ملالې یوسفزۍ د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۹مه) له برېتانوۍ ورځپاڼې «ابزرور» سره په ځانګړې مرکه کې د افغان ښځو او نجونو د وضعیت، د طالبانو د محدودونکو تګلارو په اړه د نړۍوالې ټولنې د چلند او د دغو محدودیتونو د دوام د پایلو په اړه خبرې کړې دي.
نوموړې وايي، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د افغان ښځو او نجونو راتلونکې لهمنځه تللې ده.
هغې د طالبانو د جزايي اصولنامې یادونه وکړه او ویې ویل، چې د دې اصولنامې لهمخې د مېړه له خوا د ښځې وهل او ټکول تر هغه وخته د عدلي تعقیب وړ نهګڼل کېږي، چې هډوکی یې نه وي مات شوی.
ملالې ټینګار وکړ، چې ځینې نړۍوال مشران دا ډول چلند یوه «کلتوري او کورنۍ مساله» ګڼي، خو د هغې په وینا دا برداشت «د منلو وړ نهدی». هغې زیاته کړه، چې په نړیوالو قوانینو کې د ښځو او نجونو لپاره کافي خوندیتوب نهشته.
نوموړې د افغان نجونو او ښځو د زدهکړو دوام ته په اشارې وویل، سره له دې چې له سختو محدودیتونو او ځپنې سره مخ دي، بیا یې هم خپلې زدهکړې نهدي پرېښې.
ملالې یوسفزۍ د ۲۰۲۱ کال پر مهال په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو په اړه وویل: «ما باور نهشو کولی، هغه کسان چې یو وخت یې زما پر لور ټوپک نیولی وو، بېرته واک ته رسېدلي او اوس د ټولو افغان ښځو او نجونو راتلونکې ترې اخلي».
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پر ښځو او نجونو د زدهکړو، کار او ټولنیز حضور په برخو کې پراخ محدودیتونه لګېدلي دي.
ملالې یوسفزۍ او د ښځو د حقونو نورو فعالانو په تېرو کلونو کې څو ځله د افغان ښځو او نجونو د حقونو د ملاتړ پر اړتیا ټینګار کړی دی.
خو طالبان سره له دې چې د کورنیو او نړیوالو له نیوکو او همداراز پراخو غبرګونونو سره مخ شوي، تر اوسه د ښځو پر ضد له هېڅ یوه فرمان څخه نهدي پر شا شوي او دا محدودیتونه خپلې «کورنۍ چارې» بولي.