• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بېنېټ په ډنمارک کې د افغان توکمه ښځې وزیره کېدل الهام بښونکي بللي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۳۵ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۵۰ GMT+۱

د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په ډنمارک کې د یوې افغان توکمې ښځې وزیره کېدل الهام بښونکي بللي. بېنېټ دا په عامه ژوند کې د ښځو د ونډې او برابرۍ د ارزښت ښکارندویه بللي.

بېنېټ پر اېکس پاڼه لیکلي چې د سمیرا نوا ټاکل کېدل په عامه ژوند کې د ښځو د برابرې ونډې اهمیت او هغه ګټې په ډاګه کوي چې ټولنې یې له ټولشموله مشرتابه ترلاسه کوي.

هغه زیاته کړې چې سمیرا نوا د نورو لپاره الهام بښونکې ده.

د بېنېټ په وینا، د ښځو مساوي ګډون نه یوازې د ټولنو د پرمختګ لپاره مهم دی، بلکې د اغېزناک او ټولشموله مشرتابه په پیاوړتیا کې هم مهم رول لري.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۴

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۵

د کابل او اسلام‌اباد پلاوي د استانبول په غونډه کې «ښو پایلو» ته رسېدلي

•
•
•

نور کیسې

د زده کړو یوه بنسټ له امریکايي پوهنتونونو څخه د ۷۴ افغان نجونو فراغت ونمانځه

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۳۶ GMT+۱
د زده کړو یوه بنسټ له امریکايي پوهنتونونو څخه د ۷۴ افغان نجونو فراغت ونمانځه
100%

د زده کړو د ملاتړ نړۍوال بنسټ له پوهنتون نه د هغو ۷۴ افغان نجونو د فراغت مراسم ونمانځل چې د قطر د یوه بنسټ په ملاتړ سکالر شېپونه ورکړل شوي وو. دا هغه نجونې دي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې د زده کړو بهیر له خنډ سره مخ شوی و.

قطري رسنیو راپور ورکړی، چې تېره ورځ د امریکا له پوهنتونونو څخه د هغو ۷۴ افغان نجونو د فراغت مراسم ترسره شول، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې د زده‌کړو بهیر نیمګړی پاتې شوی و.

یادو افغان نجونو د ۲۰۲۵ کال په پای او په ۲۰۲۶ کال کې د امریکا په ۲۷ پوهتونونو کې خپلې زده‌کړې پای ته رسولې دي.

د افغان نجونو د زده کړو لپاره د قطر د بورسونو په پروژه کې ۴۲۶ نجونې شاملې دي، چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یې زده‌کړې له ځنډ او خنډ سره مخ شوې وې.

مسوولان وايي، چې د یادې پروژې موخه دا وه، چې افغان نجونو ته په امریکا کې په یوه خوندي او ډاډمن چاپېریال کې د لیسانس او ماسټرۍ په کچه د زده کړو زمینه برابره کړي، څو خپل راتلونکی جوړ کړي.

د قطر د افغان فنډ بسټ اجرایوي رییس محمد سعد الکبیسي د افغان نجونو د فراغت د مراسمو پرمهال ویلي:« موږ نن یوازې یو علمي بریالیتوب نه نمانځو، بلکې د هغو افغان محصلانو مېړانه، نظم او قوي عزم نمانځو چې د ژوند په سختو او بې‌برخلیکه شرایطو کې یې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړ».

دغه افغانې نجونې پر داسې مهال د امریکا له پوهنتونونو فارغې شوې، چې په افغانستان کې د طالبانو د بندیزونو له امله میلیونونه نجونې له تېرو څلورو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو او پوهنتونونو ته د تګ اجازه نه لري.

پخوانۍ استادانې: د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند تدریجي مرګ دی

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۰۲ GMT+۱
پخوانۍ استادانې: د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند تدریجي مرګ دی
100%

د پوهنتون یوشمېر پخوانۍ ښځینه استادانې وایي، طالبانو له هغوی څخه د کار حق، ټولنیز مقام او د تدریس فرصت اخیستی او ژوند یې په «تدریجي مرګ» بدل کړی دی.

د پوهنتون یوه استاده چې د تدریس په برخه کې ۲۰ کلنه تجربه لري وايي: «د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند کول یو تدریجي مرګ دی، داسې احساس کوم چې هره ورځ مړه کېږمه. ما خپل هر څه له لاسه ورکړي دي؛ نه زما پوهه نور ارزښت لري او نه هم زما زده‌کړې».

یوې بلې استادې چې درې لسیزې د تدریس مخینه لري ویلي، د ژوند تر ټولو خوشحاله شېبې یې په ټولګي کې تېرې کړې دي. هغې «کانورسیشن» وېب‌پاڼې ته ویلي: «زه غواړم له کوره ووځم، تدریس وکړم او خپل زده‌کوونکي ووینم. دغه حالت زما لپاره د تدریجي مرګ په څېر دی».

طالبانو که څه هم په پیل کې د ښځو پر زده‌‌کړو او تدریس بندیز یو لنډمهالی اقدام بللی و؛ خو اوس د واکمنۍ له څو کلونو وروسته دغه بندیز د دوی په رسمي پالیسۍ بدل شوی دی.

د راپور له مخې، سره له دې چې نړۍوالې ټولنې پر طالبانو ډېر فشارونه راوستي؛ خو یادې ډلې په دغه پالیسۍ کې بدلون نه‌دی راوستی او دغه وضعیت د افغانستان پر ښځو او نجونو دروند او ستړی کوونکی رواني فشار واردوي.

له دغه ښځو له ډلې یوې ویلي، چې د خپلې دندې له لاسه ورکولو سره یې د خپل ټولنیز هویت احساس هم له لاسه ورکړی دی. هغې ویلي: «ما خپل کار، حیثیت، عزت، اعتبار او ټولنیز شخصیت له لاسه ورکړی دی».

طالبانو د خپلې لومړۍ واکمنۍ پرمهال (له ۱۳۷۵ تر ۱۳۸۰ لمریز کال پورې) ښځې له زده‌‌کړو، لوړو زده‌‌کړو او دندو محرومې کړې وې؛ خو په ۱۳۸۰کال کې د امریکا له پوځي حضور وروسته په افغانستان کې د لوړو زده‌‌کړو په برخه کې د ښځو ګډون ورو ـ ورو زیات شو.

د افغانستان په پوهنتونونو کې د ښځو شمېر په ۱۳۸۰کال کې له ۵زرو په ۱۴۰۰کال کې تر ۱۰۰زرو زیات شو. په ۱۴۰۰کال کې ښځو د پوهنتونونو د محصلینو ۲۸ سلنه جوړوله او د استادانو او اکاډمیکو کارکوونکو ۱۴ سلنه یې ښځې وې.

خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دغه بهیر نږدې په بشپړه توګه سرچپه شو. د ۱۴۰۱کال تر لېندۍ میاشتې پورې د افغانستان د ټولو پوهنتونونو دروازې د ښځو پر مخ وتړل شوې او د نجونو زده‌کړې له ۱۲ کلنۍ پورته منع اعلان شوې.

همدارنګه ښځې له ډېرو دندو بې‌برخې شوې، د سفر پرمهال د نارینه محرم حضور شرط وګرځول شو او په عامه ځایونو کې د تور حجاب اغوستل پرې لازمي وبلل شول. راپورونه ښيي، چې افغانستان اوس د بشري پراختیا په شاخص کې د ۱۹۳ هېوادونو له ډلې په ۱۸۱م ځای کې دی.

ورته مهال طالبانو انلاین زده‌‌کړې او انلاین تدریس هم منع کړی دی. یادې ډلې هغو خصوصي پوهنتونونو ته چې له لرې واټن یې درسونه وړاندې کول امر کړی، چې خپل دغه پروګرامونه ودروي.

د یادې پرېکړې له امله د ښځینه استادانو لپاره د تدریس وروستۍ پاتې دروازه هم وتړل شوه. د پوهنتون یوې استادې یادې وېب‌پاڼې ته ویلي، د دغه محدودیتونو له امله په ټولنه کې د ښځو حضور خورا پیکه شوی او د هغوی ټولنیزې اړیکې نږدې له‌منځه تللې دي.

خو له دغه محدودیتونو سره، سره دغه استادانو ټینګار کړی، چې دوی تسلیم شوې نه‌دي. ځینې یې په پټه تدریس ته دوام ورکوي، ځینې د خپلو اړیکو د ساتلو لپاره خواله رسنۍ کاروي او یوشمېر نورې هیله لري چې نړۍوال فشارونه به بالاخره طالبان دې ته اړ کړي چې خپله تګلاره بدله کړي.

له دغه ښځو څخه یوې اوسنی وضعیت داسې بیان کړی: «داسې احساس کوم لکه د څلورلارې په سر چې ولاړې یو او ټولې لارې تیارې دي. یوه لاره پاخه سړک ته ورته ده، بله خټینه ده او بله له کندو کپرو ډکه ده. موږ نه‌شو معلومولای، چې کومه لاره سمه ده. ټولې لارې تیارې او نامعلومې ښکاري. له همدې امله زه د راتلونکې لپاره کومه روښانه طرحه نه‌شم جوړولای، ځکه راتلونکی د اټکل وړ نه‌دی».

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر: موږ به د افغان ښځو غږ پاتې شو

۱۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۵۰ GMT+۱
د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر: موږ به د افغان ښځو غږ پاتې شو
100%

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر د «فیمینسټ بهرنۍ پالیسۍ» په اړه په یوه کنفرانس کې له افغان ښځو او نجونو خپل ملاتړ څرګند کړ. هغه وویل: «دا ځای به تل ستاسو کور وي. د افغان ښځو غږ به تل له دغه وزارت نه اوریدل کېږي، ان که طالبان په مجرمانه توګه هڅه وکړي چې دغه غږ ډب کړي».

دغه دوه ورځنی کنفرانس د سې‌شنبې په ورځ (د جون په ۲مه) نېټه د هسپانیا د بهرنیو چارو وزارت په مرکز ماډریډ ښار کې د «سولې او ډیموکراسۍ جوړولو» تر شعار لاندې پیل شوی دی.

په دغه غونډه کې د شاوخوا ۶۰ هېوادونو دولتي چارواکي، د نړۍوالو ادارو استازي، د مدني ټولنې غړي او د ښځو د حقونو فعالان ګډون لري. د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر خوزه مانویل البارس په خپلو خبرو کې وویل، د هسپانیا د بهرنیو چارو وزارت هر کال د «HearUs» په نوم د یوه کنفرانس کوربه وي چې په‌کې په جلاوطنۍ کې مېشتې افغان ښځې او د هغوی ټولنې برخه اخلي.

هغه دا هم وویل، د هسپانیا د بهرنیو چارو وزارت یوه تالار د افغان ښځو په نوم نومول شوی او ټینګار یې وکړ چې دغه نوم باید تل پاتې وي؛ څو د افغان ښځو غږ ډب نه‌شي. د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، چې په روانه غونډه کې هم «د افغان ښځو غږ او کړنو» ته ځای ورکړل شوی.

همدارنګه،د نړۍوال مشارکت په برخه کې د فرانسې د دولت وزیرې اېلینور کاروا د افغانستان د ښځو او نجونو وضعیت د ښځو د حقونو د نقض تر ټولو څرګندو بېلګو وباله او د هغوی د ملاتړ لپاره یې د نړۍوالې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

د افغان ښځو د حقونو فعالې او سیاست‌والې فوزیه کوفي «د سولې په بهیر او د ډیموکراسۍ په راتلونکې کې د ښځو رول» تر سرلیک لاندې غونډه کې وینا وکړه. هغې وویل، د ځینو هېوادونو له‌خوا له طالبانو سره د نرمښت او مصلحت پالنې سیاست د دې لامل شوی چې د ښځو د ځپلو او محدودولو توان یې لا زیات شي.

فوزیه کوفي خبرداری ورکړ، اروپایي هېوادونه باید د کډوالو د اېستلو په پلمه داسې کړنو ته مشروعیت ورنه کړي چې د جنسیت پر بنسټ د تبعیض (جنسیتي اپارتاید) فرهنګ پیاوړی کوي.

په دغه کنفرانس کې د افغانستان په اړه دوه ځانګړې ناستې، یوه د «جنسیتي اپارتایډ» او بله د سولې او ډیموکراسۍ په برخه کې د ښځو د رول په اړه هم ترسره کېږي. همدارنګه شاوخوا ۱۴۰ د مدني ټولنو بنسټونه او د ښځو د حقونو سازمانونه هم په دغه غونډه کې ګډون لري.

د کنفرانس تنظیموونکو ټینګار کړی، چې تلپاتې سوله او رښتینې ډیموکراسۍ د ښځو له بشپړ ګډون پرته ناشونې ده او د افغان ښځو ملاتړ باید د بشري حقونو او جنسیتي عدالت په برخه کې د نړۍوالو ژمنو یوه مهمه برخه وي.

د ښځو د حقونو ملاتړ بنسټ: د طالبانو د «زوجینو د تفریق اصولنامه» د بشري حقونو ښکاره نقض دی

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۳۹ GMT+۱
د ښځو د حقونو ملاتړ بنسټ: د طالبانو د «زوجینو د تفریق اصولنامه» د بشري حقونو ښکاره نقض دی
100%

د افغانستان د ښځو د «روښانه راتلونکي خوځښت» غړو د طالبانو له لوري د «زوجینو د تفریق اصولنامې» د توشیح په اړه سخت غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دغه اقدام د کم عمره ماشومانو ودونو ته لاره هواروي او د بشري حقونو ښکاره نقض دی.

دغه اعتراض کوونکو ښځو په یوه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو له لوري د یاد سند تصویب د اندېښنې وړ دی او د ښځو د حقونو د وضعیت د لا خرابېدو نښه ده.

په اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت «ناوریني او ورځ تر بلې خرابېدونکی» دی او طالبان د داسې قوانینو په تصویب سره د ښځو پر وړاندې محدودیتونه لا زیاتوي.

د دغه خوځښت غړو ویلي چې د زوجینو د تفریق قانون د ماشومانو ودونو ته مشروعیت ورکوي او د ښځو او ماشومانو اساسي حقونه په ښکاره ډول نقضوي.

دوی همداراز د ښځو پر وړاندې د مرموزو وژنو، د نجونو له زده‌کړو څخه پراخ محرومیت او پر ازادیو لګول شوي محدودیتونه د سیستماتیک تاوتریخوالي او تبعیض ښکاره بېلګې بللې دي.

د اعتراض کوونکو په وینا، د ښځو او ماشومانو د حقونو پر دوامدار نقض چوپ پاتې کېدل د تاوتریخوالي او بې‌عدالتۍ عادي کېدل دي، چې دا چاره د ټولنې لپاره جدي ګواښ جوړوي.

طالبانو په تېرو نږدې پنځو کلونو کې د ښځو پر وړاندې د ګڼو فرمانونو له لارې هغوی له خپلو اساسي حقونو بې‌برخې کړي دي.

د طالبانو مشر شاوخوا ۲۰ ورځې وړاندې د زوجینو د تفریق قانون توشیح کړ، چې د بشري حقونو فعالان یې د ښځو او نجونو لپاره یو نوی محدودوونکی ګام بولي.

پر ښځو د سختو بندیزونو په لړ کې؛ طالبان وایي د څلورو ښځو د جبري ودونو مخه یې نیولې ده

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۵۷ GMT+۱
پر ښځو د سختو بندیزونو په لړ کې؛ طالبان وایي د څلورو ښځو د جبري ودونو مخه یې نیولې ده
100%

د طالبانو د امر بالمعروف او د شکایتونو اورېدو وزارت ویلي چې په هرات، کاپیسا او کابل ولایتونو کې یې دڅلور ښځو د جبري ودونو مخه نیولې ده. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د «زوجینو تفریق اصولنامې» د نړیوالو بشري حقونو بنسټونو او افغانانو اندېښنې راپارولي دي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د معلوماتو له مخې، دغه قضیې وروسته له هغې تر څېړنې لاندې ونیول شوې چې یو شمېر ښځو د دغه وزارت ریاستونو ته مراجعه وکړه او د خپلو کورنیو له خوا د دوی له خوښې پرته د جبري ودونو په تړاو خپل شکایتونه ثبت کړل.

یاد وزارت وایي، د دوی ولایتي مسوولینو له هغو کورنیو سره چې په دغو قضیو کې ښکېلې وې، لیدلي او هغوی ته یې د ښځو د شرعي حقونو او په ځانګړې توګه د واده په چاره کې د رضایت د اصل په اړه معلومات او توصیې وړاندې کړې دي.

د طالبانو دغه وزارت زیاته کړې، چې د دغو هڅو په پایله کې یادو کورنیو د خپلو پخوانیو اقداماتو په اړه پښېماني ښودلې او ژمنه یې کړې چې په راتلونکي کې به د ښځو شرعي حقونه رعایتوي او د خپلو لورګانو ودونه به د هغوی د رضایت او د دیني ارزښتونو پر بنسټ ترسره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو د سازمانونو د راپورونو له مخې، په افغانستان کې پر ښځو او نجونو سخت محدودیتونه لګول شوي او طالبانو نجونې له شپږم ټولګي څخه پورته له زده کړو منع کړې دي.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو زیاتوالي او له زده کړو د نجونو محرومیت، هغوی له ګڼو رواني او ټولنیزو ستونزو، په ځانګړې توګه له وخت څخه مخکې او جبري ودونو سره مخ کړې دي.