په دغه لیکونو کې افغان نجونو لیکلي، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ښځې او نجونې په افغانستان کې له زدهکړو، ازادۍ، ټولنیزو فعالیتونو او خپلو بنسټیزو حقونو محرومې شوې دي.
د یوه لیک لیکوالې ګوترېش ته په خطاب کې لیکلي: «په افغانستان کې نجونې له زدهکړو محرومې دي او د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرې تړل شوې دي». هغې زیاته کړې، چې د افغان ښځو هیلې، ازادي او راتلونکې د لهمنځه تلو په حال کې ده.
په بل لیک کې راغلي، چې د افغانستان خلک په ځانګړي ډول ښځې او نجونې په «ډېر سخت او اندېښمنوونکي» وضعیت کې ژوند کوي. د لیک لیکوالې ویلي، چې فقر، بېکارۍ او د لومړنیو ازادیو نشتوالي د خلکو پر ورځني ژوند ژور اغېز کړی دی.
هغې له ملګرو ملتونو غوښتي، د دغه وضعیت پر وړاندې چوپ پاتې نهشي او اجازه ورنه کړي چې له طالبانو سره اړیکې د بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو له ټینګښت پرته عادي شي.
په یوه بل لیک کې راغلي: «موږ په افغانستان کې د داسې یوې ډلې تر واک لاندې ژوند کوو، چې ښځې یوازې د ماشوم زېږولو وسیله ګڼي او د ژوند حق نه ورکوي». د لیک لیکوالې ویلي، چې طالبانو ښځې په ځانګړي ډول له بنسټیزو بشري حقونو لکه زدهکړو، کار، ښوونځي او پوهنتون څخه بېبرخې کړې دي.
په بل لیک کې افغان نجونو لیکلي، نه غواړي د نړۍ د چوپتیا قربانیانې شي او له ملګرو ملتونو یې غوښتي چې د دوی غږ واوري. د لیک لیکوالې له ګوترېش غوښتنه کړې، چې د افغانستان په اړه په خپلو لیدنو او خبرو اترو کې د نجونو غږ هېر نهکړي.
ثنا چې یوه بله افغانه نجلۍ ده، په خپل لیک کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي غوښتي چې له طالبانو سره په اړیکو او خبرو اترو کې د ښځو کړاوونه په پام کې ونیسي او نړۍواله ټولنه وهڅوي چې پر یادې ډلې جدي فشارونه راوړي.
هغې غوښتنه کړې، چې د افغان نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو پرانیستل باید د ملګرو ملتونو د خبرو اترو او عملي اقداماتو له لومړیتوبونو څخه وي. افغان نجونو په خپلو لیکونو کې ټینګار کړی، چې د افغان ښځو هېرول د افغانستان د کلتور او راتلونکې چوپول دي.
په دغه لیکونو کې نجونو هغو محدودیتونو ته اشاره کړې، چې طالبانو پر ښځو او نجونو لګولي دي. له زدهکړو محرومیت، د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل کېدل او پر ازادۍ، کار او ټولنیز حضور محدودیتونه د دغه ستونزو له ډلې یاد شوي دي.
د لیکونو ځینو لیکوالانو «په چوپتیا کې د ښځو کړاو» د طالبانو د پالیسیو یوه مهمه پایله بللې ده. هغوی د ملګرو ملتونو له سرمنشي غوښتي، چې د افغانستان د نجونو غږ نړۍ ته ورسوي او د افغان ښځو او نجونو د زدهکړو، ازادۍ او راتلونکې لپاره جدي اقدامات وکړي.