عليخېل په خپلې ایکسپاڼه کې د «د ګاونډیانو او سیمې په سیاستونو کې افغانستان» تر سرلیک لاندې لیکلي چې په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د امریکا له برید وروسته د سیمې ډېری هېوادونو، لکه روسیې، چین، ایران او پاکستان، د بېلابېلو دلایلو له مخې د امریکا د حضور ملاتړ کړی و یا یې لږ تر لږه ښکاره مخالفت نه کاوه.
هغه ویلي، خو د وخت په تېرېدو سره دغو هېوادونو د امریکا پوځي حضور د خپلو ملي ګټو او امنیت لپاره ګواښ وباله او دا احساس یې کاوه چې د افغانستان د مسلې او سیمهییزو تعاملاتو په اړه له پامه غورځول شوي دي.
عليخېل لیکلي: «له همدې امله روسیې، چین او ایران له طالبانو سره د اړیکو جوړولو لاره خپله کړه، څو په هره ممکنه وسیله امریکا له افغانستانه وباسي.»
نوموړي د پاکستان د تګلارې په اړه هم ویلي چې اسلاماباد له یوې خوا د جمهوري نظام د سقوط پلوی و، خو له بلې خوا یې نه غوښتل طالبان مطلق او بشپړ واک ترلاسه کړي.
د هغه په وینا، د جمهوري نظام پر مهال، په ځانګړي ډول هغه وخت چې بهرني ځواکونه د وتلو په اړه غور کاوه، د افغانستان حکومت د روانو تحولاتو روښانه تحلیل نه درلود او ونه توانېد چې د سولې او د هېواد د وضعیت په اړه دننه او له سیمهییزو هېوادونو سره اجماع رامنځته کړي.
پخوانی افغان سفیر زیاتوي چې په تېرو پنځو کلونو کې روسیې، چین، ایران، هند او د منځنۍ اسیا هېوادونو له طالبانو سره د تعامل سیاست غوره کړی، څو د افغانستان او سیمې د راتلونکو تحولاتو په اړه خپل نفوذ او موقعیت وساتي.
هغه ویلي چې د سیمې د هېوادونو په دریځ کې یو ګډ ټکی دا دی چې ټول د امنیتي مسایلو په اړه د امریکا هر ډول احتمالي فعالیت ته په حساسیت ګوري.
عليخېل په خپل تحلیل کې پاکستان د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ استثنايي بللی او ویلي یې دي چې اسلاماباد د خپلې اوږدمهالې تګلارې له لارې ښايي د افغانستان په تړاو د نویو سناریوګانو لپاره زمینه برابره کړي.
هغه همداراز ویلي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د سیمې سیاسي واقعیتونه بدل شوي، لوېدیځ په نورو نړیوالو کړکېچونو بوخت شوی او افغانستان نور د نړیوالو لومړیتوب نه ګڼل کېږي.
نوموړي ټینګار کړی چې له ګاونډیو او سیمهییزو هېوادونو سره د نږدې اړیکو ساتل، اقتصادمحوره سیاست تعقیبول او له جیوپولیټیکو سیالیو څخه ډډه کول د افغانستان د اقتصادي ودې او تلپاتې ثبات لپاره اساسي شرط او د تېرو څو لسیزو مهم درس دی.