خو د هرات زعفران، سره له دې چې په نړیوالو بازارونو کې یې نوم پیدا کړی، لا هم د بازار د هویت له ستونزې سره مخ دي. نفیسه دانش، چې د هرات د زعفرانو اتحادیې مشره او پخپله سوداګره ده، وايي ډېر وخت د ایران سوداګر له افغان تولیدوونکو زعفران اخلي او بیا یې د ایراني محصول په نوم بازار ته وړاندې کوي.
هغې وویل: « د ایران سوداګر هم له موږ نه په نړیوالو مارکیټونو، په ځانګړي ډول د دوبۍ په بازارونو کې، زعفران پېري او د ایران د زعفرانو په نامه یې پلوري.»
له ایران نه راستانه شوي یو شمېر افغان کډوال، چې د کار او عاید له ستونزو سره لاس او ګریوان دي، هم د زعفرانو په کروندو کې بوختیږي.
صابر، چې څو کاله یې په ایران کې مزدوري کړې، په دې وروستیو کې خپل کلي ته ستون شوی او د زعفرانوپه موسم کې په کروندو کې کار کوي. هغه وايي چې د زعفرانو بازار نه یوازې بهر، بلکې د هېواد دننه هم ښه شوی.
هغه وايي، « سږ کال د هېواد دننه هم د زعفرانو بازار خورا تود دی».
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، یوازې د ۲۰۲۵ کال په وروستیو نهو میاشتو کې له ۲۲ ټنو څخه ډېر زعفران نړیوالو بازارونو ته صادر شوي چې ارزښت یې له ۳۰ میلیونو ډالرو اوښتی و.
د دغو صادراتو عمده برخه اروپايي هېوادونو، متحده ایالاتو، عربي هېوادونو او د منځنۍ اسیا بازارونو ته تللې ده. هند، هسپانیا، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، کاناډا، بریتانیا او ترکیه هم د افغان زعفرانو له مهمو پېرودونکو شمېرل کیږي.
د افغان زعفرانو نړیوال شهرت یوازې د صادراتو په ارقامو نه کچل کېږي. دغه محصول د خپل ځانګړي رنګ، بوی او کیفیت له امله څو ځله د نړۍ د غوره زعفرانو لقب ګټلی او د بلجیم د نړیوال خوند اخیستنې انسټېټیوټ لس ځله د نړۍ تر ټولو باکیفیته زعفران بللی دی.