• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کردستان د بشري حقونو شبکه: په سرپل کې یوه طالب چارواکي ایراني کردۍ مور او لور وژلي دي

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۵۹ GMT+۱

د کردستان د بشري حقونو شبکې راپور ورکړی، چې د سرپل ولایت د کوهستاناتو ولسوالۍ د حج او اوقافو طالب مسوول مفتي محمدالله یوه ایراني کردۍ ښځه او د هغې ۱۵ کلنه لور، وروسته له هغه په ډزو وژلي چې هغوی له اجباري واده سره مخالفت کړی و.

د راپور له مخې، وژل شوې ښځه چیمن حسین‌زاده نومېده، چې د ایران د بوکان ښار اوسېدونکې وه او له خپلې لور سارا یوسفي سره په کوهستاناتو ولسوالۍ کې ژوند کاوه.

یوه باخبره سرچینې دې شبکې ته ویلي چې چیمن حسین‌زاده شاوخوا شل کاله وړاندې له یوه افغان وګړي سره واده کړی و او له هماغه وخته په افغانستان کې اوسېده. نوموړې د سیمې د خلکو ترمنځ د «بي‌بي چمن‌ګل» په نوم پېژندل کېده او د یوې محلي نرس یا روغتیايي کارکوونکې په توګه یې فعالیت کاوه.

د راپور پر بنسټ، مفتي محمدالله غوښتل له ۱۵ کلنې سارا یوسفي سره واده وکړي. سرچینې ویلي چې نوموړي د غويي په ۱۸مه د دې کورنۍ کور ته مراجعه کړې او هڅه یې کړې چې نجلۍ له ځان سره یوسي، خو د مور له مخالفت سره مخ شوی دی.

د سرچینې په وینا، مفتي محمدالله وروسته پر مور او لور ډزې کړې او دواړه یې وژلي دي.

د کردستان د بشري حقونو شبکې د معلوماتو له مخې، د چیمن حسین‌زاده کورنۍ څو اوونۍ وروسته د دې پېښې له جزییاتو خبره شوې او د مور او لور د جنازې او فاتحې مراسم د غبرګولي په ۱۲مه د ایران د بوکان ښار په کهریزه سردار کلي کې ترسره شوي دي.

طالبانو تر اوسه د دې راپور او پکې د مطرح شویو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی. خو د سرپل د امنیې قوماندانۍ طالب ویاندنقیب‌الله علمیار د غويي په ۲۰مه ویلي وو چې امنیتي ځواکونو هغه کس نیولی چې «خپله مېرمن او خواښې» یې په کوهستاناتو ولسوالۍ کې وژلې وې.

هغه مهال د طالبانو ویاند ویلي وو چې تورن کس له پېښې وروسته تښتېدلی و، خو وروسته ونیول شو. نوموړي د تورن هویت نه و څرګند کړی، خو افغانستان انټرنشنل ته د رسېدلو معلوماتو له مخې، تورن کس مفتي محمدالله، د کوهستاناتو ولسوالۍ د حج او اوقافو امر دی.

په خپلواکه توګه یې د دې پېښې ټول جزییات او په راپور کې مطرح شوې ادعاوې نه دي تایید کړې.

د کردستان د بشري حقونو شبکې راپور دا شک پیاوړی کوي چې ښايي یاد طالب چارواکي هڅه کړې وي له یوې کم‌عمره نجلۍ سره اجباري واده وکړي.

•
•
•

نور کیسې

د ملګرو ملتونو سر منشي: په افغانستان کې امنیتي پېښې د تېر کال په پرتله ۵۷ سلنه زیاتې شوي

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۴۶ GMT+۱
د ملګرو ملتونو سر منشي: په افغانستان کې امنیتي پېښې د تېر کال په پرتله ۵۷ سلنه زیاتې شوي
100%

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش، امنیت شورا ته په خپل تازه راپور کې ویلي چې د روان میلادي کال د فبرورۍ له لومړۍ نېټې څخه د اپرېل تر ۳۰مې پورې په افغانستان کې ۳ زره او ۶۸۷ امنیتي پېښې ثبت شوې دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي په تازه خپور شوي راپور کې، چې د فبرورۍ له لومړۍ څخه د اپرېل تر ۳۰مې پورې د افغانستان وضعیت ارزوي، راغلي چې د امنیتي پېښو شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵۷ سلنه زیات شوی دی.

ګوټرېش په خپل راپور کې ویلي چې د داعش خراسان څانګې، که څه هم د راپور تر پوښښ لاندې موده کې د طالبانو پر ضد د کوم مهم برید مسوولیت نه دی منلی، خو د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار ډلې د ارزونې له مخې لا هم په افغانستان کې خپل عملیاتي او جګړه‌ییز ظرفیتونه ساتلي دي.

د راپور له مخې، داعش خراسان لا هم د فعالیت او د بریدونو د ترسره کولو وړتیا لري، چې دا موضوع د افغانستان او سیمې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې ژوندۍ ساتي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په داسې حال کې د امنیتي پېښو د زیاتوالي خبر ورکوي چې طالبان تل ادعا کوي په افغانستان کې یې سراسري امنیت ټینګ کړی او د وسله‌والو ډلو فعالیتونه یې محدود کړي دي. خو د ملګرو ملتونو ارزونې ښيي چې امنیتي ننګونې لا هم په هېواد کې موجودې دي.

د امنیت شورا غونډه؛ ازبکستان او ترکمنستان د افغانستان د وضعیت د ښه کېدو غوښتنه وکړه

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۰۳ GMT+۱
د امنیت شورا غونډه؛ ازبکستان او ترکمنستان د افغانستان د وضعیت د ښه کېدو غوښتنه وکړه
100%

په ملګرو ملتونو کې د ازبکستان او ترکمنستان استازو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان د وضعیت د ښه والي، اقتصادي همکاریو د پراخېدو او د دوامدار ثبات د ټینګښت غوښتنه وکړه.

د دواړو هېوادونو استازو په دغه غونډه کې ټینګار وکړ چې له افغانستان سره اقتصادي همکاري، د سوداګرۍ پراختیا او سیمه‌ییزه همغږي کولای شي د دغه هېواد د پرمختګ او ثبات لپاره مهم رول ولوبوي.

د ازبکستان استازي وویل چې یوازې بشري مرستې د افغانستان د اوږدمهاله ثبات لپاره بسنه نه کوي، بلکې د اقتصادي اصلاحاتو، د کاري فرصتونو رامنځته کولو او د زیربناوو پراختیا ته اړتیا ده.

هغه زیاته کړه چې هېواد یې د یوناما د فعالیت ملاتړ کوي او د افغانستان له خلکو سره د دې ادارې مرستې ستایي. د هغه په وینا، ملګري ملتونه باید د افغانستان د سولې او ثبات لپاره خپل مرکزي او همغږي کوونکی رول وساتي.

دغه ډیپلومات همداراز د افغان ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ د نړیوالې ټولنې له مهمو مسؤلیتونو څخه وباله.

بلخوا د ترکمنستان استازي، وویل چې د دغه هېواد د وضعیت ژر ښه کېدل د سیمې د امنیت او سوکالۍ لپاره حیاتي اهمیت لري.

هغه زیاته کړه چې په تېرو نږدې پنځو کلونو کې له طالبانو سره بېلابېل تعاملات شوي، خو پایلې یې محدودې پاتې شوې دي او د افغانستان عمومي وضعیت لا هم نازک او ناسم ډاډمن دی.

د ترکمنستان استازي ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید عملي او پایله‌محورو تګلارو ته ډېر پام وکړي، څو د افغانستان خلکو ته محسوسې ګټې ورسېږي.

هغه همداراز وویل چې له طالبانو سره تعامل باید د اوسني وضعیت د عادي کېدو معنا ونه لري او نه باید د محدودیتونو دوام ته مشروعیت ورکړي.

هرات کې د طالبانو له لوري د ښځو نیول؛ د بښنې نړیوال سازمان یې د سیستماتیکې ځپنې دوام بولي

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۱۶ GMT+۱
هرات کې د طالبانو له لوري د ښځو نیول؛ د بښنې نړیوال سازمان یې د سیستماتیکې ځپنې دوام بولي
100%

د بښنې نړیوال سازمان د اسیا څانګې ویلي، چې په هرات ښار کې په وروستیو دوو ورځو کې د طالبانو له لوري د لسګونو ښځو او نجونو نیول په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حقونو د روانو محدودیتونو او ځپلو دوام څرګندوي.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۸مه) په ایکس خواله رسنۍ کې په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د «بدحجابۍ» په تور د ښځو نیول اندېښمنوونکي دي او د ښځو د اساسي حقونو خلاف عمل دی.

د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې هره ښځه حق لري د خپل لباس په اړه خپله پرېکړه وکړي، په ازاد ډول تګ راتګ وکړي، په ټولنیز ژوند کې برخه واخلي او له وېرې او ګواښ پرته ژوند وکړي.

دغه سازمان له طالبانو غوښتنه کړې چې ژر تر ژره د نیول شویو ښځو د ساتلو ځایونه اعلان کړي، د هغوی خوندي خوشې کېدل تضمین کړي او د ښځو پر جامو او تګ راتګ محدودیتونه پای ته ورسوي.

همداراز د بښنې نړیوال سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې پر طالبانو فشار زیات کړي څو د ښځو پر وړاندې د «سیستماتیکي ځپنې» لړۍ ودرول شي.

په هرات کې د طالبانو سیمه‌ییزې ادارې د تېرې شنبې له ورځې راهیسې پر ښځو د تګ راتګ او لباس سخت محدودیتونه لګولي او له بېلابېلو سیمو یې لسګونه نجونې او ښځې نیولې او نامعلومو ځایونو ته لېږدولي دي.

د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، تر اوسه لږ تر لږه ۲۰ ښځې او نجونې د «بدحجابۍ، ماسک نه لرلو او د وېښتانو ښکاره کېدو» په تور نیول شوي دي.

په ټولنیزو شبکو کې خپرو شویو ویډیوګانو کې د طالبانو د امر بالمعروف ځواکونه په ښار کې د ګزمې پر مهال لیدل کېږي، چې ښځې نیسي او له ځان سره یې وړي.

دغه اقدامات د بشري حقونو د فعالانو پراخ غبرګونونه راپارولي او د هېوادوالو د قهر لامل شوي دي.

بلخوا د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندوی ماموریتیوناماهم ویلي چې په هرات کې د لسګونو ښځو او نجونو نیول د جدي بشري حقونو اندېښنې راپورته کوي.

طالبان: تر دې مهاله له ۴۰ زره څخه زیاتو کورنیو ته استوګنیزې نمرې وېشل شوي

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۲۶ GMT+۱
طالبان: تر دې مهاله له ۴۰ زره څخه زیاتو کورنیو ته استوګنیزې نمرې وېشل شوي
100%

د طالبانو تر چتر لاندې د کډوالو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې ویلي، په تېره اوونۍ کې ۴۶۹۴ راستنېدونکو کورنیو ته د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د هستوګنې ځمکې وېشل شوې دي.

دغه کمېټې د تېرې اوونۍ د فعالیتونو معلومات خپاره کړي، چې له مخې یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو راستنېدونکو کورنیو ته د هستوګنې ځمکې نمرې ورکړل شوې دي.

د یادې کمېټې د راپور له مخې، د ولایتونو په کچه په ننګرهار کې ۱۶۵۹، هلمند کې ۹۳۴، فاریاب کې ۸۳۷، فراه کې ۶۹۷، غزني کې ۶۷، پکتیکا کې ۱۰۰ او نیمروز کې ۱۰۰ نمرې وېشل شوې دي.

د کمیټې د راپور له مخې په مجموع کې، د تېرې اوونۍ په موده کې ۴۶۹۴ راستنو شوو کورنیو ته د هستوګنیزو ځمکو نمرې ورکړل شوي دي.

کمېټې زیاته کړې چې تر دې مهاله ټولې ۴۰٬۴۱۳ هستوګنیزې نمرې وېشل شوې دي او دا بهیر په چټکۍ روان دی.

د راپور له مخې، د دې پروګرام موخه د راستنېدونکو کډوالو لپاره د دایمي مېشتېدنې زمینه برابرول بلل شوي، څو هغوی وکولای شي په هېواد کې باثباته ژوند پیل کړي.

ملاله بنسټ: نړۍ باید د طالبانو له لوري «جنسیتي اپارتاید» د جرم په توګه په رسمیت وپېژني

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۸ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۵۸ GMT+۱
ملاله بنسټ: نړۍ باید د طالبانو له لوري «جنسیتي اپارتاید» د جرم په توګه په رسمیت وپېژني
100%

د نجونو د زده کړو ملاتړی بنسټ «ملاله بنسټ» ویلي، د ښځو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو د پراخېدو له پنځو کلونو وروسته، حکومتونه باید د افغانستان د ښځو او نجونو پر وړاندې روان «جنسیتي اپارتاید» د نړیوال قانون له مخې د جرم په توګه په رسمیت وپېژني.

یاد بنسټ د ښځو د بهرنۍ پالیسۍ د وزیرانو غونډې د ګډې اعلامیې په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو له لوري رامنځته شوی نظام د جنسیت پر بنسټ د منظم، بنسټیز او سیستماتیک ظلم څرګند مثال دی او نړیواله ټولنه باید د «جنسیتي اپارتاید» د جرم د رسمي پېژندلو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د راپور لیکوالې پارم‌پریت سنګ ویلي، د غونډې په اعلامیه کې د هغو نظامونو د حساب ورکولو یادونه شوې چې د جنسیت پر بنسټ د منظم ظلم او واکمنۍ لامل کېږي، او دا تعریف په مستقیم ډول د طالبانو له لوري په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې جوړ شوي وضعیت ته اشاره کوي.

نوموړې ویلي: «طالبانو د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې د څه باندې ۲۰۰ فرمانونو، قوانینو او امرونو له لارې داسې نظام رامنځته کړی چې موخه یې د ښځو او نجونو له اساسي ازادیو محرومول او له عامه ژوند څخه د هغوی ایستل دي.»

د راپور له مخې، د یادې غونډې پر مهال افغان ښځو فعالانو د طالبانو تر واک لاندې د خپل ژوند تجربې شریکې کړې. ملالې فنډ ویلي چې د دغو ښځو شهادتونو یو ځل بیا وښوده چې د نړیوالو پرېکړو تر شا د هغو ښځو او نجونو ژوند پروت دی چې هره ورځ یې پایلې زغمي.

راپور ټینګار کوي چې اوسنی نړیوال قانون د نژادي اپارتاید لپاره ځانګړی تعریف لري، خو د جنسیت پر بنسټ د ورته سیسټماټیک ظلم لپاره جلا حقوقي چوکاټ نه لري. ملاله فنډ وایي، تر هغو چې جنسیتي اپارتاید د بشریت ضد جرم په توګه په رسمیت ونه پېژندل شي، نړیواله ټولنه به د افغانستان د ښځو او نجونو د وضعیت پر وړاندې له مهمو حقوقي او سیاسي وسیلو بې‌برخې وي.

دغه بنسټ ویلي: «حکومتونه باید یو ګام نور هم وړاندې ولاړ شي او جنسیتي اپارتاید د نړیوال جرم په توګه په رسمیت وپېژني.»

د راپور بله مهمه برخه د پورونو نړیوال بحران او د نجونو پر زده‌کړو د هغه اغېزو ته ځانګړې شوې ده. ملالې فنډ ویلي، ډېری بې‌وزله هېوادونه اوس د پورونو د بېرته ورکړې لپاره د روغتیا او زده‌کړو له ګډو لګښتونو هم زیاتې پیسې مصرفوي، چې تر ټولو ستر زیان یې نجونو ته رسېږي.

د راپور له مخې، کله چې حکومتونه د پورونو د ورکړې او د زده‌کړو د بودجې ترمنځ انتخاب ته اړ شي، نجونې لومړنۍ قربانیانې ګرځي. د ملالې فنډ په وینا، د نجونو د زده‌کړو نشتوالی هېوادونو ته د ژوندانه د عوایدو په برخه کې د ټریلیونونو ډالرو زیان اړوي.

ملالې فنډ له هغو هېوادونو غوښتي چې د نړیوال مالي نظام پر پرېکړو اغېز لري، د پورونو د اوسني نظام د اصلاح لپاره عملي ګامونه پورته کړي او د نجونو زده‌کړې د مالي فشارونو قرباني نه کړي.

راپور په پای کې ټینګار کوي چې د ښځو او نجونو د حقونو په اړه سیاسي اعلامیې مهمې دي، خو یوازې اعلامیې بسنه نه کوي. د ملالې فنډ په وینا، حکومتونه باید خپلې ژمنې په عملي حقوقي، مالي او ډیپلوماتیکو اقداماتو بدلې کړي، څو د افغانستان د ښځو او نجونو او د نړۍ د میلیونونو نورو نجونو حقونه خوندي شي.

ترویج لرونکی

په سرپل کې د طالبانو یوه چارواکي یوه کردۍ ښځه او د هغې لور وژلې دي
۱

په سرپل کې د طالبانو یوه چارواکي یوه کردۍ ښځه او د هغې لور وژلې دي

۲

د افغان ښځو د وضعیت په اړه د سعد محسیني څرګندونې؛ ډیوه پتنګ وایي محسني «حقیقت» ویلی دی

۳
ځانګړی

هبت الله اخوندزاده په یوه نوي فرمان کې د سروزرو خپلسری استخراج منع اعلان کړی

۴

نبیل تلویحاً محسني ته: په جمهوریت کې ځواکمن او شتمن شوئ او اوس له استبداد سره ولاړ یئ

۵

سوداګر او صرافان: د طالبانو د ننګرهار د استخباراتو اوپراتیفي مرستیال له سوداګرو باج اخلي