د تاجکستان پولیسو یو افغان د خپل پلار د وژنې په تور نیولی دی

د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړی، چې یو افغان د دغه هېواد په وحدت ښار کې د قتل په تور نیول شوی دی. د دغه وزارت په وینا؛ نیول شوی کس د خپل پلار په وژلو تورن دی.

د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړی، چې یو افغان د دغه هېواد په وحدت ښار کې د قتل په تور نیول شوی دی. د دغه وزارت په وینا؛ نیول شوی کس د خپل پلار په وژلو تورن دی.
د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې له مخې؛ دغه پیښه د غرمې شاوخوا ۱۲:۰۰ بجې د وحدت ښار په سامانیان سړک کې د مېوې یوې هټۍ ته نږدې رامنځته شوې ده. پولیسو ویلي، چې د تورن کس او د هغه د پلار صاحبداد دولت زاده ترمنځ لفظي او بیا فزیکي شخړه رامنځته شوې ده.
د پولیسو لهخوا په خپور شوي راپور کې راغلي، چې د شخړې پرمهال تورن کس خپل پلار دوه ځلې په سینه او شا په چړې وهلی. قرباني د سختو ټپونو له امله د پېښې په ځای کې ساه ورکړې ده.
د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې د پولیسو لهخوا تر سملاسي اقدام وروسته تورن کس په لنډ وخت کې ونیول شو. یاد وزارت ویلي، چې د یادې پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر د «فیمینسټ بهرنۍ پالیسۍ» په اړه په یوه کنفرانس کې له افغان ښځو او نجونو خپل ملاتړ څرګند کړ. هغه وویل: «دا ځای به تل ستاسو کور وي. د افغان ښځو غږ به تل له دغه وزارت نه اوریدل کېږي، ان که طالبان په مجرمانه توګه هڅه وکړي چې دغه غږ ډب کړي».
دغه دوه ورځنی کنفرانس د سېشنبې په ورځ (د جون په ۲مه) نېټه د هسپانیا د بهرنیو چارو وزارت په مرکز ماډریډ ښار کې د «سولې او ډیموکراسۍ جوړولو» تر شعار لاندې پیل شوی دی.
په دغه غونډه کې د شاوخوا ۶۰ هېوادونو دولتي چارواکي، د نړۍوالو ادارو استازي، د مدني ټولنې غړي او د ښځو د حقونو فعالان ګډون لري. د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر خوزه مانویل البارس په خپلو خبرو کې وویل، د هسپانیا د بهرنیو چارو وزارت هر کال د «HearUs» په نوم د یوه کنفرانس کوربه وي چې پهکې په جلاوطنۍ کې مېشتې افغان ښځې او د هغوی ټولنې برخه اخلي.
هغه دا هم وویل، د هسپانیا د بهرنیو چارو وزارت یوه تالار د افغان ښځو په نوم نومول شوی او ټینګار یې وکړ چې دغه نوم باید تل پاتې وي؛ څو د افغان ښځو غږ ډب نهشي. د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، چې په روانه غونډه کې هم «د افغان ښځو غږ او کړنو» ته ځای ورکړل شوی.
همدارنګه،د نړۍوال مشارکت په برخه کې د فرانسې د دولت وزیرې اېلینور کاروا د افغانستان د ښځو او نجونو وضعیت د ښځو د حقونو د نقض تر ټولو څرګندو بېلګو وباله او د هغوی د ملاتړ لپاره یې د نړۍوالې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.
د افغان ښځو د حقونو فعالې او سیاستوالې فوزیه کوفي «د سولې په بهیر او د ډیموکراسۍ په راتلونکې کې د ښځو رول» تر سرلیک لاندې غونډه کې وینا وکړه. هغې وویل، د ځینو هېوادونو لهخوا له طالبانو سره د نرمښت او مصلحت پالنې سیاست د دې لامل شوی چې د ښځو د ځپلو او محدودولو توان یې لا زیات شي.
فوزیه کوفي خبرداری ورکړ، اروپایي هېوادونه باید د کډوالو د اېستلو په پلمه داسې کړنو ته مشروعیت ورنه کړي چې د جنسیت پر بنسټ د تبعیض (جنسیتي اپارتاید) فرهنګ پیاوړی کوي.
په دغه کنفرانس کې د افغانستان په اړه دوه ځانګړې ناستې، یوه د «جنسیتي اپارتایډ» او بله د سولې او ډیموکراسۍ په برخه کې د ښځو د رول په اړه هم ترسره کېږي. همدارنګه شاوخوا ۱۴۰ د مدني ټولنو بنسټونه او د ښځو د حقونو سازمانونه هم په دغه غونډه کې ګډون لري.
د کنفرانس تنظیموونکو ټینګار کړی، چې تلپاتې سوله او رښتینې ډیموکراسۍ د ښځو له بشپړ ګډون پرته ناشونې ده او د افغان ښځو ملاتړ باید د بشري حقونو او جنسیتي عدالت په برخه کې د نړۍوالو ژمنو یوه مهمه برخه وي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو په وړاندې د مبارزې ادارې خبر ورکړی، چې په ۹ ولایتونو کې یې ۵۰ کسان د «نشهيي توکو د پلور، استعمال او قاچاق» په تور نیولي دي. یاد وزارت ویلي، چې ۱۲ نور کسان یې بیا د بېلابېلو «جنايي جرمونو» په تور نیولي دي.
د طالبانو یادې ادراې د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۳مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کسان یې د ځانګړو عملیاتو پرمهال په ننګرهار، فراه، جوزجان، بلخ، کندهار، خوست، بغلان، کونړ، کاپیسا، سمنګان او نیمروز ولایتونو کې نیولي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې له دغه کسانو سره ۷ کیلو ګرامه تاریاک، ۳ کیلو ګرامه چرس، یوه اندازه ښیښه، ۶ لېټره الکولي مشروبات او ۱۳۶۹ نشهيي ټابلیټونه هم نیول شوي دي.
طالبانو په یوې جلا خبرپانه کې ویلي، چې په فراه، لوګر، غزني، پکتیکا، نیمروز، فراه او بلخ ولایتونو کې یې د «غلا، د وسلو ناقانونه لېږد، د جعلي پیسو اخیستلو، د وسلو ساتلو او نورو جنايي جرمونو» په تور ۱۲ کسان نیولي دي.
طالبانو ویلي، چې نیول شوي کسان به تر لومړنیو پوښتنو ګروېږنو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته ور وپېژندل شي. طالبانو له ۲۰۲۲کال راهیسې په افغانستان کې د نشهیي توکو د کښت، تولید، پلور، قاچاق او استعمال پر وړاندي پراخ بندیزونه لګولي دي.
د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده په یوه فرمان کې د کوکنارو کښت، د نشهیي توکو تولید او راکړه ورکړه منع اعلان کړه او امنیتي او قضایي ادارو ته یې د قانوني اقداماتو سپارښتنه وکړه.
له هغه وخت راهیسې طالب چارواکو څو ځلې خبرداری ورکړی، چې د نشهیي توکو په قاچاق، پلور او استعمال کې ښکېل کسان به ونیول شي. طالبان وایي، چې د دوی د بندیزونو له امله د کوکنارو کښت او د نشهیي توکو تولید کم شوی؛ خو ځینې نړۍوالې ادارې ټینګار کوي، چې د نشهیي توکو د قاچاق شبکې، د مصنوعي نشهيي توکو تولید او د روږدو کسانو ستونزه لاهم د افغانستان لپاره مهمې ننګونې پاتې دي.
د کابل ښار د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي وایي، چې له تېرو ۴ کلونو راهیسې د څښاک اوبو له سخت کمښت سره مخ دي او ډېر مهال د اوبو راوړلو لپاره اوږده مزلونه کوي؛ خو طالبان بیا وایي، کابل ته د شاتوت بند او پنجشېر سیند څخه د اوبو رسولو پلان لري، چې یو څه وخت ته اړتیا لري.
د کابل ښار بېلابېلې برخې په ځانګړې توګه د کابل لوېدیځ د ۱۳مې ناحیې اړوند په دشت برچي سیمه کې خلک د څښاک اوبو له سخت کمښت سره مخ دي او له طالبانو د یادې ستونزې د حل غوښتنه کوي.
د سیمې یو اوسېدونکی سیداحمد ضيا وایي: «اوبه نهشته، په ټوله سیمه کې د اوبو یوه سرچینه هم نهشته او ۴ کاله کېږي، چې په پرلهپسې ډول له دغه ستونزې سره مخ یو او له اړوندو ادارو غواړو چې دغه ستونزه راته حل کړي».
د سیمې یو بل اوسېدونکی بیا زیاتوي، چې ماشومان یې د اوبو راوړلو لپاره اوږده مزلونه کوي او زیات انتظار باسي. هغه له طالبانو غوښتنه کړې: «زموږ په سیمه کې د اوبو کمښت د ستونزې حل لپاره دې د اوبو نلونه، شبکې او یا هم ژورې څاګانې جوړې شي».
د طالبانو د ښاري اوبو رسولو او فاضلاتو دولتي شرکت ویاند رحمتالله صارم وايي، د یادې ستونزې د حل لپاره اوږدمهاله پلان لري. نوموړی زیاتوي، د شاتوت اوبو بند او د پنجشېر له سیند نه کابل ته د اوبو رسولو پلان لري چې وخت ته اړتیا لري.
یادې ادارې ویلي، چې په تېرو ۴ کلونو کې د هېواد په ۱۹ ولایتونو د څښاک اوبو تر سلو ډېرې پروژې بشپړې شوې دي. کابل چې د افغانستان تر ټولو لوی ښار او سیاسي مرکز دی، له کلونو راهیسې د څښاک اوبو له مخ پر زیاتېدونکي ناورین سره مخ دی.
د نفوسو چټک زیاتوالی، وچکالي، اقلیمي بدلون او د ځمکې لاندې اوبو بېځایه اېستل د دې لامل شوي چې د ښار په ګڼو سیمو کې د اوبو کچه ښکته شي او زرګونه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته له محدود لاسرسي سره مخ شي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو او د تاوتریخوالي د زیاتېدو له امله د افغانستان په ختیځو سیمو کې څه باندې ۱۰۰ زره کسان بېځایه شوي دي.
دغه سازمان په یوه خپور کړي راپور کې ویلي چې یاد کسان د هوايي بریدونو، ډزو، د بېپېلوټه الوتکو د بریدونو او ځمکنیو نښتو له کبله اړ شوي چې خپل کورونه پرېږدي.
د راپور له مخې، د بېځایه شویو په ډله کې ښځې او نجونې تر ټولو ډېرې اغېزمنې شوې دي او له پراخو اقتصادي، ټولنیزو او رواني ستونزو سره مخ دي.
د «افغانستان د جنسیتي همغږۍ ډلې» د معلوماتو پر بنسټ، په لسو اغېزمنو ولایتونو کې له درېیمې برخې څخه ډېرې ښځې د خپل عاید له سرچینو بېبرخې شوې دي، او نږدې درې پر څلورمه برخه ښځو ویلي چې خوړو ته لاسرسی ورته ستونزمن شوی دی.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ټینګار کړی چې وروستیو ناامنیو د ښځو پر رواني روغتیا او د ژوند پر شرایطو ژور منفي اغېز کړی او هغوی د نورو قشرونو په پرتله له زیات رواني فشار سره مخ دي.
راپور زیاتوي چې د سویس د پراختیا او همکارۍ اژانس په مالي ملاتړ او د یوه سیمهییز شریک بنسټ په همکارۍ، د بېځایه شویو کورنیو په کمپونو کې د ښځو لپاره ځانګړي خوندي ځایونه جوړ شوي دي.
د یاد سازمان په وینا، په دغو مرکزونو کې ښځو ته د رواني او ټولنیز ملاتړ، مشورې او نورو اړینو خدمتونو زمینه برابره شوې، څو هغوی وکولای شي په خوندي او شخصي چاپېریال کې له یو بل سره اړیکې ټینګې کړي او له اړینو مرستو برخمنې شي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې خبرداری ورکړی چې که د بېځایه شویو کورنیو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره لا زیات ملاتړ ونه شي، د بشري او ټولنیزو ستونزو کچه به نوره هم پراخه شي.
په روسیه کې د معاصر ایران د مطالعاتو د مرکز مشر رجب صفروف افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د روسیې او طالبانو ترمنځ پوځي ـ تخنیکي هوکړهلیک د اوکراین له ملاتړ او له امریکا سره د پاکستان د پټو همکاریو په غبرګون کې لاسلیک شوی دی.
صفروف پرته له دې چې کوم مشخص اسناد وړاندې کړي، ادعا کړې چې پاکستان له اوکراین سره همکاري لري.
اوکراین او روسیه له څلورو کلونو راهیسې په پراخې پوځي جګړې کې ښکېل دي. روسیه لوېدیځ هېوادونه تورنوي چې له اوکراین څخه ملاتړ کوي، خو دا لومړی ځل دی چې یو روسي کارپوه د اوکراین له لوري د پاکستان د ملاتړ خبره کوي.
تر دې وړاندې هندي سرچینو ادعا کړې وه چې پاکستان غواړي اوکراین ته ۱۵۹ کانټینره پوځي مهمات، د راکټونو په ګډون واستوي. ویل کېږي چې دغه مهمات د یوې خصوصي بېړۍچلونکې کمپنۍ له لارې د کراچۍ له بندر څخه د پولنډ د ګدانسک بندر ته او له هغه ځایه اوکراین ته لېږدول کېږي.
په ورته وخت کې اینټرسېپټ څېړنیزې وېبپاڼې په ۲۰۲۳ کال کې په یوه راپور کې ادعا کړې وه چې امریکا د اوکراین لپاره د وسلو د یوې پټې معاملې په بدل کې له پاکستان سره د نړیوال وجهي صندوق د مالي مرستې د ترلاسه کولو برخه کې مرسته کړې ده.
د افشا شویو اسنادو له مخې، د نړیوال وجهي صندوق د پور د ترلاسه کولو لپاره د امریکا ملاتړ د اوکراین د پوځي اړتیاوو د پوره کولو په موخه له یوې پټې وسلهوالې معاملې سره تړلی و.
رجب صفروف د روسیې او طالبانو ترمنځ پوځي هوکړې ته په اشارې وویل چې مسکو د دې تړون په لاسلیکولو سره غواړي لوېدیځو هېوادونو ته دا پیغام ورکړي چې په افغانستان کې فعاله ونډه لري.
هغه وویل: «روسیه اندېښنه لري چې پاکستان په پټه توګه له اوکراین سره تخنیکي او پوځي مرسته کوي، او د روسیې او طالبانو ترمنځ نوې هوکړه ښايي د پاکستان د همدې اقدام پایله وي». د دغه روسي کارپوه په وینا، مسکو هڅه کوي چې د افغانستان په سیاسي او امنیتي ډګر کې خپل حضور پیاوړی کړي او له کابل سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
هغه ټینګار وکړ چې دا اقدام هغو لوېدیځو هېوادونو ته یو جدي خبرداری دی چې افغانستان ته د بېرته ستنېدو هڅې کوي.
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د طالبانو د دفاع وزیر له مسکو څخه تر راستنېدو وروسته په ښکاره ډول د کابل د وروستیو خوځښتونو په اړه د اسلاماباد د قهر او اندېښنې یادونه کړې او ویلي یې دي چې دغه هوکړه د پاکستان لپاره د اندېښنې وړ ده.
هغه په خبرداری ورکونکې لهجه زیاته کړې: «موږ به په نږدې راتلونکي کې هڅه وکړو چې پاکستان نور د افغانستان پر خاوره د برید جرئت ونه کړي». یو شمېر شنونکي باور لري، دغه څرګندونې ښيي روسیې د طالبانو د دفاع وزیر ته ډاډ ورکړی چې د طالبانو له راداري او دفاعي سیستمونو سره به همکاري وکړي.
د سیاسي چارو د څارونکو په باور، د دې هوکړهلیک لاسلیک کېدو سیمهییز حساسیتونه، په ځانګړې توګه د پاکستان اندېښنې، راپارولي دي او ښايي د وروستیو سرحدي کړکېچونو په سیوري کې د کابل او اسلاماباد اړیکې لا پېچلې کړي.