د هرات اوسېدونکی: طالبانو حجاب لرونکې ښځې هم نیولې دي

د هرات یو اوسېدونکی چې په دغه ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبینو لهخوا د ښځو د نیولو شاهد دی افغانستان انټرنشنل ته ویلي، طالبانو داسې ښځې هم نیولې چې د دوی د خوښې حجاب یې اغوستی و.

د هرات یو اوسېدونکی چې په دغه ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبینو لهخوا د ښځو د نیولو شاهد دی افغانستان انټرنشنل ته ویلي، طالبانو داسې ښځې هم نیولې چې د دوی د خوښې حجاب یې اغوستی و.
د نوموړي په وینا؛ د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۷مه) د هرات په څلورلاري کې طالبانو داسې ښځه موټر ته پورته کړه، چې بشپړ حجاب یې کړی و. هغه وایي، دغه ښځې عربي حجاب لاره، تور پړونی یې په سر و او ماسک یې هم لاره؛ خو بیاهم طالبانو د «بېحجابۍ » په تور ونیوله.
د هرات یوې اوسېدونکې هم افغانستان انټرنشنل ته ویلي، طالبانو یې یوه ملګرې چې پړونی او بشپړ حجاب یې لاره ونیوله. هغه ادعا کوي، چې نوموړې د سینګار او د اغوستلو ډول له امله نیول شوې ده.
طالبانو له دوو اونیو راهیسې لسګونه ښځې نیولې دي. د راپورونو له مخې؛ د دغه اقدام له امله په هرات کې د وېرې فضا خپره شوې او د ښځو تګراتګ خورا کم شوی دی.
یوې ښځې په یوه پیغام کې ویلي: «هرات کې د ښځو وضعیت ډېر بد دی، هغه څه چې ویډیوګانو کې لېدل کېږي د هغې نیمایي برخه هم نهدي کوم چې په هرات کې پر ښځو تېرېږي».

د کندز یو اوسېدونکی وايي چې د طالبانو په محکمو کې د عدالت ترلاسه کولو لپاره یې یو کال او درې میاشتې هڅې بې پایلې پاتې شوې دي. هغه وايي، تېر کال د طالبانو د امام صاحب ولسوالۍ د ښاروال موټر هغه لاندې کړی و، خو نه یې پوښتنې ته ورغلی او نه یې تراوسه ددرملنې لګښت ور کړی.
احسانالله فاروقي په یوه ویډیو کې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په دې پېښه کې سخت ټپي شوی او تر اوسه یې د درملنې لړۍ روانه ده.
هغه زیاتوي چې له هغه وخت راهیسې یې څو ځله د طالبانو نظامي او ملکي محکمو ته مراجعه کړې، خو په وینا یې هېڅ نتیجه یې نه ده ترلاسه کړې.
فاروقي وايي، شکایت یې لا هم نه دی څېړل شوی او د رسیدګي بهیر درېدلی دی.
هغه همدارنګه ادعا کوي چې ځینو عدلي او قضایي چارواکو ورته ویلي: «پر ښاروال زموږ زور نه رسېږي».
د فاروقي په وینا، په دې موده کې یې د درملنې لګښتونه سلګونه زره افغانۍ ته رسېدلي، خو هېڅ مرسته یې نه ده ترلاسه کړې.
نوموړی وايي، د طالبانو د امام صاحب ولسوالۍ ښاروال قاري نبي یې نه پوښتنې ته ورغلی او نه یې د تاوان د جبران لپاره کوم اقدام کړی دی. هغه پوښتنه کوي: «ایا د طالبانو چارواکي له قانون پورته دي؟».
افغانستان انټرنشنل د دغو ادعاوو په اړه د طالبانو له ویاند ذبیحالله مجاهد څخه وضاحت غوښتی، خو د راپور تر خپرېدو پورې کوم ځواب نه دی ترلاسه شوی.
په هرات کې یو طالب سرچینې ادعا کړې چې د هرات د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست به هغه ښځې چې له چادرۍ پرته، په لوڅ مخ، تنګو جامو یا له سینګار سره په بازارونو او عامه ځایونو کې ولیدل شي، د ځانګړو ګزمو ډلو له خوا به ونیول شي.
یو طالب سرچینې افغانستان انټرنشنل پښتو ته په استولي پیغام کې ادعا کړې چې د هرات د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست په یوې غونډه کې ګډونوالو ته داسې لارښوونې او مکتوبونه وېشلي چې له مخې به یې د ښځو د حجاب د څار او کنټرول لپاره نوي اقدامات عملي کېږي.
د سرچینې په وینا، په یاده غونډه کې د هرات ولایت د یوې پرېکړې جزییات هم ګډونوالو ته رسېدلي دي. نوموړی ادعا کوي چې دا پرېکړه د ولایت د والي او د امر بالمعروف ریاست د چارواکو په ګډون په یوه غونډه کې شوې او ټاکل شوې چې د شوراګانو د رییسانو، د ګذر د وکیلانو او د جوماتونو د امامانو له لارې خلکو ته ورسول شي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په پرېکړه کې راغلي چې د بېحجابۍ د مخنیوي او د حجاب اړوند د «شرعي احکامو» د پلي کېدو په موخه به هغه ښځې چې له چادرۍ پرته، په لوڅ مخ، تنګو جامو یا له سینګار سره په بازارونو او عامه ځایونو کې ولیدل شي، د ځانګړو ګزمويي ډلو له خوا ونیول شي.
سرچینه زیاتوي چې دغه ډلې به د امر بالمعروف د استازو ترڅنګ له ښځینه او نارینه پولیسو څخه جوړې وي او سرغړونکي ښځې به د هرات ښځینه زندان ته ولېږدول شي.
د سرچینې په وینا، ټاکل شوې چې د دې پرېکړې عملي کېدل د ۱۴۰۵ کال د غبرګولي له ۱۶مې نېټې، چې د شنبې له ورځې سره برابره ده، پیل شي.
د یادونې وړ ده چې دا یوازې د هرات ولایت د یوه اوسېدونکي روایت دی، افغانستان انټرنشنل- پښتو یې په خپلواکه توګه نه تاییدوي.
یو شمېر افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل پښتو ته په رالېږلو پیغامونو کې ادعا کړې چې په پېښور کې د طالبانو د سوداګرۍ اتشه د سوداګریزو توکو د انتقال اسناد د کمېشنکارانو له لارې د اووه سوه زره پاکستانیو کلدارو په بدل کې پلوري.
دوی د هغو اسنادو انځورونه هم استولي چې په وینا یې د افغان سوداګرو او کډوالو د توکو د انتقال لپاره کارول کېږي. دوی ادعا کوي چې دغه سندونه پېښور کې د طالبانو د کونسلګرۍ د سوداګرو د اتشه مفتي محمد ګل سعید له لوري د کمېشنکارانو په وسیله پلورل کېږي.
د دغو کډوالو په وینا، هر سند د شاوخوا اووه سوه زره پاکستانیو کلدارو په بدل کې ترلاسه کېدای شي او هغه کسان چې غواړي خپل توکي او د هټیو سامانونه افغانستان ته انتقال کړي، اړ کېږي د کمېشنکارانو له لارې دغه پیسې ورکړي.
دوی زیاتوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د محدودیتونو او د افغان کډوالو د اېستلو له روان بهیر سره هممهاله، ګڼ شمېر افغان سوداګر هڅه کوي خپل سوداګریز توکي افغانستان ته انتقال کړي، خو د انتقال د اسنادو ترلاسه کول کې له ستونزو او اضافي لګښتونو سره مخ شوي دي.
د دوی په وینا، سوداګر دغه اسناد ځکه اخلي چې د توکو د انتقال پر مهال، په ځانګړي ډول د پېښور د عمري کمپ او نورو اړوندو ادارو کې، له احتمالي خنډونو او ستونزو سره مخ نه شي.
د یادونې وړ ده چې دا یوازې پېښور کې د یو شمېر افغان کډوالو روایت دی، افغانستان اڼترنشنل-پښتو یې په خپلواکه توګه نه شي تاییدولی.
د تخار ولایت د کوکچې سیمې یوه اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته په استول شوي پیغام کې ویلي، چې د کوکچې هاخوا سیمو مواصلاتي سړک له کلونو راهیسې په ډېر خراب وضعیت کې دی او د سیمې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د نوموړي په وینا؛ د سړک خرابوالي د ناروغانو، زدهکوونکو، بزګرانو او مساپرو لپاره جدي ستونزې رامنځته کړې دي. هغه زیاتوي، چې د کلونو په تېرېدو لاهم د دغه لارې د بیارغونې او ترمیم لپاره جدي اقدام نهدی شوی.
د سیمې اوسېدونکو له طالبانو او اړونده ادارو غوښتي، چې د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي او ژر تر ژره د دغه سړک د بیارغونې چارې پیل کړي. دوی ټینګار کوي، چې مناسبو لارو ته لاسرسی د خلکو بنسټیز حق دی او د معیاري بنسټیزو زېربناوو له جوړېدو پرته د سیمې پرمختګ ناشونی دی.
د یادونې وړ ده، چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې سختو بارانونو او سېلابونو د ګڼو سیمو مواصلاتي لارې زیانمنې کړې دي. د دغه طبیعي پېښو له امله سړکونه، پلچکونه او ځینې عامه تاسیسات ویجاړ شوي چې د خلکو پر تګراتګ او ورځني ژوند یې منفي اغېز کړی دی.
ځايي اوسېدونکي وايي، د سېلابونو له امله هغه لارې چې له وړاندې هم په نامناسب وضعیت کې وې لا ډېرې خرابې شوې دي. د دوی په باور، د زیانمن شویو سړکونو بیارغونه او ترمیم نه یوازې د خلکو د تګراتګ ستونزې کمولی شي؛ بلکې د سیمو د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره هم اړین ګڼل کېږي.
د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ یو اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته په یوه لېږلي پيغام کې ویلي، چې د سپین بولدک او چمن پر دروازه له ناروغانو پېسې اخیستل کېږي او ځورول کېږي. نوموړي ادعا کړې، چې د پاکستان په زندانونو کې افغان مېرمنې جنسي ځورول کېږي.
دغه کس په خپل غږیز پیغام کې ویلي، تازه د چهارشنبې د ورځې د سترګو لیدلی حال شریکوي او زیاتوي چې ځینې کسان له ناروغانو څخه تر یو لک کلدارو اخلي؛ ترڅو پاکستان ته یې واړوي. د هغه په خبره؛ دغه انساني چاقاق کوونکي د طالبانو او پاکستاني پولیسو سره اړیکې لري او دواړه خواوو ته خپله ونډه ورکوي.
نوموړي زیاته کړې: «ډېری وخت چې پاکستاني پوځيان راشي، د پیسو برخه نه وي ورکول شوې بیا افغانې مېرمنې وهي، ظلم ورسره کوي، زندانونو ته یې وړي او ان هلته یې جنسي ځوروي». هغه ادعا کړې، چې د جنسي ځورولو څو قضیې یې لیدلې او خلک له مجبوریته غږ نهشي اوچتولی.
هغه د دواړه خواوو له مسوولو چارواکو د یادې ستونزې د څار او مخنیوي غوښتنه کړې ده.