سید عباس عراقچي: په جګړه کې د ابوظبي د مستقیمې ښکېلتیا په اړه شواهد موجود دي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ادعا کړې چې د متحده عربي اماراتو د ابوظبي له لوري په ځینو پوځي عملیاتو کې د مستقیمې ښکېلتیا شواهد موجود دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ادعا کړې چې د متحده عربي اماراتو د ابوظبي له لوري په ځینو پوځي عملیاتو کې د مستقیمې ښکېلتیا شواهد موجود دي.
عراقچي د المیادین ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي چې داسې شواهد شته چې امریکا او اسراییل د ایران پر ضد عملیاتو کې د متحده عربي اماراتو له هوايي حریم او خاورې څخه استفاده کړې ده.
هغه ویلي: «د ابوظبي د مستقیمې ښکېلتیا په اړه په ځینو عملیاتو کې شواهد زموږ په لاس کې دي.»
د ایران د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه د تهران او ابوظبي ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا یو لامل په متحده عربي اماراتو کې د اسراییل حضور او له تل ابیب سره د دغه هېواد نږدې اړیکې بللې دي.
عراقچي زیاته کړې چې دا ډول پرمختګونه د سیمهییزو اړیکو پر ثبات منفي اغېز لري او د تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل کېدای شي.

د یمن د اطلاعاتو وزیر معمر الاریانی ویلي، چې د عربي خلیج هېوادونو پر ضد د ایران د بریدونو هرکلی د حوثـ .ـیانو او تهران ترمنځ د ژورې اړیکې او بشپړې همغږۍ څرګندونه کوي.
الاریاني د پنجشنبې په ورځ په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې حوثیانو د عربي خلیج هېوادونو، په ځانګړي ډول د کویټ نړیوال هوایي ډګر پر وړاندې د ایران د بریدونو ملاتړ کړی، چې د نوموړي په وینا دا چاره ښيي چې دغه ډله د تهران له سیاستونو سره بشپړه تړاو لري او د سیمې له ګډو ګټو او عربي هویت څخه لرې شوې ده.
هغه زیاته کړې چې حوثیانو د عربي خلیج هېوادونو د امنیت، ثبات او حیاتي بنسټونو پر ضد بریدونه د غندلو پر ځای توجیه او ستایلي دي. د یمن د اطلاعاتو وزیر په وینا، د حوثیانو دریځونه څرګندوي چې دغه ډله د تهران په ژبه خبرې کوي او د هغو تګلارو پیروي کوي چې د ایران حکومت یې د خپلو سیمهییزو متحدانو د مدیریت لپاره کاروي.
الاریاني ویلي چې د حوثیانو دا چلند ثابتوي چې هغوی یوازې د ایران متحدان نه دي، بلکې د ایران د بهرني پوځي، امنیتي او سیاسي جوړښت یوه برخه ګڼل کېږي.
د نوموړي په وینا، حوثیانو یمن د داسې پروژو او سیاستونو د عملي کولو په ډګر بدل کړی چې د ایران له سیمهییزو موخو سره تړاو لري او د یمن د خلکو له ګټو او د سیمې له ثبات سره په ټکر کې دي.
د یمن د اطلاعاتو وزیر ټینګار کړی چې د حوثیانو وروستي دریځونه او اقدامات د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتوي او د عربي هېوادونو پر وړاندې د هغوی د سیاسي او پوځي تمایلاتو څرګندونه کوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې متحده ایالاتو د ایران د حکومت د پوځي وړتیاوو او رهبرۍ جوړښت ته سخت زیان رسولی او ادعا یې کړې چې د ایران سمندري او هوايي ځواکونه نور اغېزناک نه دي پاتې.
ټرمپ دا څرګندونې د سپینې ماڼۍ د کابینې په غونډه کې وکړې او د روانو خبرو اترو او د هرمز تنګي د وضعیت په اړه یې وویل چې د هر احتمالي هوکړې یو مهم اصل د هرمز تنګي سمدستي پرانیستل او د بېړیو د تګ راتګ خوندي کول دي.
هغه ټینګار وکړ چې امریکا به «هم د جګړې په ډګر او هم د ډیپلوماسۍ په ډګر کې» بریالۍ شي. ټرمپ ادعا وکړه چې د ایران پوځي ځواک په پراخه کچه کمزوری شوی او زیاته یې کړه: «هغوی نور اغېزمن سمندري او هوايي ځواک نه لري. موږ د هغوی نږدې ټول پوځي ظرفیت او د رهبرۍ جوړښت له منځه وړی دی.»
د امریکا ولسمشر د دې پوښتنې په ځواب کې چې که د ایران حکومت له خوا امریکايي ځواکونه ووژل شي، ایا جګړه بیا پیل کېدای شي، وویل چې دا ډول اقدام به د نوي پوځي غبرګون لپاره کافي دلیل وي او امریکا به په هغه صورت کې «ډېر ژر» ځواب ورکړي.
ټرمپ د ایران د غني شویو یورانیمو د زېرمو په اړه هم وویل چې واشنګټن یو وخت د دغو موادو د انتقال امکان ارزولی و، خو د امریکايي ځواکونو د اوږدمهاله حضور اړتیا له امله یې له دې طرحې تېر شو. د هغه په وینا، امریکا لا هم دغو موادو ته د لاسرسي وړتیا لري.
نوموړي زیاته کړه چې متحده ایالات د پرمختللو څارنیزو سیسټمونو او فضايي امکاناتو په وسیله ټولې اړوندې سیمې تر بشپړې څارنې لاندې لري او هر ډول تحرکات تعقیبوي.
ټرمپ د مجتبی خامنه یي سره د احتمالي لیدنې په اړه هم وویل چې شخصاً ورته لېوالتیا نه لري او داسې وړاندیز یې هم نه دی کړی، خو که دا ډول لیدنه ترسره شي، نو په درناوي به ورسره چلند وکړي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته په یوه پرانیستي لیک کې د څلور کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د مستقیمو خبرو اترو وړاندیز کړی او خبرداری یې ورکړی چې که داسې ونه شي، کېیف مبارزې ته چمتو دی.
د اوکراین د ولسمشرۍ دفتر ویلي چې دغه لیک د امریکا په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو ته هم استول شوی دی.
ولادیمیر زیلنسکي په خپل لیک کې لیکلي چې د روسیې اکثریت خلک د اوکراین د توغندیزو او ډرون بریدونو، انفلاسیون او د تېلو له کمښت څخه ستړي شوي او سولې ته چمتو دي. هغه زیاته کړې، دا چې د امریکا متحده ایالات دا مهال په ایران کې پر روانې جګړې تمرکز کوي، نو دا به لویه تېروتنه وي چې دوی یوازې په اروپا کې جګړې ته د واشنګټن د پاملرنې بېرته راګرځېدو ته انتظار وباسي.
د اوکراین ولسمشر ټینګار کړی چې د سولې لاره باید له لومړۍ کرښې څخه پیل شي او د خبرو اترو د جریان لپاره یې د بشپړ اوربند غوښتنه کړې ده. نوموړي د دغې لیدنې لپاره د مشخصې نېټې د ټاکلو وړاندیز کړی او د سویس، ترکیې او یو شمېر عربي هېوادونو نومونه یې د احتمالي کوربه په توګه یاد کړي دي.
زیلنسکي د روسیې ولسمشر ته په خطاب کې لیکلي چې له دې جګړې څخه د وتلو لپاره له ګام اخیستلو مه وېرېږئ او که چېرې پوتین په شخصي توګه د جګړې د پای ته رسولو پرېکړه ونه کړي، اوکراین به د خپلې بقا لپاره جګړې ته دوام ورکړي. په مسکو کې کرملین ماڼۍ اعلان کړی چې د زیلنسکي لیک یې لیدلی او په دې اړه به ولادیمیر پوتین ته معلومات ورکړل شي.
دا پرانیستی لیک په داسې حال کې خپرېږي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په تازه څرګندونو کې ویلي چې د اوکراین په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د سولې وړاندیزونه کولای شي روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي، خو په ورته وخت کې یې ټینګار کړی چې کېیف هم باید په دې برخه کې یو لړ جوړجاړیو ته غاړه کېږدي.
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) وایي، چې ناامنه خوراکي توکي هر کال په نړۍ کې د شاوخوا ۸۶۶ میلیونه ناروغیو او نږدې ۱،۵ میلیونه مړینو لامل ګرځي. افغانستان هم یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د دې ستونزې له جدي اغېزو سره مخ دی.
دغه سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي چې ماشومان تر ټولو زیانمنه ډله ده، او له پنځه کلونو کم عمره ماشومان د خوړو له لارې د انتقالېدونکو ناروغیو نږدې درېیمه برخه پېښې زغمي، سره له دې چې د نړۍ یوازې ۹ سلنه نفوس جوړوي.
راپور زیاتوي، چې دا ناروغۍ په ځانګړي ډول د نس ناستې په څېر حالتونو کې د ماشومانو لپاره ډېرې مرګونې تمامېدای شي، په داسې حال کې چې په بېلابېلو هېوادونو، په ځانګړي ډول کمعاید سیمو کې، د روغتیايي خدماتو محدودیت دا ستونزه لا پسې جدي کړې ده.
د راپور له مخې، د خوړو له لارې رامنځته کېدونکې ناروغۍ نه یوازې د مکروبونو او ویروسونو له امله خپرېږي، بلکې په خوړو کې موجود کیمیاوي مواد لکه زهرجن فلزي عنصر او مېتیلمرکري هم د ماشومانو د دماغي ودې، اعصابو او اوږدمهالو ناروغیو خطر زیاتوي.
د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مشر ډاکټر تدروس ادهانوم ګیبریسوس ویلي: «د خوړو خوندیتوب یوازې یو تخنیکي موضوع نه ده، بلکې د هرې ورځې د ژوند برخه ده. ناامنه خوراک د عامې روغتیا یوه جدي ستونزه ده چې تر اوسه یې بشپړ انځور نه و څرګند.»
هغه زیاته کړې: «دا نوي شمېرې هېوادونو ته دا امکان ورکوي چې وپوهېږي د ناروغیو اصلي بار چیرته ډېر دی او خپلې پالیسۍ د هغې پر بنسټ جوړې کړي.»
د راپور له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې د خوړو له لارې رامنځته کېدونکو ناروغیو تر ټولو لویه برخه د مکروبي عواملو لکه باکتریاوو او ویروسونو له امله وه، چې شاوخوا ۸۶۰ میلیونه پېښې یې جوړولې. خو د مړینو لویه برخه بیا د کیمیاوي زهرجنو موادو له امله ثبت شوې، چې د ټولو مړینو نږدې ۷۳ سلنه جوړوي.
دغه سازمان وایي چې یوازې نیمه فلزي ماده او زهرجن کمیاوي عنصر د یو کال په ترڅ کې د یو میلیون څخه ډېرو مړینو سبب شوي، چې د زړه ناروغیو او سرطانونو خطر څو چنده لوړوي.
په راپور کې همداراز راغلي چې په ۲۰۲۱ کال کې د ناامنه خوراک له امله نړۍ ته شاوخوا ۳۱۰ میلیارده ډالر اقتصادي زیان اوښتی، چې د ژوند د لګښتونو له توپیرونو سره سم دا اندازه تر ۶۴۷ میلیارده ډالرو هم رسېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د خوړو د خوندیتوب لپاره باید حکومتونه د اوبو او حفظالصحې سیستمونه ښه کړي، د خوړو د تولید او پروسس معیارونه سخت کړي او خلکو ته روغتیايي خدمات پراخ کړي.
دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د اقلیم بدلون، نړیوالې سوداګرۍ او ټولنیزې نابرابرۍ له امله د ناامنه خوراک ستونزه لا هم په زیاتېدو ده، او افغانستان په ځانګړي ډول له هغو هېوادونو څخه دی چې د دې ستونزې له جدي اغېزو سره مخ دی.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د دې ستونزې د کمولو لپاره باید د «یو روغتیا» (One Health) تګلاره عملي شي، څو د انسان، حیوان او چاپېریال روغتیا په ګډه خوندي شي.
طالبانو هغه الوتنه لغوه کړې چې ټاکل شوې وه، له جرمني څخه ایستل شوي افغان کډوال کابل ته ولېږدوي. د جرمني «اېنډيار» په نوم خبري اژانس د رسمي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې دا اقدام په جرمني کې د طالبانو د ډیپلوماتیک حضور د پراخولو لپاره د دغې ډلې د هڅو یوه برخه ده.
د راپور له مخې، ټاکل شوې وه تېره اوونۍ یوه الوتکه چې افغان ایستل شوي کډوال یې لېږدول، له جرمني څخه کابل ته ولاړه شي، خو طالبانو د الوتنې له ترسره کېدو لږ مخکې د هغې جواز لغوه کړ. ډیپلوماتیکو سرچینو اېنډيار ته ویلي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دې پرېکړې لامل په جرمني کې د خپلو ډیپلوماتانو کموالی بللی دی.
طالبانو استدلال کړی چې له جرمني څخه د افغان وګړو د منظم ایستلو په بهیر کې د همکارۍ لپاره په دغه هېواد کې لا ډېرو کارکوونکو او استازو ته اړتیا لري. دا مهال یوازې دوه طالب استازي په جرمني کې رسمي اعتبارلیکونه لري.
د افغانستان یو شمېر پخوانیو ډیپلوماتانو اېنډيار سره خبرو کې وایي چې د جرمني حکومت په دې موضوع کې د طالبانو له فشار سره مخ دی. د جرمني د بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزارتونو تر اوسه د دې رسنۍ پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی، خو راپور یې هم نه دی رد کړی.
اېنډيار همدارنګه د طالبانو په اړه د جرمني د بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزارتونو ترمنځ د نظر اختلاف ته اشاره کړې ده. د راپور له مخې، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت غواړي چې د طالبانو پر وړاندې سخت دریځ غوره شي، خو د جرمني د کورنیو چارو وزیر الیکسانډر ډوربینټ اندېښنه لري چې پر طالبانو د فشار زیاتېدل به د افغان کډوالو د ایستلو بهیر له ستونزو سره مخ کړي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویاند یادې رسنۍ ته ویلي چې حکومت افغانستان ته د منظمې بېرته ستنولو د زمینې برابرولو لپاره د اړوندو ادارو ترمنځ نږدې او د باور وړ همغږي لري. هغه په ورته وخت کې د حکومت دننه د احتمالي اختلافونو په اړه له څرګندونو ډډه کړې ده.
طالبانو له ۲۰۲۴ کال راهیسې په جرمني کې د افغانستان د پخواني حکومت د ټاکل شویو ډیپلوماتانو د لرې کولو بهیر پیل کړی او هڅه یې کړې چې د افغانستان پر ډیپلوماتیکو استازولیو بشپړ کنټرول ترلاسه کړي. د افغانستان سفارت په برلېن او د افغانستان کونسلګرۍ په بون کې اوس د طالبانو د استازو لهخوا اداره کېږي.
راپور زیاتوي چې طالبان د افغان کډوالو د ایستلو موضوع د یوې سیاسي او ډیپلوماتیکې وسیلې په توګه کاروي، څو په جرمني کې خپل ډیپلوماتیک دریځ پیاوړی کړي او د افغانستان پر استازولیو خپل نفوذ نور هم پراخ کړي.