او شمالختیځو سیمو کې موجود وو، په ځانګړي ډول د «کیسپین پړانګ» په نوم پېژندل شوی ډول، چې د مرکزي اسیا له سیمو څخه تر افغانستان، ایران او قفقاز پورې خپور و. خو دا ډول د شلمې پېړۍ په منځنیو لسیزو کې د ښکار، د استوګنځایونو د له منځه تلو او انساني فشارونو له امله لږ تر لږه له منځه تللی بلل کېږي.
اوس مهال په افغانستان کې د پړانګانو وحشي نفوس په نشت حساب دی او د هغوی د بېرته راژوندي کولو کوم رسمي پروګرام هم نه دی موجود.
همدا راز افغانستان لا هم د نورو نادرو وحشي ژوو لکه واورین پړانګ (Snow Leopard) او مارخور لپاره د مهمو طبیعي استوګنځایونو په توګه پېژندل کېږي، چې د هېواد د طبیعي ژوندي تنوع مهمه برخه جوړوي خو د دې طبعي ژوند د ژغورنې لپاره هغه ډول هڅې نشته چې څنګه په کار دي.
په لغمان ولایت کې طالب ځايي چارواکو ویلي چې د قرغي ولسوالۍ د سرخکانو په سیمه کې د راستنو شویو کډوالو یوه لارۍ اوښتې، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۸ تنه مړه شوي دي.
د چارواکو په وینا، دغه پېښه نن شنبه، د غبرګولي ۹مه، د سهار شاوخوا پنځه بجې رامنځته شوې ده. په پېښه کې ۲۹ تنه نور ټپیان هم دي.
ټپیان د درملنې لپاره د ننګرهار سیمهییز روغتون ته لېږدول شوي دي.
د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه تر اوسه نور جزییات نه دي خپاره شوي.
د جمهوریت پر مهال په پاکستان کې د افغانستان سفیر نجیب الله علي خېل، ویلي چې روسیې، چین او ایران په افغانستان کې د خپلو ګټو او امنیتي اندېښنو له امله له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړې وې او موخه یې له افغانستانه د امریکا د ځواکونو ایستل وو.
عليخېل په خپلې ایکسپاڼه کې د «د ګاونډیانو او سیمې په سیاستونو کې افغانستان» تر سرلیک لاندې لیکلي چې په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د امریکا له برید وروسته د سیمې ډېری هېوادونو، لکه روسیې، چین، ایران او پاکستان، د بېلابېلو دلایلو له مخې د امریکا د حضور ملاتړ کړی و یا یې لږ تر لږه ښکاره مخالفت نه کاوه.
هغه ویلي، خو د وخت په تېرېدو سره دغو هېوادونو د امریکا پوځي حضور د خپلو ملي ګټو او امنیت لپاره ګواښ وباله او دا احساس یې کاوه چې د افغانستان د مسلې او سیمهییزو تعاملاتو په اړه له پامه غورځول شوي دي.
عليخېل لیکلي: «له همدې امله روسیې، چین او ایران له طالبانو سره د اړیکو جوړولو لاره خپله کړه، څو په هره ممکنه وسیله امریکا له افغانستانه وباسي.»
نوموړي د پاکستان د تګلارې په اړه هم ویلي چې اسلاماباد له یوې خوا د جمهوري نظام د سقوط پلوی و، خو له بلې خوا یې نه غوښتل طالبان مطلق او بشپړ واک ترلاسه کړي.
د هغه په وینا، د جمهوري نظام پر مهال، په ځانګړي ډول هغه وخت چې بهرني ځواکونه د وتلو په اړه غور کاوه، د افغانستان حکومت د روانو تحولاتو روښانه تحلیل نه درلود او ونه توانېد چې د سولې او د هېواد د وضعیت په اړه دننه او له سیمهییزو هېوادونو سره اجماع رامنځته کړي.
پخوانی افغان سفیر زیاتوي چې په تېرو پنځو کلونو کې روسیې، چین، ایران، هند او د منځنۍ اسیا هېوادونو له طالبانو سره د تعامل سیاست غوره کړی، څو د افغانستان او سیمې د راتلونکو تحولاتو په اړه خپل نفوذ او موقعیت وساتي.
هغه ویلي چې د سیمې د هېوادونو په دریځ کې یو ګډ ټکی دا دی چې ټول د امنیتي مسایلو په اړه د امریکا هر ډول احتمالي فعالیت ته په حساسیت ګوري.
عليخېل په خپل تحلیل کې پاکستان د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ استثنايي بللی او ویلي یې دي چې اسلاماباد د خپلې اوږدمهالې تګلارې له لارې ښايي د افغانستان په تړاو د نویو سناریوګانو لپاره زمینه برابره کړي.
هغه همداراز ویلي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د سیمې سیاسي واقعیتونه بدل شوي، لوېدیځ په نورو نړیوالو کړکېچونو بوخت شوی او افغانستان نور د نړیوالو لومړیتوب نه ګڼل کېږي.
نوموړي ټینګار کړی چې له ګاونډیو او سیمهییزو هېوادونو سره د نږدې اړیکو ساتل، اقتصادمحوره سیاست تعقیبول او له جیوپولیټیکو سیالیو څخه ډډه کول د افغانستان د اقتصادي ودې او تلپاتې ثبات لپاره اساسي شرط او د تېرو څو لسیزو مهم درس دی.
د برېتانیا د ځانګړو ځواکونو « ایس اې ایس» د جګړې د جرمونو په اړه نوي خپاره شوي اسناد ښيي چې په افغانستان کې د دوی د عملیاتو پر مهال د احتمالي سرغړونو لومړنۍ داخلي څېړنه یوازې په یوه ورځ کې پای ته رسېدلې او تړل شوې.
د اسنادو د څېړنې د قضیې په اړه ویل شوي چې دا پلټنه د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ د هغو عملیاتو پر مهال د شاوخوا ۸۰ افغانانو د وژل کېدو د ادعاوو په تړاو روانه ده، چې په ۲۰۲۳ کال کې د اوږدو قانوني شخړو او رسنیزو افشاګریو وروسته پیل شوې ده.
د اسنادو له مخې، د ځانګړو ځواکونو لوړپوړو چارواکو څو ځله هغه راپورونه له پامه غورځولي چې پکې ویل شوي وو بېوسلې افغانان د عملیاتو پر مهال وژل شوي دي. په ځینو پېښو کې د ترلاسه شویو وسلو شمېر د وژل شویو کسانو له شمېر څخه کم ښودل شوی دی.
په خپرو شويو اسنادو کې د یوې پېښې یادونه هم شوې چې په ۲۰۱۱ کال کې پکې یو ۱۵ کلن هلک وژل شوی و. د راپور له مخې، دا موضوع د ځواکونو د حقوقي سلاکارانو تر کچې رسېدلې وه.
د اسنادو په اړه ویل شوي چې د ملکي افغانانو د احتمالي ناقانونه وژنو راپورونه د کلونو لپاره یوازې اوازې بلل کېدې او د پلټنې لپاره پوځي پولیسو ته نه سپارل کېدل.
شنونکي وايي، د دې اسنادو خپرېدل ښيي چې د برېتانیا دفاع وزارت د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو د پټ ساتلو او د هغوی د نوم د خوندي کولو هڅې کړې دي، خو لا هم د قربانیانو کورنۍ د عدالت غوښتنه کوي.